تفصیل | شهادت 

16th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ورور حکمتیار د تېرې جمعې د خطبې بشپړ متن: راځئ داسې یو حکومت جوړو کړو، چې هغه د بهرنيو ستونزه هم حل کړي

2018-11-12

السلام علیکم ورحمته الله و برکاته وبعد:

فاعوذ باالله من الشیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

انا اعطیناک الکوثر (الایه)

صدق الله العظیم.

دا مبارک سورت داسې مهال نازل شوی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خلاف د دښمن تبلیغات پراخ شول او ویلې یې چې پيغمبر تجرید شوی، نه یې الله تعال مرسته کوي، نه خپل قوم ورسره شته، نه ولس ته د منلو وړ دی، معدود د ګوتو په شمېر خلکو پر ده ايمان راوړی او له ټولنې تجريد او منزوي شوی.

الله تعالی فرمایی چې موږ تاته ډېر زیات درکړي، ډېر زيات او ډېر زيات نه مراد هغه محدود شمېر مخلص شخصيتونه وو چې پر پیغمبر علیه السلام یې ايمان راوړی و او د هغه په څنګ کې ودرېدلي وو، همدې ته الله تعالی د کوثر نوم ورکړی، د کثرت د مبالغې صيغه ده، (ډېر زيات) تفسیرونو کې ددې بیل بېل تفسیرونه او تعبیرونه شوي، خو له ټولو دقیق تعبیر یې همدا دی چې تاته مو د مومنانو داسې یو ټولګی در په برخه کړ چې که هغه له نورو سره پرتله شي نو وزن به یې ډېر دروند او زيات وي، یانې د ټولنې تر ټولو هغه ښه شخصيتونه، اغېزمن شخصيتونه، عقلمند شخصيتونه، چې د ټولنې د مالګې حیثيت لري، دا ټول نن ستا په خوا کې دي، پر تا باندې یې ايمان راوړی او که څوک تجرید شوي، هغه ته نه یې، ستا د ښمن دی، ستا دښمن تجريد شوی او له ټولنې یوازې پاتې دی، له ولس او ملته رټل شوي، په نهضتونو هم کله کله داسې حالت راشي چې دښمنان د هغه په خلاف تبليغات کوي، یوازې شو، تجريد شو، منزوي شو، ملت ورسره نه شته، خو په حقیقت کې د ولس اکثريت له هغه سره وي، پر موږ هم دغسې مرحلې راغلي، په اسلامي نهضت، وایي چې د حزب ټغر ټول شو، ولې الحمد لله تاسو ولیدل چې د هغوئ د ګومان او تشخیص خلاف کوثر ددې نهضت په برخه شوی، د ولس اکثريت، نيک، صالح، اغېزمن او موثر شخصیتونه، مومن شخصيتونه د حزب په برخه شوي، که تاسو وګورئ، دا ټول نن د حزب په خوا کې دي، د اسلامي نهضت په خوا کې دي.

ماته ددې انتخاباتو په جريان کې دا جوته شوه چې الحمد لله موږ د اغېزمنو، موثرو، پوه، مصمم، هدفمنو شخصيتونو نه ډېرډېر غني یو، د حزب کاندیدان چې په دې انتخاباتو کې څنګه ځلېدلي، موږ یې مطمئن کړي یو چې ان شا‎ء الله راتلونکی مو روښانه دی.

