تفصیل | شهادت 

16th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ورور حکمتیار د تېرې جمعې د خطبې بشپړ متن:

2018-12-01

ازبکستـان دې د افغـان سـولې په اړه د غونـډې کوربه تـوب وکړي

د سولې په ارتباط د جوړ شوي هيئت ترکيب سم نه دی

الحمدلله و کفى وسلام على عباده الذين اصطفى

و بعد!

اعوذباالله من الشيطن الرجيم، بسم الله الرحمن الرحيم

وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ (الايه) صدق الله العظيم

الله تعالى فرمائي چې له تاسو چا ايمان راوړى او نيک عملونه ئې کړي، له هغوئ سره الله تعالى وعده کړې چې حتماً به د ځمکې خلافت دوئ ته داسې سپاري لکه تر دوئ وړاندې مومنانو او صالحانو ته ئې چې سپارلى و، دا د الله تعالى قطعي او حتمي وعده ده چې اقتدار او د ځمکي خلافت به دغو مومنانو او صالحانو ته سپاري، دا وعده يوازې له تاسو سره نه، بلکې له تاسو وړاندې هر چا چې د ايمان او صالح عمل لارئې غوره کړې، د الله تعالى دا وعده د هغوئ لپاره تر سره شوې او هرومرو به هغه دين ته تمکين ورکوي چې الله تعالى ددغو مومنانو او صالحانو لپاره غوره کړى، اقتدار به دين ته حواله کوي، دين به حاکم کوي، دا د الله تعالى دويمه وعده ده، لومړۍ دا چې د ځمکې اقتدار او خلافت به دوئ ته سپاري او دويمه دا چې دين ته به تمکين او تسلط سپاري او حتماً به د دوئ د خوف او ويرې حالت په امن او ډاډ بدلوي، په دوئ باندې چې له بېلو اړخونو نه کومه ويره مسلطه ده، د نا امنۍ ويره، د فقر ويره، د ذلت ويره د دوئ دا د ويرې او خوف حالت به حتماً په ډاډ او امن بدلوي، امن به د هغه په عوض کې ورکوي او دا چې خوف او ويره به ئې په امن بدليږي، دا له دوئ سره د الله تعالى درېيمه وعده ده، داسې حالت به راولي چې هلته له ده پرته د بل چا عبادت و نه شي، يعنې هلته به د انسان سر له خداى جل جلاله پرته بل چاته ټيټ نه وي، هلته به انسان د انسان بنده نه وي، دا د بنده گي ټغر به ټوليږي، خلک به يوازې د خداى جل جلاله عبادت کوي، (يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا) زما عبادت به کوي او له ماسره به په عبادت کې بل څوک نه شريکوئ او څوک چې له دې وروسته ددې سترو سترو الهي نعمتونو ناشکري وکړي، ستر نعمتونه لکه د ځمکې خلافت، د ځمکې د ټولو شتمنيو وراثت او د دين تمکين او اقتدار او سلطه د خوف حالت په امن بدليدل او دا چې هلته به له الله تعالى پرته د بل چا پر وړاندې د انسان سر ټيټ نه وي، څوک چې ددې ستروسترو نعمتونو ناسپاسي وکړي نو همدا دوئ فاسقان دي، دا د الله تعالى وعدې دي له صالح مؤمنانو سره، چې مخکې ترسره شوي او تل به تر سره کيږي او که کله مو وليده چې دا وعدې د يوې ډلې په ارتباط چې ځانته مؤمنان او مسلمان وائي خو دا الهي وعدې د دوئ په باب نه دي ترسره شوي، بايد پوه شي چې دوئ په دغه دوو امورو کې کمى او نقص لري ( په ايمان کې او عمل صالح کې) دوئ د دين په يوې برخې عمل کړى او په نورو نه، دين ئې تقسيم کړى، په ځينو برخو ئې عمل کړي او په ځينو نه، له همدې امله د هغوئ په اړه د الله تعالى وعدې نه دي ترسره شوي، عامل ئې دوئ خپله دي خداى جل جلاله په خپلو وعدو کې رښتني دى، هغه حتماً خپلې وعدې ترسره کوي، خو مشروط په دې پورې دي چې زه ددې وړتيا لرم که نه، چې د الله تعالى دا وعدې زما په اړه تحقق ومومي، بايد په خپل ايمان او عمل صالح کې وګورو چې ايا په ما کې ددې وړتيا شته که نه، نقص ماته راګرځي ما ازبکستان ته يو سفر درلود، د ازبکستان د دولت په بلنه لنډ سفر او هلته مې د دولت له مسؤولينو سره ښه تفصيلي او گټورې ناستې درلودې، د ازبکستان مهم مهم او تاريخي ښارونه مو هم لکه سمرقند او بخارا هم وليدل د اسلام د تېر دور د عظمت سترې سترې نښې مو هم وليدلې، د هغه مهال آثارو چې سمرقند يو د يو ستر او عظيم ملک پايتخت و، اوس نږدې ٢٢ هېوادونه ترې جوړ شوي او دا ٢٢ ستر هېوادونه تر عراق پورې دا ټوله پراخه ځمکه، له يو مرکز (سمرقند) نه اداره کيده

