تفصیل | شهادت 

16th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د روژې په اړه بحث

2018-11-12

اجازه راكړئ نن د روژې په اړه هم مختصر بحث وكړو.

تر بحث وړاندي بايد عرض وكړم چي الله تعالى هغه څه پر موږ فرض كړي چي زموږ د فطرت غوښتنه وي او هغه څه ئې راته حرام كړي چي زموږ له فطري جوړښت سره اړخ نه لگوي او له معنوي او مادي پلوه موږ ته صدمه او تاوان رسوي، هغه څه راته حلال كړي چي راته گته ور او مفيد وي او هغه څه ئې حرام كړي چي مضر او تاواني دي.

روژه ئې پر موږ فرض كړې؛ په داسي حال كي چي الله تعالى نه زموږ كړول او ځورول خوښوي، نه مو پر غير ضروري كار گماري، پر خپلو بندگانو مهربان دئ، يوازي پر هغه څه ئې گماري چي د دوى په خير او گټه وي، هم له معنوي پلوه او هم له مادي پلوه، بايد وگورو چي الله تعالى د كوم مصلحت او حكمت له مخي پر موږ روژه فرض كړې؟!!

نيول ئې كومه معنوي او مادي گټه لري او نه نيول ئې كوم تاوان او ضرر. هغو ته به څه وايو چي د روژې په اړه اعتراضات لري، ځيني وايي: انسان د معدې په زخم مبتلا كوي!!

ځيني ئې ادعاء كوي چي روژه نيول له گټي پرته يو ستونزمن او غير ضروري عمل دئ!!

 راشئ وگورو چي قرآن څه ويلي او حقيقت څه دئ!!

قرآن فرمايي:

د روژې مياشت هغه ده چي په هغې كي قرآن نازل شوى؛ د خلكو لپاره لارښود، د هدايت او فرقان څرگندي نښي ، نو چي څوك دا مياشت بيامومي هغه دي روژه ونيسي او څوك چي بيمار وي او يا په سفر باندي، نو پر ده له نورو ورځو شمېر پوره كول دي، الله تاسو ته د آسانتيا اراده لري او د سختي اراده درته نه لري، دا د دې لپاره چي شمېر پوره كړئ او د دې لپاره چي الله د هغه څه له امله په لويي ياد كړئ چي تاسو ئې هدايت كړئ او چي  شكر وكړئ. البقره: ۱۸۵

د آيت ځيني اساسي مطالب دا دي:

د دې مياشتي روژه د دې لپاره پر تاسو فرض كړى شوې چي په دې كي قرآن نازل شوى، دا د خلكو لپاره لارښود كتاب، دا د څرگندو لارښوونو او د حق او باطل ترمنځ د فرق كولو لپاره روڼ څراغ په كي نازل شوى، د دې ستر نعمت د شكر اداء كولو لپاره بايد روژه ونيسئ، په دې سره به تاسو د الله په لويي او عظمت اعتراف كړى وي او د همدې روژې او د قرآن د درناوي په وجه به مو هدايت په برخه شي. داسي گمان مه كوئ چي الله تعالى له خپلو بندگانو سره د سختي كولو اراده لري، نه هغه په خپلو بندگانو ډېر ډېر مهربان دئ، قرآن رالېږل او روژه فرض كول د ده د پېرزويني او رحمت نښي او اسباب دي، له سختيو د ژغورني لپاره ئې دا قرآن رالېږلى او د قرآن د راتلو د مياشتي روژه ئې فرض كړې.

له دې آيت دا هم په څرگنده توگه معلومېږي چي د روژې مياشتي په داخلېدو سره د نړۍ په ټولو مسلمانانو باندي روژه نيول فرض كېږي او د روژې مياشت هغه وخت پيل كېږي چي د دې مياشت سپوږمۍ له محاق ووځي او د نړۍ په كوم ځاى كي وليدل شي، له محاق وتل او چېري د هغې څرگندېدلو معنى دا ده چي نوې مياشت پيل شوې او په ټولو روژه نيول لازم شوي، د دې آيت له مخي د سپوږمۍ د مطالعو اختلاف اعتبار نه لري، داسي نه ده چي مياشتي په هر هېواد كي بېل بېل پيل او پاى لري.

په دې اړه مو په مخكني درس كي تفصيلي بحث كړى وو.

د روژې او قرآن تر منځ څه تړاو دئ چي په يوې خاصي مياشت كي د قرآن د نزول له كبله بايد همدا مياشت روژه ونيسو؟ حتماً بايد د دوى تر منځ كوم ژور تړاو وي چي الله تعالى د دې مياشتي روژه نيول د قرآن د نزول له كبله فرض كړې.

تاسو پوهېږي چي دا قرآن د الله تعالى داسي لارښود كتاب دئ چي د انسان او د هغه د ټولني د ټولو اړخونو په اړه ئې دقيقي او جامع لارښووني كړې، د حق او باطل، حلال او حرام، مفيد او مضر، ښه او بد، دوست او دښمن، د سعادت عوامل او د شقاوت اسباب، د عروج او زوال لاري، او ټولو نورو چارو په اړه ئې لارښووني كړې، د دوى تر منځ ئې سرې كرښي ايستلې، دا كتاب په هر څه كي لارښود دئ، د حق او باطل د تفكيك لپاره معيار او ملاك دئ، د لاري علائم راښيي، د انسان له فطرت سره تړلي او له هغه سره وړ اهداف او آرمانونه او دې اهدافو ته د رسېدو لاري چاري راښيي، د دې لاري په اوږدو كي؛ ښي او كيڼ لوري ته په كمين كي ناست دښمنان رامعرفي كوي، د دوى په وړاندي زموږ مسئوليتونه راپه گوته كوي.

