تفصیل | شهادت 

20th November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي د مجاهد امیر د علمي او روزنیزو درسونو لړۍ: «ساينس او د قرآن علمي اعجاز»

2018-10-29

پنځه لسم برخه

انسان د مضر خوړو په اړه لارښووني ته اړ دئ

كه تاسو د نړۍ د ټولو ژوو د خوراك په اړه څېړنه وكړئ نو يو عجيب حقيقت به ستاسو په وړاندي وځلېږي، وبه گورئ چي په ټولو ژوو كي يوازي انسان داسي دئ چي مجبور دئ د مفيد او مضر خوراك په اړه له بله معلومات ترلاسه كړي، نور ژوي داسي پيدا شوي چي د پيدايښت له لومړيو شېبو په دې پوهېږي چي كوم څه وخوري او كوم څه نه، په دماغ كي ئې د مضر او گټور بوټي او دانې د تشخيص استعداد اېښودل شوى، د دغه استعداد په مرسته د پيدايښت له لومړۍ ورځي سم او ناسم خوراك معلومولى شي، د غرڅه بچى، ورى، سېرلى، وزگوړى، سخوندر، جونگى او ټول نور ژوي او بچيان ئې هغه بوټي نه په خوله كوي چي ورته مضر وي، خو د انسان بچى ډبره، خاوره، سكروټه او هر څه په خوله كوي، تر اوږدې مودې ئې بايد مور سمبال كړي او د تاواني شيانو له خوړلو ئې وساتي!! راشئ وگورو چي آيا قرآن د انسان دغي ځانگړتيا ته اشاره كړې كه نه؟!! دې مبارك آيت ته لږ ځير شئ:

ژباړه: ومو ويل: اې آدمه! ته او مېرمن دي په دې جنت كي مېشت شئ او له كومه ځايه چي غواړئ پرېمانه وخورئ، خو دې وني ته مه نږدې كېږئ، كه نه نو له تېري كوونكو به شئ. البقره: 35

د دې مبارك آيت څو اساسي ټكي خاصه توجه غواړي:

انسان داسي پيدا شوى چي هغه ته بايد مفيد او مضر، حلال او حرام او ښه او بد وروښودل شي، له نورو ژونديو مخلوقاتو سره ئې يو اساسي توپير په دې كي دئ چي نورو ته په فطري توگه خپله لار ښودل شوې، د همغي فطري لارښووني مطابق ژوند كوي، د غرڅه بچى په هغه لومړۍ ورځ او له پيدايښت څو شېبې وروسته په خپلو پښو ودرېږي، په خپلي مور پسي ځغلي، د هغه څه له خوړلو او د هغه كار له كولو ډډه كوي چي ورته تاوان لري، مفيد او مضر بوټي پېژني، خو انسان تر اوږدې مودې مور ته سخت اړ وي، اور، تيږي او لوټي ته لاس كوي، هر څه په خوله منډي، كه ئې مور څو شېبې ترې غافله شي، يا په اور كي ځان اچوي يا اوبو كي، هغه ته بايد ښه او بد، مفيد او مضر، شهد او زهر، حلال او حرام عملاً وروښودى شي، هغه تر بل هر مخلوق دې ته زيات اړ دئ چي د ښه ژوند كولو ټولي غوښتني او مقتضيات ورزده كړى شي، فطري ښوونه ورته كافي نه ده. د ده وضع له نورو مخلوقاتو فرق كوي، دى له ځانگړو استعدادونو سره پيدا شوى، دا دئ گورئ چي په هغه جنت كي هم ورته ويل شوي: له هر ځايه هر څه پرېمانه خوړلى شئ خو هغي خاصي وني ته به نه نږدې كېږئ. په دې سره عظيم الشأن قرآن د انسان د فطرت همدغه مهم او اساسي اړخ ته اشاره كړې.

د انسان لپاره دحلالو شيانو شمېر د حرامو په نسبت دومره زيات وگڼئ لكه په يوه ستر باغ كي چي راز راز وني او مېوې ولري، يوازي يوه ونه ئې داسي وي چي د مېوې خوراك ئې منع شوى وي. عجيبه ده چي انسان په دومره زياتو حلالو اكتفاء نه كوي او حرام ته لاس غځوي!! او دا په خپله د قرآن يو بل علمي اعجاز دئ چي وايي: د حلال او گټورو خوراكي توكو شمېر د تاواني او حرامو توكو په پرتله زيات دئ.

اما دا چي آدم عليه السلام په كوم جنت كي ځاى پر ځاى شو؟ د زمكي پر سر كوم جنت كي او كه په موعود جنت كي؟ كومي وني ته له نږدې كېدو منع شوى وو؟ شيطان څنگه وتوانېدو چي دي جنت ته ننوځي او آدم او حواء عليهما السلام د ممنوعه مېوې خوړلو ته وهڅوي؟ د دغو پوښتنو په ځواب باندي د پوهېدو لپاره بايد لاندي خبري په پام كي ولرو:

په دې اړه هم په رواياتو كي كافي او زيات اختلاف شته او هم د مفسرينو تر منځ، هم د جنت د موقعيت په اړه او هم د دې وني د نوعي په اړه، له دې اختلاف معلومېږي چي له پيغمبر عليه السلام صريح او صحيح حديث نه دئ نقل شوى.

قرطبي او ځيني نور مفسرين دا موعود جنت گڼي، خو هيڅ دليل ورته نه لري، ټول مفسرين ورسره موافق نه دي، ما دغه رأيه له قرآن سره موافق نه ده موندلې. په داسي حال كي چي د البقرة د سورې په يوه آيت (30 آيت)كي درې ځله ويل شوي چي آدم عليه السلام به په زمكه كي پيدا كېږي او دلته به خليفه وي او په داسي حال كي چي نه د قرآن په كوم آيت كي صراحتاً يا اشارتاً دا مطلب راغلى چي آدم عليه السلام په آسمان كي پيدا شوى او نه په احاديثو كي، او په هيڅ آيت او حديث كي نه دي ويل شوي چي آدم عليه السلام له پيدايښت وروسته آسمان ته اوچت كړى شوى، نو دا ادعاء به څنگه منو چي د ده لومړى إسكان د آسمان په جنت كي وو؟ كه داسي وى نو دا مطلب به په ډېر صراحت سره په قرآن كي راغلى وو چي آدم عليه السلام په آسمان كي پيدا شوى، يا په زمكه كي له پيدايښت وروسته آسمان ته بېول شوى. په قرآن د ايمان تقاضا خو دا ده چي له خپله ځانه كوم مطلب ورته منسوب نه كړو او د دې آيت مصداق ونه گرځو (ام تقولون على الله ما لاتعلمون: آيا د الله په اړه هغه څه وايئ چي نه پرې پوهېږئ؟!!) برعكس په همغه څه اكتفاء وكړو چي قرآن په خپله ويلي.

