تفصیل | شهادت 

18th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

حکمتیار: حزب اسلامي په ټول توان سره د سولې د تأمین لپاره هڅې کوي

2018-07-01

۱۳۹۷ چنګاښ ۷مه

شهادت - د حزب اسلامي مشر ښاغلي حکمتیار د پنج شنبې په ورځ د وزيرو قومي شورا له مشرتابه او غړو سره په کتنه کې وويل: د سولې لپاره کار کول الهي لارښوونه ده او حزب اسلامي په ټول توان سره د سولې او امن د تأمین لپاره هلې ځلې کوي.

ښاغلي حکمتیار زياته کړه: لکه څنګه چې مو جهاد کې برخه واخیسته همداسې د سولې او امن د ټينګښت لپاره هم نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوو او څوک چې په جهاد باور لري، په سوله هم بايد باور ولري.

د حزب اسلامي مشر وويل: سوله د ټول ملت غوښتنه ده، خلک له جنګ کرکه لري، ډيری طالبان هم سوله غواړي او مطمن يو چې سوله حتمآ راتلونکې ده.

نوموړي زياته کړه: وزیر يو سرلوړی مجاهد قوم دی، د انګریزانو او روسانو پر ضد جهاد کي ئې فعاله ونډه اخيستې ده او بايد چي د سولې په تأمین کي هم فعاله ونډه واخلي او ددې الهي امر د پر ځای کولو لپاره په ګډه کار وکړي.

د حزب اسلامي مجاهد امير د وزیرو قوم له مشرانو وغوښتل، چي په راتلونکو ټاکنو کي د خپلو نوماندانو ملاتړ وکړي او پارلمان ته صالح، مؤمن او باشخصیته خلک معرفي کړي.

د حزب اسلامي مشر دا هم وويل، چي وزیر بايد خپل يووالی وساتي او له خپل حقوقو دفاع وکړي.

په دې کتنه کي هر يو انجنير کريم الله وزيري، حاجي محمد جان خان،حاجي الیاس، افغانیار او يو شمېر نورو په خپل وار خبرې وکړې او د سولې له پروسې سره د ښاغلي حکمتیار د يو ځای کېدو هرکلی ئې وکړ.

دوی ټولو د سولې په ارزښت رڼا واچوله، له دې پروسې ئې ټينګ ملاتړ څرګند کړ او له ښاغلي حکمتیار ئې وغوښتل چي د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي .



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th September, 2018