هغه ستر ستر مسئوليتونه چي قرآن ئې د انسان پر اوږو ږدي؛ اداء كول ئې داسي خاصو وړتياوو او مواصفاتو ته ضرورت لري چي يو مؤمن انسان ئې بايد په ځان كي راپيدا كړي، يوازي هغه څوك كولى شي دا قرآن حمل كړي او پر لارښوونو ئې عمل وكړي چي په خپل ځان كي د دغو ځانگړتياوو د راپيدا كولو توفيق ترلاسه كړي، دا ځانگړتياوي د مشق او تمرين له لاري په انسان كي راپيدا كېدى شي او د تربيتي دورو له لاري وده مومي، همغسي لكه د كوماندو ځواكونه چي بايد سخت تمرينونه وكړي، لوږه او تنده وگالي، په ځنگله كي يوازي او له توښې او خوراك او څښاك پرته پاته كېدا تجربه كړي، په چكړ كي تگ، په اوبو كي ډوبېدا، د خطر په سيمي كي پاته كېدا او ځان ساتنه تمرين كړي او په دې توگه له هغه يو مضبوط او د بشپړ صبر او تحمل خاوند سرتېرى جوړ شي، د روژې مياشت همداسي يوه تربيتي دوره ده چي څو خصلتونو ته وده وركوي:

صبر او تحمل:

دا صفت هغه مهال په انسان كي وده كوي چي په وار وار له ډول ډول كړاوونو او ستونزو سره مخامخ شي، هر كړاو په ده كي يو مقدار مقامت زېږوي، له كړاوونو سره مبارزه ورو ورو د ده مقاومت زياتوي او مزيد ثبات او استقامت ورپه برخه كوي، ورو ورو ئې هغه ځاى ته رسوي چي يو صابر او مقاوم انسان ترې جوړ شي. د روژې دېرش ورځي داسي تربيتي دوره ده چي په ترڅ كي ئې روژتي انسان د لوږي او تندي په وړاندي مقاومت تجربه كوي او د صبر او ثبات ترلاسه كوي او وده وركوو.

تقوى او ځان ساتنه

 د هوس، شهوت او نفسي غوښتنو په وړاندي مقاومت، ناروا غوښتنو ته ئې نه تسليمېدل، نه يوازي نه تسليمېدل بلكي هغه مهارول، آسان كار نه دئ، صابر او د لوړ همت خاوندان دا كار كولى شي، د روژې په يوې مياشت كي موږ همدا تمرين كوو، ټوله ورځ په سختي گرمي كي هم او په يخني كي هم د نس، نفس او شهوت د ټولو مشروع غوښتنو په وړاندي صبر آزمويو، همدا يوه مياشتنۍ تربيتي دوره د دې باعث شي چي په موږ كي د نفس او هوس د ناروا غوښتنو په وړاندي مقاومت او د نفس د مهارولو ځواك وده وكړي.

له حرامو ډډه

قرآن موږ ته د حلال او حرام، ښه او بد، د خپل او پردي حق روښانه پولي او كرښي ټاكلې دي، د پولو او حدودو مراعات، له حرامو پولو نه اوښتل او له سرو كرښو نه تېرېدل، مضبوطه اراده او د ځان اداره كولو استعداد ايجابوي، دغه استعداد د روژې په نتيجه كي په انسان كي وده كوي.

جهاد ته چمتو والى

قرآن يو انقلابي كتاب دئ، راغلى چي انسان د انسان له بندگي او اسارت وژغوري، د ظلم او ظالمانو ټغر ټول كړي، عدالت تأمين كړي، د شر او فساد ځواكونو اقتدار پاى ته ورسوي، له خپلو پلويانو غواړي چي تل او په هر حالت كي له حق دفاع وكړي او د باطل مقابلې ته چمتو وي، د مظلومانو مرسته وكړي او د ظالمانو له منگولو ئې وژغوري، بايد د الله تعالى په لار كي او د مظلومانو د ژغورني لپاره د خپل سر او مال په بيع جهاد ته چمتو وي، روژه د همداسي مؤمنو او سرتېرو مجاهدينو د روزني تربيتي دوره ده. 

قرآن په هغي مباركي سورې كي چي د روژې د فرضيت په اړه ئې لارښوونه كړې، د بني اسرائيلو د يوې داسي طائفې يادونه كوي چي له خپل ټاټوبي شړل شوي.

قصه ئې داسي ده: له موسى عليه السلام وروسته او هغه وخت چي بني اسرائيل په شرك او فساد اخته او له سمي لاري منحرف شول، د جالوت په نامه يو ظالم او بې رحمه پاچا پرې مسلط شو، ډېر ئې ووژل، د دوى كورونه ئې لوټ او تاراج كړل او دوى ئې له خپل كور كلي وشړل، په  دې وخت كي اشموئيل عليه السلام د دوى لارښوونه كوله، هغه ته راغلل، له خپلو مخكنيو كړو وړو او د الله په لار كي د جهاد له نه كولو ئې ندامت وښودو او له هغه ئې د الله په لار كي د جهاد اجازه وغوښته، هغه د دوى مخكني حالت ته په پام سره ورته وويل: مبادا جهاد درباندي فرض شي او بيا تاسو له هغه ډډه وكړئ، دوى ورته وويل: په داسي حال كي چي پر موږ ظلمونه شوي، له خپل كلي كور شړل شوي يو، هيڅ داسي دليل نه گورو چي د الله په لار كي ونه جنگېږو، خو چي ورته وويل شو چي اوس نو وسله واخلئ او له دښمن سره وجنگېږئ، يوازي محدودو كسانو تيارى وښود، نور ټول له خپلي ژمني او د الله په لار كي له جنگېدو په ډډه شول. د الله پيغمبر ورته وويل: تاسو د يوه پاچا د ټاكلو غوښتنه كړې وه، دا دئ الله تعالى طالوت درته غوره كړى، قوم ورته وويل: دى خو پر موږ د مشرۍ وړ نه دئ، نه د نسب له مخي او نه د مال او شتمنۍ له مخي، د ټول ولس قيادت او زعامت خو بايد داسي چا ته وسپارل شي چي قيادت او زعامت له پلار نيكه ورته په ميراث پاته شوى وي، د كومي درنې او معتبري كورنۍ غړى وي، ښه ډېر مال او دولت ولري!!

