تفصیل | شهادت 

18th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

حکمتیار : معلولينو ته نه پاملرنه ستره جفا ده

2018-05-19

د کابل ولايت د معلولينو ګڼ شمېر استازو د دوشنبې په ورځ د حزب اسلامي افغانستان له مشر ښاغلي حکمتیار سره په کتنه کې خپلې ستونزې شريکې کړې او د هواري غوښتنه ئې وکړه.
په دې ناسته کې د حزب اسلامي مشر ښاغلي حکمتیار د معلولینو د ستونزو له اورېدلو وروسته وويل: ټول افغانان ستاسو د قربانیو پوروړي دي، تاسو په جهاد کې د بدن غړي له لاسه ورکړي او ډاډه اوسئ چې د الله تعالی په لار کې ستاسو قربانئ هېڅ وخت نه ضایع کيږي.
د حزب اسلامي مشر زياته کړه: د جهاد قربانیايو ته نه پاملرنه لویه جفا ده، خو موږ ستاسو د ټولو حقوقو په کلکه دفاع کوو. په هر حالت کې ستاسو تر څنګ ولاړ يو او له هرې ممکنې مرستې دريغ نه کوو.
د حزب اسلامي مشر وويل: دا چې تر ننه معلولينو ته پاملرنه نده شوې او يا له دې وروسته نه کيږي، دا به ستره تېروتنه وي او حکومت بايد د اوسني او پخواني معلول ترمنځ توپېري چلند و نه کړي.
د حزب اسلامي مشر هغوی ته ډاډ ورکړ چي د شهیدانو ارمانونه به پوره کيږي، افغانستان کې به د اسلام بیرق رپانده وي او اسلامي نظام به ضرور راځي.
په دې ناسته کې د معلولينو په استازيتوب معلم آقا محمد او حاجي مولاګل هم خبرې وکړې او ژمنه ئې وکړه چي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې به ګډون وکړي او صالحو خلکو ته به رايه ورکړي.
دوی زیاته کړه، دولت له معلولينو سره د مور او مېرې چلند کوي، زموږ حقوق تر پښو لاندې کيږي او له تاسو مو هيله داده چې زموږ غږ تر مسؤلو چارواکو پورې ورسوئ.
په پای کي د حزب اسلامي مشر هغوی ته د ستونزو د حل په برخه کي د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي او مطبوعاتي چارو رياست



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th September, 2018