تفصیل | شهادت 

10th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ورور حکمتیار د تېرې جمعې خطبه – ۳۰ سنبله ۱۳۹۷: هېڅ واجـدالشرايط افغـان بايـد د رايـې ورکولـو له حـق څخه محروم نه شي

2018-09-23

د هـر افغـان رايـه چـې پـه صندوق کـې لوېږي بايـد باطلـه او هـدر نه شي

الحمدلله و کفیٰ والسلام علی عباده الذین اصطفیٰ وبعد!

فأعوذ بالله من الشیطان الرجیم

بسم الله الرحمٰن الرحیم

اجازه راکړئ چې د انتخاباتو په اړه وروڼو ته یو ځل بیا څو عرایض ولرم. متأسفانه دولت او د انتخاباتو کمیسیون لا هم دې ته نه دي چمتو شوي چې د احزابو معقولې، مشروع او د هیواد په ګټه غوښتنې ومني او اعتناء ورته وکړي. غواړي داسې انتخابات ترسره کړي چې په هغه کې د پراخ تقلب خبره تر رسوایۍ هم اوښتی وي. په لکونو نه، بلکې په میلیونونو جعلي او بې اعتباره تذکرې سره له سټېکرونو وېشل شوې دي. د انتخاباتو له کمیسیون نه پوښتنه کوو چې څومره تذکرې او سټېکرونه مو چاپ کړي دي؟!! ځواب نه لري! کله یوه شمېره وایي، کله بله. ولې دومره ډېر، آته لس میلیونه سټېکرونه مو ولې چاپ کړي دي؟!! توجیه ورته نه لري. چېرته دي او چا چاپ کړي دي؟!! ځواب نه لري! معنا یې دا ده چې دوی هم ترې خبر نه دي چې دا سټېکرونه څومره چاپ شوي دي؟! د چا په لاس چاپ شوي دي؟ او چېرته دي؟

بیا هم ګورو چې متأسفانه ځینې کړۍ په دولت کې په دې مأموره شوې دي چې د احزابو او دولت تر منځ د تقابل او تصادم فضا رامنځ ته کړي او احزاب او دولت په ګډه د شفافو او عادلانه انتخاباتو ترسره کولو په ارتباط په ګډه پرېکړه ونه کړي او دا لانجه همداسې دوام وکړي. دوی فکر کوي چې کولی شي په زور او د ټانکونو او توپونو تر میل لاندې انتخابات ترسره کړي. متأسفانه چې له اظهاراتو او څرګندونو یې په څرګند ډول معلومېږي چې دوی د داسې انتخاباتو د ترسره کولو اراده کړې چې ټول ملت د هغه په ارتباط ووایي چې دا د تقلب ډک انتخابات دي، له مخکې مهندسي شوي دي، د وکیلانو د انتخاب پرېکړه هم د صندوق او رایو له مخې نه؛ بلکې د همدغو کړیو په خوښه به وروستۍ پرېکړه کېږي، چې څوک بریالی دی او څوک ناکام!!!

دوی د لویې جرګې له جوړولو سره هم موافق نه دي او خنډونه راپیدا کوي، د همدې لپاره ګورو چې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې یې وځنډولې. دوی وېره لري چې که لویه جرګه دایره شوه شاید پرېکړې یې د دوی د غوښتنو، خوښې او ګټو خلاف وي. د همدې لپاره اوس دوی د ولسوالیو شوراګانو انتخابات نفي کړي دي. که پوښتنه وکړې چې دا صلاحیت چا درکړی؟! ولې؟ کوم خنډونه د دې باعث شوي دي چې تاسو دا ټاکنې ترسره نه شئ کړی؟ ولې یې منتفي ګڼئ؟!! همداسې د پارلمان ټاکنو په ارتباط دوی غواړي چې په څه ډول دوی ځان ورته برابر کړی دی، دا ټاکنې هم همدغسې ترسره شي.

د احزابو غوښتنې دا دي:

- هېڅ واجدالشرایط افغان باید د رایې ورکولو له حق څخه محروم نه شي.