آدم عليه السلام له خاوري او د زمكي پر سر او د زمكي د خلافت لپاره پيدا شوى. دلته وفات شوى او له دې به بېرته راژوندى كېږي. او همدا د ده د اولاد برخليك هم دئ.

دې ته مو هم پام وي چي موعود جنت به هم په همدې زمكي كي وي، خو دا زمكه به لومړى له منځه ځي، بيا به د قيامت په ورځي په زمكي بدلېږي، او همدې نوې زمكي كي به ئې هم محاسبه درسره كېږي او به ئې او دوزخ وي. لكه چي قرآن فرمايي:

ژباړه: هغه ورځ چي دا زمكه به له دې پرته په بلي زمكي بدله شي او آسمانونه هم، او (ټول به) د يوازني ډېر برلاسي الله په وړاندي راڅرگند شي. او په دي ورځ به مجرمين گورې چي په زولنو كي يو له بل سره تړل شوي دي. كميسونه ئې د زرڼو (نانزرو) او اور به ئې پر مخونو غوړېږي، د دې لپاره چي هر ساكښ ته د خپلو لاسته راوړنو بدله وركړى شي، يقيناً چي الله ژر حساب كوونكى دئ.ابراهيم: 48-50

ځينو د (اهبطوا) له لفظ دا مطلب اخيستى چي دوى ته له آسمانه د كوزېدو امر شوى، دا خبره په دوه دليله ضعيفه ده: لومړى دا چي په همدې سورې كي او څو آيته وروسته، بني اسرائيلو ته په همدغه صيغه ويل شوي چي (اهبطوا مصرا: نو مصر ته كوز شئ) او د بنى اسائيلو دا قصه په حقيقت كي له جنته د آدم عليه السلام د كوزېدو لپاره بل مثال او مزيده شرح ده. دوهم دا چي د (اهبطوا: كوز شئ) امر هغه چا ته كېږي چي د كوزېدو له ځايه په خپله او په خپلو پښو كوزېدى شي. آدم عليه السلام ته له آسمانه په خپله راكوزېدل ممكن نه وو او الله تعالى به څنگه ده ته داسي امر كولو چي دى ئې له عملي كولو عاجز وو؟!! په دې صورت كي خو به الله تعالى فرشتو ته ويل چي آدم له آسمانه كوز كړئ!!

موعود جنت ته شيطان نشي ننوتى، په موعود جنت كي ممنوعه شجره نشته، موعود جنت ته جنتيان له محاسبې وروسته ننوځي. آدم عليه السلام له پيدايښت وروسته په داسي جنت كي ځاى پر ځاى شوى چي هلته هم شجرة ممنوعه وه او هم شيطان ورتلى شو. په موعود جنت كي نه شجرة ممنوعه شته او نه شيطان ورتلى شي. شيطان لادمخه رټل شوى وو، موعود جنت ته د ده ننوتل ممكن نه وو.

د جنت لغوي معنى باغ دئ او په قرآن كي د جنت لفظ يوازي د موعود جنت لپاره نه دئ كارول شوى. په داسي حال كي چي جنت د مېوې باغ ته ويل كېږي او له دې معلومېږي چي شجره ممنوعه به د مېوې يوه ونه وه، قرآن نه ده ښودلې، موږ ته په كار ده چي په دې اړه له ځانه څه ونه وايو، خو متأسفانه ځينو په دې اړه هم له اسرائيلي رواياتو ډېر څه رانقل كړي، هغه ئې د (غنمو ونه) گڼلې، نه ئې دې ته پام كړى چي د (غنمو نه ونه وي او نه ئې باغ)!! او نه هم دې ته چي الله تعالى يوازي هغه څه انسان ته حراموي چي ضرر ئې تر گټي زيات وي. 

موعود جنت ته داخلېدل له محاسبې وروسته ترسره كېږي. دا جنت په اصل كي د انسان د عملونو محصول دئ، لكه چي په رواياتو كي راځي: د جنت زمكه سمسوره او اوبه ئې خوږې دي، ستاسو له تسبيح د جنت وني او له نېكو عملونو مو د جنت قصرونه جوړېږي.

له دې دلائلو په څرگنده معلومېږي چي دا جنت د زمكي پر سر وو نه په آسمان كي، د هغو مفسرينو رأيه صحيح ده چي دا جنت د زمكي پر سر گڼي او دا رأيه چي دا همغه موعود جنت او په آسمان كي وو له اسرائيلي رواياتو اخيستل شوې رأيه ده، د دې په تأييد كي ټول استدلالات ډېر ډېر ضعيف دي، نه په نقل سره دا خبره ثابتولى شي او نه هم په عقل سره، د دوى ځيني خبري خو د ډېر تعجب وړ دي، مخصوصاً جنت ته د شيطان د ننوتو په اړه د دوى وينا، ځينو ئې ويلي چي شيطان د مار په خوله كي پټ ورننوتى او ځينو ويلي چي له بهره د دېوال له شا، يا د جنت په دروازه كي، يا له جنت د وتو په وخت كي او حتى له زمكي ئې د آسمان په جنت كي هغوى وسوسه كړي!! او ځينو خو هومره بې باكي كړې چي ويلي ئې دي: شيطان د ملائكو له ډلي او حتى د دوى استاد وو!! دوى دې ته هم پام نه دئ كړى چي كه آدم عليه السلام شيطان په خپلو سترگو ليدى نو نن به د ده اولاد هم هغه په خپلو سترگو ليدو او دې ته ئې هم توجه نه ده كړې چي آدم عليه السلام ته د شيطان وسوسه بايد همغسي وي لكه نن چي د ده اولاد وسوسه كوي، د وسوسې له لفظه معلومېږي چي شيطان آدم عليه السلام ته ځان نه دئ ښودلى، بلكي د ده په زړه كي ئې وسوسه اچولې ده، همغسي لكه نن چي د ده د اولاد په زړه كي وسوسې اچوي. كه د دوى د استدلالونو په اړه لږ غور وكړئ نو هر يو به ئې د عقل او مشاهدې خلاف ومومئ. نه پوهېږو چي ولي نه وايي: د آدم عليه السلام جنت داسي وو لكه بني اسرائيلو ته د من او سلوى وركول او د ورېځو سيوري ورباندي جوړول، له جنته ئې هبوط داسي وو لكه د بني اسرائيلو هبوط، شيطان داسي وسوسه كړل لكه د ده اولاد چي وسوسه كوي، دا ځكه چي د آدم عليه السلام په قصه كي الله تعالى موږ ته (انسان) او د هغه ځانگړتياوي او خصوصيات معرفي كوي، د انسان د عروج او زوال عوامل راښيي، شيطان او د هغه وسوسې را په گوته كوي، دا زموږ د جد قصه ده، د دې قصې په هينداره كي بايد خپل مخ وگورو او خپل ځان وپېژنو، مگر نه گورئ چي د آدم عليه السلام له دغي قصې وروسته د بني اسرائيلو د عروج او هبوط قصه راغلې، مگر دا قصه د هغې لپاره شرح نه ده؟!

