تفصیل | شهادت 

20th November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ورور حکمتيار د تېرې جمعې د خطبې په ترڅ کې: «د جهاد د پيل ابتکار هم د حزب اسلامي له لوري و او د سولې بنسټ هم حزب اسلامي کيښود» »موږ نه غواړو چې لانجه راولاړه شي او له نورو هم هیله کوو چې د تشنج د پرا

2018-08-06

الحمدلله و کفیٰ والسلام علی عباده الذین اصطفیٰ وبعد!

فأعوذ بالله من الشیطان الرجیم

بسم الله الرحمٰن الرحیم

وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ

(۱۳۹) سورت آل عمران

الله تعالیٰ فرمایي چې مه سست کېږئ او مه غمجن کېږئ! (وهن هغه کسالت او سستۍ ته وايي چې سړی خپل نشأت، شور، شوق او هیلې له لاسه ورکړي، مأیوس او نهیلی شي او د مبارزې لپاره یې شور او شوق صدمه وویني) سست کېږئ مه! هېڅ حالت باید د دې باعث نه شي چې ستاسو شور، شوق، جزبه او راتلونکي ته هیلې صدمه وګوري او تضعیف شي او د نهیلۍ او يأس له کبله تاسو خپل شور او شوق له لاسه ورکړئ. که مؤمن یئ نو سست کېږئ به نه! تل باید نشیط او راتلونکي ته هیله مند واوسئ! شور، شوق او جذبه مو باید لوړه وي. دا له ایمان سره نه ښایي چې سړی مأیوس او نهیلی شي او د راتلونکي په ارتباط خپلې هیلې له لاسه ورکړي او شور و شوق یې کمزوری شي. تل باید هیله من او نشیط وي او په خپلې بریا بشپړ باور ولري، هېڅ ډول بد حالت په هغه کې شک راپیدا نه کړي، که هر څومره صدمه یې لیدلې وي، قربانۍ یې ورکړې وي، تلفات یې لیدلي وي او په کوم جنګ کې مغلوب شوی وي. تاسو پوهېږئ چې دا آیت هم هغه مهال راغلی چې د اُحد په غزا کې مسلمانانو ماتې وخوړه، لوی لوی شخصیتونه یې په شهادت ورسېدل او پیغمبر علیه السلام هم زخمي شو، په همدې ارتباط وایي چې (وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا) غمجن کېږئ مه! یو میدان مو وبایلو، د مبارزې په یوه ډګر کې مو ماتې وخوړه، تلفات مو ولیدل او له ماتې او ستونزو سره مخ شوئ، دا باید تاسو غمجن نه کړي، دا غم او سستي باید لرې وغورځوئ! (وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ) او تاسو لوړ یاست. د دښمن په وړاندې به د حقارت احساس نه کوئ! هغه به برلاسی او قوي نه ګڼئ! ځان به د هغه په نسبت کمزوی نه احساسوئ! تل به د هغه پر وړاندې د سرلوړۍ او عزت احساس کوئ! په چلند کې به مو له دښمن سره تل سر لوړ وي، هېڅکله او د هېچا پر وړاندې سر مه ټیټوئ! (وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ) تاسو لوړ یاست که اېمان ولرئ، دا اېمان باید په خپله د دې باعث شي چې د سرلوړۍ احساس وکړئ، دا اېمان ستاسو د بریا او سرلوړۍ ضامن دی، مطمئن اوسېږئ چې وروستۍ بریا ستاسو ده او تاسو به برلاسي یاست.

