تفصیل | شهادت 

20th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د بېلا بېلو ولایتونو تبلغیانو د حزب اسلامي له مشر ملاتړ اعلان کړ

2018-07-11

۱۳۹۷ د چنګاښ ۲۰مه

شهادت - د بېلا بېلو ولایتونو يو شمېر تبلغیانو د چهار شنبې په ورځ د حزب اسلامي له امیر ښاغلي حکمتیار سره په کتنه کي له هغه ملاتړ اعلان کړ او د هر راز همکارئ ژمنه ئې ورسره وکړه.

دوی وويل: افغانان له جګړې ستړي دي، سوله غواړي او ستاسو په شان رهبر ته اړتيا لري، هيله ده چي ستاسو په شتون کي دې هېواد ته دائمي امن او سوله راشي.

د حزب اسلامي مشر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: زموږ او ستاسو لار يوه ده، د يو سنګر وروڼه يو، د يو هدف لپاره راوتلي يو، غواړو د اسلام بیرق رپانده وي، د خدای ج دين او اسلامي نظام حاکم وي او اقتدار د مؤمنو او اسلام ته د متعهدو شخصیتونو په لاس کې وي.

ښاغلي حکمتیار زياته کړه: بايد ډاډه اوسو چې د الله تعالی په لاره کې قربانۍ هېڅ وخت نه ضایع کيږي او که آرمانونه سپېڅلي وي نو ستر ستر اهداف ترلاسه کېدلی شي.

ښاغلي حکمتیار دا هم وويل، چې تبلیغیانو د خپل فعاليت په موده کي ډيرې ستونزې ګاللي دي او پايله يې داده چي اوس په زرګونو خلک د دوی اجتماع ګانو ته ورځي.

په پای کي ښاغلي حکمتیار هغوی ته د هرراز همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه يې ترېنه وکړه چي خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th September, 2018