 پيغمبر د دوى په ځواب كي وايي: دى خو الله غوره كړى، د زعامت او قيادت وړتيا هغه وركړې، ښه پوه دئ او د ښه صحت او قوي بدن خاوند دئ، د مشرتابه غوره مواصفات خو همدا دي، خو دوى دې ته تيار نه وو چي د طالوت قيادت ومني، د دوى معيارونه بدل شوي وو، د زعامت د مواصفاتو په اړه ئې همغسي انگېرله چي بې دينه او لاروركي قومونه ئې انگېري، د پيغمبر دا وينا ئې نه منله چي الله تعالى د دوى په څېر نه دئ چي نسب او مال د قيادت لپاره ضروري وگڼي او د طالوت په څېر يو نادار او بې نوم نښانه څوك دي د دوى د مشرۍ لپاره مناسب ونه گڼي، له پيغمبر ئې د ثبوت غوښتنه كوله.

جهاد د صابرانو كار دئ، بې صبره، بې همته، بې عزمه، بې ارادې او هغه ضعيف النفسه كسان چي د كړاوونو د گاللو همت او حوصله نه لري، جهاد نشي كولى، د جهاد مشران بايد خپل مجاهدين وآزمويي او وگوري چي په دوى كي څوك د ستونزو او كړاوونو گاللو ته تيار دئ، پياوړې مټي، غښتلى زړه، لوړ همت، كلك عزم لري او د صبر او زغم خاوند دئ،

يوازي په دغو كسانو حساب وكړئ او د همدوى په ملگرتيا بسنه وكړئ، بې همته او بې صبره كسان د نيمي لاري ملگري وي او په سختو شېبو كي له خپل صف بېلېږي او خپل سنگر دښمن ته پرېږدي، د داسي كسانو ملگرتيا د گټي پر ځاى تاوان كوي، د همدې لپاره طالوت خپلو ملگرو ته وويل: له ما سره هغه څوك ملگرتيا كولى شي چي د دې راتلونكي نهر اوبه ونه څښي، په تنده كي صبر وكړي، هغه هم راسره تلى شي چي په يوه غوړپ اكتفاء وكړي، خو هغه چي ډك نس اوبه څښي، زما د ملگرتيا وړ نه دئ.

)د طالوت دا آزموينه داسي ده لكه موږ چي په روژې مكلف شوي يو، دا په اصل كي د روژي لپاره يو مثال او بېلگه ده، په روژي سره په انسان كي د صبر او ځان ساتني خصلت وده كوي.)

د ده له لوى لښكر يو وړوكى ټولگى په دې آزمويني كي بريالي شول او همدغو ته الله پر هغه مغرور او ظالم دښمن برى وركړ. برى د صابرانو په برخه كېږي، هغه چي پر الله ئې باور وي، د هغه نصرت ته سترگي په لار وي، له الله تعالى په سنگر كي او د دښمن په وړاندي د صبر او استقامت غوښتنه كوي، نه د هغه چا په برخه چي د جنگياليو شمېر ئې زيات وي. دا په وار وار ليدل شوې چي يوه وړوكي ټولگي ته الله تعالى په لوى لښكر فتح او برى وركړى، دا ځكه چي الله د صابرانو مل دئ.

د مجاهدينو هر سالار بايد خپل جنگيالي وآزمويي، پر هغو حساب وكړي چي صبر لري او په آزموينو كي بريالي شوي.

روژه او صحت

راشئ دا هم وگورو چي روژه صحت ته څه گټه هم لري كه نه.

وروستي علمي تحقيقات ښيي چي په عادي او معمولي توگه زموږ بدن له ورځني خوراك ځان ته انرژي برابروي، له هر خوراك دومره انرژي ترلاسه كولى شي چي نږدې تر اتو ساعتونو پوري ورته كفايت كوي، كه ئې خوراك تر معمول او ضروري حد زيات وي نو له دې توليد شوې انرژي يوه برخه مصرف او اضافي برخه ئې ذخيره كوي، يوه برخه ئې په يني كي، بله په عضلو كي او بله تر پوستكي لاندي شحم او وازگي كي، كه تر اتو ساعتونو زيات وخت په نهاره تېر كړي او غذا ونه خوري نو بدن ئې همدا ذخيره شوې انرژي مصرفوي، لومړى د يني ذخيره او بيا د عضلاتو او وازگي ذخيره،

كه ورځنى خوراك ئې منظم وي او په خوراك كي اسراف ونه كړي نو دا خوراك تخميناً تر اتو ساعتونو هغه ته انرژي وركوي، له دې وروسته به يا خوراك كوي او يا خو به بدن د ده ذخيره شوې انرژي مصرفوي، روژه بدن ته دا فرصت په لاس وركوي چي ذخيره شوې انرژي مصرف كړي. په دې حالت كي بدن هغه حجرات هم مصرفوي چي له يوه او بل اړخ كوم نقص او خرابي لري. په دې توگه روژه بدن ته د صفاكاري او په دري اصطلاح د خانه تكاني مجال وركوي. او تاسو پوهېږئ چي د اوسنۍ پېړۍ لويه او خطرناكه ناروغي چاغي او په بدن كي د وازگي او شحم زياتېدا ده، غربي هېوادونه په ځانگړې توگه له دې بيمارۍ سر ټكوي او له علاج ئې عاجز دي. وايي په څو نورو لسيزو كي به د چاغانو شمېر د نړۍ د ټول نفوس ۴۰% شي.

