تفصیل | شهادت 

18th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د بېلا بېلو مدني ټولنو استازو د حزب اسلامي له امير سره وکتل

2018-05-22

د صدیق منصور انصاري په مشرۍ د بېلا بېلو مدني ټولنو استازو د یک شنبې په ورځ د حزب اسلامي له مشر ښاغلي حکمتیار سره په کتنه کې د راتلونکو ټاکنو پر شفافیت او ځينو نورو مهم ملي مسایلو خبرې وکړې.
په پېل کې د سیاسي چارو شنونکي انجنير عبدالرحيم ستار وويل: راتلونکو ټاکنو په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې دي، امنيت تآمین نه دی، خلک د ويرې احساس کوي او تذکرې پلورل کيږي. 
نوموړي زياته کړه: خلکو د ټاکنو په پروسه خپل باور له لاسه ورکړی، دا ځکه چې راتلونکو ټاکنو کې د هر ډول درغلۍ امکانات موجود دي او هېڅ باور ورباندې نه شي کېدلی.
انجنير عبدالرحيم ستار وويل: که دولت غواړي چې ټاکنې رڼې او عادلانه ترسره شي، نو بايد د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو رول پکې له پامه و نه غورځوي.
د معلولينو په استازيتوب انجنير اسدالله کاموي په خپلو خبرو کې وويل: زموږ د خلکو د دردونو ګراف ډیر لوړ دی، له معلولينو سره ظلم او بې عدالتي کيږي او هيله مو داده چې تاسو د معلولينو غږ بدرګه کړئ، تر څو په سیاسي برخه کې د هغوی ونډه د پخوا په څېر کمرنګه نه شي.
د نظامي چارو کارپوه جنرال زلمي وردګ وويل: موږ ستاسو تر څنګ ولاړ يو او يواځنۍ هيله مو داده چې دا هېواد له دې دربدريو او ستونزو وژغورل شي. موږ داسې ولسي جرګه غواړو چې د خلکو اصلي استازي پکې وي او د پرديو له لاسوهنو خوندي وي.
د افغانستان د مدني ټولنې د فدریشن مشر صدیق منصور انصاري وويل: له بدمرغه چارواکي د خلکو د فريادونو اورېدونکي نه دي. ۴۰ کاله کيږي چې دا ولس له ګڼو ستونزو او کړاونو سره لاس او ګريوان دی، خو دوی خپل غوږونه کاڼه اچولي دي .
ښاغلي انصاري د حزب اسلامي مشر ته په خطاب کې وويل: هغه څه چې د افغانستان خلک يې له تاسو غواړي،هغه د شهیدانو د آرمانونو پوره کول دي او موږ چمتو يو چې د يو مدني سیاسي خوځښت له لارې د هېواد روان بحران ته د پای ټکی کېږدو.
صدیق منصور انصاري وويل: راځئ د خپل دين، هېواد او ولس د ژغورنې لپاره د نااهلو خلکو پر ځای اهل خلک وټاکو او که موږ خپل ديني او ملي مسؤليتونه په ښه توګه و پېژنو، نو کولی شو دغه ستر امانتونه وړ او اهل خلکو ته وسپارو.
نوموړي څرګنده کړه: د افغانستان خلک دېته ليواله دې چې په وضعیت کې ژور بدلون راشي، د سولې او امن تږي دي او په دې اړه ستاسو رول ته سترګې په لاره دي. زموږ هيله داده چې ستاسو په شتون کې افغانستان ته امن او سوله راشي او کار اهل کار ته وسپارل شي.
ډاکتر عبدالبصير توريالي په خپلو خبرو کې وويل: د بحران څخه د وتلو يواځنۍ لاره ټاکنې دي، له ټاکنو پرته بله هېڅ لار نه لرو او بايد د شفافيت لپاره يې کار وکړو.
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مېرمن حميرا اکاخيل وويل: په تېرو اوولسو کلونو کې د خويندو ستونزې يواځې د کاغذ پر مخ پاتې شوې دي، زموږ غږ څوک نه اوري او هيله مو داده چې تاسو زموږ غږ تر مسؤلو چارواکو پورې ورسوئ.
د حزب اسلامي مشر د هغوی د نظرونو او وړانديزونو له اوريدلو وروسته وويل: ستاسو د ټولنو، شعارونو او آرمانونو ملاتړ کوم. د ملت د يووالي لپاره که هر څوک او په هر نوم هڅې کوي موږ يې تر شا ولاړ يو. دا يوه اړتيا ده او ملت بايد متحد کړو .
