تفصیل | شهادت 

16th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ورور حکمتیار د تېرې جمعې د خطبې بشپړ متن:

2018-11-19

د سولې په ارتباط مو چې څه له وسې او توان پوره وي، نه ئې سپموو

که همت وکړو او ملا وتړو خپل حق ښه په اسانۍ تر لاسه کولى شو

والعصر ان الانسان لفى خسر (الايه)

صدق الله العظيم

د نوماندانو غونډه:

الحمدلله پرون موږ دلته د نوماندانو يوه لويه او درنه غونډه درلوده، چې د ګډونوالو شمېر ئې له شپږ سوه زيات و او اکثريت ئې هم هغه چې له حزب سره ئې تعهد نه درلود، د حزب غړي نه وو،  ولې له فکري لحاظه حزب ته نږدې وو، له حزب سره ئې خواخوږي درلوده، پر دوو سترو مهمو او ملي مسايلو په دغه غونډه کې بحث وشو، پارلماني انتخابات، عيبونه ئې، نواقص ئې حل لارئې، زموږ دريځ څه و اوسي، د نوماندانو موقف څه دى، غوښتنې ئې څه دي، له حزبه څه غواړي، په ګډه څه وکړو او دا چې د همدې ګډ دريځ او موقف غوښتنو د تعقيب لپاره بايد يوه شورا  جوړه شي، يو هئيت تشکيل شي، دارالانشاء جوړه شي او د جمهوري رياست انتخاباتو په اړه بحث وشو، تقريباً د اکثرو ولايتونو نوماندانو په دغه غونډه کې خبرې وکړې خبرې ئې هم الحمدلله چې ډېرې درنې وې او زموږ تر انتظار هم ډېرې لوړې وې او دا ښيي چې ولس او اغېزمن شخصيتونه ئې په حزب باور لري او دې ته چمتو دي چې د حزب په برنامو عمل وکړي، زه يقين لرم چې داسې غونډه بل څوک نه شي جوړولى، له حزب اسلامي پرته بل ګوند، د دولت په شمول ئې څوک نه شي جوړولى او نه هم بل ګوند دا وړتيا او ظرفيت لري، ددې مانا دا ده چې الحمدلله اوس حزب اسلامي  زموږ په ټولنه کې ځانته اعتبار او حيثيت لري، نوماندانو، نه يوازې د پارلماني انتخاباتو په ارتباط د حزب د دريځ ملاتړ کولو او موقف ئې هم هماغه و، بلکې د جمهوري رياست په ارتباط هم د دوئ دريځ ډېر نږدې او ورته و، د حزب اسلامي غړوته دا سپارښتنه کووم چې خپل دغه حيثيت او اعتبار ته په ولس او جامعه کې په پام سره بايد خپل ځان عيار کړئ او احساس ئې دا وي چې له حزب به يو ملت شمول، ستر، موثر او اغيزمن محور جوړوو، تنګ نظري به پريږدو او خپله غيږ به پرانيزو، ددغو شخصيتونو راټولولو لپاره به په ټول توان او طاقت هڅه کوو، که ئې زحمت ايجابولو، که قرباني ئې ايجابوله، که ئې د بل راوړاندې کول او خپله تر شا کيدل ايجابول، دا ټول بايد وکړو او ددې لپاره بايد چمتو واوسو، دې نه علاوه په هغو څېرو او اشخاصو قطعاً  له دې وروسته مه باور کوئ او مه ورته تمه لرئ او مه ئې راتګ او ملګرتيا ضروري او ګټوره بولئ چې په دغه ظروفو او شرايطو کې له حزبه بيل شوي، نه يوازې بيل شوي، بلکې د حزب له دښمنانو، رقيبانو او کم ظرفه حريفانو سره يو ځاى شوي دي او غوښتي ئې دي چې د حزب پر خلاف هغه څه وکړي چې د حزب دښمنان ئې ترې غواړي، په دغو خلکو له دې وروسته قطعاً په هيڅ فُرصت او شرايطو کې باور او اعتماد مه کوئ حتا که په خاپوړو هم حزب ته راځي مه ئې قبلوئ، موږ به يا ژوندي يوو يا نه، خپلو ورونو ته زما سپارښتنه او وصيت همدا دى، دا خلک د باور وړ نه دي، د ملګرتيا وړ نه دي، دا پرېږدئ الحمدلله چې له موږ بېل شوي، شمېرئې هم د ګوتو په اندازه دى، د هر يو په مقابل کې سل نه په زرګونو خلک حزب ته راغلي، دا پرون چې ما دلته شخصيتونه ليدلي، زه ګومان نه کووم چې له حزب نه دي يو کس هم د دوئ په کچه او سويه بيل شوى وي البته د شخصيت له پلوه، د استعداد، اخلاص، په ټولنه کې په جامعه کې د هغه د