الله تعالى انسان داسي پيدا كړى چي له ډول ډول وضعيت او شرائطو سره ځان عيارولى شي، له يخ ځاى او موسم سره، له تودې سيمي او گرمي سره، په كم خوراك اكتفاء او له هغه اعظمي استفاده، داسي چي كولى شي له ساده خوراك، وچي مړۍ او شړومبي دومره استفاده وكړي لكه چي بل ئې له ډول ډول خوراكو او رنگين دسترخان كولى شي. روژه انسان داسي عياروي چي په لږ خوراك، د ورځي دوه ځلي اكتفاء وكړي، زه تر دېرش كلونو زيات وخت كېږي چي د ورځي دوه ځلي خوراك كوم؛ سحر او مازديگر، كله چي د دې عادت خلاف عمل وكړم د گټي پر ځاى تاوان كوم، نه مي صحي وضع مي ښه وي او نه روحي حالت د روژې په څېر. د روژې په مازديگر مي تر بل وخت نشاط زيات وي.

د مخالفينو دا وينا چي روژه د معدې په زخم منتج كېږي!!!

دا خبري هغه څوك كوي چي نه طبيب دئ، نه د انسان له جوړښت او مقتضياتو ئې واقف دئ، نه ئې روژه په خپله تجربه كړې، نه ئې له بل اورېدلې چي د روژې له كبله مريض شوى، خپل شيطان هڅولى، درواغ وايي او افتراء كوي.

په داسي حال كي چي تجربه وايي اكثراً شتمن او هغه چي په خوراك كي اسراف كوي د معدې په زخم او د هاضمه جهاز په بيماريو مبتلا كېږي.

طبيب او ډاكټر د روژې په څېر امورو په اړه يوازي د تجربې له مخي قضاوت او پرېكړه كولى شي چي گټه ئې زياته ده كه تاوان، هغه بايد د سلگونو روژه نيوونكو او نه نيوونكو حالت، د يوه عمر او بيا د بېل بېل عمرونو خاوندان، په يوه او بل موسم كي او د يوې مياشتي لپاره؛ وڅېړي، له روژې مخكي او وروسته د هغوى بشپړ طبي معاينات ترسره كړي او بيا ئې نتائجو ته په پام سره قضاوت وكړي، نه دا چي له ځانه او هوائي قضاوت وكړي.

كه كوم طبيب د دې كار لپاره ملا وتړي نو زه به هغه ته ووايم: زما شخصي تجربه دا ده: اويا كلن شوى يم، ۵۶ كاله مي هر كال يوه مياشت فرضي روژه او هر كال شاوخوا درې مياشتي نفلي روژې نيولې، نږدي ۱۶۰ مياشتي مي روژه نېولې، الحمد لله نه يوازي د معدې په هيڅ تكليف ئې نه يم اخته كړى بلكي په روژه كي مي حالت تر بل هر وخت ډېر ښه وي، له صحي پلوه هم او په ځانگړې توگه له فكري پلوه هم، د روژې په حالت كي مي فكري تمركز زيات وي، كه پر علمي موضوع بحث او څېړنه كوم او غواړم څه وليكم نو ترجيح وركوم چي دا كار هغه مهال وكړم چي روژه وم، او دا ځكه چي په روژه كي دماغ له يوه ډېر دروند كار فارغ وي، د غذا هضم، تجزيه، د مفيدو برخو جذب او د بدن سلول سلول ته ئې رسول ډير كار ترې غواړي، خو په روژې كي له دې دروند كار فارغ وي؛ نو ځكه ښه فكر او پر يوې موضوع ښه تمركز كولى شي.

دا د مباركي روژې ځيني مهم اړخونه وو، ډېر نور معنوي او صحي فوائد او حكمتونه لري، د همدې لپاره الله تعالى هغه پر ټولو امتونو فرض كړې، لكه چي قرآن فرمايي:

اې مؤمنانو! پر تاسو روژه داسي فرض كړى شوې لكه چي تر تاسو پرمخكنيو چي فرض كړى شوې وه، تر څو مو ځان ساتنه كړى وي. البقره: ۱۸۳

دا آيت موږ ته وايي: روژه پر مخكنيو امتونو هم فرض وه، د روژې هدف دا دئ چي په تاسو كي د تقوى او ځان ساتني ماده پياوړې او اراده مو مضبوطه شي، څوك چي يوه مياشت له حلال رزق لاس اخيستل تمرين كړي، نفس ئې په وار وار له هغه مكرر غوښتني وكړي خو هغه ئې غوښتنو ته تسليم نشي، ځان وساتي، په دې سره د ده اراده مضبوطه او پياوړې شي او له روژې وروسته د نفس د ناجائزو او ناروا غوښتنو په وړاندي مقاومت او ځان ساتل ورته آسان شي.

پېغمير عليه السلام د روژې مياشت د صبر مياشت گڼلې، يعني روژه په تاسو كي صبر راپيدا كوي. او د صبر اجر جنت دئ. همدا راز مسلم او بخاري روايت كوي چي رسول الله صلي الله عليه و سلم فرمايلي: الصيام جنة فلايَرفُث و لايَجهَل: روژه ډال دئ نو روزه نيوونكى دي نه د بې حيائي كار كوي او نه جاهلانه عملونه.

