تفصیل | شهادت 

22nd September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ولسمشر د ختيځ زون زر بسترېز روغتيايي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده

2018-07-01

۱۳۹۷، چنګاښ ۱۰ ولسمشر غني ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د دوهم ځل لپاره په دغه ولايت کې د زربستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په پام کې ده چې غني په دغه ولايت کې د یاد روغتون د بنسټ ډبرې کېښودو سربيره د ننګرهار له یو شمیر  قومي مشرانو، ولسوالانو، د ولايتي شورا غړو او مدني بنسټونو له استازو سره هم وګوري.

د یاد زر بستريز روغتون د جوړېدو ژمنه په ۲۰۱۱م کال کې د مسئولينو له لورې شوې وه چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې دوه ځلې د بنسټ ډبره ايښودل شوې ده.

دغه کمپلکس په ۲۰۰ جريبه ځمکه کې جوړيږي، چې د ننګرهار د حوزوي روغتون ۶۰۰ بستريزه نوې ودانۍ، ۲۰۰ بستريز نسايي ولادي روغتون، د معلولينو لپاره ۱۵۰ بستريز روغتون او د توبرکلوز ۴۰ بستريز روغتون هم پکې شامل دي.

د ۲۰۱۵م کال په مارچ مياشت کې د نوموړي زر بستريز روغتون ډبره د لومړي ځل لپاره د عامې روغتيا د  وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز، د دغه ولايت د مرستيال حنيف ګرديوال او نورو چارواکو په شتون کې کېښودل شوې وه.

خو ننګرهار ولايت ته د غني د سفر پر مهال يوځل بيا د یاد روغتون د جوړېدو ډبره کېښودل شوه چې ځايي فعالان بيا وايي، له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې د ياد روغتون د جوړېدو ژمنې کېږي خو چارواکي ترې يواځې په انتخاباتو کې د کمپاين لپاره استفاده کوي



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd September, 2018