تفصیل | شهادت 

16th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

انسان او زده كړه

2018-12-01

دوه ډوله ژوي لرو:

۱- هغه چي پوهه ئې ثابته ده، په فطرت كي ئې اېښودل شوې، پرته له تعليم او تعلم په دومره څه پوهېږي چي ورته ضرورت لري،

۲- هغه چي له پيله په څه نه پوهېږي او هر څه د بل د لارښوونو له لاري زده كوي، ټول حيوانات او مارغان په لومړۍ ډلي كي شامل دي، يوازي انسان داسي دئ چي په اصل كي (بې علمه) دئ، په تدريج سره زده كړه كوي او علم ترلاسه كوي.

د انسان د پوهي او علم تفاوت د نورو ژوو له شعور او پوهي سره په دې كي دئ چي نور ژوي ثابت او محدود علم لري، له مخكي د دوى په خټه او دماغ كي اېښودل شوى، په فطري او الهامي توگه ورته تفهيم شوې چي څنگه ژوند وكړي، كوم كوم كارونه وكړي، څه وخوري او د څه له خوراكه ډډه وكړي، څنگه مفيد او مضر سره بېل كړي، خو انسان كولى شي چي تر هغه څه زيات هم زده كړي چي په فطري او الهامي توگه ورښودل شوي او په ضمير كي ئې اېښودل شوي.

دى كولى شي زده كړه وكړي، د خپلي پوهي سطح لوړه كړي، اسرار كشف كړي او پټ حقائق ځان ته معلوم كړي، په (لوستلو)، (ليكلو) او له (قلم) په استفادې سره د خپلي حافظې ظرفيت لوړ او پراخ كړي او په هغه څه هم پوه شي چي نور پرې پوهېدلي او دى ترې غافل وو او له پېژندو ئې عاجز.

كه انسان ته له (قلم) د استفادې استعداد نه وى وركړى شوى او په ليك او لوست نه پوهېدى نو د هر چا علم او پوهه به له ده سره پاته كېده، نه به په دې توانېدو چي د نورو له پوهي او تجربو گټه واخلي او نه به ئې خپل تجارب او علم نورو ته انتقالولى شو. دا د انسان د پوهي او علم په اړه يو دقيق او علمي انځور دئ. راشئ وگورو چي قرآن په دې اړه څه وايي، د قرآن دغو آيتونو ته ځير شئ:

ژباړه: ولوله په نوم د خپل رب، هغه چي پيدا ئې كړ. انسان ئې له ځوړندو پيدا كړ. ولوله چي رب دي ډېر كريم دئ. آ چي په قلم ئې پوهه وركړه. انسان ته ئې ورزده كړل څه چي نه پرې پوهېدو. العلق: ۵-۱

دا مبارك آيتونه پر رسول الله  صلى الله عليه و سلم نازل شوي لومړي آيتونه دي او د قرآن نزول په همدغو آيتونو سره پيل شوى، څو مهمي خبري ئې زموږ پام ځان ته جلبوي:

الف: د الله تعالى له لوري وحي د اقرأ (ولوله) په امر پيل شوې او دا ښيي چي د اسلام له نظره د (لوست) مقام او منزلت څومره لوړ دئ او څومره اهميت لري، دا د الله تعالى لومړى امر دئ، په دغه امر سره ئې د وحي لېږل پيل كړي.

ب: لوستل د خپل رب په نامه او د هغه په مرسته پيل كړه، هغه رب چي هر څه ئې پيدا كړي، ته او دا هر څه يوازي يو رب لرئ، چي هم ستا رب دئ او هم د نورو ټولو مخلوقاتو رب.

ج: د (اقرأ) له امره معلومېږي چي د وحي فرشتې بايد دا لومړۍ وحي په ليكلې بڼي كي د پيغمبر عليه السلام مخي ته اېښې وي.

په دې اړه چي (انسان له ځوړندو پيدا شوى) څو خبري د توجه وړ دي:

الف: علق د علقة جمع ده، اصلي معنى ئې ځوړند ده او دلته په دې خاطر د جمع په صيغه راغلې چي له انسان مراد ټول انسانان دي، يعني ټول انسانان ئې له ځوړندو شيانو پيدا كړي.

ب: قرآن د ټولو ژوو پيداېښت له اوبو او د انسان د پيداېښت لومړۍ ماده خاوره او د جوړښت پيل ئې له نطفې گڼي، دغه نطفه وروسته د علقې بڼه غوره كړي.

