تفصیل | شهادت 

15th July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي مشر د از بکستان د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

2018-07-11

۱۳۹۷/۴/۱۸

شهادت - د حزب اسلامي افغانستان مشر ښاغلي حکمتیار د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره وکتل او په يو لړ مهمو موضوعاتو يې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادو ترمنځ په اړيکو، د جګړې په پای ته رسېدو، د سولې د ټينګښت په لارو چارو، د سیاسي ګوندونو په رول او یوشمیر نورو مهمو ملي مسائلو خبرې وشوې.

ښاغلي کاملوف د حزب اسلامي مشر د يو اغیزمن سیاسي رهبر په توګه ياد کړ او د سولې او امن په ټينګښت کې يې د هغه هڅې وستايلې.

ښاغلي حکمتیار د از بکستان د بهرنيو چارو وزیر او ورسره پلاوي ته د هرکلي او ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د افغانستان او از بکستان ترمنځ د ښو اړيکو او همکاريو په دوام ټینګار وکړ او له افغانستان سره ددغه هېواد د مرستو ستاينه ئې وکړه.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره د راغلي لوړ پوړي دولتي پلاوي په ترکیب کې د بهرنۍ سوداګرۍ په چارو کې د ازبکستان د دولت وزیر جمشید هوجايي، د افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهوررئیس خاص استازی عصمت الله ارګشوف، دجنوبي اسیا، افریقا او منځني ختیځ هېوادونو لپاره د همکارۍ ادارې رئیس عطابیګ اکبراوف او په افغانستان کې د ازبکستان سفیر یادګار خوجه شادمانوف شامل وو.

همدارنګه په دې کتنه کې د حزب اسلامي د سياسي چارو رئیس باختر امين زي، د سیاسي هيئت مشر ډاکتر غیرت بهیر او حبیب الرحمن حکمتیار هم حضور درلود.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th July, 2018