تفصیل | شهادت 

18th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي د مجاهد امیر د علمي او روزنیزو درسونو لړۍ: «ساينس او د قرآن علمي اعجاز»

2018-09-02

دوولسم برخه

آيا يو ژوندى نفس په دوو بدلېدى شي؟

دا يوه مهمه پوښتنه ده چي هر څوك ئې په خپل ذهن كي لري او وايي د انسانانو پيدايښت څنگه پيل شوى؟ له يوه مور پلار كه له بېلابېلو؟ كه دا لومړۍ جوړه يوه وي يا بېلي بېلي وي، پيل ئې څنگه وو؟ له سره يوه مكمله جوړه پيدا شوې، كه ورو ورو ئې له يوه حالته بل ته ارتقاء كړې؟ له انسانه علاوه د نورو ژوو، مخصوصاً هغه چي د انسانانو په څېر له مور، پلار پيدا كېږي، د پيدايښت لړۍ څنگه پيل شوې؟ كوم سؤالونه چي د انسان د پيدايښت په اړه مطرح دي د نورو ژوو په اړه هم مطرح دي. آيا كېدى شي ومنو چي لومړى د ټولو ژوو نارينه پيدا شوي بيا د دوى له بدنه ښځينه ئې جوړه شوې؟ آيا يو ژوندى نفس په دوو بدلېدى شي؟

د ساينس په نړۍ كي تر نولسمي پېړۍ پوري څوك په دې نه پوهېدو چي كېدى شي يو ژوندى مخلوق په دوو ژونديو ساكښو تجزيه شي، دا ئې محال گڼله، خو په نولسمي پېړۍ كي په دې پوه شو چي په ژونديو مخلوقاتو كي ځيني داسي هم شته چي تكاثر ئې د نر، ښځي د القاح له لاري نه وي، بلكي يو موجود په دوو تجزيه شي، آميب ئې يو مثال دئ او په شلمي پېړۍ كي دا حقيقت ورته څرگند شو چي د انسان په وجود كي هم د ځينو حجراتو تكاثر د همداسي تجزيي له لاري ترسره كېږي، يوه حجره په دوو بدله شي. راشئ وگورو چي قرآن په دې اړه څه وايي، د قرآن دغه آيت ته ځېر شئ:

ژباړه: اې خلكو! له خپل هغه رب ووېرېږئ چي له يوه نفس ئې راپيدا كړئ او له هغه ئې د ده جوړه راپيدا كړه او له دواړو ئې ډېر نارينه او ښځي خواره كړل، هم د هغه الله په نسبت تقوى ولرئ چي په خپلو كي غوښتني پرې كوئ او هم د خپلوۍ په اړه، بې شكه چي الله ستاسو څارونكى دئ.النساء: ۱

كه د دې آيت الفاظو ته په دقت سره ځير شئ نو وبه گورئ چي دلته ټولي پورتني پوښتني ځواب شوې. له دې آيته معلومېږي چي انسان له لومړي سره انسان پيدا شوى، يو نفس په يوې جوړې بدل شوى او بيا له همدې جوړې د ده د نسل سلسله پيل شوې او دا ځواب موږ ته دا لارښوونه كوي چي د نورو ژوو د پيدايښت لړۍ به هم دې ته ورته وي، د هري نوعي لپاره به لومړى يو نفس پيدا شوى وي، بيا له دې يوه جوړه او بيا دغه جوړه ئې د توالد او تناسل ذريعه گرځېدلې.

په دې آيت كي څو اساسي مطالب راغلي:

• د ټولو انسانانو خالق او پالونكى يو دئ.

• د ټولو انسانانو پيدايښت له يوه نفس پيل شوى، له همدې يوه نفس د ده جوړه راپيدا شوې او بيا له دې دواړو د انسانانو د خورېدو لړۍ پيل شوې، د انسانانو پلار، مور يوه جوړه ده، په رگونو كي ئې يوه وينه ده، نسب ئې يو دئ، د يوې كورنۍ غړي دي، داسي نه ده چي نسلونه ئې بېل بېل او په نسب كي يو له بله بېل وي، داسي نه ده چي د نړۍ په بېلو بېلو سيمو كي بېل بېل نسلونه راپيدا شوي وي، د تور پوستو پلار بېل او د سپين پوستو بېل وي، عرب له يوه پلاره او عجم له بل پلاره پيدا شوي وي.