د دې خطبې لپاره مې څو ورځني مسایل غوره کړي دي. لومړی مذاکرات او سوله. حزب اسلامي د بین الافغاني مذاکراتو بنسټ کېښود. د سولې لاره یې غوره کړه او یو ابتکار یې وکړ. الحمدلله د ملت غوڅ اکثریت د دې مذاکراتو او سولې ملاتړ وکړ، د بین الافغاني مذاکراتو په نتیجه کې، د پردیو له وساطت او وصایت پرته، مخامخ او یوازې د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو په نتیجه کې د ډېرو له انتظار لرې تاریخي سوله وشوه. چا دا تصور هم نه شو کولی او انتظار یې هم نه لاره چې د حزب اسلامي په څېر یو جهادي ځواک به که وغواړي هم چې دا خپل جنګي مسیر بدل کړي او د سولې لار غوره کړي؛ شاید د حزب په صفوفو کې دننه په یو لوی بغاوت منتج شي، هېڅ ونه شول، حزب پرته له دې چې له کومې لانجې سره مخ شي سوله یې وکړه. الحمدلله د حزب اسلامي ټولو غړو دا پرېکړه ومنله، د جهاد د پیل ابتکار هم د حزب اسلامي له لوري و او د سولې بنسټ هم حزب اسلامي کېښود. نن د هر چا په خوله د سولې خبره ده، هغه خبره چې چا مخکې نه کوله، نن په هر محفل او مجلس کې او په منبر باندې د سولې خبرې کېږي. په تلویزیونونو، مرکو، ګردیو مېزونو او لیکنو کې د سولې خبرې کېږي چې افتخار یې حزب اسلامي ته راګرځي. نن له هر چا، حتیٰ د سولې له نه پخلا کېدونکي دښمنانو هم موږ د سولې خبرې اورو. هغه چې تر هر چا د سولې زیات دښمن دی، مخالف دی، ترې وېرېږي، موانع او خنډونه ورته جوړوي هغه هم نن تر نورو زیات د سولې غوښتونکی او مدعی دی. له هغوی هم د سولې شعارونه اورو. ډېر بیا داسې وینو چې طالبانو ته وایي چې راځئ د حزب اسلامي لار غوره کړئ، په جهاد کې مو په حزب اسلامي پسې اقتدأ وکړه؛ راځئ د سولې په ارتباط هم په حزب اسلامي پسې اقتدأ وکړئ، د حزب په څېر بین الافغاني مذاکرات پیل کړي او د حزب په څېر سوله وکړئ.

متأسفانه ځینو پرېوتو، ناپوهو او غرضي کړیو او ناولو څېرو هم د حزب اسلامي په مذاکراتو کچه او پرېوتې نیوکې درلودې او هم یې د سولې په اړه. ځینو بدمغزو انقلابیونو هم شدید او کلک اعتراضونه کول. هم یې مذاکرات تحریمول او هم سوله. دا یې حتیٰ ارتداد او دښمن ته تسلیمي ګڼله. خو کاش د دوی فتواوو کوم بنسټ لرلی، له شریعت نه، له قران او احادیثو نه، د فقهاوو له آراوو نه، د پیغمبر علیه السلام له سنت نه، د صحابوو له منهج نه خړوبېدی. خو متأسفانه فتواوې یې له خپلو خېټو ورکولې. دې ته یې پام نه و چې پیغمبر علیه السلام هم له مشرک او کافر دښمن سره مذاکرات کړي او هم یې له هغوی سره سوله کړې. له قریشو سره یې هم مذاکرات او سوله کړې او له یهودانو سره یې هم مسلسل مذاکرات درلودل او سوله یې ورسره کړې. دې ته یې هم پام نه و چې په اسلام کې هم سوله شته او هم جنګ. الله تعالیٰ هم د جنګ په اړه په خپل قران کې موږ ته لارښوونې کړې او هم د سولې په ارتباط. له دواړو د یوه انتخاب یې مسلمان ته پرې اېښی. هغه به خپلو ظروفو او شرایطو ته په پام سره یو ترې غوره کوي. نن طالبانو له امریکا سره څرګند مذاکرات پیل کړل. امریکایانو بلآخره د دوی څو کلنه مکرره غوښتنه ومنله. مکرره غوښتنه یې دا وه چې موږ له افغان حکومت سره نه بلکې له امریکایانو سره مذاکرات کوو. مطلب یې څه وو؟ هر په وضعیت پوه انسان پرې پوهېږي. په هر صورت د دوی دا غوښتنه ومنل شوه، دا مذاکرات پیل شول او څو دوره یې هم ترسره شوي دي. طالبانو نه غوښتل چی دا ژر څرګند شي خو پټ پاتې کېدل یې ممکن نه وو. ډېر خوښ دي، دا یوه ستره او تاریخي بریا او لاسته راوړنه ګڼي. سره له دې چی دا مذکرات تر اوسه بلکل په ابتدایي پړاو کې دي، هسی یوه لیدنه او کتنه شوې ده، په هېځ مورد کې هم توافق نه دی شوی، محض لیدنه او کتنه یوه ستره بریا او تاریخي لاسته راوړنه ګڼي او په مزه مزه وایي چې له امریکایانو سره مو مذاکرات درلودل او ډېر موفقانه وو. دا په داسې حال کې چې تر نن پورې دې مذاکراتو هېڅ نتیجه هم نه درلوده، احتمالاً او په غالب ګومان سره نتیجه به یې بلآخره دا راووځي چې دوی ته به وویل شي چې »ستاسو غوښتنې په موږ پورې ارتباط نه لري، دا په افغانانو پورې تړلي مسایل دي، له دولت سره ورباندې بحث وکړئ، که تاسو غواړئ نو موږ به ستاسو او افغان دولت ترمنځ د مذاکراتو او لیدنو کتنو شرایط برابر کړو او د یو وسیط په توګه به عمل وکړو.« چې دا هغه کار دی چې تر دې وړاندې هم ترسره شوی دی. د پاکستان په مري کې هم وشو او له هغه نه علاوه په نورو ځایونو کې هم شوی دی، په پټه هم شوی او په څرګنده هم، دا به د پخوانیو ناستو او مذاکراتو یوه بله تجربه وي.