 قرآن په جنت كي د آدم عليه السلام د ځاى په ځاى كېدو او د ممنوعه شجرې په يادولو سره يوه ستر علمي حقيقت او د انسان يوې ځانگړتيا ته اشاره كړې، خو د بايبل ليكوال له دې يوه خندونكې بې بنسټه قصه جوړه كړې او ځينو مسلمانانو د بايبل په دغو غلطو ويناوو استناد كړى او د قرآن آيتونه ئې د همدې پر بنسټ تأويل كړي!!

د انسان د خلقت بېل بېل پړاوونه

د انسان د پيدايښت په اړه ځينو داسي انگېرله چي ښايي د انسان نطفه به له لومړۍ شېبې د يوه وړوكي انسان شكل لري او ورو ورو به ستر كېږي، په شلمي پېړۍ كي جوته شوه چي د انسان نطفه نه يوازي په لومړي سر كي د انسان شكل او انځور نه لري بلكي تر ډېري مودي پوري غړي هم نه لري، د غړو جوړښت او خاص شكل غوره كول وروسته تر سره شي، ورو ورو د يوه بشپړ انسان شكل غوره كړي، او دا هغه څه دي چي قرآن څوارلس پېړۍ وړاندي ويلي، دغو آيتونو ته ځير شئ:

ژباړه: او يقيناً چي انسان مو د خټي له خلاصې (عصارې) پيدا كړ، بيا مو په يوه مضبوط تمځي كي يوه نطفه وگرځاوو، بيا مو دا نطفه علقه وگرځوله، بيا مو دا علقه د غوښي يوه ټوټه جوړه كړه، بيا مو د غوښي دا بوټۍ هډوكي وگرځول، بيا مو دا هډوكي په غوښي وپوښل، بيا مو په يوه بل جوړښت كي پيدا كړ، نو مبارك دئ دا تر ټولو غوره پيدا كوونكى الله.المؤمنون: 12-14

د دې مباركو آيتونو لارښووني دا دي:

الله تعالى د انسان نطفه د خټي له خلاصې جوړوي، يعني د ده په نطفه كي د اوبو په شمول د خاوري ټول هغه مواد شته چي خاوره ترې جوړه شوې، له همدغي لمدې خاوري (خټي) دانه او مېوه جوړه كړي، دغه دانه او مېوه د انسان (نارينه او ښځي) په بدن كي په مني واوړوي، د دغي مني له يوې وړې ذرې (نطفې) د ده پېدايښت پيل كړي. علم نن همدا خبره كوي چي د انسان د بدن په تركيب كي د خاوري ټول مواد كارول شوي. او همدا خبره كوي چي د انسان پيدايښت له يوې وړې نطفې پيل شي.

د نارينه له مني يوه نطفه غوره شي، تر ټولو ښه او پياوړې ئې، دا له ښځينه هگۍ سره يو ځاى شي، له همدې ځايه د انسان جوړښت پيل شي، الله تعالى ئې په يوه مضبوط، خوندي او مناسب ځاى كي ځاى په ځاى كړي. دلته قرآن لومړى د نطفې جوړېدا يادوي او بيا ئې په يوه مضبوط تمځاى كي استقرار، د دې معنى دا ده چي گډه نطفه په رحم كي له استقرار وړاندي جوړېږي، دلته هم د قرآن يو ستر علمي اعجاز زموږ په وړاندي ځلېږي او هغه دا چي د نارينه او ښځي د دوو نطفو (سپرم او اووم) يو ځاى كېدا د مور د بدن په يوې برخي كي او هلته چي اووم (هگۍ) سپرم ته په انتظار پرته وي، تر سره كېږي او بيا له يو ځاى كېدا وروسته رحم ته درومي، دې موقت تمځاى ته د فالوپ نوم وركړى شوى، په تصوير كي مو وليد. په رحم كي تر هغه پاتې كېږي چي د يوه بشپړ ماشوم په څېر دنيا ته راشي. د قرآن دغه وينا چي لومړى گډه نطفه جوړه شي او بيا په مضبوط مستقر كي ځاى په ځاى شي هغه ستر حقيقت انځوروي چي انسان په شلمي پېړۍ كي پرې پوه شو، تر دې وړاندي عاميانه انگېرنه دا وه چي د نارينه او ښځي مني په رحم كي يو ځاى كېږي او هملته ماشوم ترې جوړېږي. خو قرآن لا د مخه ويلي وو چي په رحم كي استقرار د نطفې له جوړېدا وروسته ترسره كېږي. 

دا نطفه وده وكړي، لومړى د علقه بڼه غوره كړي، د يوه ځوړند توكي په څېر شي، بيا د ژوول شوې غوښي بڼه غوره كړي، بيا ئې د هډوكو جوړېدا پيل شي، بيا دا هډوكي د غوښي په بوټيو پټ كړى شي.

قرآن هغه مخكنۍ غوښه د مضغه په نامه ياده كړې او دا ئې د لحم په نامه او دا ښيي چي د دواړو تركيب او حالت بيل بيل دئ او په خپلو كي توپير لري.

له دې وروسته هغه ته د يوه بشپړ ماشوم صورت او شكل وركړى شي.