، د ازبکستان چارواکو د ليدنو په جريان کې مو وړانديز وکړ چې که ممکن وي د افغانستان د بحران د حل په برخه کې تاسو لږ مثبت او جدي ونډه واخلئ که ممکن وي، نو تاسو دا ابتکار وکړئ چې د سولې لپاره د ټولو اغيزمنو ګوندونو ګډ هيئت، د طالبانو په شمول د دولت يو هيئت هم راوبلئ او فقط د يو تبادل نظر لپاره د تفاهم په موخه له هغوئ سره د سولې په ارتباط وغږيږئ که دوئ وتوانيدل چې توافق ته ورسيږي د ګاونډيو هېوادونو او په دې سيمه کې د افغانستان په جرياناتو کې د اغيزمنو هېوادونو استازي هم راشي او د سولې په اړه دې عملي ګامونه واخلي چې که دا کار وشي دا به يو موثر ابتکار وي او موږ يوې نتيجې ته ورسيږو له ماسره ئې دا منلې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير ماته وويل چې ژنيوکې کنفرانس جوړيږي زه به ستا دا مشورې او نظريات په خپله بيانيه کې را اخلم او کاپي به ئې هم د مطالعې لپاره تاته دروليږم، موږ سره ئې دا توافق وکړ او په دې باندې به کار کوو، ما ورته وويل چې د ګوندونو قناعت زموږ پر غاړه، طالبان تاسو قانع کړئ او تر ټولو ښه ځاى ئې هم همدا ازبکستان دى، چې همدلته په تاشکند کې همدغسې يوه ناسته وشي او که دا ناسته وشوه، يقيناً چې دا به د تصميم په يوې مقتدرې مرجع باندې بدليږي، دا مناسب ګڼم چې د دولت له لوري اوس د سولې په ارتباط يو هيئت جوړ شوى، پرته له دې چې د ګوندونو موافقه تر لاسه شي او ددې هيئت د ترکيب په اړه د ګوندونو له استازو سره مشوره وشي، دا ترکيب نه سم دى او نه هم د دومره دروند کار له عدې وتلى شي، مناسب ترکيب دا و چې، د اغيزمنو ګوندونو چې شمېرئې اووه يا اته دى، د دوئ هيئتونه واى او د دولت له لوري هم فقط دوه کسه واى او دې هيئت ته بايد بشپړ صلاحت سپارل  شوى واى، له ګوندونو نه هم بايد د ګوندونو لومړۍ درجه خلک واى او د دولت له لوري هم داسې کسان معرفي شوي واى چې هغوئ سولې ته ژمن دي، له زړه نه سوله غواړي، ددې اوسني وضعيت دوام نه غواړي، مفکوره او دريځ ئې او موقف ئې داسې نه دي چې هغوئ د جنګ پر دوام ټينګار کوي، هغه چې سوله غواړي، په دې هيئت کې نيول شوي واى، متاسفانه چې دې مهمو او اساسي مطالبو ته له پام پرته دا هيئت جوړ شوى دى، هيله مو دا ده چې د مذاکراتو لپاره چې ډېره ستره مساله ده، يو ځواکمن هيئت وټاکل شي، معتبر چې د ټولو سياسي ګوندونو حمايت هم ولري او وتوانيدلى شي چې دا خپله پرېکړه عملي هم کړي، د جګړې په ختمولو او امنيت په تامين کې فعاله ونډه ولري، هيله ده همدغسې يو هيئت جوړ شي.

