تفصیل | شهادت 

18th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

حکمتیار: ټاکنو کمیسیون د ملت د برخلیک ټاکلو واک نلري

2018-08-06

د حزب اسلامي امیر ښاغلي حکمتیار د زمري میاشتې په دولسمه نیټه د جمعې د لمانځه د خطبې پرمهال یو لړ مهمو سیاسي موضوعاتو ته اشاره درلوده.

ښاغلې حکمتیار د سولې، ټاکنو او نورو مهمو خبرو په اړه تاکید وکړ، نوموړي د سولې په اړه طالبانو ته ځینې سپارښتنې درلودې او له طالبانو ئې وغوښتل چې له امریکایانو سره له خبرو کولو تېر شي او د بین الافغاني خبرو له لارې سولې ته کار وکړي.

نوموړي د طالبانو له خوا امریکایانو ته د افغانستان د مسئلې په اړه د مخامخ خبرو کولو وړاندیز نامناسبه او له افغانیت لرې خبره وبلله، د حزب اسلامي امیر وړاندې وایې: ”طالبانو ته زموږ مشوره دا ده، چې د افغانستان مسایل په افغانانو پورې اړه لري، باید افغانان یې په خپله حل او فصل کړي، په بهرنیو پورې دې نه تړي! د افغانستان اړوندو مسایلو په اړه دې له بهرنیو سره مذاکرات نه کوي دا تصمیم هم باید افغانان په خپله ونیسي، که یې په بهرنیو پورې وتړئ نو بیا به د هغوی شرایط هم منئ! 

بیا به هغوئ ته امتیازات هم ورکوئ! بیا به د هغوئ د خوښې مهالوېش هم ورسره منئ! افغانانو! راځئ دا پرېکړه په خپله وکړئ. قطعاً مناسبه نه ده او له یو مجاهد سره چې په اسلام باور لري نه ښایي چې وایي په دې ارتباط زه له امریکایانو سره خبرې کووم، افغانستان زما هیواد دی او د بهرنیو ځواکونو په ارتباط به وروستی تصمیم هم زه نیسم، افغانان به یې نیسي، هغوئ به بهرنیانو ته وایي چې کله ووځي.

همدا ډول ښاغلي حکمتیار د ټاکنو په اړه تاکید وکړ او انتخابات یې بی بدیله پروسه وبلله، نوموړي ټینګار درلود چې په ټاکلي مهال د ټاکنو ترسره کیدل حتمی خبره ده چې بدیل یې جګړه او اشغال دی، په دی اړه د حزب اسلامي امیر وایي: ” انتخابات یو ضرورت دی او بدیل نه لري. بدیل یې جنګ او اشغال دی، بدیل یې دوه سره او څو سره حکومت دی. باید له راتلونکو انتخاباتو د بحران د حل وسیله جوړه کړو.

ښاغلي حکمتیار د جمعې د لمانځه د خطبې پرمهال همدغه شان د حزب اسلامي او نورو احزابو ونډه او مسوولیت روښانه کړ او احزاب ئې د هیواد په سیاسي دګر کې اغیزمن لوری وبلل، نوموړي وړاندې د ټاکنو په اړه وویل: ”الحمدلله اوس ټول سیاسي لوري راغونډ شوي او تصمیم یې نیولی چې نه پرېږدي دا انتخابات د مخکې په څېر له تقلب او درغلیو ډک وي. ټول دې پوه شي چې دا یوه غوښتنه نه ده، په دې ارتباط چا ته عریضه نه کوو، که انتخابات په چا پورې مربوط دي نو هغه احزاب دي. د انتخاباتو د برخلیک او څرنګوالي په ارتباط به وروستۍ پرېکړه احزاب کوي، ایا د انتخاباتو کمیسیون دا حق لري چې څوک د رایه ورکولو او کاندیدېدو له حق څخه محروم کړي؟! په اختصار سره باید ووایم چې د کمیسیون اووه غیر منتخب او د دولت له لوري ټاکل شوي غړي په هېڅ ډول دا حق نه لري چې د ټول ملت برخلیک وټاکي. کمیسیون یوازې د انتخاباتو اړوند شکایتونه اورېدلی شي او یوازې په هغه مواردو کې پرېکړه کولی شي چې په انتخاباتو پورې مربوط وي او د انتخاباتي اصولو مخالفت په کې شوی وي. یوازې دا چې وګوري تقلب شوی که نه؟! رایه ورکونکی او کاندید واجد الشرایط دی او که نه؟! رایه شمېرنه دقیقه ده او که درغلي او تزویر په کې شوی دی؟! کمیسیون نه محکمه ده، نه د چا د مجرم ثابتولو صلاحیت او دنده لري او نه چا ته د سزا ورکولو مرجع ده.“

د حزب اسلامي امیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې اوس ټاکنو ته څه باندی دوه میاشتې پاتې دي او له یوه کاله وړاندي نوموړي د شفافو ټاکنو د ترسره کیدو لپاره حکومت ته طرحه وړاندې کړې وه او اوس هم د شفافو ټاکنو په ترسره کولو ټینګار کوي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th September, 2018