څه چي په دې مباركو آيتونو كي ويل شوي علم نن د هغوى حرف حرف تأييدوي او د انسان د پيدايښت د بېلو بېلو مراحلو حالت همغسي گڼي چي په دغو مباركو آيتونو كي انځور شوي.

انسان له مختلطي نطفي پيدا كېږي

تر شلمي پېړۍ وړاندي هيڅوك په دې نه پوهېدو چي د انسان د جنين په جوړېدو كي د نارينه او ښځي نطفې په گډه برخه لري او د دوى له يو ځاى كېدو جنين جوړېږي، چا به ويل چي د مور رحم داسي دئ لكه زمكه او د نارينه مني داسي ده لكه دانه، گواكي دغه دانه په هغي زمكي كي وده كوي او جنين ترې جوړېږي، چا به ويل د نارينه مني د حيض وينه په تړلې ويني واړوي او بچي له همدې تړلې ويني جوړ شي، خو په شلمي پېړۍ كي او د مخكي تللو وسائلو په مرسته انسان ته جوته شوه چي د نارينه د مني يوه وړه ذره (چي د سپرم نوم ئې وركړ) د ښځي په يوې وړې هگۍ كي (چي د اووم په نامه ئې ونوموله او په مياشت كي يوازي يوه پيدا كوي) ځاى په ځاى شي او له همدې د ماشوم جنين جوړ شي، دا هر يو ژوندى وي او تحرك لري، په يو ځل جنسي نږدېكت كي د نارينه په مني كي له دوه سوه تر درې سوه مليونه سپرمه د ښځي رحم كي توئېږي، بچى په هغه صورت كي رامنځته كېږي چي له دې ټولو يو ئې وتوانېږي چي په يوه اووم كي مستقر شي او له استقرار سره سم د بل سپرم د ننوتلو لار ډپ شي.

راشئ وگورو چي قرآن په دې اړه څه وايي؟! دې مباركو آيتونو ته ځير شئ: 

ژباړه: آيا پر انسان داسي وخت راغلى چي د يادولو وړ شى نه وو؟ دا موږ يو چي انسان مو له مختلطي نطفې پيدا كړ، چي هغه آزمويو او ليدونكى اورېدونكى مو ترې جوړ كړ. بې شكه چي موږ لار وروښوده، كه شاكر وي او كه بې پاسه او كفور.الدهر: 1-3

لكه چي گورئ لومړى آيت هر مخاطب ته دا پوښتنه راجع كوي چي انسان له پيدايښته مخكي څنگه وو؟ له څه پيدا شوى؟ آيا داسي كوم وخت پرې تېر شوى چي د يادولو وړ شى نه وو؟ خاوره، د سپكو او كركجنو اوبو يو څاڅكى، د خپل پلار په ملا كي، د خپلې مور په رحم كي، چي نه يوازي مهم او جدي نه تلقي كېدو بلكي كركه ئې ترې درلوده!! كه جواب مثبت وي (ناچار بايد مثبت وي) نو په دې صورت كي بايد ووايي: چا له دغه نا څيز شي پيدا كړ؟ مگر د ده پيدايښت له دغو مهين او سپكو اوبو دا حقيقت نه ثابتوي چي د ده رب به ئې بيا هم راپيدا كړي، دا دوهم ځل پيدايښت تر لومړي ځل ډېر آسان دئ!!

د دوهم آيت په اړه دوه تفسيرونه مومو:

الف: ځينو گمان كړى چي په دې آيت كي د ابوالبشر آدم عليه السلام خلقت ته اشاره شوې، او د دې خبري چي (انسان د يادولو وړ شى نه وو) مراد هغه حالت دئ چي د ده د جد له پيدايښته مخكي ئې درلود.

ب: نور په دې باور دي چي د آيت نطاق عام دئ او د هر انسان پيدايښت ته اشاره كوي او د دې خبري مراد چي (انسان د يادولو وړ شى نه وو) هغه حالت دئ چي هر انسان ئې د خپلي نطفې له جوړېدو مخكي لري، خاوره په مني بدله شي په (مهين او سپكو اوبو) چي انسان ئې له نوم اخيستو هم حياء كوي.

په څو دلائلو دوهمه رأيه دقيقه ده:

د (لم يكن شيئاً مذكوراً) له الفاظو معلومېږي چي په دې آيت كي د انسان د نطفې له جوړېدو مخكي هغه حالت ته گوته نيول شوې چي لا د مور او پلار په بدن كي وي، د سپكو اوبو په څېر، د نه يادولو، دا ځكه چي د آدم عليه السلام پيدايښت له خاورې شوى، د ده د پيدايښت لپاره داسي الفاظ نه شي كارېدى.

په وروستي آيت كي د همدې انسان پيدايښت له (گډي شوې نطفې) ښودل شوى چي معنى ئې له شكه پرته د مور او پلار مختلطه نطفه ده، د همدې لپاره ويلى شو چي د آيت معنى دا ده: آيا په انسان باندي داسي وخت تېر شوى چي د ذكر وړ شى نه وو؟ د پلار او مور په رگونو كي يوه قطره، مهين او بې اهميته قطره، چي نه يوازي جدي او مهمه ئې نه گڼي بلكي كركه ترې لري!! نو ودي وايي: چا له دې ناڅيزه او مهين شي پيدا كړ ؟ الله تعالى په خپله دې پوښتنې ته ځواب وايي او فرمايي: دا موږ يو چي انسان مو د نر ښځي له مختلطي نطفې پيدا كړ، او ډول ډول تطوراتو او تحولاتو سره ئې مخامخ كوو، له مختلفو پړاوونو ئې تېروو، هر پړاو د ده لپاره يوه آزموينه ده چي د هغې په ترڅ كي د ده د بقاء توان او طاقت آزمويل كېږي! آيا انسان له الله تعالى پرته داسي څوك مومي چي له نطفې د ده په پيدايښت او د بشپړ انسان تر پوړي د ده په رشد او ودي كي څه اغېز ولري!؟

دا دئ گورئ چي قرآن د انسان د پيدايښت په اړه همغه خبره كوي چي ساينس په شلمي پېړۍ كي وكړه. قرآن وايي چي د انسان پيدايښت له يوې مختلطي نطفې پيل كېږي، ورو ورو وده كوي، يو په بل پسي غړي وركړى شي، لومړى غوږونه بيا سترگي، بيا د هدايت او لارموندني نور استعدادونه. 