طالبانو ته زموږ مشوره دا وه او دا ده، چې د افغانستان مسایل په افغانانو پورې تړاو لري، باید افغانان یې په خپله حل او فصل کړي، په بهرنیو پورې یې مه تړئ! د افغانستان اړوندو مسایلو په اړه مه له بهرنیو سره مذاکرات کوئ او مه پرېکړې! د بهرنیو ځواکونو د وتلو او حضور په ارتباط او یا په دې اړه د مهالوېش غوښتلو یا نورو شرایطو وړاندې کولو په اړه هم باید خپله افغانان تصمیم ونیسي. دا مساله چې فکر کوئ د مذاکراتو تر ټولو مهمه مسأله به دا وي، حد اقل په ظاهر کې داسې ښیئ؛ رسنیو ته ووایئ چې زموږ اصلي هدف دا دی چې له امریکایانو سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ارتباط خبره وکړو. هغوی ته ووایئ چې دا موضوع هم په بهرنیو پورې مه تړئ! دا تصمیم هم باید افغانان په خپله ونیسي، که یې په بهرنیو پورې وتړئ نو بیا به د هغوی شرایط هم منئ! بیا به هغوی ته امتیازات هم ورکوئ! بیا به د هغوی د خوښې مهالوېش هم ورسره منئ! دا ښه غوښتنه ده، خو راځئ! دا پرېکړه دې افغانان په خپله وکړي. قطعاً مناسبه نه ده او له یو مجاهد سره چې په اسلام باور لري نه ښایي چې وایي په دې ارتباط زه له امریکایانو سره خبرې کوم، هیواد زما دی او د بهرنیو ځواکونو په ارتباط به وروستی تصمیم هم زه نیسم، افغان به یې نیسي، هغه به بهرنیانو ته وایي چې کله ووځي. راشئ! دا پرېکړه موږ وکړو.

دوهمه موضوع مې د انتخاباتو په اړه ده. انتخابات یو ضرورت دی او بدیل نه لري. بدیل یې جنګ او اشغال دی، بدیل یې دوه سره او څو سره حکومت دی. باید له راتلونکو انتخاباتو د بحران د حل وسیله جوړه کړو. ما تر اوسه پورې له هېڅ لوري څخه د بحران د حل لپاره داسې طرحه نه ده اورېدلې چې دی هم ورباندې قانع وي او بل هم پرې قانع کړی شي. تر نن پورې ما له هېڅ کوم کورني او بهرني لوري داسې طرحه نه ده اورېدلې چې هغه معقوله وي، عملي وي او داسې یوه طرحه وي چې واقعاً دا جګړه ورباندې پای ته ورسېږي او په افغانستان کې دایمي او ډاډمنه سوله تأمین شي. ما له هېڅ لوري داسې طرحه نه ده اورېدلې، نه له دولت څخه، نه یې له مختلفو لورو څخه، نه له بهرنیانو، نه له طالبانو او نه له ګوندونو څخه. له هېڅ لوري مې د انتخاباتو بدیل نه دی اورېدلی، طالبان یې هم نه لري، ما تر ننه پورې نه د طالبانو له کوم سیاسی مشر څخه، نه یې له کوم لیکوال یا مفتي څخه داسې خبره ده اورېدلې چې سړی ورباندې عقلاً قانع شي چې په دې ترتیب دا بحران پای ته رسېدلی شي. همدا نن دلته له زرو تنو زیات خلک راغونډ شوي دي، زه باور لرم چې په دې لویه غونډه کې به یو کس هم پیدا نه شي چې ووایي ما له طالبانو یو وخت داسې طرحه اورېدلې چې کېدلی شي د هېواد بحران پرې پای ته ورسېږي. باور لرم چې په دې لویه غونډه کې به یو کس هم پیدا نه شي.