رسوخ، اغيز، تاثير او حمايت له پلوه، زه ګومان نه کووم چې له حزب نه دې داسې څوک پيل شوى وي چې هغه دې د پرون د غونډې يو يو شخص په تناسب په ټولنه کې په جامعه کې اثر او اغيز ولري، واقعيت دا دى چې که يو بيل شوى، په زرګونو راغلي او دا طبيعي ده، مبارزه ده، درومو به، په دې اوږده له پيچومو ډکه، له لوړو او ژورو ډکه لاره اغزنه لار په دې کې به ځينې ستړي کيږي، ځينې به ستومانه کيږي ، ځينې به خپل همت له لاسه ورکوي، ځينې به دوکه کيږي او د اوږده، لوى مزل د پلي کولو اراده به ورسره نه وه، ظرفيت ئې نه درلود، توان ئې نه درلود، جرات ئې نه لري، په نيمائي لاره کې به خپل ملګري پرېږدي چې به، يو او بل لوري ته به منحرف کيږي، دا طبيعي بهير دى، دښمنانو غوښتل چې مخصوصاً د همدغه پارلماني انتخاباتو په دوران کې او راتلونکو جمهورى رياست انتخاباتو په نامه ځينې د حزب اسلامي په نامه بيل کړي او هغوئ ته بيل ګوند جوړ کړي او بيا له دوئ نه استفاده وکړي، ګومان ئې کولو چې ډېر څه به له دې نه تر لاسه کړى، خو الحمدلله هيڅ څه ئې هم تر لاسه نه کړل ، نن نه يوازې دا چې دومره شمېر کې نوماندان د حزب په دفتر کې راغونډ شوي وو، بلکې دا ټول نوماندان له حزب اسلامي نه دا تمه او توقع لري چې موږئې حمايت کړو چې بريالى شي او هر يو راغلى چې زه د يو فرد په توګه له تاسو سره يم او تاسو چې کومه پرېکړه هم وکړه زه ئې منم، هغه چې ځينې ګومان کوي چې دا بريالى احتمالي نوماند، هغه هم، نن زموږ پر وړاندې په صريحو الفاظو وائي چې يوازې هغه څوک به بريالى کيږي چې تاسوئې حمايت کړئ او موږ هم ورته ويلي چې زموږ ډلې ته به راځې خو بلاقيد او شرط، شرطونه نه منو داسې نه چې يو څوک به وائې چې ما ځان کانديد کړى، حزب دې زما حمايت وکړي، داسې نه شي کيدى، راځې به دې ډلې ته بلاقيد او شرط او دلته چې دا زموږ مجموعې کومه پرېکړه کوله، دا پرېکړه به د وروستۍ پرېکړې په توګه مني او هغه ته به درناوى او احترام لري او موږ سره ئې تعهد وکړ چې زه همداسې کووم، دې ته مو بايد پام وي چې هر پيغمبر، هر ديني خوځښت هر مؤمن داعى او هر فکري مبارز، فرد، ډله، ټولنه او جماعت حتماً له دې ستونزې سره مخامخ کيږي چې ځينې به په نيمائي لاره کې له خپلو ملګرو بېلېږي او ځينې به حتا د صف له منځه دښمني کوي، دښمن به د هغه په اوږه ټوپک ږدي او ما او تا به په نښه کوي، داسې ديني خوځښت په تاريخ کې نه دى تېر شوى چې له دې ستونزې سره نه وي مخامخ شوى، قران د موسى عليه السلام قيصه ډېره په صراحت را اخلي، هغه ددې لپاره چې بس دا دايمي مبارزه ده، د حق او د باطل ترمنځ، يوې خواته به فرعون وى او بلې خواته به موسى او دا به تکراريږي او بيا چې موسى عليه السلام له کومو مخالفتونو سره مخامخ شوى، دائې موږ ته ښودلي چې متوجه اوسئ چې دا به بيا بيا تکراريږي، دا يوه تاريخي پيښه نه ده، بلکې يو واقعيت د مبارزې دى او ددې لارې تقاضا ده چې له دغسې پېښو او حوادثو سره به خامخا مخامخ کېږئ، که فرعون ساحران د موسى عليه السلام په مقابله کې بريالي شول نو ولې د هغوئ قيادت او زعامت نه منو چې د موسى عليه السلام منو، (فجمع سهرة الى ميقات يوم المعلوم) (الايه)

که په دې مسابقه کې ساحران او جادو ګر غالب شول، نو بيا به د همدوئ قيادت منو او د همدوئ تر قيادت او زعامت لاندې به درومو، ولې هغه خپل زوړ دين په نوي دين بدل کړو، تاسو ته له پلار نيکه نه دا غوره پاتې دين مو ولې په يو نوي دين چې موسى عليه السلام راوړى بدل کړو.