انسان او زده كړه

په اصل كي انسان (بې علمه) دئ، په تدريج سره زده كړه كوي او علم ترلاسه كوي. د انسان د پوهي او علم تفاوت د نورو ژوو له شعور او پوهي سره په دې كي دئ چي نور ژوي ثابت او محدود علم لري، له مخكي د دوى په خټه او دماغ كي اېښودل شوى، په فطري او الهامي توگه ورته تفهيم شوې چي څنگه ژوند وكړي، كوم كوم كارونه وكړي، څه وخوري او د څه له خوراكه ډډه وكړي، څنگه مفيد او مضر سره بېل كړي، خو انسان كولى شي چي تر هغه څه زيات هم زده كړي چي په فطري او الهامي توگه ورښودل شوي او په ضمير كي ئې اېښودل شوي.

دى كولى شي زده كړه وكړي، د خپلي پوهي سطح لوړه كړي، اسرار كشف كړي او پټ حقائق ځان ته معلوم كړي، په (لوستلو)، (ليكلو) او له (قلم) په استفادې سره د خپلي حافظې ظرفيت لوړ او پراخ كړي او په هغه څه هم پوه شي چي نور پرې پوهېدلي او دى ترې غافل وو او له پېژندو ئې عاجز. كه انسان ته له (قلم) د استفادې استعداد نه وى وركړى شوى او په ليك او لوست نه پوهېدى نو د هر چا علم او پوهه به له ده سره پاته كېده، نه به په دې توانېدو چي د نورو له پوهي او تجربو گټه واخلي او نه به ئې خپل تجارب او علم نورو ته انتقالولى شو.

دا د انسان د پوهي او علم په اړه يو دقيق او علمي انځور دئ. راشئ وگورو چي قرآن په دې اړه څه وايي، د قرآن دغو آيتونو ته ځير شئ:

ژباړه:  ولوله په نوم د خپل رب، هغه چي پيدا ئې كړ. انسان ئې له ځوړندو پيدا كړ. ولوله چي رب دي ډېر كريم دئ. آ چي په قلم ئې پوهه وركړه. انسان ته ئې ورزده كړل څه چي نه پرې پوهېدو.العلق: ۵-۱

دا مبارك آيتونه پر رسول الله صلى الله عليه و سلم نازل شوي لومړي آيتونه دي او د قرآن نزول په همدغو آيتونو سره پيل شوى، څو مهمي خبري ئې زموږ پام ځان ته جلبوي:

الف: د الله تعالى له لوري وحي د اقرأ (ولوله) په امر پيل شوې او دا ښيي چي د اسلام له نظره د (لوست) مقام او منزلت څومره لوړ دئ او څومره اهميت لري، دا د الله تعالى لومړى امر دئ، په دغه امر سره ئې د وحي لېږل پيل كړي.

ب: لوستل د خپل رب په نامه او د هغه په مرسته پيل كړه، هغه رب چي هر څه ئې پيدا كړي، ته او دا هر څه يوازي يو رب لرئ، چي هم ستا رب دئ او هم د نورو ټولو مخلوقاتو رب.

ج: د (اقرأ) له امره معلومېږي چي د وحي فرشتې بايد دا لومړۍ وحي په ليكلې بڼي كي د پيغمبر عليه السلام مخي ته اېښې وي.

په دې اړه چي (انسان له ځوړندو پيدا شوى) څو خبري د توجه وړ دي:

الف: علق د علقة جمع ده، اصلي معنى ئې ځوړند ده او دلته په دې خاطر د جمع په صيغه راغلې چي له انسان مراد ټول انسانان دي، يعني ټول انسانان ئې له ځوړندو شيانو پيدا كړي.

ب: قرآن د ټولو ژوو پيداېښت له اوبو او د انسان د پيداېښت لومړۍ ماده خاوره او د جوړښت پيل ئې له نطفې گڼي، دغه نطفه وروسته د علقې بڼه غوره كړي.

۴-۳ آيتونه وايي: ولوله چي ستا رب ډېر كريم دئ، دا د الله تعالى د كرم او پېرزويني څرگنده نښه ده چي انسان د يوه (ځوړند توكي) له حالته هغه ځاى ته رسوي چي (كامل انسان) ترې جوړ شي، ليك او لوست ورښيي، انسان يوازينى مخلوق دئ چي كولى شي د (لوستلو) له لاري د بل په خبره پوه شي او د (ليكلو) له لاري خپل معلومات خوندي كړي او خپل پيغام نورو ته ورسوي او په دې سره د خپل سلف له قيمتي تجاربو گټه واخلي، د معلوماتو د ضايع كېدو مخه ونيسي او راتلونكي نسل ته ئې انتقال كړي، له انسانه پرته دا وړتيا او امتياز په هيڅ ذيروح كي نه گورو، الله تعالى په انسان كي دا استعداد او وړتيا اېښې ده چي له (قلم) د تعليم او تعلم وسيله جوړه كړي، له دې اړخه ئې انسان ته پر ټولو نورو مخلوقاتو فضيلت وركړى. له دې مبارك آيته څو اساسي مطالب استنباطولى شو:

الف: په (قرائت)، (علم) او (قلم) سره هم انسان ته پر نورو مخلوقاتو فضيلت وركړى شوى او هم په خپله د انسانانو تر منځ يوه ته پر بل فضيلت.

ب: (قلم) د زده كړي او پوهي ډېره اغېزمنه وسيله ده، په دې سره انسان د دې مجال ترلاسه كوي چي په ډېرو هغو حقائقو پوه شي چي له بلي لاري پرې پوهېدل ورته ممكن نه وو.