• د هغه چا پروا ولرئ چي ستاسو خالق او پالونكى دئ، ستاسو د ټولو غوښتنو مرجع ده، ستاسو اړتياوو ته ځواب وايي، ستاسو ضرورتونه رفع كوي، يو له بله ستاسو غوښتنه هم د ده په نامه وي.

• په خپلمنځي تعلقاتو كي بايد دې ته متوجه وئ چي تاسو ټول په حقيقت كي د يوې كورنۍ غړي يئ، د دغي خپلوۍ خيال وساتئ. ځان تر بل لوړ مه گڼئ، خپل ورور ته د حقارت په سترگه مه گورئ، پرخپل ورور ظلم مه كوئ.

• معامله مو له هغه رب سره ده چي ستاسو د ټولو كړو وړو څارنه كوي.

كه څه هم ځينو مفسرينو له (ارحام) هغه ذوي الارحام مراد كړي چي نږدې خپلوان گڼل كېږي، خو د آيت له لومړۍ برخي په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي له دې مراد هغه عامه خپلوي ده چي د گډ مور پلار په وجه د ټولو انسانانو ترمنځ شته. همدا راز (تسائلون)، يو له بل غوښتل او ډېر او مكرر غوښتل افاده كوي، موږ هر څه د الله د نامه په يادولو سره غواړو، يو له بله هم او له دې پرته هم، دا د ټولو انسانانو په فطرت كي اېښودل شوي، هندو او بودائي د بت خوا كي، مسيحي د مريم او عيسى عليهما السلام د مجسمو خوا ته، زردشتيان د اور په څنگ كي د خداى په نامه سؤالونه كوي، له خدايه سؤال كول ئې د فطرت په حكم سره دئ خو د الله په پېژندو كي دوكه شوي.

ځينو نفس واحد په غلطه توگه تعبير كړى او دا معنى ئې ترې راايستلې چي تاسو ئې له يوه جنسه پيدا كړي يئ، د ټولو د پيدايښت ماده يوه ده او له يوه جنسه پيدا شوي يئ، خو دقيقه معنى ئې دا ده چي له يوه نفس ئې د هغه جوړه پيدا كړه او بيا له دوى دواړو (آدم او حواء) ئې د دوى اولاد.

د آيت له الفاظو په صراحت سره معلومېږي چي لومړى يو نفس پيدا شوى او بيا له همدې يوه نفس يوه جوړه (نر او ښځه) جوړه شوې او بيا له دې جوړې د انسانانو د تناسل او توالد لړۍ پيل شوې. د انسانانو د پيدايښت په اړه د قرآن دا بيان هغه واهي او بې بنسټه نظريه له بنياده ردوي چي انسانان په مختلفو نسلونو وېشي او د هر نسل او نژاد لپاره بېل بېل اجداد ثابتوي.

دا آيت وايي چي د انسانانو لومړۍ جوړه، آدم او حواء عليهما السلام له واحد نفس او يوه ژوندي مخلوق پيدا شوي، داسي نه چي دوه بېلي بېلي مجسمي جوړي شوې وي او بيا په دواړو كي روح پو شوې وي!!

د دې آيت دقيقه تشريح او له (واحد نفس) د ده د جوړې د پيدايښت څرنگوالى په لاندي آيت كي بيان شوى:

ژباړه: او الله تاسو له خاوري راپيدا كړئ، بيا له نطفې، بيا ئې جوړه جوړه كړئ، نه كومه ښځينه څه حمل كوي او نه ئې زېږوي، مگر د ده په علم سره او نه د كوم عمر خاوند عمر ورزياتېږي او نه ئې عمر كمېږي مگر دا چي په كتاب كي (ثبت) دي او دا كار الله ته آسان دئ.فاطر: ۱۱

له دغه آيته څو خبري په ډېر وضاحت سره معلومېږي:

• د انسان د پيدايښت لومړۍ ماده خاوره ده.

• له خاوري د ده نطفه جوړه شوې.

• بيا له دغي نطفې د ده جوړه پيدا شوې.

يعني هغه (واحد نفس) دغه له خاورو جوړه شوې نطفه وه چي له هغې ئې د ده (زوج او جوړه) راپيدا كړه او بيا له دغي جوړې د ده د نسل د پيدا كېدو لړۍ پيل شوې.