موسى عليه السلام يوازې د فرعون په زمانه کې د فرعون تر اقتدار لاندې مصر کې له ساحرانو او هامان سره مخامخ شوى کله چې له مصر نه وتلى د هغه د صف په منځ کې هم ورته داسې مخالفين را پيدا شوي چې د هغه مقابله ئې کړې، ددين په نامه، فرعون په اخر کې هم ددين حامي شو او خلکو ته ئې ويلې چې زه وېريږم چې موسى ستاسو دا غوره دين بدل نه کړي (انى اخاف ان يبدل) (الايه)

اوس فرعون هم مصلح دى، ددين حامي شوى او د موسى عليه السلام په باب وائي چې وېريږم دا په مصر کې فساد خور نه کړي او ستاسو دا غوره او ښکلى دين تباه نه کړي او بدل ئي نه کړي، فرعون چې قرآن ئې د ستر مفسد په نامه يادوي (عاليه من المصرفين) تر ټولو لوړ او لوى مُصرف او مفسد، هغه وائي چې زه وېرېږم چې په مصر کې فساد خپور نه شي، نا امني را نه شي او ويره لرم چې ستاسو د پلار او نيکه نه په ميراث پاتې دا ښکلى او غوره دين درته بدل نه کړيؤ هغه موسى عليه السلام له مصر نه تر وتو وروسته بيا ( بلعم الباعور) ورسره مخامخ کيږي چې د بنى اسرائيلو د دښمنانو لپاره به ئې خوبونه ليدل او په لوړو باندې به ئې څلي جوړول او قربانۍبه ئې کولې، د هغوئ د فتحې لپاره به ئې دعاګانې کولې، هغه له سامري سره مخامخ شوى چې کله موسى عليه اسلام څو ورځې له خپل قوم نه غايب کيږي، بني اسرائيل دوکه کوي او دې حد ته ئې رسوي چې د خداى پرځاى سخوندر د معبود په توګه ومني، لوى خداى د ځمکې او اسمانونو خداى پرېږدي اود سخوندر پر وړاندې سجده کوي بس متوجه اوسئ چې تاسو به هم ( بلعم الباعور) لرئ، تاسو به هم سامري لرئ، تاسو به هم له هامان سره مخامخ کيږئ، د دين په نامه، د دين ضد جبهه او د هغه له قيادت او زعامت سره به مخامخ کيږئ تاسو به هم قارون لرئ، شتمني ئي دومره چې يو ځواکمن ټولګى ئې د خزانو د کونجيانو له وړلو نه هم عاجز و، دا د مبارزې مختلف پړاوونه دي، مختلفې څېرې  دي چې تاسو ته به راڅرګنديږي او ستاسو مقابله به کوي.

د سولې هلې ځلې:

