تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د کوچيانو يو شمېر استازو د حزب اسلامي له امير سره وکتل

2018-06-10

۱۳۹۷ غبرګولی ۱۹مه
د مرحوم قومندان قلم د ورور پاچاه په مشرۍ د کوچيانو د بېلا بېلو قومونو يو شمېر استازو د شنبې په ورځ د حزب اسلامي له امير ښاغلي حکمتیار سره په کتنه کې د راتلونکو ټاکنو په اړه خبرې وکړې .
په دې کتنه کې چې د حزب اسلامي افغانستان د امير په هستوګنځي کې ترسره شوه، په پېل کې د قومندان قلم ورور پاچاه خبرې وکړې او له ښاغلي حکمتیار ئې وغوښتل چي په راتلونکو ټاکنو کي دده له نوماندۍ ملاتړ وکړي.
نوموړي زياته کړه، کوچيانو په تېرو ټاکنو کي رغنده برخه درلوده او په راتلونکو پارلماني ټاکنو کي د برخې اخيستلو لپاره هم بشپړ چمتوالی لري.
د حزب اسلامي مشر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: کوچيان بايد خپل يووالی وساتي، په پارلمان کې په کافي شمېر استازي ولري او صالح شخصیتونو ته رايه ورکړي.
ښاغلي حکمتيار يو ځل بيا د رڼو او عادلانه ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار وکړ او زياته يې کړه: موږ ۳۵ سیاسي ګوندونو او لسګونو مدني ټولنو پرېکړه چې په ټاکنو کې د هر ډول درغلۍ مخه نيسو او هېڅ چاته ددې اجازه نه ورکوو چي له درغليو ډک انتخابات ترسره کړي او د خپلې خوښې پارلمان په خلکو تحميل کړي.
د حزب اسلامي مشر زياته کړه، د تذکرو پلورل د ضمير او ایمان پلورل دي، ښايي محدود شمېر کسان د پېسو په بدل کې خپلې تذکرې و پلوري، خو يو قوم او ولس څوک په پېسو نه شي اخيستلی.
د راتلونکو ټاکنو په هکله د حزب اسلامي امير وويل: کوچيان بايد په ټاکنو پراخه ونډه واخلي او داسې کسان د خپلو استازو په توګه غوره کړي، چې د دوی له حقوقو دفاع وکړای شي.

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018