تفصیل | شهادت 

10th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

دهېواد ٢٨ لويو سياسي گوندونو، د ټاکنو خپلواک کميسيون مخې ته اعتراضيه غونډه وکړه .

2018-06-04

د تيرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د غبرګولي مياشتې په ٧ مه نېټه د هېواد ٢٨ لويو سياسي حزبونو، ائتلافونو، مدني ټولنو د یادو حزبونو د غوښتنو د نه منل کېدو له امله د ټاکنو خپلواک کمیسيون مخې ته اعتراضيه غونډه وکړه، په دغه لويه اعتراضيه غونډه کې د حزب اسلامي په استازیتوب عبید الله بارکزي، د جمعيت اسلامي په استازیتوب محی الدین مهدی، د حزب وحدت اسلامی مردم افغانستان په استازیتوب شریفي بلخابي، د جنبش ملی حزب په استازیتوب بشیر احمد تینج، د حزب وحدت اسلامي په استازیتوب اسدالله سعادتي او د مدني ټولنو په استازیتوب صدیق منصور انصاری خبرې وکړې، نوموړو د خپلو خبرو په ترڅ کې له حکومت او ټاکنو خپلواک کمېسیون نه غوښتنه کوله چې د احزابو د ائتلاف پیشنهادي معقولو غوښتنو منلو ته غاړه کېږدي.
د لاریون ګډونوالو د اس. ان. ټي . وي ، ټاکنيز سيستم مخالفت وکړ او پر ځای یې د (ام، ډي آر) سيستم غوښتنه کوله چې په په دغه نوي سيستم کې به د نوماندانو رايه د احزابو لستونو ته ورکول کيږي او د احزابو رایې به له یو نوماند نه بل ته د انتقال وړ وي. 
غونډه د یو شپږ ماده ییز پرېکړه ليک په لوستلو چې  په درې ژبو (پښتو، دري او ازبکي) ولوستل شوه پای ته ورسېده.
د پرېکړه ليک په موادو کې راغلي وو چې: 
١ـ اوسنۍ تاکنيز نظام بى کاره، فساد زيږونکي او پارلمان ته دولس حقیقی وکيلانو د لارموندل مانع دى. 
٢ـ بر ولايت د يو انتخاباتى حوزى به بڼه اعلان شي او حزبونه خپل نوماندان وروپيژني او انتخابات ترسره شي.
٣ـ مهاجرين او داخلى بيځايه شوي افغانانو ته موقع ورکړ شي چې په انتخاباتو کې گډون وکړي.
 ٤ـ په دى خاطر چې خپلواکه نوماندانو او نوی جوړى شوي احزابو رايه هدر نه شي لازمه ده چې هغوى هم لکه لويو احزابو د هغوى راى د انتقال وړ وى. 
٥ ـ د ټاکنو په ولايتى کميسيونونو کې مرکزى څارنى لپاره زمينه برابره شي او هېڅ تصميم پرته له څارنى خونى نه ترسره نه شي. 
٦ـ که حکومت زمونږ د احزابو، شوراگانو او قومى مشرانو غوښتنه و نه مني نو نورو قانونى لاره چارو او لاريونونو ته به لاس پورى کړي. 
 یادو ګوندونو ټينګار درلود چې دغه غونډه یوه مقدماتي غوڼده او لاريون و، چې که په راتلونکي کې د یادو احزابو غوښتنې ونه منل شي نو د دغو ګوندونو زرګونه پلويان به سرکونو ته راوزي او په لویو لويو مدني حرکتونو او لار یونونو به لاس پورې کړي.

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

10th December, 2018