ښاغلي حکمتیار څرګنده کړه: ګوندونه کولی شي قومونه سره متحد کړي او ملي يووالی تأمين کړي. که فکري بنسټونو باندې جوړ شوي ګوندونه شتون و نه لري، نو ملت به په قومونو ويشل شوی وي او دښمنان به هڅه کوي چې قومونه يو د بل پر ضد وجنګوي.
ښاغلي حکمتیار وويل: بدلون بايد راشي، اوسنی حالت هېڅ چاته د منلو وړ نه دی او دوام هم نه شي کولی.هېواد بايد له دې حالت وباسو او دا زموږ ټولو ګډ مسؤليت دی او که موږ په اخلاص سره تصمیم ونيسو نو حتمآ دا کار کولی شو.
د راتلونکو ټاکنو په اړه د حزب اسلامي مشر وويل: له ټاکنو بايد د بحران د حل وسیله جوړه کړو. د پخوانيو ټاکنو طریقه بايد بدله شي، له درغليو ډکې ټاکنې موږ ته د منلو وړ نه دي. هېواد مو رڼو او عادلانه ټاکنو ته ضرورت لري او د ستونزو د حل يواځنۍ لاره ټاکنې او سرتاسري سوله ده.
نوموړي زياته کړه: دولت کې ځينې ځوکمنې کړۍ او بهرني هېوادونه ددې هڅه کوي چې راتلونکې ټاکنې د پخوا په څېر له درغليو ډکې وي.هغوی نه يو دروند او معتبر پارلمان خوښوي، نه ملت شموله ځواکمن ګوندونه، نه زموږ ملي يوالی او نه هم يو ځواکمن حکومت که څه هم د دوی لاس پوڅی وي.
ښاغلي حکمتیار وويل: له بده مرغه زموږ د ټاکنو برخليک په بهرنيو سفارتونو کې ټاکل کيږي او د ټاکنو پايلې هم په خپله خوښه اعلانوي.
د حزب اسلامي مشر څرګنده کړه: ټاکنې د سیاسي ګوندونو ترمنځ سوله ييزه سیالي ده او بايد سیاسي ګوندونه په ټاکنو کې له فعال حضور نه محروم نه شي.
د حزب اسلامي مشر وويل: حکومت کول د اشخاصو کار نه دی، حکومت د يو ملت شموله ګوند او د يو منظم ټيم کار دی. اوسنی حکومت ځکه کمزوری دی چې تر شا يې يو ملت شموله سیاسي ګوند شتون نه لري.
د جهاد او آزادۍ رهبر وويل: موږ ټولو سیاسي ګوندونو او مطرحو شخصیتونو ته بلنه ورکړه چې  بايد تر يو چتر لاندې راغونډ شو او د بحران لپاره يو افغاني حل پېدا کړو، خو متأسفانه ځينو زموږ ددې وړانديز سره مخالفت وکړ او اوس توانيدلي يو چې ۲۸ لوی او واړه سیاسي ګوندونه سره راټول کړو او د ټاکنو په اړه ګډه طرحه وړاندې کړو.
ښاغلي حکمتیار وويل: دا لومړی ځل دی چې د هېواد په تاريخ کې ۲۸ سیاسي ګوندونه په ګډه تر يو چتر لاندې د ټاکنو په اړه په يوه ګډه طرحه توافق کوي، له دولت نه مو هيله داده چې ددې طرحې درناوۍ وکړي او له ځنډ پرته له دې سره توافق وکړي.
د حزب اسلامي مشر زياته کړه: که څه هم دولت تراوسه پورې له دې طرحې سره توافق نه دی کړی، خو موږ د خپلې غوښتنو تر شا کلک ولاړ يو او که اړتيا پېښه شي نو مدني حرکتونو ته هم چمتو يو.
د حزب مشر د بېلا بېلو مدني ټولنو له استازو وغوښتل چې د ۲۸ سیاسي ګوندونو د طرحې ملاتړ وکړي او زياته ئې کړه چې د افغانستان مسئله بايد خپلو منځونو کې د تفاهم له لارې حل کړو.
ښاغلي حکمتیار په پای کې وويل: د بحران د حل لپاره بايد داسې څه وکړو چې زموږ راتلونکي نسلونه ددغسې ستونزو سره مخامخ نه وي، کوم چې نن موږ ورسره مخامخ يو. يو آرام، سرلوړی، خپلواک او امن افغانستان راتلونکو نسلونو ته په ميراث پرېږدو.
د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي او مطبوعاتي چارو رياست

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th September, 2018