تفصیل | شهادت 

21st November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له دندې لاس په سر شو

2018-05-14

شهادت
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو اداره وایي چې د ختیځ ولایت ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ځینو شخصي دلایلو له کبله رسما خپله استعفا دغې ادارې ته لیږلې اویادې ادارې یې استعفا تایید کړې ده. 
له ننګرهاره د والي ګلاب منګل نږدې دوستان د نوم د نښودلو په شرط شهادت سره په خبرو کې ویلي چې د ښاغلي ګلاب منګل د استعفا اصلي لامل د ولایت په چارو کې د سیمه ییزو زورواکو دخالت او لاسوهنه ده.
ښاغلي منګل په داسې ورځ له ولایته استعفا اعلان کړې چې جلالآباد کې د مالیې وزارت په یوې اړوندې ادارې (د ننګرهار ولایت مستوفیت) ودانۍ مخې ته ځانمرګی برید شـوی او بیا بریـدګر مستوفیت ودانـۍ ته ورننوتی او له هغه ځایه یې پـر نورو ودانیو او افغـان ځواکونو ډزې پیل کړي دي
د وسله والو په ډله ییز برید کې تر دا مهاله نهه تنه وژل شوي او نږدې ۴۰ تنه تپیان شوي دي. 
ګلاب منګل د ۱۳۹۵ کال د تلې میاشتې په وروستیو کې د جمهور رئیس غني د فرمان پر بنسټ د ننګرهار د والي په توګه ټاکل شوی و، نوموړی وړاندې تر دې د هلمند، پکتیکا او لغمان ولایتونو د والي او قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزیر په توګه دندې ترسره کړي دي.

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st November, 2018