تفصیل | شهادت 

10th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د خوست يو شمېر جهادي شخصیتونو او قومي مشرانو د حزب اسلامي له امير سره وکتل

2018-06-10

د خوست د بېلا بېلو ولسواليو لسګونو جهادي شخصیتونو او قومي مشرانو د شنبې په ورځ د حزب اسلامي له امير ښاغلي حکمتیار سره په کتنه کې د خپل ولايت ستونزې مطرح کړې او د هواري غوښتنه ئې وکړه.
دوی وويل: د خوست اکثریت اوسېدونکي د حزب اسلامي د مشر تر څنګ ولاړ دي او دې ولایت ته بايد پاملرنه زياته شي.
د حزب اسلامي مشر هغوی ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، په خوست کې د شته ستونزو د حل لپاره قومي مشران یووالي ته راوبلل او د هر راز همکارۍ ډاډ ئې ورکړ.
د حزب اسلامي مشر له هغوی وغوښتل چي خپل یووالی وساتي، له اختلافاتو ډډه وکړي، ځکه اختلافات ددې لامل کيږي چې تاسو له لويو کارونو وروسته پاتې کيږئ او فرصتونه له لاسه ورکوئ.
ښاغلي حکمتيار دا هم وويل، چي مسلمانانو کي بايد د مشر ټاکل ډېر آسان وي او له هر راز لانجې پرته ترسره شي او همدارنګه مشر یا امیر باید د خلکو لخوا غوره شي، نه داچې يو څوک پخپله د مقام او مشرتوب غوښتنه وکړي.
نوموړي زياته کړه په خوست کې بايد د حزب اسلامي ورونه متحد شي، په خپل منځ کې انسجام ولري او د راتلونکي لپاره باید په ګډه کار وکړي.
د راتلونکو ټاکنو په اړه د حزب اسلامي امير وويل: ټاکنو ته بايد چمتووالی ولرو، له دې ټاکنو بايد د بحران د حل وسيله جوړه کړو، صالح، وړ او مؤمن شخصیتونه غوره کړو.

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

10th December, 2018