راشئ په دې هم لږ غور وكړو چي د (هدينه السبيل: لار مو وروښوده) معنى څه ده؟ آيا مراد ئې فطري هدايت دئ او كه د پيغمبرانو عليهم السلام او كتاب په ذريعه د انسان لارښوونه او هدايت؟

په څو دلائلو ويلى شو چي مراد ترې فطرى هدايت دئ:

د آيت الفاظ او تركيب داسي دي چي ښيي هر انسان د دې الهي پېرزويني مشمول دئ او الله تعالى ئې دا هدايت په برخه كړى. دا الفاظ او تركيب ئې يوازي په فطري هدايت منطبق كېدى شي، دا ځكه چي دا راز لارښوونه د هر انسان په برخه شوې خو د پيغمبرانو عليهم السلام په لاس لارښوونه داسي ده چي ځيني ئې مني او گټه ترې اخلي او ځيني ئې نه مني او ترې محرومه كېږي.

تر دې آيت وړاندي فطري هدايت ته اشاره شوې، او ويل شوي چي دا نطفه وروسته سميعاً او بصيراً كړو، چي دا د فطري هدايت اسباب دي.

راشئ وگورو چي د (اما شاكراً و اما كفوراً) معنى څه ده؟

دوه تفسيرونه مخي ته راځي:

الف: موږ لار وروښوده، كتاب مو ورولېږو او پيغمبر مو په دوى كي مبعوث كړ، اوس دا په دوى پوري اړه لري چي د دې الهي لارښووني قدر كوي او كه ناشكري، انتخاب د ده په لاس كي دئ، موږ ئې نه مجبوروو.

ب: موږ دا د هدايت او لار موندو اسباب، زړه، عقل، سترگي، غوږونه، د ده په خټه كي كېښودلي، چي زموږ په اراده د ده په خدمت كي دي او د ښه او بد، سمي او خرابي لاري ترمنځ تفكيك او توپير كي د ده مرسته كوي، كه څه هم دى د دغو الهي نعمتونو قدر كوي او كه ناشكري، د ناشكري په حالت كي هم دا استعدادونه نه ترې سلبوو.

په دوه دليله دوهمه توجيه دقيقه ده:

الف: د آيت د الفاظو دقيقه ترجمه په كي مراعات شوې، كه د آيت تركيب داسي وى: (فمن شاء فليشكر و من شاء فليكفر) نو بيا لومړۍ توجيه سمه وه، خو تركيب داسي دئ: (اما شاكراً و اما كفوراً: كه شاكر وي او كه كافر)، دا تركيب له لومړۍ توجيه سره سمون نه خوري، دقيق تعبير ئې په دوهمه توجيه كي راغلى.

ب: د لومړۍ ډلي رأيه كي د (إما شاكراً و إما كفوراً) دقيق تعبير نه دئ وړاندي شوى، دا يوازي فطري هدايت دئ چي هم د شاكر بنده په برخه وي او هم د كفور او ناشكره بنده.

د ماشوم د غوږونو جوړېدا تر سترگو وړاندي پيل شي

قرآن وايي:

ژباړه: او دى همغه دئ چي تاسو ته ئې غوږونه، سترگي او زړونه راوټوكول!! ډېر لږ شكر كوئ. المؤمنون: 78

دلته دوه خبري غور غواړي: د وركړي لپاره د خلق لكم پر ځاى د أنشأ لكم الفاظ راغلي، او د غوږونو يادونه ئې تر سترگو او زړونو وړاندي كړې، دا ولي؟ آيا غوږونه تر سترگو او زړونو وړاندي جوړېږي؟ آيا د غړو د پيدايښت لپاره د (أنشأ) صيغه راوړل كوم خاص مطلب افاده كوي؟ راشئ د دې ځواب له ساينسپوهانو او هغو ډاكټرانو وغواړو چي د ماشوم د پيدايښت د څرنگوالي په اړه ئې ژوري څېړني كړې دي او كلونه كلونه ئې د پرمختللو وسائلو څنگ ته تېر كړي، نن هغوى همدا خبره كوي چي قرآن څوارلس پېړۍ وړاندي كړې!!

دوى وايي: د مور په رحم كي لومړى د ماشوم د غوږونو د داخلي برخي جوړېدا پيل شي، بيا ئې د سترگو او بيا ئې د زړه، او دا هغه حقيقت دئ چي علم د شلمي پېړۍ په پاى كي د ډېرو پرمختللو وسائلو په مرسته پرې پوه شو.

دوى وايي: دا هر غړى د يوه ځانگړي ژن له لوري په داسي توگه جوړېږي چي د هر غړي لومړنى سلول وده كوي، شمېر ئې ډېرېږي او ورو ورو بشپړ غړى ترې جوړ شي، د جوړېدا لپاره ئې تر ټولو غوره صيغه همدا د أنشأ صيغه ده، ځكه د ورو ورو ودي له لاري بشپړ غړى جوړېږي.

همدا راز تر سترگو وړاندي د غوږ د يادولو بله وجه دا ده چي غوږ تر سترگي ډېر حساس دئ، غوږ د حجاب او پردې له شا هم خبرېږي خو سترگي دا كار نشي كولى، غوږ ستا له حكم پرته تا خبروي خو سترگي به ته په خپله يوه لوري ته اړوې او پرانيستې به ئې نيسي چي اطلاع دركړي، د دماغ پرېكړه د هغو معلوماتو له مخي وي چي د غوږونو او سترگو له لاري ئې ترلاسه كوي، تل ئې كار تر دوى دواړو وروسته پيل كېږي. ښايي له همدې كبله غوږونه او سترگي تر زړه وړاندي ياد شوي. غوږونه او سترگي خپل معلومات دماغ ته انتقالوي، هلته د دې معلومات په اړه پرېكړه كېږي، يا د غم يا خوشحالۍ، يا د وېري يا ډاډ، يا د تكذيب يا تصديق... او دماغ همدا پرېكړي د زړه له لاري منعكس كوي.

