تفصیل | شهادت 

20th November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ورو حکمتیار د تېرې جمعې د خطبې بشپړ متن:

2018-10-29

د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره باید د ټاکنو سیستم بدل او د ټاکنو کمیسیون داسې جوړ شي چې ټولو ته د منلو  وي

هماغه معاهده چې د حزب اسلامي او دولت تر منځ لاسليک شوې، په هغې کې په واضح الفاظو راغلي چې د انتخاباتو زوړ سيستم کې به تغيير راځي

زموږ ملت، زموږ د هېواد او حکومت چارواکو او مسؤولينو يو ډېر مهم فرصت له لاسه ورکړ

تېرې ټاکنې به د افغان ولس هيڅ ستونزه حل نه کړي؛ بلکې مزيد ستونزې به وزيږوي

بسم الله الرحمن الرحیم

فاستقم کما امرت  (الایه)

صدق الله العظیم

ژباړه: الله تعالی فرمایی چې هم ته ای پیغمبره او هم هغه څوک چې له تاسره یې یو ځای د الله تعالی لوري ته رجوع کړې، هماغسې استقامت وکړئ، لکه چې ګومارل شوي یاست، الله تعالی چې تاسو ته څنګه لارښوونه کړې، کومه لار یې درښوولې په دې لارې استقامت وکړئ، ثابت قدمه پاتې شئ او سرغړاوی مه کوئ، داسې نه چې ددې لارې په کومه برخه کې، لوړو ژورو کې هغه څه وکړئ چې د الله تعالی د لارښوونو خلاف وي، یقینا چې دی د هغه څه ښه ليدونکی دی چې تاسو یې کوئ، هېڅ امور له الله تعالی پټ نه دي، ستاسو ارادې هم، ستاسو موخې او اهداف هم، په زړه کې مو چې څه تېرېږي دا ټول له الله تعالی پټ نه دي او د ظالمانو په لوري تمایل مه کوئ که نه نو په اور به اخته شئ که تاسو د ظالمانو په لوري تمایل وکړ، ملګرتيا خو پرېږده د هغوئ حمایت خو پرېږده، د هغوئ په څنګ کې ودرېدل او د هغوئ تقويه کول خو لرې پرېږده، په ظلم کې په تېري کې په تجاوز کې ملتيا، ملګرتيا، حمایه او ملاتړ خو پرېږده، د هغوئ په خوا مو که تمایل هم وکړ، پايله یې داده چې تاسو به په اور اخته کېږئ، پايله یې د دوزخ اور دی او تاسو ته له الله تعالی پرته مرستندویان حاميان او اوليا نشته که په دې تمه او توقع د ظالمانو په څنګ کې وردېږئ، د الله تعالی حمایت او ملاتړ به له لاسه ورکوئ او بيا به له هغه هېڅ ډول ملاتړ ونه مومئ او بيا به هېڅ څوک هم ستا مرسته ونه شي کړی، داسې څوک به ونه موئ چې له الله تعالی پرته ستاسو حامي، ستاسو مرستندوی و اوسي، پیغمبر علیه السلام ته دا لار ښوونه شوې او څوک هم چې د هغه په څنګ کې ولاړ و یانې صحابه وو ته او هغه ته هم چې د پیغمبر علیه السلام په لار درومي، هغه د ايمان دعوا کوي د هغه په لار د تلو دعوا کوي، هغوئ ته هم دا لارښوونه شوې په دې لار کې به استقامت کوي، سست کيږي به نه، خپل همت به له لاسه نه ورکوي او د بل چا د ملاتړ او حمایت د تر لاسه کولو لپاره به ښي او کيڼ لوري ته منحرف کيږي نه، د ظالمانو ملګرتيا به نه کوي، دلته د ظالمانو یادونه شوې، د مشرک او کافر نه، که دا ظالم د مسلمانۍ دعوا هم کوي، که ستا د قوم غړی دی، که ستا د کورنۍ غړی دی که ستا خپل خپلوان دی، که ستا حزبي دی چې ظالم وی او تر هر نامه او عنوان لاندې چې ظلم کوي، الله تعالی فرمایی چې د هغوئ لوري ته به تمایل هم نه کوي، ملګرتيا او ملاتړ خو لا پرېږده، دا ملګرتيا تاسو د الله تعالی له مرستې، نصرت او تائيد نه محروموي، د ظالم په لوري یوازې تمایل په دې منتج کيږي چې تاسو د الله تعالی مرسته له لاسه ورکړئ.

ورونو!