در رابطه به حادثهء المناک اخير که در محفل تجليل ميلاد النبى در شهر کابل انجام شد، در حدود ٥٥ تن به شهادت رسيده و تعداد ميبرد زيادى که از نود تن جراحت برداشتند، بايد بگويم که اين حادثه کار انسانى که به خداوند باورمند باشد و در قلب، ترحم، عاطفه، شعور و عقل داشته باشد، هرگز نيست. اين عمل وحشيانه کار يک انسان قسى القلب و بى رحم که نه به خدا باور دارد و نه به اسلاميت و انسانيت با اين عمل، کار افرادى مزدور است که از سوى اجانب استخدام شده اند، به افغانها ترحم ندارند، طالب و داعش نه تنها مسئوليت اين حمله را بدوش نگرفت، بلکه محکوم هم کردند. باور داريم همه جناياتى که  نتيجۀ آن در افغانهاى بيگناه و مظلوم کشته ميشوند از يک آدرس است نه از چندين آدرس. اگر جنايتکاران در يونيفورم باشند و يا بدون يونيفورم باز هم از همين آدرس هستند اگر نامش را انتحارى و انفجارى ميگذارند هم از سوى همين آدرس است ما با دشمنى روبرو هستم که تشنه خون افغان است، دشمن دين ما، دشمن ملت ما، دشمن کشور ما و دشمن خدا و پيغمبر و دينش، دشمنى که منافع خود را در ادامۀ جنگ در افغانستان جستجو مى کند، به هر آدرسى که اين جنايات منسوب شود، باور نکنيد، اين مربوط به اين آدرس نيست، مربوط به شبکه هاى استخباراتى اى در خدمت دشمنان است. گمان نمى کنم يک افغان تا اين حد وحشى و بى رحم باشد و خدا ناترس که از ارتکاب اين نوع جنايات هم خود دارى نکند، مردمى که به خاطر خدا و به خاطر ميلاد النبى جمع شده اند آيا ممکن است که يک مسلمان بالاى اين  اشخاص، مرتکب چنين و جنايت نابخشودنى شود.

به همه ميگوئيم که بيائيد جلو اين چنين اشخاص را بگيريم، اگر صادقانه تصميم بگيريم يقيناً ميتوانيم، افغانها بايد سلسله خونريزى هاى بيرحمانه را قطع کنند، به طالب و هر کس ديگرى که سلاح برداشته براى شان مى گوئيم که بيائيد اسلام را ازين نوع اعمال ننگين برائت بدهيم و ثابت کنيم که اسلام به چنين جنايات باور ندارد. در اسلام ريختاندن يک قطره خون انسان بى گناه جرم بوده و جنايت است؛ حتا ريختن يک قطره خون يک مسلمان هم نه، بلکه خون يک کافرى که با شما جنگ نکرده و مرتکب قتل  نشده و کشتن اش جايز نيست، ريختاندن يک قطره خون انسان بيگناه، که مؤمن هم نباشد، از نظر اسلام گناه است و حرام مى باشد، بيائيد اين را به دنيا ثابت کنيم، روزى که ما به خاطر خدا مى جنگديم، در مجموع کشور ما امنيت بود، يک مجاهد از بدخشان، بادغيس، فارياب و جوزجان پياده حرکت مى کرده و اين مسير طولانى را در يک ماه طى مى کرد، در هيچ نقطه اى کسى مزاحم اش نمى شد، دروازه هر مسجد و مهمانخانه به رويش باز بود  همه مردم او را احترام مى کردند خودش، اسپش و اشترش را نه کسى مزاحم مى شد و نه هم کسى تهديدش مى کرد و نه هم پول و سلاحش را مى گرفت، ازبک، تاجک، هزاره و شيعه از مناطق پشتون نشين مى گذشت، کسى مزاحم اش نمى شد، هيچ کس هم شکايت نمى کرد که در فلان قريه ومنطقه برايم مزاحمت کردند، سلاح ام را گرفتند، خلع سلاحم کرد يا اهانتم کرد؛ چنين وضعيتى را باز هم مى توانيم به وجود بياوريم، بيائيد کشور خود را از اين حالت بيرون و ملت مظلوم خود را از اين حالت نجات بدهيم و توطئه هاى خصمانه دشمن را خنثى کنيم و نگذاريم که ملت ما، ديگر قربانى توطئه هاى اجانب شود.

سبحنک اللهم و بحمدک نشهد ان لا اله الا انت نستغفرک و نتوب اليک

 

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th December, 2018