هېڅ مرجع حق نه لري چې یو واجدالشرایط افغان د رایې ورکولو له حق محروم کړي. خو دوی شپږ میلیونه په بهر کې مهاجرین، دوه میلیونه په کور دننه بې ځایه شوي او تر څلورو میلیونو زیات د ناامنو سیمو هستوګن عمداً او قصداً د رایې ورکولو له حق څخه محروم کړي دي. څو زره د رایې اچونې محلونه یې هم لغو کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان نوي صدراعظم اعلان وکړ چې موږ مهاجرینو ته هم تذکره، د پاکستانیانو په اصطلاح (شناختی کارد) ورکوو او هم پاسپورت، همدارنګه وایي چې دا د عدالت او انسانیت خلاف کار دی چې دا خلک دومره وخت په پاکستان کې اوسېدلي دي اوس ورته نه تذکره (شناختی کارد) ورکړی شي او نه پاسپورت ورکړ شي، یعنې تابعیت ورنه کړی شي. د همدې لپاره دوی په پاکستان کې پانګونې نه شوای کولی، کور او جایداد یې په خپل نامه نه شوای اخیستلی او له ګڼو ستونزو سره مخ وو. خو نن د پاکستان حکومت اعلان کوي چې نیږدې دوه نیم میلیونه مهاجرینو ته هغوی هم شناخت کاردونه ورکوي او هم پاسپورتونه، چې له دې وروسته به دوی په پاکستان کې په آزاد ډول د یو پاکستاني په څېر حقوق لري، هم به په پاکستان کې کار کولی شي، هم پانګونه کولی شي، هم به کور او جایداد اخیستلی شي، هم تجارت کولی شي او هم په انتخاباتو کې د یو پاکستاني په څېر برخه اخیستلی شي.

نه پوهېږم چې دا زموږ واکمن دومره هم نه شرمېږي چې په دومره لوی شمېر کې مهاجرین له داسې یو حق څخه محروموي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي. په داسې حال کې چې دا مهاجرین د دې هیواد حقیقي وارثان دي. دا هیواد د دوی د قربانیو په نتیجه کې آزاد شو. د دوی کور او کلي وران شول، زامن یې شهیدان شول، دښمن ته تسلیم نه شول، وجنګېدل، قربانۍ یې ورکړې، د هیواد لوېشت لوېشت خاوره د دوی په وینو سره شوه، دوی دا هیواد ګټلی او آزاد کړی دی. خو د خاصو سیاسي موخو لپاره دوی په انتخاباتو کې د برخه اخیستو څخه محروم شوي دي.

- د احزابو بله غوښتنه دا ده چې هره ټاکنیزه حوزه باید خپل وکیل ولري. په چا باندې چې خلک اعتماد کوي او د دوی له حقونو دفاع کولی شي باید وکیل یې وټاکل شي.

دا اوسنی انتخاباتي سیستم داسې دی چې د بېلګې په توګه ځدران په لویه پکتیا (پکتیا، پکتیکا او خوست) کې یوولس ولسوالۍ دي، یعنې هم یې ساحه تر پنجشېر لویه ده او هم یې نفوس تر پنجشیر زیات. تر پنجشېر هم تر بامیانو هم او تر دایکندي هم؛ خو د دې یوولسو ولسوالیو ځدران په پارلمان کې یو وکیل هم نه لري. په پارلمان کې هم د دوی وکیلان تڼي دي. مګر له داسې انتخاباتي سیستم څخه هم تاسو د خیر تمه لرئ؟!! له داسې پارلمان هم تاسو د دې تمه لرئ چې دا به د ملت استازي وي، له دې نه به یو دروند پارلمان جوړ شي او ملت به یې تر شا ولاړ وي؟؟؟ دا خو پرېږدئ چې د همدې ځدرانو قوم په حکومت کې ونډه څومره ده!!؟ نه وزیر لري، نه والي لري، نه سفیر لري، حتیٰ د کومې قطعې قوماندان هم نه لري. په جنرالانو یې هم اعتبار نه کېږي، په شخصیتونو یې هم اعتماد نه کېږي، په علماوو یې هم اعتبار او باور نه کېږي، ولې؟؟؟ ځکه چې په دې قوم کې یو څوک داسې دی چې د امریکایانو خلاف جنګېدلی دی، مرحوم مولوي صاحب حقاني. د دې لپاره باید دې قوم ته همدا سزا ورکړل شي!!! موږ وایو داسې انتخابات نه یوازې زموږ ستونزې نه حل کوي، بلکې ستونزې لا زیاتوي.

- موږ همدا راز ویلي، د هر افغان رایه چې په صندوق کې لوېږي باید باطله او هدر نه شي، هغه باید ځان ته په پارلمان کې وکیل ولري، دا یې حق دی.