او يا ښايي له دې امله غوږونه او سترگي تر زړه وړاندي ياد شوي چي غوږونه او سترگي تر زړه ډېر مغلق او حساس او له تخليقي پلوه په لومړۍ او دوهمي درجې كي او زړه په درېيمي درجي كي دئ!! په عاميانه نظر هر چا ته زړه ډېر مهم او پېچلى برېښي خو په حقيقت كي زړه فقط يو پمپ دئ چي وينه پمپ كوي، نه د سترگو په څېر پېچلې عضو ده، نه له غوږونو سره سيالي كولى شي او نه له ځينو نورو غړو لكه مغز، او يني سره پرتله كېدى شي، زړه د غوږونو، سترگي او پزي په شمول د مغز په واك كي دي، غوږ غږونه تشخيصوي، ثبتوي او دماغ ته ئې انتقالوي، سترگي رنگونه او تصويرونه تشخيصوي او انتقالوي او زړه د ويني يو پمپ دئ، چي دماغ ځيني پرېكړي د هغه له لاري منعكس كوي، په وېري او خوشحالۍ كي ئې دربوي، د يوې خبري د تصديق او تكذيب په وخت كي د هغه د خاص حركت له لاري خپله پرېكړه اعلانوي او موږ پرې خبروي.

انسان توانېدلى زړه تعويض كړي، حتى د هغه پر ځاى څه موده ماشيني پمپ ولگوي خو نه غوږونه او سترگي تعويض كولى شي او نه ينه بدلولى شي.

دا درې واړه توجيهات صحيح دي، ځينو درنو مفسرينو يوه توجيه غوره كړې او ځينو بله، بايد تجربي علم او ساينسي تحقيق ته انتظار وكړو او وگورو چي څه وايي. ما دومره معلومات ترلاسه كړى وو چي ښيي د غوږونو او سترگو د داخلي برخي جوړښت تر زړه وړاندي پيل شي، اوس مي هڅه وكړه چي اړوند انځور ئې هم پيدا كړم او ستاسو په وړاندي ئې كښېږدم، خو موفق نشوم. له ډاكټر صاحبانو مي هيله ده چي په دې اړه مرسته وكړي او دقيق معلومات سره له انځورونو ئې راغونډ او وروڼو ته ئې وړاندي كړي.

د روژې په اړه بحث

ژباړه: د روژې مياشت هغه ده چي په هغې كي قرآن نازل شوى؛ د خلكو لپاره لارښود، د هدايت او فرقان څرگندي نښي ، نو چي څوك دا مياشت بيامومي هغه دي روژە ونيسي او څوك چي بيمار وي او ياپه سفر باندي، نو پر ده له نورو ورځو شمېر پوره كول دي، الله تاسو ته د آسانتيا اراده لري او د سختي اراده درته نه لري، دا د دې لپاره چي شمېر پوره كړئ او د دې لپاره چي الله د هغه څه لپاره په لويي ياد كړئ چي تاسو ئې هدايت كړئ او چي  شكر وكړئ. البقره: ۱۸۵

د دې مياشتي روژە په دې خاطر فرض كړى شوې چي په دې كي قرآن نازل شوى، دا د خلكو لپاره لارښود كتاب، دا د څرگندو لارښوونو او د حق او باطل ترمنځ د فرق كولو لپاره روڼ څراغ په كي نازل شوى، د دې ستر نعمت د شكر اداء كولو لپاره بايد روژە ونيسئ، په دې سره به تاسو د الله په لويي او عظمت اعتراف كړى وي او د همدې روژې او د قرآن د درناوي په وجه به مو هدايت په برخه شي. داسي گمان مه كوئ چي الله تعالى له خپلو بندگانو سره د سختي كولو اراده لري، نه هغه په خپلو بندگانو ډېر ډېر مهربان دئ، قرآن رالېږل او روژە فرض كول د ده د پېرزويني او رحمت نښي او اسباب دي، له سختيو نه د ژغورني لپاره ئې دا قرآن رالېږلى او د قرآن د راتلو د مياشتي روژە ئې فرض كړې.

له دې آيت دا هم په څرگنده توگه معلومېږي چي د روژې مياشتي په داخلېدو سره د نړۍ په ټولو مسلمانانو باندي روژە نيول فرض كېږي او د روژې مياشت هغه وخت پيل كېږي چي د دې مياشت سپوږمۍ له محاق نه ووځي او د نړۍ په كوم ځاى كي وليدل شي، له محاق نه وتل او چېري د هغې څرگندېدلو معنى دا ده چي نوې مياشت پيل شوې او په ټولو روژە نيول لازم شوي، د دې آيت له مخي د مطالعو اختلاف اعتبار نه لري، داسي نه ده چي مياشتي په هر هېواد كي بېل بېل پيل او پاى لري.

د مياشتو لپاره دوه معروف تقويمونه دي، يو ئې د لمر پر محور د زمكي په حركت پوري او بل ئې د زمكي پر محور د سپوږمۍ په حركت پوري مربوط دئ، زمكه په درې سوه پنځه شپېته ورځو او څه د پاسه شپږو ساعتونو كي يو ځل د لمر پر محور څرخي، دې ته ځينو د يوه كال نوم وركړى، هغه ئې پر دولسو مياشتو وېشلى، ځيني ئې دېرش او ځيني ئې يو دېرش ورځي دي. او سپوږمۍ په څه د پاسه نه ويشتو ورځو كي يو ځل د زمكي پر محور راڅرخي، دا موده ثابته ده، كه څوك علمي محاسبې ته ارزښت وركړي نو د بشپړ كال ټولي قمري مياشتي داسي ټاكل كېدى شي چي كمى او زياتى به په كي نه راځي، د محاسبې له مخي دا معلومېدى شي چي سپوږمۍ كله خپل مياشتنى مدار بشپړوي، په كوم ځاى كي، په كوم ساعت، دقيقه او ثانيه له سترگو پټېږي او چېري، په كوم ساعت، دقيقه او ثانيه راڅرگندېږي او د نوې مياشتي مدار پيلوي. دا چي اسلام د مياشتي د پيل او پاى لپاره رؤيت ته اعتبار وركړى دا ډېره دقيقه او علمي وينا ده، ځكه د سپوږمۍ په ليدو سره ثابته كېږي چي هغه د نوې مياشتي مدار ته داخله شوې. څوك چي رؤيت ته اعتبار نه وركوي او د هري سيمي لپاره د مستقل او بېل رؤيت خبره كوي ډېر كمعقله او له دين او علم نه بې خبره دئ. اوس او د پرمخ تللو وسائلو په مرسته خو هغه ثانيه او سيمه هم په دقيقه توگه معلومولى شو چي سپوږمۍ له محاق نه وځي، د مخكنۍ مياشتي مدار ئې بشپړ كېږي او د نوې مياشتي مدار پيلوي. دا هم ډېره علمي خبره ده چي د رؤيت لپاره د يوه متقي انسان شهادت هم كافي گڼل شوى. احمقان او هغه ټگماران چي د دښمن له لوري گمارل شوي چي په امت كي اختلافات راولاړ كړي له دې موضوع هم د اختلاف وسيله جوړوي، شيعه او بريلويان له سعودي او سلفيانو سره د سياسي او مذهبي اختلاف په وجه روژه او اختر يوه او حتى دوه ورځي وروسته اعلانوي!!

