تفصیل | شهادت 

18th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د لوى اختر په مناسبت پيغام

2018-08-20

بسم الله الرحمن الرحيم
د لوى اختر په مناسبت پيغام
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَدًا آَمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آَمَنَ مِنْهُمْ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الْآَخِرِ
او كله چي ابراهيم عليه السلام وويل: اې زما ربه! دا يو خوندي ښار وگرځوه او هغو اوسېدونكو ته ئې روزي وركړه چي پر الله او آخرت ئې ايمان راوړى
گرانو هېوادوالو!
وروڼو خويندو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
د لوى اختر د رارسېدو په مناسبت خپل مؤمن ولس او ټول اسلامي امت ته مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالى اسلامي امت په مجموع كي او زموږ هېواد او زمونږ مظلوم او دردېدلى ولس په ځانگړې توگه د جگړو او بې امنيو له روان دردناك حالت وژغوري، او موږ ته دا سعادت راپه برخه كړي چي راتلونكي اخترونه په خپلواك او آزاد افغانستان كي او په داسي حال كي ولمانځو چي د هېواد په گوټ گوټ كي د اسلام او آزادۍ بيرغ رپانده وي، جگړه د تل لپاره پاى ته رسېدلې وي او اقتدار د داسي صالح حكومت په واك كي وي چي له الله تعالى وېرېږي، پر مظلومانو ترحم لري او د ملت په خدمت كي وي، هم بهرنۍ لاسوهني پاى ته رسېدلې وي او هم بهرني ځواكونه زموږ له هېواد وتلي وي. إن شاء الله روان دردناك حالت، ناامني او جگړه به حتماً او ډېر ژر پاى ته رسي، سرلوړي افغانان به خپل برخليك په خپله ټاكي او د خپلي خوښي نظام او صالح مشران به غوره كوي. 
له دې فرصت په استفادې سره خپل ولس ته څو عرائض لرم:
• افغانان سولي، خپلمنځي تفاهم او روغي جوړي ته ضرورت لري، يوازي له دې لاري كولى شي جگړه پاى ته ورسوي، بهرنۍ لاسوهني قطع كړي، د بهرنيو ځواكونو د پاته كېدو هره پلمه او بهانه پاى ته ورسوي او افغان ولس ته دا مجال برابر كړي چي خپل برخليك په خپله وټاكي او د خپلي خوښي نظام او حكومت ولري. 
• داسي جگړه چي قربانيان ئې يوازي مظلوم افغانان دي، په ترڅ كي ئې فقط د دوى كورونه، ښارونه او جوماتونه ورانېږي؛ نه كوم مؤمن افغان ته د منلو وړ ده او نه كوم عقلمن او شريف انسان ته. هغه جنگي سټراټيژي نه عقلي توجيه لري او نه مذهبي جواز چي په ترڅ كي ئې غيرمحارب او بې گناه انسانان وژل كېږي. د تېرو كلونو خونړيو پېښو او ناكام جنگ وښوده چي دا جنگ گټونكى نه لري، نه ئې بهرني ځواكونه گټلى شي، نه دولت او نه د دولت هغه وسله وال مخالفين چي د جنگ مهار ئې د پرديو په لاس كي او د اكمال مرجع ئې هغه بهرني هېوادونه چي د رواني نيابتي او استخباراتي جگړي متقابل او متعارض لوري دي.
• آيا داسي څوك به پيدا شي چي د كندز او غزني په څېر جنگونو ته كومه عقلي او ديني توجيه وړاندي كړى شي؟ نه د ايمان خاوند هغه جنگونه، بريدونه او چاودني د توجيه وړ بولي چي په ترڅ كي ئې په سلگونو مسلمانان ووژل شي او نه د عقل خاوند دا د منلو وړ گڼي چي پر ښارونو، كورونو او جوماتونو دي بمونه او راكټونه وورېږي، د خپل وسله وال مخالف پر ځاى او يا د هغه تر څنگ دي په سلگونو بې گناه انسانان په وينو كي ورغړوي. موږ داسي جنگونه په كلكه غندو، د هغو كار ئې بولو چي نه دين لري، نه عقل، نه انساني ترحم، او نه جنگي تجربه او پوهه!!  
• د جنگ د دوو لوريو ترمنځ موقت اوربندونه هغه مهال ارزښت لري چي د يوې جامع طرحي يوه برخه وي، مذاكراتو ته لار پرانيزي او د جگړو او وينو تويولو په مخنيوي كي مرسته وكړي، نه دا چي له هغه فقط د څو ورځو لپاره تبليغاتي استفاده وشي. 
