تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د کوچيانو د بېلا بېلو قومونو مشرانو د حزب اسلامي له امير سره وکتل

2018-06-10

د کوچيانو د بېلا بېلو قومونو يو شمېر مشرانو د چهار شنبې په ورځ د حزب اسلامي افغانستان له امير ښاغلي حکمتیار سره وکتل او خپلې ستونزې يې ورسره شريکې کړې.
په پېل کې مولوي بهرام درویش خبرې وکړې، د سولې له پروسې سره ئې د ښاغلي حکمتیار د يوځای کېدو بشپړ ملاتړ وکړ او په راتلونکو ټاکنو کي ئې د هرډول همکارۍ ژمنه وکړه.
ښاغلي درویش وويل: کوچيانو لکه څنګه چې په جهاد کې فعاله ونډه درلوده، همداسې د سولې په تأمین کې هم هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او د حزب اسلامي د تګلارو او ملي برنامو ملاتړ کوي .
نوموړي زياته کړه: موږ د حزب اسلامي له مشر نه پخوا هم ملاتړ کړی او اوس هم خپل ملاتړ اعلانوو او ډاډ درکوو چې پوره اعتماد ستاسو تر شا ولاړ يو.
ورپسې ملک بهادر خان په خپلو خبرو کې وويل: حکومت له کوچيانو سره په کړيو ژمنو عمل نه دی کړی او له تاسو مو هيله داده چې زموږ د ستونزو په هواري کې راسره مرسته وکړئ.
ملک بهادر خان زياته کړه: کوچيان به راتلونکو ټاکنو کې هغه چاته رايه ورکړي چې اخلاص او خلکو ته د خدمت کولو ټینګ هوډ ولري.
ویناوالو له ښاغلي حکمتیار وغوښتل چې کوچیانو ته د ځمکو ورکولو، د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو او شفافو ټاکنو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي او د کوچیانو حقونو ته پاملرنه زياته کړي.
د حزب اسلامي مشر د یادو ویناوالو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته د کوچيانو د ستونزو په هواري کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د حزب اسلامي مشر وويل: ستاسو خدمت زموږ هدف دی او په دې برخه کې به خپلې هڅې و نه سپموو.
د حزب اسلامي مشر زياته کړه: د افغان مهاجرينو د بېرته راستنېدو او د هغوی د سرپناه لپاره زموږ هڅې روانې دي او غواړو چې هغوی ته په خپل هېواد کې د اوسېدو زمینه برابره کړو.
د حزب اسلامي مشر يو پلاوي ته دنده وسپارله چي د راستانه شويو کوچيانو د سرپناه موضوع له څېړلو وروسته، د ده سبز په ښارګوټي کي د کورونو جوړولو لپاره ورته ځمکه په واک کې ورکړي.

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018