ج: لكه څنگه چي دلته د (علم بالقلم) الفاظ په دې معنى دي چي انسان ته له قلم د استفادې استعداد وركړى شوى، الله تعالى د هغه په فطرت كي دا ملكه اېښې چي قلم جوړ كړي، خپل ما في الضمير وليكي او نورو ته ئې انتقال كړي او له دې د زده كړي او تعليم او تعلم وسيله جوړه كړي، همدا راز په نورو آيتونو كي دې ته ورته راغلي الفاظ لكه (علمه البيان) او (علم آدم الاسماء كلها) هم هغو استعدادونو ته اشاره كوي چي انسان ته وركړى شوي، انسان ته د (بيان) ملكه وركړى شوې، كولى شي خپل (مافى الضمير: د خپل زړه خبري) اظهار كړي او له كلماتو او الفاظو په استفادې سره خپل قصد، هدف، نظر او پيغام تشريح او توضيح كړي، هغه ته د هر څه د پېژندو او په هر څه د يوه مناسب نوم اېښودو استعداد وركړى شوى،  هغه كولى شي خپله پوهه د نومونو په قالب كي ترتيب، تنظيم او حفظ كړي او نورو ته ئې انتقال كړي. دا د انسان يوه ځانگړتيا ده، دا صفت په نورو مخلوقاتو كي نشته، په دې سره الله تعالى انسان ته پر ټولو مخلوقاتو فضيلت او شرف وركړى. هغه محترم مفسرين چي د (علم آدم الاسماء كلها) آيه په بلي بڼې تفسيروي او وايي چي اسماء توقيفي دي، د الله له لوري وضع شوي او آدم عليه السلام ته ښودل شوي، سخته اشتباه ئې كړې، تفسير ئې هم تفسير بالرأى دئ، نه تفسير قرآن بالقرآن او هم د واقع خلاف، عملاً گورو چي ټول نومونه انسان په خپله وضع كوي، د هر نوي توكي لپاره نوى نوم غوره كوي، كه د دوى دا تعبير ومنلى شي د (علم بالقلم) او (علمه البيان) آيتونه به د دوى د اسلوب له مخي څنگه تفسيروو؟ كه خبره داسي وى لكه دوى چي وايي، نو بايد د ټولو شيانو نومونه، په ټولو ژبو كي سره ورته وى؟ خو عملاً گورو چي خبره د دې عكس ده.

سره له دې چي قرآن (قلم)، (ليك) او (لوست) ته دومره اهميت وركړى او سره له دې چي پيغمبر عليه السلام ته د وحي په پيل كي لومړۍ لارښوونه د قرائت او قلم په اړه ده او ورته ويل شوي چي قلم د تعليم او تعلم ستره وسيله ده، خو متأسفانه زموږ په زړو ديني مدرسو كي (قلم) هېر شوى، له دغو مدرسو چي څوك فارغېږي اكثراً په ليكلو نه پوهېږي!!  

له پنځم آيته څو مطالب ترلاسه كولى شو:

الف: د انسان پر مخ چي د معرفت هره دروازه پرانيستل كېږي او په هري نوې خبري چي د پوهېدو توفيق ترلاسه كوي، د ده هر( كشف) او په هر سر او راز پوهېدل ئې په حقيقت كي د الله تعالى يوه پېرزوينه ده، دا دروازه د ده له لوري ورته پرانيستل كېږي، په دغو حقائقو د پوهېدو توفيق دى وركوي او د دغو اسرارو د كشف توان دى وركوي، هر چا ته علم او پوهه دى وركوي، سترگي، زړه، غوږونه، دماغ او اعصاب ئې د ده په اراده ورته كار كوي، لار ورته ښيي او د ښه او بد، مفيد او مضر په پېژندلو كي ئې مرسته كوي، په هر څه چي انسان علماً احاطه كوي او په كوم څه د پوهېدو توفيق ترلاسه كوي نو دا ټول د الله په خوښه او اذن او په همغه حد كي وي چي الله ئې وغواړي.

ب: د دې عالم يوه برخه داسي ده چي انسان ئې له وحي پرته له بلي هيڅ لاري نه شي پېژندى، الله تعالى د وحي په لېږلو سره انسان ته په هغه څه د پوهېدو امكان هم ميسر كړ چي له دې پرته ئې درك كول او پېژندل ورته ممكن نه وو. 

اوس نو تاسو د قرآن دا علمي، دقيقه او په حقيقت او واقعيت ولاړه وينا د بايبل له دغي بې بنسټې ادعاء سره مقايسه كړئ چي وايي: انسان د معرفت د وني مېوه وخوړه، سترگي ئې پرانيستل شوې، د ځان او خپل ماحول په حال پوه شو.

 موږ درد څنگه احساسوو؟

دا هم يوه علمي پوښتنه ده چي انسان دردونه څنگه او د بدن د كومي برخي په مرسته احساسوي، علم وايي چي د انسان په بدن كي له دوو تر څلورو مليونو د درد احساسولو نقطې شته، چي د حساسيت كچه ئې له يوې تر بلي ساحې توپير لري، دا نقطې اكثراً د انسان په پوستكي كي دي، د همدې لپاره موږ دردونه په پوستكي كي احساسوو.

راشئ د علمي تحقيقاتو دا وينا د قرآن خوا كي كښېږدو او وگورو چي قرآن په دې اړه څه وايي، د قرآن دې آيت ته ځير شئ:

ژباړه: يقيناً هغه چي زموږ په آيتونو كافران شوي، ژر به ئې په اور كي ننباسو، كله چي ئې څرمني پخې شي نو په عوض كي به له دغو پرته نوري څرمني وركړو، چي عذاب وڅكي، بې شكه چي الله باحكمته عزيز دئ.٥٦ النساء ۵۶

په دې آيت كي د قرآن يو بل علمي اعجاز زموږ مخي ته راځي: قرآن ويلي چي كافران به په اور كي سوزي، كله چي د دوى څرمن وسوزي، بله څرمن به وركړو، ترڅو عذاب وڅكي، يعني انسان په پوستكي سره د سوزېدو درد احساسوي، كه پوستكى نه وي نو دا درد نه احساسوي. او دا هغه حقيقت دئ چي څوارلس پېړۍ وروسته انسان ورباندي پوه شو. اوس پوه شو چي د درد د احساسولو ډېرى عصبي رشتې او نقطې په پوستكي كي دي.