د روژې او قرآن تر منځ څه تړاو دئ چي په يوې خاصي مياشت كي د قرآن د نزول له كبله بايد همدا مياشت روژه ونيسو؟ حتماً بايد د دوى تر منځ كوم ژور تړاو وي چي الله تعالى د دې مياشتي روژه نيول د قرآن د نزول له كبله فرض كړې.

تاسو پوهېږي چي دا قرآن د الله تعالى داسي لارښود كتاب دئ چي د انسان او د هغه د ټولني د ټولو اړخونو په اړه ئې دقيقي او جامع لارښووني كړې، د حق او باطل، حلال او حرام، مفيد او مضر، ښه او بد، دوست او دښمن، د سعادت عوامل او د شقاوت اسباب، د عروج او زوال لاري، او ټولو نورو چارو په اړه ئې لارښووني كړې، د دوى تر منځ ئې سرې كرښي ايستلې، دا كتاب په هر څه كي لارښود دئ، د حق او باطل د تفكيك لپاره معيار او ملاك دئ، د لاري علائم راښيي، د انسان له فطرت سره تړلي او له هغه سره وړ اهداف او آرمانونه او دې اهدافو ته د رسېدو لاري چاري راښيي، د دې لاري په اوږدو كي؛ ښي او كيڼ لوري ته په كمين كي ناست دښمنان رامعرفي كوي، د دوى په وړاندي زموږ مسئوليتونه راپه گوته كوي. هغه ستر ستر مسئوليتونه چي قرآن ئې د انسان پر اوږو ږدي؛ اداء كول ئې داسي خاصو وړتياوو او مواصفاتو ته ضرورت لري چي يو مؤمن انسان ئې بايد په ځان كي راپيدا كړي، يوازي هغه څوك كولى شي دا قرآن حمل كړي او پر لارښوونو ئې عمل وكړي چي په خپل ځان كي د دغو ځانگړتياوو د راپيدا كولو توفيق ترلاسه كړي، دا ځانگړتياوي د مشق او تمرين له لاري په انسان كي راپيدا كېدى شي او د تربيتي دورو له لاري وده مومي، همغسي لكه د كوماندو ځواكونه چي بايد سخت تمرينونه وكړي، لوږه او تنده وگالي، په ځنگله كي يوازي او له زاد راه او خوراك او څښاك پرته پاته كېدا تجربه كړي، په چكړ كي تگ، په اوبو كي ډوبېدا، د خطر په سيمي كي پاته كېدا او ځان ساتنه تمرين كړي او په دې توگه له هغه يو مضبوط او د بشپړ صبر او تحمل خاوند سرتېرى جوړ شي، د روژې مياشت همداسي يوه تربيتي دوره ده چي څو خصلتونو ته وده وركوي:

صبر او تحمل: دا صفت هغه مهال په انسان كي وده كوي چي په وار وار له ډول ډول كړاوونو او ستونزو سره مخامخ شي، هر كړاو په ده كي يو مقدار مقامت زېږوي، له كړاوونو سره مبارزه ورو ورو د ده مقاومت زياتوي او مزيد ثبات او استقامت ورپه برخه كوي، ورو ورو ئې هغه ځاى ته رسوي چي يو صابر او مقاوم انسان ترې جوړ كړي. د روژې دېرش ورځي داسي تربيتي دوره ده چي په ترڅ كي ئې روژتي انسان د لوږي او تندي په وړاندي مقاومت ترلاسه كوي.

ځان ساتنه، د هوس، شهوت او نفس غوښتنو په وړاندي مقاومت، ناروا غوښتنو ته ئې نه تسليمېدل، نه يوازي نه تسليمېدل بلكي هغه مهارول، آسان كار نه دئ، صابر او د لوړ همت خاوندان دا كار كولى شي، د روژې په يوې مياشت كي موږ همدا تمرين كوو، ټوله ورځ په سختي گرمي كي هم او په يخني كي هم د نس، نفس او شهوت د ټولو مشروع غوښتنو په وړاندي صبر آزمويو، همدا يوه مياشتنۍ تربيتي دوره د دې باعث شي چي په موږ كي د نفس او هوس د ناروا غوښتنو په وړاندي مقاومت او د نفس د مهارولو ځواك وده وكړي.

 قرآن موږ ته د حلال او حرام، خپل او پردي حق روښانه پولي او كرښي ټاكلې دي، د پولو او حدودو مراعات، له حرامو پولو نه اوښتل او له سرو كرښو نه تېرېدل، مضبوطه اراده او د ځان اداره كولو استعداد ايجابوي، دغه استعداد د روژې په نتيجه كي په انسان كي وده كوي.