باید ټول لوري دا ومني چې د شفافو او عادلانه لوري ته ځو. الحمدلله اوس ټول سیاسي لوري راغونډ شوي او تصمیم یې نیولی چې نه پرېږدي دا انتخابات د مخکې په څېر وي، او له تقلب او درغلیو ډک وي. ټول دې پوه شي چې دا یوه غوښتنه نه ده، په دې ارتباط چا ته عریضه نه کوو، داسې مقام نه پېژنو چې موږ به هغه ته عریضه کوو او وروستۍ پرېکړه به هغه کوي، که انتخابات په چا پورې مربوط دي نو هغه احزاب دي. د انتخاباتو د برخلیک او څرنګوالي په ارتباط به وروستۍ پرېکړه احزاب کوي، او ټولو احزابو په اتفاق سره پرېکړه کړې ده. یا به د دې طرحې له مخې انتخابات ترسره کېږي او یا دا چې په بل ترتیب انتخابات نه شي کېدی. ټول دې دا واوري او له غوږ څخه یې دې دا خبره تېره وي. موږ نه غواړو چې لانجه راولاړه شي او له نورو هم هیله کوو چې د تشنج د پراخوالي باعث نه شي او مزید تشنجات دې نه راولاړوي.

د مخکې په څېر انتخابات، یعنې د درغلیو او تقلب د تجربې بیا تکرار او له اوسني پارلمان څخه د ډېر بد پارلمان جوړولو هڅه! تقلب ته اجازه نه ورکوو، د مخکې په څېر له درغلیو ډک انتخابات نه منو او اجازه هم نه ورکوو، نه پرېږدو چې بهرنیان زموږ برخلیک وټاکي او د خپلې خوښې جعلي او له تقلب ډک انتخابات په افغانانو تحمیل کړي. احزاب چا ته اجازه نه ورکوي چې حکومت او د حکومت په لاس جوړ شوي د انتخاباتو نامستقل کمیسیون، متأسفانه چې دلته القاب هم تحریف شوي دي او نومونه هم. دې کمیسیون ته د مستقل کمیسیون نوم ورکړل شوی دی، نه پوهېږو د کومو معیارونو له مخې دا یو مستقل کمیسیون دی!؟ نه پرېږدو چې د انتخاباتو برخلیک دې همدا څو کسان وټاکي، په هر صورت به د دې مخه نیسو، د هر راز تقلب مخه به نیسو، دا ټول د دې لپاره کوو چې دا جګړه پای ته ورسوو او په واقعي معنیٰ سوله او امن تأمین شي.

له وروڼو څخه مې هم غوښتنه دا ده او سپارښتنه مې هم ورته دا ده چې راشئ له دغو انتخاباتو نه د مبارزې یو ټاکونکی سنګر جوړ کړو. په ګرمو سنګرونو کې مو هر دښمن ته کلکه ماتې ورکړې ده، راشئ! د انتخاباتو په دې موچل او میدان کې هم د شر او فساد ځواکونو او جنګ غوښتونوکو ته ماتې ورکړئ! زه باور لرم چې دا کار کولی شو، همدا غونډه هم چې پرېکړه وکړي او ټینګه ملا وتړي دا کار کولی شي.ځینې د قانون خبره کوي، دا په داسې حال کې چې موږ هېڅ غیر قانوني غوښتنه نه ده کړې، زموږ آساسي غوښتنې دا دي:

- انتخابات باید او په هر صورت کې په خپل ټاکلي وخت ترسره شي.- هېڅ واجدالشرایط افغان باید د رایې ورکولو له حق څخه محروم نه ي.