 د گوتو د سرونو گاري

نن هر چا ته دا حقيقت جوت شوى چي د انسانانو د گوتو د سرونو گاري يو ډول نه دي، د همدې لپاره اوس د كشف او تحقيق ادارې، پوليسان او محاكم تر عكس د گوتو د سرونو نښو ته اهميت وركوي، له هر متهم تر هر څه وړاندي د گوتو د سرونو نښه اخلي، د جرم په ځاى كي د گوتو په نښو پسي گرځي، او په دې باور دي چي په دنيا كي د دوو انسانانو د گوتو د سرونو گاري يوه بل ته ورته نه دي!!

راشئ وگورو چي آيا قرآن هم دې حقيقت ته اشاره كړې كه نه! د قرآن دې آيتونو ته ځير شئ:

ژباړه: آيا دا انسان انگېري چي د ده هډوكي به راغونډ نه كړو؟ ولي نه، په دې برلاسي يو چي د گوتو سرونه ئې برابر كړو. القيامه: ۴-۳

تر دې وړاندي آيتونو او دغو دوو آيتونو كي د قرآن هغه مخاطب ته چي د قيامت په راتلو باور نه لري داسي ويل شوي: نه؛ داسي نه ده چي ته ئې انگېرې، قيامت يو مسلم حقيقت دئ، حتماً به راځي، له قيامته ستا انكار خوشى بې بنسټه انكار دئ، ستا (نفس لوامة) په دې شهادت وركوي چي د قيامت او محاكمې او محاسبې ورځ به حتماً راځي.

كه ستا په نفس كي داسي قاضي شته چي په هر غلط كار تا ملامتوي، آيا دا د دې خبري شهادت نه وركوي چي ستا هغه رب به هم تا په خپلو غلطو كارونو ملامتوي چي دغه قاضي ئې ستا په ضمير كي اېښى، تا ته ئې د ښه او بد په اړه د قضاوت ملكه او استعداد دركړى. په همدې سلسله كي فرمايي:

آيا انسان دا گمان كوي چي د ده وراسته هډوكي او په خاورو بدل شوي اندامونه د بيا راغونډولو نه دي او الله به بيا د ده جثه جوړه نه كړي او هغه ته به سا ورنكړي!!

په داسي حال كي چي الله نه يوازي د ده په بيا راژوندي كولو قادر دئ بلكي په دې هم قادر دئ چي د ده د گوتو د سرونو ليكي او گاري په خپل مخكني شكل كي بيا جوړي كړي.

د قيامت په اړه د انسان د انكار وجه دا نه ده چي هغه ته كافي او قانع كوونكي دلائل په لاس نه دي ورغلي او يا له دې حقيقته د ده انكار د جهل او ناپوهۍ په وجه دئ، داسي نه ده، برعكس د گناه اراده او په راتلونكي كي د فجور او بدكارۍ عزم ئې دې ته هڅوي چي له قيامت عمداً انكار وكړي.

په قيامت باور خو د ده د وجود په خټه كي اېښودل شوى، د ده وجدان د قيامت او حساب كتاب يوه څرگنده بېلگه ده، د ده مشكل له دې راولاړ شوى چي (هوى او هوس) ئې دې ته اړ كوي چي د خپل (وجدان) او (عقل) پرېكړه تكذيب كړي، د ده قضاوتونه له هوس راخوټېږي، تل د خپل وجدان د حكم او غوښتني خلاف گناه ته ملا تړي. كه دى د خپل هوس فرمان ته غاړه كښېنږدي، او د گناه د ارتكاب اراده او عزم پرېږدي نو د ده او قيامت ترمنځ به ټول حجابونه له منځه ولاړ شي او په خپل نفس كي به د هغه لپاره شواهد ومومي.

گورئ چي په دې مباركو آيتونو كي د قرآن يو بل علمي اعجاز زموږ مخي ته راځي او وايي: آيا له قيامته منكر انسان داسي گمان كوي چي وراسته هډوكي به ئې بيا راغونډ نه كړو؟

آيا بيا ژوندون ورته محال برېښي؟!!

په دې دي پوه شي چي نه يوازي بيا به ئې ژوندى كړو بلكي د گوتو د سرونو گاري به ئې هم په مخكنۍ بڼه كي جوړي كړو؟

سره له هغو توپېرونو چي د يوه گوتي ئې له بل سره لري.

 

ژور خوب او نه اورېدا

علمي تحقيقات ښيي چي د خوب په دوران كي د انسان حواس ورو ورو او يو په بل پسي خپل اړوند كارونه متوقف كوي، ځيني وړاندي او ځيني وروسته وروسته له كاره ولوېږي، سترگي ژر بندي شي، غوږونه تر ډېره وخته نيم بند او د standby  په حالت كي وي، ډېر وروسته او په ډېر ژور خوب كي د اورېدو دنده په بشپړه توگه بنده كړي، راشئ وگورو چي قرآن په دې اړه څه ويلي، د قرآن دغو آيتونو ته ځير شئ:

ژباړه: نو څو كاله مو په سمڅي كي د دوى غوږونه دپ كړل، بيا مو راپاڅول چي وگورو له دواړو ډلو كومه يوه ئې د دوى د پاته كېدا د مودې ښه شمېرونكې ده!! الكهف: ۱۲-۱۱

په دې مباركو آيتونو كي د اصحاب كهف د اوږده او ژور خوب په اړه ويل شوي چي څو كاله مو په سمڅي كي د دوى غوږونه دپ كړل!!