۴-۳ آيتونه وايي: ولوله چي ستا رب ډېر كريم دئ، دا د الله تعالى د كرم او پېرزويني څرگنده نښه ده چي انسان د يوه (ځوړند توكي) له حالته هغه ځاى ته رسوي چي (كامل انسان) ترې جوړ شي، ليك او لوست ورښيي، انسان يوازينى مخلوق دئ چي كولى شي د (لوستلو) له لاري د بل په خبره پوه شي او د (ليكلو) له لاري خپل معلومات خوندي كړي او خپل پيغام نورو ته ورسوي او په دې سره د خپل سلف له قيمتي تجاربو گټه واخلي، د معلوماتو د ضايع كېدو مخه ونيسي او راتلونكي نسل ته ئې انتقال كړي، له انسانه پرته دا وړتيا او امتياز په هيڅ ذيروح كي نه گورو، الله تعالى په انسان كي دا استعداد او وړتيا اېښې ده چي له (قلم) د تعليم او تعلم وسيله جوړه كړي، له دې اړخه ئې انسان ته پر ټولو نورو مخلوقاتو فضيلت وركړى.

له دې مبارك آيته څو اساسي مطالب استنباطولى شو:

الف: په (قرائت)، (علم) او (قلم) سره هم انسان ته پر نورو مخلوقاتو فضيلت وركړى شوى او هم په خپله د انسانانو تر منځ يوه ته پر بل فضيلت.

ب: (قلم) د زده كړي او پوهي ډېره اغېزمنه وسيله ده، په دې سره انسان د دې مجال ترلاسه كوي چي په ډېرو هغو حقائقو پوه شي چي له بلي لاري پرې پوهېدل ورته ممكن نه وو.

ج: لكه څنگه چي دلته د (علم بالقلم) الفاظ په دې معنى دي چي انسان ته له قلم د استفادې استعداد وركړى شوى، الله تعالى د هغه په فطرت كي دا ملكه اېښې چي قلم جوړ كړي، خپل ما في الضمير وليكي او نورو ته ئې انتقال كړي او له دې د زده كړي او تعليم او تعلم وسيله جوړه كړي، همدا راز په نورو آيتونو كي دې ته ورته راغلي الفاظ لكه (علمه البيان) او (علم آدم الاسماء كلها) هم هغو استعدادونو ته اشاره كوي چي انسان ته وركړى شوي، انسان ته د (بيان) ملكه وركړى شوې، كولى شي خپل (مافى الضمير: د خپل زړه خبري)

اظهار كړي او له كلماتو او الفاظو په استفادې سره خپل قصد، هدف، نظر او پيغام تشريح او توضيح كړي، هغه ته د هر څه د پېژندو او په هر څه د يوه مناسب نوم اېښودو استعداد وركړى شوى، هغه كولى شي خپله پوهه د نومونو په قالب كي ترتيب، تنظيم او حفظ كړي او نورو ته ئې انتقال كړي.

دا د انسان يوه ځانگړتيا ده، دا صفت په نورو مخلوقاتو كي نشته، په دې سره الله تعالى انسان ته پر ټولو مخلوقاتو فضيلت او شرف وركړى. هغه محترم مفسرين چي د (علم آدم الاسماء كلها) آيه په بلي بڼې تفسيروي او وايي چي اسماء توقيفي دي، د الله له لوري وضع شوي او آدم عليه السلام ته ښودل شوي، سخته اشتباه ئې كړې، تفسير ئې هم تفسير بالرأى دئ، نه تفسير قرآن بالقرآن او هم د واقع خلاف، عملاً گورو چي ټول نومونه انسان په خپله وضع كوي، د هر نوي توكي لپاره نوى نوم غوره كوي، كه د دوى دا تعبير ومنلى شي د (علم بالقلم) او (علمه البيان) آيتونه به د دوى د اسلوب له مخي څنگه تفسيروو؟ كه خبره داسي وى لكه دوى چي وايي، نو بايد د ټولو شيانو نومونه، په ټولو ژبو كي سره ورته وى؟ خو عملاً گورو چي خبره د دې عكس ده.

سره له دې چي قرآن (قلم)، (ليك) او (لوست) ته دومره اهميت وركړى او سره له دې چي پيغمبر عليه السلام ته د وحي په پيل كي لومړۍ لارښوونه د قرائت او قلم په اړه ده او ورته ويل شوي چي قلم د تعليم او تعلم ستره وسيله ده، خو متأسفانه زموږ په زړو ديني مدرسو كي (قلم) هېر شوى، له دغو مدرسو چي څوك فارغېږي اكثراً په ليكلو نه پوهېږي!!

