تفصیل | شهادت 

15th July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

په میدان وردګو کې د حزب اسلامي ولایتي دفتر پرانیستل شو

2018-07-09

۱۳۹۷/۴/۱۴ شهادت – تيره ورځ پنجشنبې په میدان ښار کې د حزب اسلامي د اجرائیه شورا د یو شمېر غړو، د میدان وردګو جهادي مشرانو، لوړ پوړو دولتي چارواکو او په دغه ولایت کې د حزب اسلامي د سلګونو غړو په ګډون د یوې لویې ولسي غونډې په ترڅ کې د خلکو د ګرم هرکلي او د پټۍ په پرېکولو سره د حزب اسلامي ولایتي دفتر پرانیستل شو.

په دغه غونډه کې ولایتي امیر مامور محمد یوسف امین وویل، حزب اسلامي له دولت سره د سولې له هوکړې وروسته پرېکړه کړې چې په ولایتونو کې د خپلو غړو د چارو د اسانۍ او ستونزو حلولو په موخه دفترونه پرانیزې، چې له نېکه مرغه میدان وردګ په دې چاره کې تر نورو ولایتونو وړاندې شو او دا لومړنی ولایتي دفتر دی چې رسمأ پرانیستل کېږي. په دغه ولایت کې به د دولتي ادارې سره په پوره همغږۍ او له قانون سره سم د حزب اسلامي د مجاهدینو او غړو د بیا انسجام او تنظیم په برخه کې فعالیت کوي.

د میدان وردګو والي محمد عارف شاه جهان نوري وویل، حزب اسلامي د هیواد هغه لوی جهادي، فکري او سیاسي بهیر دی چې د هيواد د ازادۍ او جهاد په لار کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي، لارویان یې اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن دي، موږ یې دا ګام چې په میدان وردګو کې د جهاد د سپېڅلو ویاړونو د ښې ساتنې او لا ځلېدا لپاره خپل ولایتي دفتر پرانیزي د هر ډول مرستې لپاره چمتو یو. ښاغلي نوري یووالی د هیواد د ستونزو یوازینۍ حل لاره وبلله چې په وینا یې باید ټول وروڼه قومونه په ګډه د هیواد د سوکالۍ لپاره کار وکړي.

د حزب اسلامي د سیاسي هیئت مشر ډاکتر غیرت بهیر میدان وردګ د مجاهدینو کور وباله او زیاته یې کړه چې د دغې ولایت سرلوړو مجاهدینو د هېواد په آزادۍ کې لویې کارنامې پر ځای پرې اېښې دي، اوس چې حزب اسلامي د هیواد د روان دردناک حالت ته په کتو سوله کړې لکه څرنګه چې د جهاد په سنګرونو کې تر هر چا وړاندې وو، باید د سولې او پخلاینې په بهیر کې هم تر نورو مخکې وو څو دا مظلوم او په ستونزو کې راګیر ولس له دغې کور سوځوونکې جګړې څخه خلاص شي.

د ولسي جرګې غړي او د حزب اسلامي د دعوت او تنظیم رئیس څارنوال عبدالستار خواصي د دغه دفتر په دندو خبرې وکړې چې په وینا یې دا دفتر به د هیواد د نافذه قوانینو سره سم د دعوت چارې پر مخ بیايي، همدارنګه د سولې، امینت او پخلاینې په بهیر کې به هم خپله ونډه اخلي. ښاغلي خواصي راتلونکو ټاکنو ته په اشارې سره وویل، رایه یو الٰهي امانت دی، باید اهل ته یې ورکړو، تر هرڅه وړاندې باید د نوماندانو اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا، کاري وړتیا، پوهه او رښتینې استازولۍ کول په نظر کې ونیسو.

دغې غونډې ته د حزب اسلامي د دعوت او تنظیم کمېټې د هیئت رئیس استاد محمد زمان مزمل، قاضي عبدالحي فقیري او یو شمېر نورو مشرانو هم خبرې وکړې چې په دغه ولایت کې يې د دعوت او تنظیم پر اهمیت ټینګار وکړ.

په پای کې په میدان وردګو ولایت کې ولسي جرګې ته د حزب اسلامي ملاتړ لرونکو نوماندانو هر یو حاجي میرویس امیري چې په قوماندان محمد اشرف مشهور دی، انجنیر شیر علم حریفال او روهینا ولیزۍ خپلې طرحې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th July, 2018