تفصیل | شهادت 

23rd October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ننګرهار پوهنې رياست اړوند ښاري مديريت د شهيدانو فاتحه واخیستل شوه

2018-07-28

۲۴/۴/۱۳۹۷
شهادت - ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار پنځمې ناحيې اړوند د پوهنې رياست پر ښاري مديريت د تروريستي بريد له امله د شهيدانو د فاتحې مراسم تر سره شول.
د فاتحې مراسم، چې د چنګاښ په ۲۴مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې جوړ شوي وو د ننګرهار والي حيات الله حيات، د ولايت مرستيال تميم عارف مومند، د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو او کارکوونکو، ولايتي شورا غړو، په ختیځو ولایتونو کې د حزب اسلامي افغانستان د ولایتي دفترونو منسوبینو، د شهيدانو کورنيو غړو، علماء کرامو، قومي مشرانو، ځوانانو، ولايتي شورا غړو، د پوهنې رياست مسئولينو، ښوونکو، زده کوونکو، مدني فعالانو او نورو ګډون کړی و.
د فاتحې مراسم د ولایت مقام، پوهنې رياست، د حزب اسلامي افغانستان ولایتي دفتر منسوبینو او د شهیدانو کورنيو غړو له لوري برابر شوي وو چې د فاتحې له پیل وړاندې د شهيدانو روح ته د دعا په موخه د قران عظيم الشان ختم تر سره شو، د فاتحې ګډونوالو د الله پاک په دربار کې شهیدانو ته د مغفرت، ټپيانو ته د بېړنۍ روغتيا اوله کورنۍ غړو ته يې د جمیل صبر په موخه لاسونه لپه کړل.
د ولايت مقام مرستيال تميم عارف مومند پر پوهنې رياست بريد ستر وحشت ياد کړ او دا يې د اسلام ضد کړنه وبلله ، نوموړي وويل، چې الله پاک او د هغه محبوب پيغمبر مسلمانانو ته د پوهې او علم ترلاسه کولو لارښوونه کړې؛ خو له اسلام څخه ناخبره ډلې د نورو ناوړه کارونو ترڅنګ د پوهې او علم پر وړاندې هم خپله دښمني څرګندوي، 
نوموړي ښوونکو، زده کوونکو او ټولو ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د ښوونځيو او تعليمي ادارو امنيت ټينګښت ته به جدي پاملرنه وکړي.
د پوهنې رئیس حسيب الله شينواري د پوهنې رياست پر ښاري مديريت د بريد غندنه وکړه او دايې د بريدګرو جاهلانه کړنه وبلله، نوموړي وويل، چې مونږ د هرې ژبې او هر فکر ماشومانو او ځوانانو ته روزنه ورکوو او بې پرې يوونوموړي  پر مخالفينو غږ وکړ، چې د ښوونځيو او تعليمي بنسټونو ته له زيان رسولو ډډه وکړي، ځکه په ښوونځيو کې د دوئ بچي هم تر روزنې لاندې دي.
د شهيدانو کورنيو غړو په استازیتوب انجينر داد آقا شريف یار او ډاکټر همایون چاردېوال د فاتحې له ګډونوالو مننه وکړه، چې دوی سره يې په دغه ستر غم کې ځانونه شريک کړل.
نوموړو د مخالفينو دا ډول بريدونه د افغانانو د وروسته پاتې والي، پوهې سره دښمني او کرکه ياده کړه او پر مخالفينو يې غږ وکړ، چې د مسلمانانو وژنې ته د پای ټکی کيږدي.
همدا راز د یادې پېښې د شهیدانو فاتحه د حزب اسلامي افغانستان د کابل په مرکزي دفتر کې هم واخیستل شوه، چې په کې د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امیر او رهبر انجینر ګلبدین حکمتیار، د حزب اسلامي اجرائیه شورا غړو او یو زیات شمېر منسوبینو برخه لرله. چې په کې د شهیدانو روح ته دُعا، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا او کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې شول.
پاتې دې نه وي، چې په یاده پېښه کې ټولټال یوولس تنه شهیدان او اوولس تنه ټپیان شوي وو. د شهیدانو له ډلې یې:
۱: قاري نورمحمد رسولي د ښاري پوهنې آمر.
۲: سید سلیمان پاچا د نظارت آمر.۳: سید حبیب الله د نظارت غړی.۴: مولوي نورالله د نظارت غړی.۵: خواجه حیات الله د نظارت غړی.۶: ممتاز احمد د نظارت غړی.۷: استاد عاصم ثمرخېلی د نظارت غړی.۸: ضابط خان د پوهنې آمریت ملازم.۹: حاجي ثابت الرحمن  نظارت غړی.۱۰: ګلاجان د نصرت لېسې سرښوونکی.رحیم الله د استقلال لېسې سرښوونکی.
ټپیان:حاجي عزیز الله-قاضي اجمل-نصیر خان-بخت محمد-سید فقیر شاه-فرید الله-سیف الرحمان-سید پاچا-خیرالله-بادام ګل-قدرت الله رحمتي-نظیف الله-قدرت— مړوند - خید الدین-شیرین اغا-مولوي ضیاءالله، پورته ذکر شوي ټپیان ټول د یاد پوهنې آمریت د نظارت غړي دي.

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd October, 2018