تفصیل | شهادت 

21st November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي مشر د کندز خلک په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې پراخ ګډون ته راوبلل

2018-06-27

چهارشنبې د چنګاښ ۶مه

د حزب اسلامي مشر ښاغلي حکمتیار د چهارشنبې په ورځ د کندز له يو شمېر قومي مشرانو، مخورو  او ځوانانو سره په کتنه کي له هغوی وغوښتل چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کي پراخ ګډون وکړي او صالح شخصیتونو ته رايه ورکړي.

د حزب اسلامي مشر وويل : خلک بايد د راتلونکو ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالی ولري او له کندز څخه وړ شخصیتونه پارلمان ته غوره کړي.

د حزب اسلامي مشر هغوی ته سپارښتنه وکړه، چي په کندز کي د حزب اسلامي د نوماندانو شمېر راکم کړي، تر څو رأی و نه وېشل شي.

ښاغلي حکمتیار دا هم وويل، چي د ټاکنو اوسنۍ طریقه غلطه ده، دا طریقه باید بدله شي. موږ رڼې او عادلانه ټاکنې غواړو او له دې ټاکنو بايد د بحران د حل وسیله جوړه کړو.

په پای کې د کندز اوسېدونکو له ښاغلي حکمتيار سره په لېدو خوښي څرګنده کړه، هغه ئې د افغانستان ملي مشر وباله او ژمنه ئې وکړه چي موږ به د تل په څېر ستاسو تر شا ولاړ يو.

دوی همدارنګه له ښاغلي حکمتیار سره د خپلو سیمو ستونزې شريکې کړې او د حل لپاره ئې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي او مطبوعاتي چارو ریاست



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st November, 2018