د دې مبارك آيت له دغه قاطع او صريح بيان سره سره چي څوك په دې خبري كي شك كوي چي د آدم عليه السلام پيدايښت له نطفې پيل شوى، هغه به په قرآن باور نلري او د الله تعالى د قول په مقابل كي به د بل چا قول ته اعتبار وركوي!!

د ژوندون پسرلى

د قرآني آيتونو او د پيغمبر عليه السلام د احاديثو په رڼا كي د ژوو د پيدايښت په اړه ويلى شو چي الله تعالى د زمكي او آسمان له پيدا كولو وروسته د زمكي پر سر داسي شرائط برابر كړي چي د ژونديو مخلوقاتو د پيدا كولو او د هغوى د رشد او ودې لپاره ضروري دي، كولى شو دا شرائط د (ژوند پسرلى) ونوموو، لكه څنگه چي په هر پسرلي كي مړه ژوي د زمكي له تل نه سر رااوچت كړي، راوټوكېږي او ونه او بوټى ترې جوړ شي، همداراز د زمكي پر سر د ژونديو مخلوقاتو د پيدايښت لړۍ ئې هم د (ژوند په هغه پسرلي) كي پيل كړې، د مختلفو موجوداتو نطفې ئې پيدا كړې، له دغو نطفو ئې د دوى ازواج او جوړې راپيدا كړي او په دې سره ئې په زمكي كي د دوى د نسل د دوام او بقاء لار آواره كړې.

قرآن د هغه چا په ځواب كي چي د قيامت بيا ژوندون نه مني، د انسان لومړنى پيدايښت او د ده هره ورځ پيدايښت او له زمكي او خاوري د نباتاتو راټوكېدل د دلائلو په توگه وړاندي كوي، له دې معلومېږي چي د پيدايښت په اړه د الله مشهود سنت د مخكني او وروستني پيدايښت لپاره دليل دئ. په دې اساس موږ هغه چا ته چي د ابتدائي پيدايښت په اړه پوښتنه كوي، وايو: دا پيدايښت هم داسي دئ لكه دا اوس اوس چي الله ژوندي شيان پيدا كوي، هر ژوندى مخلوق له نطفې راپيدا كوي، همداسي ئې په ابتداء كي له نطفې راپيدا كړي. په سر كي د مور له رحم بهر او وروسته د مور په رحم كي. د قيامت په ورځ به ئې داسي راپيدا كوي لكه په لومړي ځل د ده پيدايښت، دا مطلب په دغه حديث كي ډېر ښه توضيح شوى:

ژباړه: له ابوهريره رضى الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: "(د قيامت د ورځي) د دوو پو كېدا تر منځ به څلوېښت وي"، چا ابوهريره ته وويل: څلوېښت ورځي؟ هغه وويل: ما ډډه وكړه، وئې ويل: څلوېښت مياشتي؟ وئې ويل: ما ډډه وكړه، وئې ويل: څلوېښت كلونه؟ وئې ويل: ما ډډه وكړه، وئې ويل: "بيا به الله تعالى له آسمانه اوبه ووروي، نو په دې سره به داسي راټوكېږي لكه نباتات، د انسان هيڅ څه داسي نه وي چي وروست نشي او له منځه ولاړ نشي مگر يو هډوكى ئې چي هغه د ملا د تير وروستۍ برخه ده، او له همدې به ئې د قيامت په ورځ پيدايښت تركيب كېږي. رواه البخاري و مسلم

آيا د مور له رحم بهر پيدايښت ممكن دئ؟

كه څوك پوښتنه وكړي چي آيا د مور له رحم بهر هم د يوه ژوندي مخلوق پيدا كېدل ممكن دي، ورته وايو؛ هو؛ دا كار ممكن دئ او هره ورځ ئې بېلگي په خپلو سترگو گورو، د ټولو بوټو او نباتاتو نطفې په زمكي كي وده كوي، مرغان او ډېر حيوانات د مور له رحم بهر له هگيو پيدا كېږي، په حيواناتو كي د مور له رحم بهر د پيدا كېدو ډېري بېلگي شته چي يو مثال ئې د كبانو پيدايښت دئ، د كب بچيان د مور په خېټه كي نه بلكي بهر پيدا كېږي، د نر او ښځي نطفه ئې په بهر كي سره القاح شي، ښځه ئې په يوه گوښه كي خپلي هگۍ واچوي، نارينه ئې راشي او خپله مني ورباندي وشيندي او په دې ترتيب ئې القاح ترسره شي او بچيان ئې د مور له رحم بهر راپيدا شي.