خو نن د انتخاباتو دا زوړ سیستم داسې دی چې د بېلګې په توګه په کابل کې تر آته سوه (۸۰۰) زیات کاندیدان دي، دغې آته سوه کاندیدانو ته به چا ته زیاته چا ته کمه رایه ورکول کېږي، له دوی نه به ۳۳ نوماندان بریالي اعلانېږي، هغه چې تر نورو یې لږ رایې زیاتې وي، دوه، دری یا څلور او دا ۷۶۷ کاندیدانو ته چې کومې رایې ورکړ شوې دي ټولې هدر کېږي، دا رایې بې هوده کېږي، دا په ډېران باندې غورځېږي!!! یعنې په کابل کې چې ۷۶۷ کاندیدانو ته کومې رایې ورکول کېږي، ټولې باطلېږي، هدر کېږي او په پارلمان کې د دغو رایو ورکوونکي وګړي هېڅ استازی نه شي درلودلی او له استازي لرلو محرومېږي. رایې یې د یو عادي کاغذ برابر ارزښت او حیثیت هم نه لري. په دې ترتیب د دې سیستم له مخې له ټولو هغو رایو چې په صندوقونو کې لوېږي، تر (۹۰٪) یې هدر کېږي او پارلمان جوړېږي له هغو وکیلانو څخه چې د رایو مجموعي شمېر یې تر (۱۰٪) کم دی.

وروڼو! دا د عدالت خلاف ده، دا د عقل خلاف ده، دا د منلو وړ نه ده، ولې باید د دومره غوڅ اکثریت یعنې له (۹۰٪) زیاتو افغانانو رایې هدر او باطل وګڼل شي؟؟!

د دې حق هم څوک نه لري چې یو حزب ته رایې ورکوي، په یو حزب اعتماد لري، باور یې دا دی چې دا حزب کولی شي هیواد اداره کړي او یو ځواکمن او منظم حکومت جوړ کړي. څوک دا حق لري چې یو افغان له دې منع او محروم کړي چې ونه شي کولی د یو حزب نوماندانو ته په ګډه یا یو فهرست ته رایې ورکړي؟؟! ولې باید افغانان له دې منع کړی شي چې تاسو حق نه لرئ چې یو حزب ته رایه ورکړئ!!؟ حـال دا چې انتخابات له حزبونو پرته هېڅ ارزښت نه لري، هسې یوه لوبه ده. انتخابات د دې لپاره دي چې موږ وګورو څوک کولی شي په پارلمان کې داسې یوه مجموعه جوړه کړي چې د هغوی له منځه د هغوی په اعتماد او رایه یو قوي حکومت جوړ شي، انتخابات د همدې لپاره دي. د انتخاباتو نتیجه باید د یو ځواکمن، ملت شمول، د ملت د اکثریت له ټینګ حمایت نه برخمن حکومت وي. اما دغه زوړ او ناچله سیستم نه یوازې د دې تضمین نه کوي بلکې د دې هدف په وړاندې مانع ګرځي. د دې سیستم له مخې پارلمان د وکیلانو د پير او پلور په مارکېټ بدلېږي، بهرنیان هم د هغوی رایه اخیستلی شي، په داخل کې هم چې څوک ځواکمن او شتمن بهرنی حامي لري هغه یې هم کولی شي.

په ګڼ شمېر ولایتونو کې تظاهرات وشول، ځینې په رسنیو کې منعکس شول او ځینې نه! د ټولو مطالبه دا وه چې له تقلب ډک انتخابات نه منو، باید د انتخاباتو په سیستم کې تغییر راشي. دولت او همدغه خاصه کړۍ د دې هڅه کوي چې په ځینو ولایتونو کې چې په سولییزه توګه راوتلي دي، تظاهرات یې کړي، خېمې یې درولې، خپل حق غواړي او د یو غلط تصمیم په وړاندې درېدلي دي د دولت او دغو کړیو لخوا پولیسو ته امر شوی چې ورشي او د دوی خېمې ټولې کړي.

