تفصیل | شهادت 

18th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د قدس په اړه د حزب اسلامي افغانستان اعلامیه:

2018-05-18

بسم الله الرحمن الرحیم
اعلامیه
په اشغال شوي القدس کي د امریکا د سفارت پرانستل د خونړیو جګړو د بل دور پیل
حزب اسلامي افغانستان په داسي حال کي چي القدس ته د متحده ایالاتو د سفارت انتقال او ورپسې د صهیونیستي ځواکونو په لاس په غزه کي د مظلومو او تش لاسو فلسطینیانو بې رحمانه او وحشیانه وژني په کلکه غندي؛ د دې پېښو په وړاندي د اسلامي دولتونو شرمناک او مرګونی سکوت محکوموي او اصلي عامل ئې هغه دردناک وضعیت ګڼي چي نن اسلامي امت ورسره مخ دئ. 
حقیقت دا دئ چي نن د نړۍ نږدې ټول جنګونه؛ له فلیپین او برما تر افغانستان، فلسطین، کشمیر، عراق، سوریې، لیبیا او یمن پوري؛ په اسلامي نړۍ کي روان دي مسلمان په کي وژل کیږي، د مسلمان کور په کي ورانېږي، د نړۍ تر ۹۵٪ زیات مهاجرین همدا جنګ ځپلي مسلمانان دي، هغه چي پرون د نړۍ تر ټولو ستر ځواک وو او هیچا ئې د مقابلې توان په خپلو مټو کي نه موندو، نن ټوټې ټوټې شوی، بېلي بېلي ټوټې ئې یوه په بلي پسي اېل کېږي، شتمنۍ ئې غارت کېږي، د دښمنانو د جګړو په میدان بدل شوی، کله یو هېواد د بل په خلاف او کله د یو هېواد ولسونه او قومونه په خپلو منځونو کي سره جنګوي، هغه القدس چي مسلمانانو د صلاح الدین ایوبي تر قیادت لاندي د رومیانو له اشغال آزاد کړ؛ د پېړیو پېړیو لپاره د فلسطینیانو پلازمېنه وو، انګریزانو اشغال کړ، وئې وېشو، اروپایي هېوادو خپل یهودان له خونړۍ تصفیې وروسته له ټولي اروپا وایستل او په فلسطین کي ئې ځای پر ځای کړل، له همغي ورځي ئې د جګړو نوی میدان پرانیستو، او دا دئ نن د امریکا متحده ایالاتو؛ القدس ته د خپل سفارت په انتقال سره د مخکنۍ جګړي پر اور مزید تېل وشیندل او هغه ئې لا تشدید کړه. 
د سپیني ماڼۍ واکمنو تر دې وړاندې هم په وار وار د خپل سفارت د انتقال هوډ څرګند کړی خو له دې کبله ئې خپله پرېکړه ځنډولې چي له یوې خوا د اسلامي امت له شیدید غبرګون ئې وېره درلوده او له بلي خوا په نړۍ واله کچه د ځواکونو انډول داسي وو چي امریکا ته ئې د داسي اقدام اجازه نه ورکوله، شوروي اتحاد او چین ئې هم له نظامي پلوه سیالان ول او هم له سیاسي او اقتصادي پلوه، اوس او د شوروي اتحاد له زواله وروسته امریکا ځان د نړۍ یوازینی زبرځواک ګڼي، ګمان کوي چي هیڅ هېواد ئې د مهارولو او مقابلي جرأت او توان نه لري، اسلامي هېوادونه ئې په خپلمنځیو او کورنیو جګړو کي ښکېل کړي، له ایران ئې د افغانستان، عراق، سوریې او یمن په جګړو کي اعظمي استفاده وکړه، د ایران شیعي انقلاب د دې باعث شو چي په ټولي نړۍ کي د شیعه او سني جنګ رامنځته شي، دا انقلاب د دښمنانو له لوري مهندسي شوی وو، له همغي ورځي د دغو روانو جګړو بنسټ کېښودی شو چي په ترڅ کي ئې تر ننه په ملیونونو مسلمانان و وژل شول. 
حقیقت دا دئ چي د ایراني انقلاب له پیل تر ننه چي په اسلامي نړۍ کي کومي جګړي رامنځته شوې، د ټولو په جرم کي ایراني چارواکي شریک دي او مسئولیت ئې د دوی پر اوږو دئ. دوی د افغانستان په ارتباط هم له شوروي ځواکونو سره ملګرتیا وکړه او هم له ناټو سره، د ایران او عراق جنګ دوی پیل کړ، چي نږدې یوه لسیزه ئې دوام وکړ او په ترڅ کي ئې تر دوه ملیونه زیات عراقیان او ایرانیان و وژل شول، د عراق په جنګ کي ئې دوه ځلي د امریکا ملتیا وکړه، په سوریه کي د ملحد او قاتل بشار اسد د حمایت لپاره نه یوازي د روسي افسرانو تر قومندې او د روسي جهازونو تر وزر لاندي وجنګېدل بلکي روسي ځواکونو ته ئې په خپلي خاوري کي نظامي اډه ورکړه. د بحرین په شمول په نورو عربي هېوادو کي ئې د جنګ پیلولو هڅي وکړې، د اماراتو دوه جزیرې ئې اشغال کړې، په یمن کي ئې حوثیان جګړي ته وهڅول، منځنی واټن راکټونه ئې ورکړل، چي د ریاض په لوري ئې وتوغوي، په مکه او مدینه کي ئې چاودني وکړې، د ایراني واکمنو همدا سیاستونه د دې باعث شول چي له عراق او عربي هېوادو سره په جګړو کي ښکېل شي او همدا باعث شو چي امریکا نن خپل سفارت قدس ته انتقال کړي او اسلامي هېوادونه د دې اقدام په وړاندي ځکه د څه کولو توان نه لري او څه نشي کولی چي د تهران جنګي سیاستونو په نورو سختو جګړو کي ښکیل کړي.
د روڼ سباوون په هیله
حزب اسلامي افغانستان
۲ رمضان المبارک ۱۴۳۹ ه ق

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th September, 2018