قرآن په هغي مباركي سورې كي چي د روژې د فرضيت په اړه ئې لارښوونه كړې، د بني اسرائيلو د يوې داسي طائفې يادونه كوي چي له خپل ټاټوبي شړل شوي، ظلم او تېرى پرې شوى، خپل پيغمبر ته راځي او ترې غواړي چي دوى ته يو داسي سالار او مشر غوره كړي چي تر قيادت لاندي ئې د دښمن په خلاف وجنگېږي، له موسى عليه السلام وروسته او هغه وخت چي بني اسرائيل په شرك او فساد اخته او له سمي لاري منحرف شول، نو د جالوت په نامه يو ظالم او بې رحمه پاچا پرې مسلط شو، ډېر ئې ووژل، د دوى كورونه ئې لوټ او تاراج كړل او دوى ئې له خپل كور كلي وشړل، په  دې وخت كي اشموئيل عليه السلام د دوى لارښوونه كوله، هغه ته راغلل، له خپلو مخكنيو كړو وړو او د الله په لار كي د جهاد له نه كولو ئې ندامت وښودو او له هغه ئې د الله په لار كي د جهاد اجازه وغوښته، هغه د دوى مخكني حالت ته په پام سره ورته وويل: مبادا جهاد درباندي فرض شي او بيا تاسو له هغه ډډه وكړئ، دوى ورته وويل: په داسي حال كي چي پر موږ ظلمونه شوي، له خپل كلي كور شړل شوي يو، هيڅ داسي دليل نه گورو چي د الله په لار كي ونه جنگېږو، خو چي ورته وويل شو چي اوس نو وسله واخلئ او له دښمن سره وجنگېږئ، يوازي محدودو كسانو تيارى وښود، نور ټول له خپلي ژمني او د الله په لار كي له جنگېدو په ډډه شول. د الله پيغمبر ورته وويل: تاسو د يوه پاچا د ټاكلو غوښتنه كړې وه، دا دئ الله تعالى طالوت درته غوره كړى، د الله له دين نه اوښتي قوم ورته وويل: دى خو پر موږ د مشرۍ وړ نه دئ، نه د نسب له مخي او نه د مال او شتمنۍ له مخي، د ټول ولس قيادت او زعامت خو بايد داسي چا ته وسپارل شي چي قيادت او زعامت له پلار نيكه ورته په ميراث پاته شوى وي، د كومي درنې او معتبري كورنۍ غړى وي، ښه ډېر مال او دولت ولري!! پيغمبر د دوى په ځواب كي وايي: دى خو الله غوره كړى، د زعامت او قيادت وړتيا هغه وركړې، ښه پوه دئ او د ښه صحت او قوي بدن خاوند دئ، د مشرتابه غوره مواصفات خو همدا دي، خو دوى دې ته تيار نه وو چي د طالوت قيادت ومني، د دوى معيارونه بدل شوي وو، د زعامت د مواصفاتو په اړه ئې همغسي انگېرله چي بې دينه او لاروركي قومونه ئې انگېري، د پيغمبر دا وينا ئې نه منله چي الله تعالى د دوى په څېر نه دئ چي نسب او مال د قيادت لپاره ضروري وگڼي او د طالوت په څېر يو نادار او بې نوم نښانه څوك دي د دوى د مشرۍ لپاره مناسب ونه گڼي، له پيغمبر نه ئې د ثبوت غوښتنه كوله:

جهاد د صابرانو كار دئ، بې صبره، بې همته، بې عزمه، بې ارادې او هغه ضعيف النفسه كسان چي د كړاوونو د گاللو همت او حوصله نه لري، جهاد نشي كولى، د جهاد مشران بايد خپل مجاهدين وآزمويي او وگوري چي په دوى كي څوك د ستونزو او كړاوونو گاللو ته تيار دئ، پياوړې مټي، غښتلى زړە، لوړ همت ، كلك عزم لري او د صبر او زغم خاوند دئ، يوازي په دغو كسانو حساب وكړئ او د همدوى په ملگرتيا بسنه وكړئ، بې همته او بې صبره كسان د نيمي لاري ملگري وي او په سختو شېبو كي له خپل صف نه بېلېږي او خپل سنگر دښمن ته پرېږدي، د داسي كسانو ملگرتيا د گټي پر ځاى تاوان كوي، د همدې لپاره طالوت خپلو ملگرو ته وويل: له ما سره هغه څوك ملگرتيا كولى شي چي د دې راتلونكي نهر اوبه ونه څښي، په تنده كي صبر وكړي، هغه هم راسره تلى شي چي په يوه غوړپ اكتفاء وكړي، خو هغه چي ډك نس اوبه څښي، زما د ملگرتيا وړ نه دئ. (د طالوت دا آزموينه داسي ده لكه موږ چي په روژې مكلف شوي يو، دا په اصل كي د روژي لپاره يو مثال او بېلگه ده، په روژي سره په انسان كي د صبر او ځان ساتني خصلت وده كوي) د ده له لوى لښكر يو وړوكى ټولگى په دې آزمويني كي بريالي وختل او همدغو ته الله پر هغه مغرور او ظالم دښمن برى وركړ. برى د صابرانو په برخه كېږي، هغه چي پر الله ئې باور وي، د هغه نصرت ته سترگي په لار وي، له الله په سنگر كي او د دښمن په وړاندي د صبر او استقامت غوښتنه كوي، نه د هغه چا په برخه چي د جنگياليو شمېر ئې زيات وي. دا په وار وار ليدل شوې چي يوه وړوكي ټولگي ته الله تعالى په لوى لښكر فتح او برى وركړى، دا ځكه چي الله د صابرانو مل دئ.

د مجاهدينو هر سالار بايد خپل جنگيالي وآزمويي، پر هغو حساب وكړي چي صبر لري او په آزموينو كي بريالي شوي.

روژه او صحت

په عادي او معمولي توگه زموږ بدن له هغو توكيو ځان ته انرژي برابروي چي هره ورځ ئې خوري، له دې توليد شوې انرژي يوه برخه مصرف او اضافي برخه ئې ذخيره كړي، ځيني برخه ئې په يني كي، ځيني په عضلو كي او ځيني تر پوستكي لاندي شحم او وازگي كي، كه كوم وخت غذا ترلاسه نه كړي نو بدن ئې همدا ذخيره شوې انرژي مصرفوي، لومړى په يني كي او بيا په عضلاتو او وازگي كي، كه ورځنى خوراك ئې منظم وي او په خوراك كي اسراف ونه كړي نو دا خوراك تر اتو ساعتونو هغه ته انرژي وركوي، له دې وروسته به يا خوراك كوي او يا خو به بدن د ده ذخيرع شوې انرژي مصرفوي، روژه بدن ته دا فرصت په لاس وركوي چي ذخيره شوې انرژي مصرف كړي، 

د مخالفينو دا وينا چي روژه د معدې په زخم منتج كېږي

په داسي حال كي چي تجربه وايي اكثراً شتمن د معدې په زخم او هاضمه جعاز په بيماريو مبتلا كېږي.

زما شخصي تجربه: نږي 160 مياشتي مي روژه نېولې، اويا كلن شوى يم، الحمد لله نه يوازي د معدې هيڅ تكليف نه لرم بلكي په روژه كي مي حالت د بل وخت ډېر ښه وي، مخصوصاً له فكري پلوه.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2018