انتخابات تېر شول، نتایج به یې هم څو ورځې وروسته اعلان شي، متاسفانه زموږ ملت، زموږ د هېواد او حکومت چارواکو او مسوولينو یو ډېر مهم فرصت له لاسه ورکړ، کولی مو شول چې له دې فرصت نه په استفادې سره موږ، شفاف، عادلانه او ټولو ته د منلو وړ انتخابات تر سره کړي وای او په نتیجه کې یې هم یو دروند او معتبر پارلمان جوړ شوی وای او همدې له موږ سره مرسته کړې وای چې دا جګړه مو پای ته رسولې وای او بحران خلاص شوی وای، واقعيت دا دی چې له انتخاباتو نه په ګټه اخيستنې سره موږ کولی شوای ددغسې یوې وسيلې په توګه کار واخلو، ولې متاسفانه چې زموږ چارواکو، مسوولينو هغه چې اقتدار او واک یې په لاس کې دی او کولی یې شول چې له رغنده، شفافو او عادلانه انتخاباتو سره یې توافق کړی وای، هغوئ دا فرصت نه یوازې دا چې ضایع کړ، بلکې داسې انتخابات یې تر سره کړل چې موږ ته به مزيد لانجې وزېږوي، دا به، دا بحران مزید تشدید کړي، له دې انتخاباتو تقریبا ټول ولس نا راضه دی، په دې باندې ټول نوماندان اعتراض لري، حتا هغه هم چې خپلې بريا ته هيله مند دی، په دې باندې ټول سياسي ګوندونه بلا استثنا شدید او جدی اعتراض لري، نتایج به یې هم معلوم شي او وبه ګورو چې دا به د افغان ولس او ددې هېواد کومه ستونزه حل کړي، یقینا چې هېڅ ستونزه به هم حل نه کړي، بلکې مزيد ستونزې به وزېږوي، مسوولينو ته مو هم وویلې چې دغه انتخابات سره له دومره مصارفو چې په دې باندې وشول، په سلګونو مليونه ډالر، د دولت لګښت او ددې کاندیدانو او نور مصارف، په سلګونه مليونه ډالر په دې انتخاباتو مصرف شول او ومو ليدل چې په دې کې څومره وينې توی شوې، په انتخاباتي غونډو باندې څومره بريدونه وشول، څومره کاندیدان ژوبل یا ووژل شول، د نا امنۍ کچه هم څومره لوړه شوه، تقريبا په ټولو ولايتونو کې حتا په هغو سيمو کې چې جنګ هم نه و، د انتخاباتو په ورځو کې جنګ وشو، حتا هغه سيمې هم چې د دولت تر کنترول لاندې وې، د امن سيمو په نامه یې اعلان کړې وې او هلته یې حوزې جوړې کړې وې چې رایه اچونه به تر سره کېږي، هلته هم قصدا او عمدا د دولت وسله والو مخالفينو نه بلکې په دولت کې شامل کړيو دا سيمې نا امنه کړې وې، په همدغه کابل کې هم ګڼ شمېر سايټونه بند شوي وو، د انتخاباتو په ټول بهير کې دومره سترې اشتباه ګانې وشوې چې نه څوک ترې دفاع کولی شي او نه یې هم توجیه کولی شي او په څرګند ډول معلومېږي چې دا ټول اشتباهات عمدي وو یانې اشتباه نه بلکې جعل، تزوير او تقلب و، په دې انتخاباتو کې احتمالا چې ډېر سخاوت وکړو او ووایو چې درې نيم مليونه افغانانو برخه واخيسته او خپلې رایې یې وکارولې، یانې زموږ د نفوس په هرو لسو کسانو کې یو که د افغان ولس نفوس جمعا 35 مليونه وي او له دې یوازې درې نيم مليونه کسانو ته دا فرصت په لاس ورغلی وي چې خپله رایه وکاروي نو دا لس سلنه کيږي یانې له هرو لسو کسانو یو کس رایه کارولې او نهه کسان ترې محروم شوي، همدغه درې نيم مليونو چې هم رایه کارولې، دوی نه احتمالا جمعا په ډېر سخاوت سره قضاوت وکړو نو د یو مليون افغانانو استازي به په پارلمان کې وي، څلور دېرش مليونه به په پارلمان کې هېڅ وکيل نه لري، موږ یو وخت ويلي وو، هغه کسانو چې نومونه یې ثبت کړي، شمېر یې شاوخوا درې نيم یا څلور مليونه دی، ډېرو نه منله، ویلې یې چې نهه مليونه افغانانو نومونه ثبت کړيولې دا نوم ثبتونه دغسې وه چې د انتخاباتو کمېسيون له شرمه، دغه ليستونه هم نه شوای اعلانولی، ددې لپاره چې د دوئ ټول اسرار افشا کيدل، په کار خو دا وه چې له انتخاباتو نه وړاندې دا فهرستونه په هره حوزه کې اعلان شوي وای او خلکو ليدلي وای او هر چا په کې خپل نوم ليدلی وای او دا فهرست ورته معلوم شوی وای چې په دې کې تقلب شوی، که نه، په دې کې چې کوم نومونه ليکل شوي، واقعي دي او که خيالي او جعلي، دا فهرستونه بايد له مخکې اعلان شوي وای، خو د انتخاباتو کمېسيون عمدا او قصدا او د همدې لپاره چې اسرار یې افشا نه شي او مخالفينو ته سند په لاس ورنه شي چې دا فهرستونه ټول تقلبي