تفصیل | شهادت 

21st November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د پل تخنيک پوهنتون یو شمېر محصلينو د حزب اسلامي له امير سره وکتل

2018-05-23

د کابل د پل تخنيک پوهنتون یو شمېر متعهدو محصلينو د دوشنبې په ورځ د حزب اسلامي له مجاهد امير ښاغلي حکمتیار سره په کتنه کې په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړې او د ټاکنو په پروسه کې ئې د همکارۍ ژمنه وکړه.
په پېل کې استاد نصیر احمد سلطاني خبرې وکړې، له ښاغلي حکمتیار سره په لېدو يې خوښي څرګنده کړه او له هغه ئې مننه وکړه چي له زياتو بوختياوو سره سره يې خپل حضور ته ومنل.
استاد نصیر احمد سلطاني وويل: د پل تخنيک پوهنتون ډیری ځوانان حزب اسلامي ته ژمن دي او د حزب اسلامي د اهدافو او آرمانونو د تحقق لپاره به د پخوا په شان خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.
استاد سلطاني زياته کړه: ستاسو په ليدو موږ ته د تېر وخت حماسې رايادې شوې او ډاډه يو چي ستاسو په شتون کې به دې هېواد ته حتمآ سوله او امن راځي.
ورپسې د پل تخنیک پوهنتون د محصلينو اسلامي ټولنې ناظم انجنير نورآغا بختيار د حزب اسلامي له مشر سره د پل تخنيک پوهنتون د روان وضعیت په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړې او پوهنتونونو ته يې د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
ښاغلي بختيار وويل: د پل تخنيک پوهنتون متعهد محصلين د حزب اسلامي د تګلارو او دريځونو ملاتړ کوي او پدې لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
د پل تخنیک پوهنتون د محصلينو فرهنګي مسؤل انجنير ضياءالرحمن په خپلو خبرو کې وويل: ځوانان د اسلامي نهضت اصلي وارثین دي، په اسلامي مفکوره روزل شوي او پکار ده چي دوی ته د خپلې مفکورې د عملي کېدو زمينه مساعده شي.
د پل تخنیک پوهنتون د محصلينو د حلقاتو مسؤل استاد نصرالله وويل: په ټولنه کې د استعماري ځواکونو د شومو پلانونو مخنیوی اړین دی او ځوانان کولی شي چې ددې کار مخه ونيسي.
 استاد نصرالله زياته کړه: افغانان تر بل هر وخت سولې او امن ته ضرورت لري او په دې اړه ستاسو اغيزمن رول ته سترګې په لاره دي.
د حزب اسلامي مشر هغوی ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، ځوانان په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ته وهڅول او غوښتنه ئې وکړه چې وړ او صالح شخصیتونه غوره کړي.
د حزب اسلامي مشر د پل تخنيک پوهنتون د محصلينو په ليدو خوښي څرګنده کړه وې ویل: سره لدې چي افغانانو يو نيم ميليون شهیدان ورکړل او کورونه يې ړنګ شول، خو له مبارزې ئې لاس نه دی اخيستی او د اسلامي نظام تر راتګ پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
د حزب اسلامي مشر زياته کړه: ځوانان د يو ستر انقلاب اصلي وارثین دي، دا ستر امانت بايد دوی ته وسپارل شي، ځوانان کولی شي چې د هېواد روان حالت بدل کړي او د راتلونکو ټاکنو له لارې د هېواد بحران ته د پای ټکی کېږدي.
د جهاد او آزادۍ رهبر څرګنده کړه: په راتلونکو ټاکنو کې بايد د شر او فساد ځواکونو ته ماتې ورکړو. د يو آزاد، خپلواک او اسلامي حکومت د جوړولو لپاره ملا وتړو او پرېنږدو چې راتلونکې ټاکنې د پخوا په څېر له درغليو ډکې وي.
د حزب اسلامي مشر وويل: موږ په دې توانيدلي يو چي ۲۸ لوی او واړه سیاسي ګوندونه تر يو چتر لاندې سره راغونډ کړو او د ټاکنو په اړه په يوې ګډې طرحې توافق ته ورسېږو.
نوموړي زياته کړه: دولت ته مو ويلي چې دا يو ستر تاريخي ابتکار دی او بايد ددې طرحې ملاتړ وکړي او هېڅ دلیل نه ليدل کيږي چې د ګوندونو ددې طرحې سره څوک مخالفت وکړي.
د حزب اسلامي مشر په پای کې وويل: ۲۸ سیاسي ګوندونو پرېکړه کړې چې د خپلو مشروع غوښتونو تر شا کلک دريږي، د مخکې په څېر له درغليو ډک انتخابات نه مني او که ئې غوښتنو ته اعتنا و نه شي، نو چمتو دي چې په هېواد کې دننه او له هېواد نه بهر په پراخو مدني حرکتونو لاس پورې کړي.
په دې ناسته کې د محصلينو اسلامي ټولنې اعلی ناظم انجنير ولي محمد وهاج هم څو لنډې خبرې وکړې او په کابل کې ددې ټولنې په فعالیتونو او لاسته راوړنو يې رڼا واچوله.
د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي او مطبوعاتي چارو ریاست

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st November, 2018