 دا پوښتنه راولاړېږي چي ولي د ژور خوب پر ځاى د غوږونو د دپولو خبره شوې؟!! ولي نه دي ويل شوي چي څو كاله مو په ژور خوب ويده كړل؟!

آيا د دې پوښتني بل ځواب موندلى شو چي الله تعالى موږ ته د ژور خوب او د غوږونو د دپېدو تر منځ ژور تړاو انځور كړى؟! په آيتونو كي موږ ته ويل شوي چي د انسان د ډېر ژور خوب حالت هغه دئ چي غوږونه ئې له اورېدو ولوېږي، په سطحي خوب كي د انسان غوږونه په نسبي توگه ويښ وي او د غږ په وړاندي عكس العمل ښيي، هر څومره چي خوب ژور كېږي د غوږونو حساسيت هم كمېږي، او دا هم هغه حقيقت دئ چي علم اوس پرې پوه شوى، او دا ښيي چي قرآن د خپلو مطالبو په بيانولو كي څومره دقيق دئ!!

يقيناً چي دا د قرآن يو علمي اعجاز دئ.

په دې اړه د رسول الله  صلى الله عليه و سلم يو حديث به د مطلب په پوهېدو كي مزيد ستاسو مرسته وكړي.

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضى الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ « يَعْقِدُ الشَّيْطَانُ عَلَى قَافِيَةِ رَأْسِ أَحَدِكُمْ إِذَا هُوَ نَامَ ثَلاَثَ عُقَدٍ، يَضْرِبُ كُلَّ عُقْدَةٍ مَكَانَهَا عَلَيْكَ لَيْلٌ طَوِيلٌ فَارْقُدْ . فَإِنِ اسْتَيْقَظَ فَذَكَرَ اللَّهَ انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَإِنْ تَوَضَّأَ انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَإِنْ صَلَّى انْحَلَّتْ عُقَدُهُ كُلُّهَا، فَأَصْبَحَ نَشِيطًا طَيِّبَ النَّفْسِ، وَإِلاَّ أَصْبَحَ خَبِيثَ النَّفْسِ كَسْلاَنَ ». بخاري: ۳۲۶۹

له ابو هريره رضى الله عنه روايت دئ چي رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمايلي: (كله چي څوک ويده شي شيطان ئې د سر په شاتنۍ برخي كي درې غوټي غوټه كړي، هره غوټه په خپل خپل ځاى ووهي، له هري غوټي سره وايي: شپه دې اوږده، ويده شه، که دا سړى راويښ شي، د الله تعالى ذکر وکړي، نو يوه غوټه پرانيستل شي او که اودس وکړي بله غوټه پرانيستل شي او چي لمونځ وکړي نو بله غوټه پرانيستل شي او سحر تازه او پاك زړى راپاڅېږي، او که نه نو لټ، پرېشانه او بد حاله به راپاڅېږي).

كه څه هم دا روايت په صحابه وو كي يو راوي لري خو دا مطلب په نورو رواياتو كي هم له ځينو توپيرونو سره راغلى، نږدې ټولو مهمو كتابونو راوړى، د متن له پلوه داسي دئ چي يوې ژوري علمي موضوع ته اشاره كوي، داسي موضوع چي يوازي يو پيغمبر ئې ويلى شي، نن او له ډېرو علمي تحقيقاتو وروسته معلومه شوې چي د انسان خوب همداسي دئ لكه چي په دې مبارك حديث كي ورته اشاره شوې، كه د انسان خوب ته ځير شو نو گورو چي خوب په تدريجي توگه انسان ته راځي او په تدريجي توگه ترې ځي، داسي لكه چي د بدن د هغو برخو سويچونه ئې ورو ورو او يو په بل پسي وهل كېږي چي د انسان په واك كي دي او د ده له حكم او ارادې سره سم عمل كوي، لكه لاسونه، پښې، سترگي، شونډي او ژبه، دا سويچونه د ويدېدو په وخت كي يو په بل پسي بر وهل كېږي او د ويښېدو په وخت كي لاندي، د خوب پر مهال د انسان دماغ؛ په ويني كي د داسي توكي راپيدا كېدو پرېكړه وكړي چي د خوب باعث كېږي، دا ماده د دماغ هغو برخو ته درومي چي همدا غړي اداره كوي، لومړى سترگي پټي شي، بيا د لاس او پښو د خوزولو برخه خپل كار متوقف كړي، ورو ورو انسان په ژور خوب ويده شي، ويښېدا ئې هم همداسي تدريجي وي.

 د رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې حديث كي دغي ژوري علمي موضوع ته اشاره شوې.

د حديث شارحينو په دې اړه هم بحثونه كړي چي دلته د عقد معنى څه ده؟ په مجازي معنى راغلې كه په حقيقي معنى؟ سمه رأيه دا ده چي دا الفاظ په مجازي معنى راغلي، چي له يوې خوا د انسان د خوب څرنگوالى انځوروي او له بلي خوا پر انسان د شيطان اغېز او د هغه له اغېز د خلاصون څرنگوالى، شيطان غواړي انسان له خپل ځان او له خپلو مسئوليتونو غافل شي، په ژور خوب ويده شي، كه راپاڅېږي نو لټ، بد زړى او بدخوى وي، طبيعت ئې نيولى او تندى ئې تريو، په اوداسه او لمانځه سره هغه غوټي پرانيستل كېږي چي شيطان ئې د انسان ذهن ته اچوي.

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th December, 2018