تفصیل | شهادت 

22nd September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ١٨ ولايتونو ځوانانو، دحزب اسلامي افغانستان له امير سره وکتل

2018-05-14

د تخار،بلخ، جوزجان، کندوز، کُنړ، بغلان، او غزني په ګډون د ۱۸ ولایتونو ځېرکو او پوهو ځوانانو، د حزب اسلامي افغانستان ځوانانو آمر قاري فضل ربي شاکر په مشرۍ د حزب اسلامي له امیر او محبوب مشر سره وکتل او د هېواد موجوده کړکېچن وضعیت ته په کتو او د ځوانانو مخ ته پر پرتو ستونزو او د حل پر لارو چارو تفصیلي خبرې وکړې. 
د بغلان ځوانانو په استازېتوب انجېنیر امان الله امین، د کندوزي ځوانانو په استازېتوب ورور حمدالله حقوقمل او د تخار ځوانانو په استازېتوب استاد اسماعیل عمران د ځوانانو په ستونزو خبرې وکړې او تر څنګ یې د راتلونکو ټاکنو په اړه د حزب اسلامي له موقف او انتخاباتي طرحې بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
دغه راز د قدرمن مشر له خوا پر ټولو مهمو ټکو تاکید وشو او په مختلفو برخو کې یې ځوانانو ته لازمې سپارښتنې وکړې او هغوئ یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل.
د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي او مطبوعاتي چارو رياست

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd September, 2018