تفصیل | شهادت 

20th November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د هېواد پوهنتون رئيس او يو شمېر استادانو د حزب اسلامي له مشر ملاتړ اعلان کړ

2018-08-06

۱۳۹۷ د زمري ۱۴مه

د هېواد پوهنتون رئیس او يو شمېر استادانو د يک شنبې په ورځ د حزب اسلامي له مشر ښاغلي حکمتیار سره په کتنه کې په ځينو مهمو ملي مسائلو خبرې وکړې.

په پېل کې د هېواد تعليمي او تحصيلي ادارې رئیس الحاج امير ګل شاهین خبرې وکړې او د ياد تعلیمي او تحصيلي کمپليکس په اړه ئې د حزب اسلامي مشر ته معلومات ورکړل.

نوموړي د حزب اسلامي له تګلارو او دريځونو ټينګ ملاتړ څرګند کړ او په دې اړه ئې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي شاهین وويل: ولس له جګړې ستړی دی، سوله او د جګړې پای ته رسېدل غواړي او موږ مطمئن يو چې ستاسو په شتون کې دې هېواد ته ضرور سوله راتللی شي.

د حزب اسلامي مشر هغوی ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ په ښوونیز ډګر کې د هېواد پوهنتون د مشرتابه هڅې وستايلې او د ځوانانو د سالمې روزنې لپاره يې د پوهنتونونو په معیاري کولو ټينګار وکړ.

ښاغلي حکمتیار وويل: حزب اسلامي د يو معياري اسلامي پوهنتون د جوړېدو چارې پېل کړي دي، چې د کابل په ګډون به د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې څانګې ولري.

د ټاکنو په اړه ښاغلي حکمتیار وويل: سیاسي ګوندونه د خپلو غوښتونو تر شا کلک ولاړ دي او که د ټاکنو کميسیون د دوی غوښتونو ته مثبت ځواب و نه وايي، نو په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

د حزب اسلامي مشر وويل: موږ رڼې او عادلانه ټاکنې غواړو او له دې ټاکنو بايد د بحران د حل وسیله جوړه کړو. هيله مو داده چې د سیاسي ګوندونو ددې طرحې ملاتړ وشي او مخالفت ئې و نه شي.

د حزب اسلامي مشر يو ځل بيا له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو کي برخه واخلي، صالح، مؤمن، اسلام او هېواد ته ژمن شخصیتونه د خپل استازو په توګه غوره کړي.

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2018