يوه بله موضوع چې غوښتل مې ورته اشاره وکړم هغه د سولې په ارتباط دا وروستۍ هلې ځلې دي، ډېر تبليغات روان دي، ځينې خلک داسې فکر کوي چې بس د سولې پريکړه شوې ده، ډېر ورته نږدې يوو، ځينې په دې خوشحال دي او ځينې ترې وېريږي، ډېر داسې دي چې د سولې له راتلو سخته ويره لري، خو حقيقت دا دى چې لا تر دغه شيبې پورې هيڅ لورى هم د سولې په ارتباط واضح عزم نه لري، نه دولت، نه بهرني ځواکونه، نه په دولت کې شامل ګوندونه او نه هم يو هم د سولې په ارتباط واضح، مشخصه، عملي او معقوله طرحه نه لري، وسله وال مخالفين هم د سولې په ارتباط واضحه طرحه نه لري، غوښتنې ئې هم لا معلومې او څرګندې نه دي؟ که له چارواکو وپوښتو چې آيا له طالبانو سره سولې ته چمتو ياست، د هغوئ غوښتنې منئ، په خپله خواکې ئې زغملى شئ، په حکومت کې ئې شريکولى شئ، دا چې په کابينه کې د نورو احزابو په تناسب زياته برخه ولري، دې ته چمتو ياست؟ طبيعي ده چې که هغوئ سوله کوي او راځي حکومت ته، نو تر دغو ګوندونو چې دا اوس په حکومت کې برخه لري له دوئ بايد د هغوئ سهم د عدالت له مخې زيات وي، ايا دې ته چمتو ياست؟ باور لرم چې ددې لپاره هيڅ ځواب نه لري، قطعاً، هغوئ مخالفين په خپله خوا کې نه شي منلى، که ورته ووايو چې ايا تاسو له طالبانو سره همدغسې سوله کوئ لکه چې له حزب اسلامي سره مو وکړه، حزب اسلامي سره تاسو سوله نه ده کړې، بلکې حزب اسلامي له تاسو سره سوله وکړه، دا حزب اسلامي و چې پريکړه ئې وکړه چې دغه ظروف او شرايطو او وخت ددې لپاره مناسب دى چې حزب دې په کابل کې حضور ولري، فعال او څرګند حضور، تصميم مو ونيولو او سوله مو وکړه، باور وکړئ فيصله مو دغه وه چې بس په هر ترتيب چې کيدلى شي، دغه وخت ددې تقاضا کوي چې موږ دلته په کابل کې څرګند او فعال حضور ولرو، هيڅ غوښتنه مو چې هم و نه منل شي، له همدغسې عزم او تصميم سره راغلي يوو، دا پريکړه موږ کړې، تاسو نه ده کړې ددې ټول افتخار حزب ته ګرځي، دولت، په دولت کې ځواکمنې کړۍ نه يوازې نه غوښتل چې دا سوله وشي، بلکې چې څومره توانيدلي دي، خنډونه ئې را پيدا کړي دي،تر نن پورې د سولې معاهده نه ده عملي شوې، دولت ته وايو چې ايا تاسو غواړئ له نورو وسله والو مخالفينو سره هم همداسې سوله وکړئ، لکه حزب اسلامي سره مو چې وکړه، داسې سوله نه شي کيدى، حزب لوى مصلحت ته په پام سره تصميم ونيو، الحمدلله په خپلې پرېکړې راځي يو، له هيچا هم څه نه غواړو، خپل حق، خپله تر لاسه کوو، ورونو ته هم همدا وايم، خويندو ته هم همدا وايم متعهدينو ته هم همدا وايم، چې خپل حق به خپله تر لاسه کوو، که همت وکړو او ملا وتړو خپل حق ښه په اسانۍ تر لاسه کولى شو، څوک به زموږ مخه ونيسي، ان شاء الله چې څوک مو مخه نه شي نيولى، خو نورو وسله وال مخالفين بيا بېل طبيعت لري، وضعيت ئې هم بيل دى او د حزب په څېر نه دي، لږ تر لږه دا ويلى شو، دولت وسله وال مخالفينو د قانع کولو، راضي کولو او په دې نظام کې د شريکولو لپاره هيڅ نه طرحه لري، نه ظرفيت لري او نه هم چمتوالى، نيت او اراده لري، موږ د سولې د هر اقدام حمايت کوو، د سولې په ارتباط مو چې څه له وسې او توان پوره وي، نه ئې سپموو، خو احساس مو دا دى چې د سولې لپاره  بايد دلته دولت دغسې يوه اداره، يو هيئت يو ځواکمن او واکمن هيئت ولري چې هغه ته د سولې په ارتباط بشپړ اختيار ورکړ شي، همدا راز که طالبان غواړي چې سوله وکړي بايد، دې ته ورته يو هيئت وټاکي هغه ته صلاحيت ورکړي او بيا دا ومني چې د دولت او د ټولو هغو افغانانو چې دوئ ورسره مخامخ دي، احزاب او دولت، يو ځواکمن او واکمن هيئت ولري چې دا دواړه هيئتونه سره په ګډه د سولې په ارتباط ګډه پرېکړه وکړي، طالبان هم د هغوئ پريکړه ومني او دولت هم، خو زموږ احساس دا دى چې نه طالبان متاسفانه دا کار کولى شي او نه هم دولت چې واکمن او با صلاحيته هيئت دې وټاکي او بيا ددې ګډ هيئت هرې پريکړې ته دې درناوى وشي، فکر کوم د حل تر ټولو اسانه لار همدا ده، سوله به راځي، داجګړه به ان شاء الله حتماً ختميږي که هر څوک هم ددې پر وړاندې خنډونه او موانع را پيدا کړي هيڅوک به ونه توانيدلى شي چې د سولې د تحقق مخه د تل لپاره ونيسي.

سبحانک اللهم و بحمدک نشهد ان الااله الا انت نستغفرک و نتوب اليک

 

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th December, 2018