دی او په دې کې له درې نيم مليونو، نهه مليونه جوړ شوي، همداسې د انتخاباتو په ورځ یې هم دا فهرستونه په خپل وخت ونه لېږل، که ووایو اشتباه، نو اشتباه خو په پنځه، لس او سلو کې کېږي، په پنځه زره سايټونو کې څنګه همزمان اشتباه کيږي، دغه ټول سايټونه په خپل وخت خلاص نه شول، یانې ځېنې په لس، یوولس، دولس او حتا ځېنې داسې سایټونه هم وو چې په یوه نيمه او دوه بجو پرانستل شول، اوس ټولو ته معلومه شوې چې واقعا هغو کسانو چې نومونه یې ثبت کړي، شمېر یې نهه مليونه نه، بلکې ددې نيمايي هم نه دی، نن همدا خبره کوو چې تاسو به وګورئ، هغه چې پارلمان ته درومي د هغوئ مجموعي رایې به شاوخوا یو مليون وي، څو ورځې وروسته به معلومه شي چې موږ مبالغه کړې او که حقیقت مو ویلی، واقعيت دا دی چې دا به د یو مليون افغانانو پارلمان وي او څلور دېرش مليونه به نه یوازې په پارلمان کې وکيل نه لري بلکې په دې پارلمان به سخت اعتراض هم لري او هغه به د جعل، تقلب او تزوير زېږنده پارلمان بولي، ولې له دې فرصته استفاده ونه شوه، دومره مصارف، دومره وينې چې توی شوې او هغه هم درې کاله وروسته انتخابات، دولت درې کاله فرصت درلوږد چې دغه انتخابات تر سره کړي، په پای کې هم انتخابات په دغه سرنوشت مبتلا شول، څو مياشتې وروسته به د جمهوري رياست انتخابات وي، مالومه نه ده چې ددې پارلمانی انتخاباتو نتایج به ټول ګوندونه او ټول نوماندان چې په دې انتخاباتو کې یې برخه اخيستې وه، مصارف یې کړي، هلې ځلې یې کړي او نتایج د هغوئ د خوښې او انتظار خلاف راووزي او بيا هغه اعتراض کوي، نه یوازې اعتراض، بلکې عکس العمل ښيي، نتایج به یې څنګه راوزي، لږ صبر بايد وکړو، له شک پرته دا انتخابات به زموږ د هېواد دا روان بحران مزيد تشدید کړي، آيا ممکن ده چې سياسي ګوندونه، همدا کمېسيون، همدا زوړ او منحط سيستم ومني او لاړ شي د جمهوري رياست انتخاباتو ته، د همدې کمېسيون له لوري او د همدې زوړ سيستم په نتیجه کې، دا انتخابات ومني، موږ تصمیم نيولی چې ددې مخه ونيسو، اوس هغه بهانه او پلمه هم ختمه شوې چې وخت نه لرو، سيستم بايد بدل شي او د انتخاباتو کمېسيون بايد داسې جوړ شي چې ټولو ته د منلو وړ وي، دروند، معتبر او د اعتماد وړ کمېسيون چې دغه مخکنې تجربې د هغوئ تر اشراف لاندې تکرار نه شي، یوازې هدف مو فقط دا دی چې انتخابات بدیل نه لري، د انتخاباتو بديل جنګ دی، شفاف او عادلانه انتخابات بدیل نه لري ، یوازې انتخابات نه بلکې شفاف او عادلانه انتخابات بديل نه لري، که انتخابات ونه منل شي او شفاف او عادلانه نه وي، نو هماغه پخوانۍ خونړئ تجربې به سبا بيا تکرارېږي، موږ چې پردې ترکيز کوو او دومره ټينګار کوو حتا وایو، څوک چې د حزب اسلامي د حمايت تمه لري، هغه بايد دې ته چمتو وي چې شفاف او عادلانه انتخابات تر سره شي، هماغه معاهده چې د حزب اسلامي او دولت تر منځ لاسليک شوې، په هغې کې په واضح الفاظو راغلي چې د انتخاباتو زوړ سيستم کې به تغییر راځي، پر دې ژمنې او تعهد بايد عمل وشي او ان شا الله چې عمل به کيږي، راتلونکي انتخابات به د مخکې په څېر نه وي، سرله دا ننه موږ دا هڅه پيل کړې چې ټول ګوندونه هم را ټول کړو او له دا نن نه جدي موضع او موقف اختيار کړو او ټول لوري په دې باندې قانع او مجبور کړو، چې د انتخاباتو زوړ سيستم به بدلېږي، کمېسيون کې په لازم تغییرات راشي. د جمهوري رياست انتخابات به حتما تر سره کيږي، په خپل وخت به تر سره کيږي او ټول بايد دا ومني چې قدرت ته رسېدل یوازې یوه لار لري او هغه د ملت رایو ته رجوع، شفاف او عادلانه انتخابات او نتایج یې منل دي، له دې وروسته به اقتدار ته د رسېدو یوازې همدا یوه دروازه وي او له نورو لارو د قدرت ته د رسېدو هڅې به تل ناکام وي او نه به یې ملت مني او نه سياسي ګوندونه او نه هم په چا کې دومره زور او ځواک شته چې د مټو په زور قدرت ته ورسېږي او دا وضعيت مهار کړي او پر افغانستان حکومت وکړي.

و ما علینا الالبلاغ المبین

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2018