تفصیل | شهادت 

11th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

انجنير محمد امين کريم د جمهور رئيس ارشد مشاور وټاکل شو

2018-08-02

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچينې وايې، چې انجنير محمد امين کريم د جمهور رئيس په خارجي او داخلي امورو کې د ارشد مشاور په توګه ټاکل شوی.

ولسمشر اشرف غني د سه شنبې په ورځ د يو ځانګړي فرمان په صادرولو سره انجنير محمد امين کريم د ارشد مشاور په توګه وټاکه او رسماً يې د نوموړي عضويت د رياست جمهوري په جلساتو او شورا ګانو کې اعلان کړ

سرچينې زياتوي، چې ښاغلی امين کريم د جمهوري رياست په ټولو شوری ګانو کې د ګډون عضويت لري، يوازې د جمهوري رياست د کابينې په جلساتو او د ملي امنيت په شوری ګانو کې يې ګډون کول مثتثنی شوي.

انجنير محمد امين کريم د حزب اسلامي افغانستان د سياسي کميسيون فعال غړی دی او د دولت او حزب اسلامي  ترمينځ د سولې د توافقنامې د مرکچي پلاوي رئيس هم ؤ.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2018