• سياسي ډلو ته بلنه وركوو چي راشئ د تېرو څلورو لسيزو ترخو او خونړيو تجربو ته په پام سره نوې تگلاره او رغنده اسلوب غوره كړو، ټول توافق وكړو چي بحران او ټول كورني او بهرني عوامل ئې پاى ته رسوو، د حكومت جوړولو او بدلولو او له يوه بل ته د اقتدار د انتقال داسي طريقه غوره كوو چي نه په هغه كي يو څاڅكى وينه توى شي، نه توپونه، ټانكونه او جهازونه وكارول شي، نه د كودتاگانو او وسله والو رقابتونو شاهد وو او نه د بهرنيو ځواكونو په مټ اقتدار ته د رسېدو كركجنو هڅو. 
• راشئ له راتلونكو انتخاباتو د بحران د حل ډاډمنه او دائمي وسيله جوړه كړو، صادقانه تصميم ونيسو چي راتلونكي انتخابات به شفاف، عادلانه، له تقلب، جعل او تزوير پاك وي. هيڅ واجد شرائط افغان به د رأى وركولو له حق نه محروم كېږي، نه مهاجر افغانان، نه بې ځايه شوي او نه د ناامنو سيمو استوگن، د انتخاباتو پر ټول بهير بايد داسي ډاډمن نظارت تضمين شي چي هم د تقلب مخه ونيول شي او هم ئې د نتائجو په اړه بيا له لانجو او شخړو سره مخامخ نشو. 
• مخكني انتخابات له درغليو ډك ول، د دې پر ځاى چي د هېواد ستونزي حل كړي مزيد ستونزي ئې زېږولې، نتائج ئې د افغانانو د رأيو له مخي نه بلكي د بهرنيو په وساطت او د هغوى په خوښه ټاكل شوي!! نه په يوه معتبر پارلمان منتج شول او نه په يوه بريالي، مضبوط او ځواكمن حكومت!! اوس هم دا هڅي رواني دي چي راتلونكي انتخابات د مخكي په څېر له تقلب ډك وي، د تذكرو د وېش او د سټېكرو لگولو په برخه كي داسي پراخ تزوير او تقلب ترسره شوى چي خبره ئې رسوايي ته رسېدلې، د حوزو او د رأى اچوني محلات ټاكل او د نوماندانو د تأييد او سلب صلاحيت په ارتباط د هغه څه شاهد يو چي ښيي دا به د انتخاباتو تر نامه لاندي يوه شرمناكه او غولوونكې ډرامه او د داسي پارلمان جوړولو هڅه وي چي غړي ئې لادمخه غوره شوي، د بريالي او ناكام پرېكړه ئې ځواكمنو كورنيو او بهرنيو كړيو كړې او كميسيون به ئې يوازي د اعلانولو دنده ترسره كوي!! حقيقت دا دئ چي ځينۍ كړۍ عمداً او د دښمنانو په اشاره غواړي د همدې مهندسي شوو جعلي انتخاباتو په نتيجه كي داسي حالت رامنځته شي چي د افغان ولس پاته برخه هم د شرمناك تقلب په غبرگون كي په عمومي پاڅون لاس پوري كړي، او د تشنجاتو لمن مزيد پراخه شي!! 
• افغانان نه له تقلب ډك انتخابات مني او نه د اقتدار د ناسم وېش بهرنۍ معادله د بحران د حل او د يوه موفق حكومت د رامنځته كېدو وسيله بولي، د تېرو كلونو عملي تجربو وښوده چي له دې لاري نه بحران پاى ته رسېدى شي او نه امنيت تأمينېدى شي. 
• ټولو سياسي احزابو د يوه مهم او رغنده ابتكار په نتيجه كي د انتخاباتو په اړه تاريخي اجماع رامنځته كړه، پر يوې جامع او معقولي طرحي ئې توافق وكړ، هيله دا وه چي ټول ذيدخل لوري به د دوى له طرحي سره له ځنډ پرته توافق وكړي، دا ځكه چي هغوى نه په اقتدار كي د مشاركت غوښتنه كړې او نه ئې وزارتونه، سفارتونه او ولايات غوښتي، يوازي دا ئې غوښتي چي انتخابات دي شفاف او عادلانه وي!! هيڅ د منلو او توجيه وړ دليل نه موندل كېږي چي څوك له دې ملي اجماع سره د مخالفت لار غوره كړي، دا كار به يوازي هغه څوك كوي چي د اوسني وضعيت دوام غواړي او نه پرېږدي چي افغانان خپلي ستونزي په خپله حل كړي. 
وروڼو خويندو!
راشئ ټول په گډه دا پرېكړه وكړو چي د جگړو او وسله والو رقابتونو ټغر د تل لپاره ټولوو، پر ځاى ئې د سالم او رغنده سياسي او فكري رقابت لار غوره كوو، داسي حالت رامنځته كوو چي نه د بهرنيو ځواكونو د پاته كېدا كومه بهانه او پلمه پاته وي، نه په سياسي او قومي ډلو پوري تړلې مليشې او اربكي، او نه څوك له دولتي واك او وسله والو ځواكونو د خپلو قومي او سياسي رقيبانو د ځپلو لپاره استفاده وكړي.
افغان ولس بايد مطمئن وي چي إن شاء الله دا جگړه به حتماً پاى ته رسي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي به د ملت د خوښي اسلامي حكومت جوړېږي. و ما ذلك على الله بعزيز
بريالي دي وي افغانان
سرلوړى او آزاد دي وي افغانستان
حكمتيار
د 1397 كال لوى اختر

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th September, 2018