له پنځم آيته څو مطالب ترلاسه كولى شو:

الف: د انسان پر مخ چي د معرفت هره دروازه پرانيستل كېږي او په هري نوې خبري چي د پوهېدو توفيق ترلاسه كوي، د ده هر( كشف) او په هر سر او راز پوهېدل ئې په حقيقت كي د الله تعالى يوه پېرزوينه ده، دا دروازه د ده له لوري ورته پرانيستل كېږي، په دغو حقائقو د پوهېدو توفيق دى وركوي او د دغو اسرارو د كشف توان دى وركوي، هر چا ته علم او پوهه دى وركوي، سترگي، زړه، غوږونه، دماغ او اعصاب ئې د ده په اراده ورته كار كوي، لار ورته ښيي او د ښه او بد، مفيد او مضر په پېژندلو كي ئې مرسته كوي، په هر څه چي انسان علماً احاطه كوي او په كوم څه د پوهېدو توفيق ترلاسه كوي نو دا ټول د الله په خوښه او اذن او په همغه حد كي وي چي الله ئې وغواړي.

ب: د دې عالم يوه برخه داسي ده چي انسان ئې له وحي پرته له بلي هيڅ لاري نه شي پېژندى، الله تعالى د وحي په لېږلو سره انسان ته په هغه څه د پوهېدو امكان هم ميسر كړ چي له دې پرته ئې درك كول او پېژندل ورته ممكن نه وو. 

اوس نو تاسو د قرآن دا علمي، دقيقه او په حقيقت او واقعيت ولاړه وينا د بايبل له دغي بې بنسټې ادعاء سره مقايسه كړئ چي وايي: انسان د معرفت د وني مېوه وخوړه، سترگي ئې پرانيستل شوې، د ځان او خپل ماحول په حال پوه شو.

موږ درد څنگه احساسوو؟

دا هم يوه علمي پوښتنه ده چي انسان دردونه څنگه او د بدن د كومي برخي په مرسته احساسوي، علم وايي چي د انسان په بدن كي له دوو تر څلورو مليونو د درد احساسولو نقطې شته، چي د حساسيت كچه ئې له يوې تر بلي ساحې توپير لري، دا نقطې اكثراً د انسان په پوستكي كي دي، د همدې لپاره موږ دردونه په پوستكي كي احساسوو. راشئ د علمي تحقيقاتو دا وينا د قرآن خوا كي كښېږدو او وگورو چي قرآن په دې اړه څه وايي، د قرآن دې آيت ته ځير شئ:

ژباړه: يقيناً هغه چي زموږ په آيتونو كافران شوي، ژر به ئې په اور كي ننباسو، كله چي ئې څرمني پخې شي نو په عوض كي به له دغو پرته نوري څرمني وركړو، چي عذاب وڅكي، بې شكه چي الله باحكمته عزيز دئ. النساء: ۵۶

په دې آيت كي د قرآن يو بل علمي اعجاز زموږ مخي ته راځي: قرآن ويلي چي كافران به په اور كي سوزي، كله چي د دوى څرمن وسوزي، بله څرمن به وركړو، ترڅو عذاب وڅكي، يعني انسان په پوستكي سره د سوزېدو درد احساسوي، كه پوستكى نه وي نو دا درد نه احساسوي. او دا هغه حقيقت دئ چي څوارلس پېړۍ وروسته انسان ورباندي پوه شو. اوس پوه شو چي د درد د احساسولو ډېرى عصبي رشتې او نقطې په پوستكي كي دي.

د گوتو د سرونو گاري

نن هر چا ته دا حقيقت جوت شوى چي د انسانانو د گوتو د سرونو گاري يو ډول نه دي، د همدې لپاره اوس د كشف او تحقيق ادارې، پوليسان او محاكم تر عكس د گوتو د سرونو نښو ته اهميت وركوي، له هر متهم تر هر څه وړاندي د گوتو د سرونو نښه اخلي، د جرم په ځاى كي د گوتو په نښو پسي گرځي، او په دې باور دي چي په دنيا كي د دوو انسانانو د گوتو د سرونو گاري يوه بل ته ورته نه دي!!