- د هېڅ افغان رایه باید هدر او بې اعتباره ونه ګڼل شي.

د انتخاباتو په اوسني ناسم سیستم کې نیږدې نوي سلنه هغه رایې چې په صندوقونو کې اچول شوې هدر کېږي. که په هره انتخاباتي حوزه کې موږ لس نوماندان ولرو، له دې لسو نوماندانو یوازې هغه یو بریالی ګڼل کېږي چې د نورو هر یوه څخه یې یوازې یوه رایه زیاته وړې وي. نهو نورو نوماندانو ته چې کومې رایې ورکړل شوې دي ټولې باطلېږي. د دوی (نهو نوماندانو) د رایو مجموعه د کامیاب نوماند د رایو په نسبت نهه برابره دي، چې ټولې هدر کېږي او باطلېږي. د دې معنیٰ دا ده چې دغو نهو نوماندانو ته چې چا رایې ورکړې دي؛ په پارلمان کې هېڅ وکیل نه لري. زموږ دا اوسنی پارلمان د اووه سلنې (۷٪) افغانانو د رایو ورکوونکو ممثل دی. ۹۳٪ سلنه افغانان په پارلمان کې هېڅ استازي نه لري. دا خوشې خبرې دي چې په تېرو انتخاباتو کې آته میلیونه خلکو برخه اخیستې او اوس نهه میلیونه خلکو نومونه ثبت کړي دي، درواغ دي، یوازې تبلیغات دي. حتیٰ که دا جعلي تذکرې او جعلي سټېکرونه هم ورسره حساب کړو د دې شمېرې نیمایي ته هم نه رسېږي. په لکونو جعلي تذکرې وېشل شوې دي او په لکونو جعلي سټېکرونه وېشل شوي دي. همغه مخکینۍ تجربه ده چې یوویشت میلیونه کارتونه یې چاپ کړل، ځینو په وزیر اکبر خان کې چاپ کړل، ځینو پېښور او ځینو په مشهد او تهران کې، همغه تجربه ده، خبره رسوایۍ ته رسېدلې.

د احزابو غوښتنې همدا دي چې هر افغان باید وکولی شي چې په هر ځای کې رایه وکاروي. مهاجر، بې ځایه شوي، د ناامنو سیمو هستوګن، په بهر کې مهاجرین او هر افغان ته باید دا شرایط برابر شي چې خپله رایه وکاروي، دولت دا دنده لري، د انتخاباتو د کمیسیون دا مسؤلیت دی چې د ټولو افغانانو لپاره دا شرایط برابر کړي چې وکولی شي خپله رایه وکاروي.

موږ ته دې ووایئ چې زموږ کومه غوښتنه د قانون خلاف ده؟! موږ خو له تاسو څخه نه وزارت غوښتی، نه ولایت، نه ریاست نه سفارت. له تاسو نه د خپل ملت حق غواړو. وښایاست چې زموږ په دې غوښتنو کې کومه یوه نامعقوله او د قانون خلاف ده؟! قانون تاسو تر پښو لاندې کړی دی او له دې غوښتنو سره د مخالفت له کبله تاسو هم د خلکو حقونه مزید تر پښو لاندې کوئ او هم قانون، هم الٰهي قانون او هم آساسي قانون، دواړه تر پښو لاندې کوئ. د قانون خبره هغه څوک کوي چې متأسفانه تل یې قانون تر پښو لاندې کړی دی. د ملي وحدت د حکومت ترکیب د اساسي قانون خلاف دی، په آساسي قانون کې د اجرائیه ریاست په نامه څه نه لرو. د دوو ائتلافونو ترمنځ د اقتدار مساویانه وېش او یو سهامي شرکت رامنځته کول د قانون خلاف کار دی. هغه هم د یوه بهرني هېواد د خارجه وزیر په امر او هدایت باندې انتخابات لغو کول، نتایج یې لرې غورځول او د دوو ائتلافونو ترمنځ د اقدار وېشل د قانون خلاف کار دی. دا پارلمان غیر قانوني دی، قانوني موده یې دری کاله وړاندې پای ته رسېدلې ده، د انتخاباتو کمیسیون یو سهامي شرکت دی، غړي یې د دوو کسانو ترمنځ د مساوي یانه وېش له مخې سره ټاکل شوي دي، تر ننه پورې د انتخاباتو ځنډول غیر قانوني عمل دی، ولې دا انتخابات تر ننه پورې ځنډېدلي دي؟!

