تفصیل | شهادت 

20th November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

حکمتیار: ځوانان دې په هېواد کې د روان وضعیت د بدلون لپاره مټې راونغاړي

2018-07-02

۱۳۹۷ د چنګاښ ۱۰مه

شهادت - د حزب اسلامي افغانستان مشر ښاغلي حکمتیار د دوشنبې په ورځ د کابل د پنځلسمې ناحيې له ځوانانو سره په کتنه کي وويل: په افغانستان کي د نړۍ تر ټولو ستر زبرځواک د ځوانانو په لاس په زوال محکوم شو او ځوانان بايد د روان وضعیت د بدلون لپاره هم ملا وتړي.

د حزب اسلامي مشر زياته کړه: د تاريخ په اوږدو کې د تل لپاره ځوانانو د حق څخه د دفاع په موخه د سرښندنې او مبارزې ډګر ته دانګلي او په ډېرو سختو شرایطو کي ئې مبارزه پېل کړې ده.

هغه د بېلګې په توګه وويل، چې په افغانستان کي اسلامي نهضت هم د لومړي ځل لپاره د څو تنو تنکيو ځوانانو په لاس پېل شو او هغه وخت هېڅ چا دا فکر نه کاوه چي دا وضعیت بدل کړي او حتی د دولت پر ضد چا يوه خبره هم نه شوای کولی.

د حزب اسلامي مشر وويل: هيله مې داده چي ځوانان منظم شي، په پېښو او جرياناتو کي فعال حضور ولري او زه باور لرم که چیرته ځوانان یو موټی او متحد شي نو ستر مثبت بدلون راوستلی شي.

د جهاد او آزادۍ رهبر څرګنده کړه: د ستونزو او ګواښونو سره مقابله کول پکار دي، ځوانان بايد په ټاکنو کي برخه واخلي، د دين پلورنکو او هېواد پلورونکو مخه ونيسي او دا انتظار يواځې له ځوان نسل کيږي.

د راتلونکو ټاکنو په اړه د حزب اسلامي امير وويل: موږ عادلانه او شفاف انتخابات غواړو او دا د ټول افغان ولس غوښتنه ده. له دې ټاکنو بايد د بحران د حل وسيله جوړه کړو، صالح، وړ او مؤمن شخصیتونه غوره کړو .

د حزب اسلامي مشر دا هم وويل، چي په کابل کي د يو معتبر اسلامي پوهنتون د جوړولو لپاره ئې هڅې روانې کړي دي چي ورسره جوخت به د هېواد په ځينو نورو سترو ولايتونو کي هم د ياد پوهنتون څانګې پرانستل شي.

په دې کتنه کي د هېواد پوهنتون استاد او د پنځلسمې ناحیې د ځوانانو د حلقې مرستیال محمد کریم ادیب په ټولنه کي د مسلمان ځوان مسؤلیتونه بیان کړل وې ويل: ځوانان د ټولنی په جوړښت کی بنسټیز ارزښت او ستر مسؤلیتونه لري او دوی بايد خپلو مسؤلیتونو ته متوجه شي.

نوموړي زیاته کړه: ځوانان بايد په ټولنه کې خپل مقام او حيثيت وپېژني او له خپل اغېزناک رول څخه د ټولنې د سمون او مثبت بدلون لپاره کار واخلي

همدارنګه د پنځلسمې ناحیې د ځوانانو حلقې فعال غړي مزمل مجاهد هم په خپلو خبرو کي د ځوانانو ستونزې مطرح کړې او له ښاغلي حکمتیار ئې وغوښتل چې د دوی د ستونزو په هواري کي ورسره مرسته وکړي.

په پای کې د حزب اسلامي د ځوانانو محصلينو او ديني طلباوو ریاست د ځوانانو آمر فضل ربي شاکر له ښاغلي حکمتیار مننه وکړه چي د دومره زیاتو مصروفیتونو سره سره ئې دوی ته د ملاقات وخت ورکړ.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2018