راشئ وگورو چي آيا قرآن هم دې حقيقت ته اشاره كړې كه نه! د قرآن دې آيتونو ته ځير شئ:

 ژباړه: آيا دا انسان انگېري چي د ده هډوكي به راغونډ نه كړو؟ ولي نه، په دې برلاسي يو چي د گوتو سرونه ئې برابر كړو. القيامة: ۴-۳

تر دې وړاندي آيتونو او دغو دوو آيتونو كي د قرآن هغه مخاطب ته چي د قيامت په راتلو باور نه لري داسي ويل شوي: نه؛ داسي نه ده چي ته ئې انگېرې، قيامت يو مسلم حقيقت دئ، حتماً به راځي، له قيامته ستا انكار خوشى بې بنسټه انكار دئ، ستا (نفس لوامة) په دې شهادت وركوي چي د قيامت او محاكمې او محاسبې ورځ به حتماً راځي.

كه ستا په نفس كي داسي قاضي شته چي په هر غلط كار تا ملامتوي، آيا دا د دې خبري شهادت نه وركوي چي ستا هغه رب به هم تا په خپلو غلطو كارونو ملامتوي چي دغه قاضي ئې ستا په ضمير كي اېښى، تا ته ئې د ښه او بد په اړه د قضاوت ملكه او استعداد دركړى. په همدې سلسله كي فرمايي:

آيا انسان دا گمان كوي چي د ده وراسته هډوكي او په خاورو بدل شوي اندامونه د بيا راغونډولو نه دي او الله به بيا د ده جثه جوړه نه كړي او هغه ته به سا ورنكړي!!

 په داسي حال كي چي الله نه يوازي د ده په بيا راژوندي كولو قادر دئ بلكي په دې هم قادر دئ چي د ده د گوتو د سرونو ليكي او گاري په خپل مخكني شكل كي بيا جوړي كړي.

د قيامت په اړه د انسان د انكار وجه دا نه ده چي هغه ته كافي او قانع كوونكي دلائل په لاس نه دي ورغلي او يا له دې حقيقته د ده انكار د جهل او ناپوهۍ په وجه دئ، داسي نه ده، برعكس د گناه اراده او په راتلونكي كي د فجور او بدكارۍ عزم ئې دې ته هڅوي چي له قيامت عمداً انكار وكړي. په قيامت باور خو د ده د وجود په خټه كي اېښودل شوى، د ده وجدان د قيامت او حساب كتاب يوه څرگنده بېلگه ده، د ده مشكل له دې راولاړ شوى چي (هوى او هوس) ئې دې ته اړ كوي چي د خپل (وجدان) او (عقل) پرېكړه تكذيب كړي، د ده قضاوتونه له هوس راخوټېږي، تل د خپل وجدان د حكم او غوښتني خلاف گناه ته ملا تړي.

كه دى د خپل هوس فرمان ته غاړه كښېنږدي، او د گناه د ارتكاب اراده او عزم پرېږدي نو د ده او قيامت ترمنځ به ټول حجابونه له منځه ولاړ شي او په خپل نفس كي به د هغه لپاره شواهد ومومي.

گورئ چي په دې مباركو آيتونو كي د قرآن يو بل علمي اعجاز زموږ مخي ته راځي او وايي:

آيا له قيامته منكر انسان داسي گمان كوي چي وراسته هډوكي به ئې بيا راغونډ نه كړو؟

 آيا بيا ژوندون ورته محال برېښي؟!!

په دې دي پوه شي چي نه يوازي بيا به ئې ژوندى كړو بلكي د گوتو د سرونو گاري به ئې هم په مخكنۍ بڼه كي جوړي كړو؟ سره له هغو توپېرونو چي د يوه گوتي ئې له بل سره لري.

ژور خوب او نه اورېدا

علمي تحقيقات ښيي چي د خوب په دوران كي د انسان حواس ورو ورو او يو په بل پسي خپل اړوند كارونه متوقف كوي، ځيني وړاندي او ځيني وروسته وروسته له كاره ولوېږي، سترگي ژر بندي شي، غوږونه تر ډېره وخته نيم بند او د standby  په حالت كي وي، ډېر وروسته او په ډېر ژور خوب كي د اورېدو دنده په بشپړه توگه بنده كړي، راشئ وگورو چي قرآن په دې اړه څه ويلي، د قرآن دغو آيتونو ته ځير شئ:

ژباړه: نو څو كاله مو په سمڅي كي د دوى غوږونه دپ كړل، بيا مو راپاڅول چي وگورو له دواړو ډلو كومه يوه ئې د دوى د پاته كېدا د مودې ښه شمېرونكې ده!! الكهف: ۱۲-۱۱

په دې مباركو آيتونو كي د اصحاب كهف د اوږده او ژور خوب په اړه ويل شوي چي څو كاله مو په سمڅي كي د دوى غوږونه دپ كړل!!