ځینې بیا زموږ له طرحې سره توافق کوي او وایي چې د احزابو غوښتنې ډېرې معقولې دي، واقعاً د هېواد ستونزه ورباندې حلېدلی شي، موږ هېڅ اعتراض پرې نه لرو، مخالفت یې هم نه کوو او له تاسو سره په بشپړه توګه موافق یم خو وخت نه لرو، کېدای شي نن ورباندې توافق وکړو بیا راتلونکي انتخابات د همدې طرحې له مخې ترسره کړو. د دوی د دې غلطې ادعا په ځواب کې باید ووایو چې موږ دا غوښتنې نیږدې یو کال وړاندې هم دولت ته، هم د انتخاباتو کمیسیون ته، په لیکلې بڼه هم او په شفاهي توګه هم، د مکررو غونډو په ترڅ کې هغوی ته وړاندې کړې دي، په ډېرو مواردو کې هم له موږ سره توافق شوی دی چې له دې ټولو مواردو سره موافق یو په استثنأ د یوه مورد چې ویلي یې دي په دې باندې باید بحث وکړو. دوی اعتنأ نه ده کړې، وخت یې ضایع کړی دی او خبره یې داسې ځای ته رسولې ده چې اوس موږ ته وایي چې وخت نه لرو. د دې مسؤلیت ستاسو پر غاړه دی. دوی عمداً او د سیاسي اغراضو له مخې دا انتخابات تر ننه ځنډولي دي، دوی د تقلب اراده لري او غواړي چې یو ځل بیا جعلي انتخابات ترسره شي. د همدې لپاره یې خبره تر ننه پورې ځنډولې، په داسې حال کې چې موږ دوی ته په وار وار ویلي دي چې په همدغه موده کې هم شفاف انتخابات ترسره کېدلی شي. له همدا نن څخه د میزان تر ۲۸ می زموږ د طرحې مطابق شفاف او عادلانه انتخابات ترسره کېدلی شي. دوی ته مو په دلایلو ثابته کړې ده، یو شرکت مو راوستی، د هغوی استازو ورته ویلي دي چې موږ په دوه نیمو میاشتو کې په ضمانت سره انتخابات ترسره کوو او په داسې توګه به یې ترسره کوو چې یو افغان به د دوه ځله رایه ورکولو فرصت نه لري. مصارف یې هم ډېر محدود دي. هغوی ویلي دي چې موږ د رایه اچونې په هر محل کې یو کمپیوتر ته او دوه دریو نورو عادي وسایلو ته اړتیا لرو چې ټول مصارف یې شاید دوه نیم سوه ډالر شي (د کمپيوتر او نورو ټولو تجهیزاتو)، ټول مصارف یې هم دومره چې دولت خو پرېږده یو تاجر یې هم له عهدې وتلی شي. له دوی سره تفصیلي جلسې شوي دي، په دې جلسو کې هم د انتخاباتو د کمیسیون غړي وو، هم د دولت هیئت و، هم د بهرنیانو هیئت و، هم د مدني ټولنو او هم د دې ګوندونو استازي. په څو ساعته تفصیلي غونډو کې دوی ته د یوې کمپنۍ هیئت تشریح کړې ده چې موږ په دغه موده کې په تضمین سره دا انتخابات ترسره کوو، مصارف یې هم دومره کم چې تر دې وړاندې حتیٰ ولسمشر حاضر و چې تر دې دوه یا دری برابره زیات لګښت باندې دا انتخابات ترسره کړي.

پرون هم د یوناما په دفتر کې همداسې یوه ستره ګډه غونډه وه، ټولو کورنیو او بهرنیو لورو په کې برخه اخیستې وه. د دې شرکت غړو هغوی ته خپله طرحه تشریح کړه او د هغوی ټولو پوښتنو ته یې هم ځوابونه وویل، داسې چې له هېچا سره د اعترض مجال پاتې نه شو. اوس دا عذر او بهانه هېڅ لوري ته نه دي پاتې چې وخت نشته، دا بهانه اوس منتفي شوې ده او دا عذر نامعقول دی. موږ وایو د تقلب د مخنیوي لپاره دوه آساسي غوښتنې لرو:

لومړۍ غوښتنه مو دا ده چې باید رایه اچونه بایومېټریک شي. داسې چې هر څوک رایه اچوي د ګوتې نشان یې اخیستل کېږي، عکس یې اخیستل کېږي او هغه ته یوه پاڼه ورکول کېږي چې په صندوق کې یې باید واچوي او همدا به محاسبه کېږي. دا کار یو رایه ورکوونکی بل ځل او په بل محل کې نشي کولی، که یې وکړي هم سم دستي یې کمپیوتر راوباسي چې تا خپله رایه یو ځل په دې شمېره کارولې ده، د بل ځل کارونې حق نه لرې.

دوهمه غوښتنه مو دا ده چې د انتخاباتو په ټول بهیر له پیل تر پایه د ټولو اغېزمنو سیاسي ګوندونو نظارت په بشپړ ډول تأمین او تضمین شي. د انتخاباتو نظام باید داسې وي چې نه کوم افغان د رایه ورکولو له حق څخه محروم شي، نه یې رایه هدر او باطل وګڼل شي، هر رایه ورکوونکی افغان او د هرې انتخاباتي حوزې وګړي باید په پارلمان کې د خپلې خوښې وکیل ولري، د هر حزب او قوم حضور باید په پارلمان کې د هغه د غړو د رایو د نفوذ په تناسب وي.

احزابو چې کومه طرحه وړاندې کړې فقط همدا مطالب او غوښتنې په کې تضمین شوي دي. دوی نه ځان ته کوم امتیاز غوښتی، نه په حکومت کې برخه او سهم او نه د انتخاباتو ځنډول.

د انتخاباتو اړوند یو مطلب دا دی چې ایا د انتخاباتو کمیسیون دا حق لري چې څوک د رایې ورکولو او کاندیدېدو له حق څخه محروم کړي؟! په اختصار سره باید ووایم چې د کمیسیون اووه غیر منتخب او د دولت له لوري ټاکل شوي غړي په هېڅ توګه دا حق نه لري چې د ټول ملت د برخلیک ټاکلو واک ورکړل شي. کمیسیون یوازې د انتخاباتو اړوند شکایتونه اورېدلی شي او یوازې په هغه مواردو کې پرېکړه کولی شي چې په انتخاباتو پورې مربوط وي او د انتخاباتي اصولو مخالفت په کې شوی وي. یوازې دا چې وګوري تقلب شوی که نه؟! رایه ورکونکی او کاندید واجد الشرایط دی او که نه؟! رایه شمېرنه دقیقه ده او که درغلي او تزویر په کې شوی دی؟! کمیسیون نه محکمه ده، نه د چا د مجرم ثابتولو صلاحیت او دنده لري او نه چا ته د سزا ورکولو مرجع ده. هغه څوک مجرم دی چې باصلاحیته محکمې د هغه په اړه د جرم پرېکړه کړې وي. که څوک مجرم وي نو محکمه، قضاء او قاضي به یې په اړه پرېکړه کوي. د انتخاباتو کمیسیون څه حق لري او چا دا صلاحیت ورکړی چې یو کس مجرم وګڼي. د رایې ورکولو له حق څخه یې محروم کړي او یا یې د کاندیدېدو له حق څخه محروم کړي. که ستره محکمه، دولت او حکومت دا کار نه شي کولی؛ مجرم نه محاکمه کولی شي او نه سزا ورکولی شي، نو دا وړوکی، بې واکه او سهامي شرکت ته ورته کمیسیون څنګه او ولې دا حق ځانته ورکوي؟!! او ولې یوازې د څو کسانو نوماندانو په ارتباط پرېکړه کوي او د نوماندانو له لېست څخه یې وباسي!؟ هیله مو دا ده چې د انتخاباتو کمیسیون فقط د انتخاباتو په ارتباط د څه کولو او دا چې انتخابات دې شفاف او عادلانه وي او د ملت رایو ته دې احترام وشي، په هغه کې دې د تقلب، جعل، درغلۍ او تزویر مخنیوی وشي؛ خپل ټول زور او ځواک باید دې لوري ته واړوي او همدا کارونه دې ترسره کړي. وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ

سبحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ أَشْهَدُ أَنْ لا إِلهَ إِلأَ انْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتْوبُ إِلَيْكَ



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2018