د نورو ژونديو مخلوقاتو پيدايښت هم بايد د الله تعالى د عام سنت مطابق، همداسي له بېلي بېلي نطفې پيل شوى وي.

د آدم او حواء عليهما السلام د پيدايښت په اړه اسرائيلي روايات دا وايي چي: لومړى د آدم مجسمه او كالبوت جوړ شوى، بيا په اور اېښودى شوى، (داسي لكه كوم كلال چي خاوره خټه كړي، لوښي او مجسمې ترې جوړي كړي، په اور ئې كېږدي او پخې ئې كړي) كله چي د آدم مجسمه پخه شوه نو روح په كي پو شوه او آدم راژوندى شو او بيا له پاتې خټي يا د آدم له پوښتۍ د ده جوړه پيدا كړى شوه.

په عامو مسلمانانو او حتى مفسرينو كي ځيني د دغو رواياتو تر اغېز لاندي تللي او چېري چي ئې كوم متشابه لفظ تر سترگو شوى نو هغه ئې د دغو اسرائيلي رواياتو په اساس تعبير كړى.

د مثال په توگه دغه حديث:

ژباړه: ښځه له پوښتۍ پيدا شوې، د پوښتۍ تر ټولو كوږ ځاى ئې د هغې لوړه وي، كه دي دا هڅه وكړه چي هغه سمه كړې نو ماته به ئې كړې او كه غواړې گټه ترې واخلې نو په داسي حال كي به ترې گټه اخلې چي كوږوالى به په كي وي.

دلته نه د حواء عليها السلام نوم ذكر شوى او نه دا ويل شوې چي دا د آدم عليه السلام له پوښتۍ پيدا شوې، برعكس ويل شوي چي هره ښځه له پوښتۍ پيدا شوې او دا بديهي خبره ده چي ټولي ښځي د سړو له پوښتيو نه دي پيدا شوې، ښځي د نارينه په څېر د مور، پلار له نطفو پيدا كېږي، نو له پوښتۍ د ښځو د پيدايښت معنى دا نه ده چي د پوښتۍ هډوكى د ښځو د بدن ماده ده، بلكي په دې سره د ښځو فطري او روحي جوړښت ته اشاره شوې، د دې حديث وروستۍ برخه پخپله د دې وضاحت كوي، ټولو محققينو ويلي چي په دې سره د ښځو په طبيعت كي هغو ځانگړتياوو ته اشاره شوې چي نارينه ئې بايد تحمل كړي او دا هڅه ونكړي چي هغه حتماً رفع شي. او دا داسي ده لكه د الانبياء په سوره كي چي راغلي:

ژباړه: انسان له تلوار او عجلې پيدا شوى، ژر به خپل آيتونه دروښيم، نو عجله مه كوئ.الانبياء:۳۷

هر څوك پوهېږي چي دلته له تلوار او عجلې د انسان پيدايښت هيڅكله دا معنى نلري چي عجله او تلوار كومه ماده ده او انسان له دغي مادې پيدا شوى، معنى ئې له دې پرته بل څه نه ده چي انسان عجول او بېړنى پيدا شوى، په فطرت او خټه كي ئې عجلت او تلوار اېښودل شوى، په حديث كي هم له ضلعي د ښځي پيدايښت دې ته ورته معنى لري. د ښځي عاطفه قوي ده، تر نارينه زياته حساسه ده، ژر او په ډېر كم څه خفه كېږي اوښكي ئې باڼوگانو ته نږدې دي، ژر په ژړا شي، ژر مروره شي، له گاڼو او سينگار سره مينه لري، دې ته ورته نوري ځانگړتياوي لري، دا ئې په فطرت كي اېښودل شوې، دا له دې سره ښايي، هر څومره چي د كومي ښځي عاطفه قوي وي همدومره به هغه غوره ښځه وي، له خپل اولاد سره به ئې زياته مينه وي، ښه پالنه به ئې كوي، له خپل مېړه سره به ئې محبت زيات وي، نارينه بايد دا كوږوالى تحمل كړي او بې ځايه ئې د سمولو هڅه ونكړي.