چارواکو ته وایو چې د دې ډول کړنو پایلې ډېرې بدې دي. په زور تاسو نه شئ کولی چې خپله اراده په ملت تحمیل کړئ! کاش دومره زور مو درلودلی. زور مو هم دومره دی چې دا دی پرون تاسو د پلازمېنې کابل د یوې ناحیې د امنیت نیولو څخه ځان عاجز وګڼلو او خلکو خپلې وسلې را واېستلې، (۵۰۰) کسان له خپلو وسلو سره راووتل، په تاسو خلکو اعتماد نه کولو او تاسو یې د امنیت تأمینولو عاجز ګڼلئ، دوی خپلې وسلې راواېستلې او خپل امنیت یې ونیولو. ستاسو زور هم دومره دی چې حتیٰ په کابل کې د یوې ناحیې امنیت نه شئ تأمینولی. د ارګ په شاوخوا کې هم امنیت نه شئ ټینګولی، کاش په تاسو کې دومره زور هم وای چې په هیواد کې حتیٰ په دغو محدود شمېر ښارونو کې چې ستاسو په لاس کې پاتې دي امنیت مو یې تأمین کړی وای.

یو ځل بیا هغوی ته سپارښتنه کوو چې مه د زور ژبه کاروئ!! مه خپل زور له ولس سره آزمویئ!!! او مه هم له احزابو سره د تصادم او تقابل سیاست غوره کوئ!!!

د انتخاباتو په ارتباط باید د احزابو قناعت حاصل شي، تر څو عدالت تأمین شي، د هغوی په خوښه هم باید په سیستم کې تغییر راشي او انتخابات هم دغسې شفاف او عادلانه چې په هغه کې هېڅ تقلب ونه شي او نتایج یې هم ټول لوري ومني. صحیح ده چې تاسو به دغسې انتخابات ترسره کړئ چې فقط په یوه محدوده حلقه کې محدود شمېر راغونډ شي او صندوقونه هم په جعلي رایو ډک کړئ او بیا یې نتایج هم په خپله خوښه اعلان کړئ، خو شاید تاسو دا محاسبه له ځان سره نه وي کړې چې د دې پایلې به دا ځل څنګه وي!!؟ باور وکړئ چې د دې کار پایلې به ډېرې ډېرې خطرناکې وي، تاسو به بیا د وضعیت له مهارولو عاجز وئ. بیا هم درته سپارښتنه کوو چې له احزابو سره په تفاهم او د هغوی په مشوره او توافق پرېږدئ چې شفاف او عادلانه انتخابات ترسره شي، څو وکولی شو داسې انتخابات ولرو چې پایلې یې ټولو ته د منلو وړ وي، هېڅوک اعتراض ونه کړي او په نتیجه کې یو دروند او د ملت له ټینګ ملاتړ څخه برخمن پارلمان رامنځ ته شي.

زه باید دا وضاحت هم وکړم چې موږ د احزابو یوه مجموعه جوړه کړې ده، د انتخاباتو په ارتباط مو یوه ګډه طرحه وړاندې کړې ده. د دې په ارتباط مو پرېکړه کړې چې موږ د تقلب مخه په هر صورت او هر ډول شرایطو کې نیسو او د خپلو غوښتنو تر شا ټینګ ودرېږو. دا تظاهرات هم چې شوي دي د دې احزابو د جمعې له لوري شوي دي. په رسنیو کې چې د ائتلاف، لوی ائتلاف یا ملي ائتلاف کوم نوم اخیستل کېږي موږ په کې نه یو. د دې تظاهراتو پرېکړه هم د هغوی پرېکړه نه ده. موږ د هغوی له غوښتنو سره هم موافق نه یو، که دا د موقت حکومت غوښتنه ده موږ ورسره موافق نه یو، که دا د لویې جرګې غوښتنه ده، موږ د دې خلاف یو او یا که دا د بُن په څېر د کوم بل بین المللي کنفرانس جوړول دي؛ موږ یې په کلکه او په شدت سره د دغو غوښتنو مخالف یو.

دوی د انتخاباتو په ارتباط د احزابو د ګډې طرحې ملاتړ کړی؛ موږ په دې تړاو ترې ممنون یو، خو هیله مو ترې دا ده چې نه دا تظاهرات ځان ته منصوب کړي او نه هم دا غوښتنې. دا ابتکار په ګډه د دغو احزابو و، هیله مو دا ده چې دوی دغو واقعیتونو ته په پام سره په خپلو اظهاراتو کې هم محتاط او متوجه واوسي. موږ همدارنګه ټول افغان ولس ته هم دا یو ځل بیا اعلانوو چې موږ په دې ائتلاف کې نه یو او له غوښتنو سره یې هم موافق نه یو.

ترتیب: عابد علمي



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

10th December, 2018