هيله مو دا ده چې د حزب غړي، خواخوږي، حاميان، متعهدين، د جمهوري رياست په راتلونکو انتخاباتو کې هم ښه وځلېږي، زه نه یوازې د حزب اسلامي په غړو دا غږ کووم، بلکې په ټولو هغو چې غواړي، دا بحران پای ته ورسېږي، جګړه ختمه شي، سوله تامين شي، موږ له دې حالته خپل ملت وژغورو، مظلوم ولس له دې حالته وژغورو په دې ټولو غږ کووم چې راځئ، له دې راتلونکو جمهوري رياست انتخاباتو ددې بحران د حل یوه اغېزمنه وسيله جوړه کړو، څوک چې وایی چې بهرني ځواکونه دې ووځي، هغوئ ته وایم، چې راځئ  همداسې یو حکومت جوړو کړو، چې هغه د بهرنيو ستونزه هم حل کړي، داسې یو څوک وړاندې کړو چې د هغه په راوړاندې کېدو او د داسې حکومت په جوړېدو سره موږ دا جګړه هم پای ته ورسوو، څوک چې وایي اقتدار د مفسدينو په لاس کې دی، واک، ځواک، شتمني، دولتي امکانات یو وړوکي مفسد ټولګي یرغمل کړی، له دې نه شکایت لري، اعتراض لري، راشئ له دې فُرصته استفاده وکړو چې د دوئ دا اقتدار پای ته ورسوو، دا کولی شو، که ملا وتړو دا کار کیدی شي، راشئ د جمهوري رياست له انتخاباتو نه بريالي انتخابات جوړ کړو، موثر او اغېزمن انتخابات جوړ کړو، له دې د مبارزې یو تود تود موثر سنګر جوړ کړو، تر هغو ورځو هم زيات کار وکړو چې موږ د شوروي ځواکونو مقابله کوله، د جهاد تودو سنګرونو کې په مبارزه بوخت وو، تر هغه هم نن زياته ملا وتړو، ډېر اسان کار دی، فقط یو څو ورځې وخوځېږئ، خلکو ته بلنه ورکړئ، پوه یې کړئ، چمتو یې کړئ، چې له دې انتخاباتو د بحران د حل لپاره یوه اغېزمنه وسيله جوړه کړو، متاسفانه د تېرو انتخاباتو فُرصت چارواکو هغه چې د اقتدار په نشه کې مست دي، ضايع کړ او دا یو تاريخي فُرصت و، کولی مو شوای چې  ددې په نتیجه کې د هېواد ډيری ستونزې حل کړو، یو دروند پارلمان رامنځته کړو، بريالي انتخابات تر سره کړو، دغه سنت کېږدو، شفاف عادلانه انتخابات، د ملت رايو ته رجوع وکړو په صادقانه ډول له تقلب، له جعل تزوير ډډه کول، له خيانت، دوکې فريب نه ډډه کول او سالم او رغنده انتخابات تر سره کول، بيا یې نتایج هم منل، متاسفانه ځينو مشکلات خلق کړل او پرې یې نه ښودل چې، دا انتخابات دې شفاف وي، له دې نه یې یو مضحکه جوړه کړه، شرموونکې مضحکه، زه خو ګومان کووم، شايد د نړۍ په هېڅ هېواد کې به هم داسې شرمېدلي انتخابات نه وي تر سره شوي، نه پوهېږم چې دا ګندګي به یې هم دوئ راغونډه کړی شي که نه؟ او ستونزې چې زېږوي دا به حل کړی شي که نه؟ او همدغه کړۍ دي چې دا انتخابات یې دې حالت ته ورسول، له دې نه یې یوه شرمناکه لوبه جوړه کړه، هغوئ مصمم دي چې دا راتلونکي انتخابات هم د مخکې په څېر تر سره کړي.