خو متأسفانه ځينو له دې واضح مطلب غلط مفهوم اخيستى، د دوى د غلطۍ سبب هم هغه اسرائيلي روايات دي چي په دې اړه خواره شوي.

او يا لكه د يوه حديث دا الفاظ: لما صور الله آدم: كله چي الله تعالى آدم ته صورت وركړ. دوى دا آدم ته صورت وركول داسي تعبير كړى چي گواكي الله تعالى د ده مجسمه جوړه كړه، همغسي لكه اسرائيلي روايات چي وايي، حال دا چي قرآن د ټولو انسانانو د پيدايښت په اړه همدغه لفظ كارولى، لكه چي فرمايې:

هوالذي يصوركم في الارحام كيف يشاء: الله هغه ذات دئ چي تاسو ته ئې د ميندو په رحم كي صورت دركړ. آيا دلته د مور په رحم كي انسان ته صورت وركول دا معنى لري چي د هغه مجسمه ئې جوړه كړه؟

د قرآن د آيتونو له مخي خو آدم عليه السلام ته صورت وركول داسي دي لكه د ده اولاد ته چي الله صورت وركوي او په ده كي روح پو كول همغسي دي لكه د ده اولاد ته چي د مور په رحم كي روح وركوي.

ژباړه: بيا ئې د ده نسل د سپكو اوبو له خلاصې پيدا كړ، بيا ئې برابر كړ او په هغه كي ئې خپله روح پو كړه او تاسو ته ئې غوږ، سترگي او زړونه دركړل، ډېر لږ شكر كوئ.السجدة: ۹-۸

آيات او احاديث خو دا خبره كوي چي د آدم عليه السلام اولاد هم داسي پيدا كېږي چي له خاوري ئې نطفه جوړه شي، دوه نطفې سره يو ځاى شي يو سلول ترې جوړ شي، دا سلول علقه شي، د غوښي يوه ټوته شي، صورت وركړى شي، روح په كي پو شي، د ماشوم په څېر دنيا ته راشي، ځوان شي، زوړ شي او په مرگ محكوم شي.

آدم عليه السلام خو د دوى جد دئ، ولي به ده ته صورت وركول او په ده كي د روح پو كول، د ده له اولاد توپير لري؟!! قرآن خو دواړه ورته گڼي او په ورته الفاظو ئې بيانوي، يوازي دا توپير په گوته كوي چي آدم عليه السلام له مور او پلار پرته پيدا شوى، دا دوى ولي له خپله ځانه د نورو توپيرونو راپيدا كولو هڅه كوئ؟!!

په دې مباركو آيتونو كي د قرآن څو ستر ستر علمي اعجاز تر سترگو كېږي:

نطفه د مني له خلاصې جوړېږي

په پورتني آيت كي ويل شوي چي د انسان نسل ئې د ده د مني له خلاصې او عصارې جوړ كړ، يعني داسي نه ده چي د نارينه او ښځينه ټوله توى شوې مني د مور په رحم كي سره يو ځاى كېږي او په گډه ماشوم ترې جوړېږي، بلكي د دواړو له نچوړ د ماشوم نطفه جوړه شي، او دا هغه ستر علمي حقيقت دئ چي علم اوس پرې پوه شوى، او وايي چي د نارينه انسان په توى شوې مني كي په ميلونونو سپرمونه وي، له دغو ټولو سپرمونو يو او تر ټولو تكړه او پياوړى ئې په دې وتوانېږي چي د ښځينه انسان يوه اووم ته ننوځي او د ماشوم نطفه ترې جوړه شي، يعني داسي نه ده چي د دواړو ټوله مني سره يو ځاى كېږي او له ټولو ماشوم جوړېږي، بلكي د مني له خلاصې د ماشوم نطفه جوړېږي، يقيناً چي دا وينا د قرآن يو ستر علمي اعجاز دئ!!

دلته ويل شوي چي دا نطفه وروسته وروسته برابره كړى شي او داسي حد ته ورسول شي چي د يوه ژوندي انسان بڼه غوره كړي او روح په كي پو شي، او دا هم هفه څه دي چي علم ئې نن وايي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th September, 2018