راشئ دا انتخابات نور ددوئ له یرغمله وباسو، پر ملت باندې هم زه همدا غږ کووم چې راشئ دا د دوئ له یرغمله وباسئ، څوک چې د لویو لویو طاقتونو د مقابلې جسارت او جرائت لري، نه پوهېږم ددې وړو وړو ستونزو مقابله ولې نه شي کولی، له دې حالته بايد دا وباسو، دا انتخابات بايد ددغو مفسدينو له واک او یرغمله وباسو، همدا راز د سولې دا بهير هم بايد د جنګ غوښتونکو له منګولو وژغورو، ملت بايد دا پرېکړه وکړي چې پرېنږدي نور سوله د یو ټولګي په یرغمل کې وي، چې څه غواړي هماغسې لوبه ورسره کوي، هسې یو مثال وایم، مسکو کې د یوې ناستې بندوبست شوی، خو دولت اول له دې غونډې سره مخالفت کولو، ددې لپاره چې بین المللي دوستان له دې سره موافق نه وو، یانې چې د سولې برخليک هم د هغوئ په لاس کې دی، هغوئ یې بايد پرېکړه وکړي چې په کومه غونډه کې برخه واخلو او په کومه کې برخه وانه خلو، څوک په کومه         مشوره       بايد لاړ شي، په دې غونډه کې شرکت وکړي او څوک په کومه غونډه کې شرکت ونه کړي، دا پرېکړه بايد نور وکړي، ددې اختيار هم زموږ په لاس کې نه دی، نه د دولت په واک کې دی، نه د افغانانو په واک کې، سوله هم بايد له دې حالته وباسو، دا کوم هیئت چې دولت لیږلی، ددې مانا داده چې هغوئ هم پر ځان لوبې کړي، هم پر ملت او هم پر دې سولې باندې، د افغانانو د شرمولو لپاره، په کار خو دا وه چې یو دروند هیئت چې په هماغه لومړۍ ورځ لیږل شوی وای، دولت خپل موقف بيان کړی وای، د سولې په ارتباط یې خپل شرایط وړاندې کړي وای، دا چې امريکا له دې سره موافقه نه ده، ماسکو یې حریف او رقيب او سيال دی او نه غواړي چې د سولې په ارتباط یوه غونډه هلته دايره شي، دولت به ددې مخالفت کوي، د هیئت له لېږلو نه به ډډه کوي، تر کومه، تر کله او ولې؟

زه په سياسي ګوندونو هم هغه چې څه ناڅه د ملت درد احساسوي او احساس مسووليت کوي، له دې حالته ناراض دي، شاکي دي، اعتراض لري، تبديلي غواړي، تغییر غواړي، بدلون غواړي، پر هغوئ هم غږ کووم چې راځئ دا د سولې پروسه هم نور د دغو له منګولو وژغورو، خپله ابتکار وکړو، طالبانو ته هم وایو، ددې پر ځای چې مسکو ته ځئ راشئ کابل ته، ددې پر ځای چې له امریکایانو سره کېنئ، ولې له خپلو افغان ورونو سره نه کېنئ، په جګ سر او جګو سترګو راشئ، خپل شرایط ووایاست، دنيا ته هم وښایاست چې موږ دغه څه غواړو، شرایط مو دغه دي اقتدار نه غواړو د هېواد ازادي او خپلواکي غواړو، سرلوړی افغانستان غواړو د جنګ خاتمه غواړو، ددې مفسد حکومت پر ځای د ملت د خوښې یو دروند، ځواکمن او د اعتماد وړ حکومت غواړو، دا خبرې وکړئ د مېز پر سر د مذاکراتو په جريان کې، په دې کې تاسو څه له لاسه ورکوئ، ولې له دې نه ډډه کوئ، طالبانو ته هم همدا وایو، ددولت وسله والو مخالفينو ته هم وایو چې نه دا دولت د یو شمېر کړيو په واک او یرغمل کې پرېږدئ، مه سوله ، مه انتخابات، ماته دا عجیبه برېښي چې یو څوک ددې نظام مخالف دی، خو ددې نظام د ړنګولو اسانه لار هم نه غوره کوي او سانه لار یې شته، یو څوک د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي خو داسې لار نه غوره کوي چې د هغوئ په وتلو منتج شي، امريکایان وایی چې موږ وځو، وسله وال مخالفين دې زموږ د وتلو لپاره شرایط برابر کړي، دا چې په دغسې یو حالت کې هم دا کار نه کوئ، څه فکر کوئ چې دا یوه ستره تاريخي اشتباه نه ده؟ زه باور لرم چې که سوله وشي، نو بيا به د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو لپاره هېڅ بهانه نه پاتې کېږي.

سبحانک اللهم وبحمدک و نستغفرک و نتوب الیک

فیض الله صافی

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th December, 2018