دا پوښتنه راولاړېږي چي ولي د ژور خوب پر ځاى د غوږونو د دپولو خبره شوې؟!!

ولي نه دي ويل شوي چي څو كاله مو په ژور خوب ويده كړل؟!

 آيا د دې پوښتني بل ځواب موندلى شو چي الله تعالى موږ ته د ژور خوب او د غوږونو د دپېدو تر منځ ژور تړاو انځور كړى؟!

په آيتونو كي موږ ته ويل شوي چي د انسان د ډېر ژور خوب حالت هغه دئ چي غوږونه ئې له اورېدو ولوېږي، په سطحي خوب كي د انسان غوږونه په نسبي توگه ويښ وي او د غږ په وړاندي عكس العمل ښيي، هر څومره چي خوب ژور كېږي د غوږونو حساسيت هم كمېږي، او دا هم هغه حقيقت دئ چي علم اوس پرې پوه شوى، او دا ښيي چي قرآن د خپلو مطالبو په بيانولو كي څومره دقيق دئ!! يقيناً چي دا د قرآن يو علمي اعجاز دئ.

په دې اړه د رسول الله  صلى الله عليه و سلم يو حديث به د مطلب په پوهېدو كي مزيد ستاسو مرسته وكړي.

ژباړه: له ابو هريره رضى الله عنه روايت دئ چي رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمايلي: (كله چي څوک ويده شي شيطان ئې د سر په شاتنۍ برخي كي درې غوټي غوټه كړي، هره غوټه په خپل خپل ځاى ووهي، له هري غوټي سره وايي: شپه دې اوږده، ويده شه، که دا سړى راويښ شي، د الله تعالى ذکر وکړي، نو يوه غوټه پرانيستل شي او که اودس وکړي بله غوټه پرانيستل شي او چي لمونځ وکړي نو بله غوټه پرانيستل شي او سحر تازه او پاك زړى راپاڅېږي، او که نه نو لټ، پرېشانه او بد حاله به راپاڅېږي). بخاري: ۳۲۶۹

كه څه هم دا روايت په صحابه وو كي يو راوي لري خو دا مطلب په نورو رواياتو كي هم له ځينو توپيرونو سره راغلى، نږدې ټولو مهمو كتابونو راوړى، د متن له پلوه داسي دئ چي يوې ژوري علمي موضوع ته اشاره كوي، داسي موضوع چي يوازي يو پيغمبر ئې ويلى شي، نن او له ډېرو علمي تحقيقاتو وروسته معلومه شوې چي د انسان خوب همداسي دئ لكه چي په دې مبارك حديث كي ورته اشاره شوې، كه د انسان خوب ته ځير شو نو گورو چي خوب په تدريجي توگه انسان ته راځي او په تدريجي توگه ترې ځي، داسي لكه چي د بدن د هغو برخو سويچونه ئې ورو ورو او يو په بل پسي وهل كېږي چي د انسان په واك كي دي او د ده له حكم او ارادې سره سم عمل كوي، لكه لاسونه، پښې، سترگي، شونډي او ژبه، دا سويچونه د ويدېدو په وخت كي يو په بل پسي بر وهل كېږي او د ويښېدو په وخت كي لاندي، د خوب پر مهال د انسان دماغ؛ په ويني كي د داسي توكي راپيدا كېدو پرېكړه وكړي چي د خوب باعث كېږي، دا ماده د دماغ هغو برخو ته درومي چي همدا غړي اداره كوي، لومړى سترگي پټي شي، بيا د لاس او پښو د خوزولو برخه خپل كار متوقف كړي، ورو ورو انسان په ژور خوب ويده شي، ويښېدا ئې هم همداسي تدريجي وي.

 د رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې حديث كي دغي ژوري علمي موضوع ته اشاره شوې.

د حديث شارحينو په دې اړه هم بحثونه كړي چي دلته د عقد معنى څه ده؟

په مجازي معنى راغلې كه په حقيقي معنى؟

سمه رأيه دا ده چي دا الفاظ په مجازي معنى راغلي، چي له يوې خوا د انسان د خوب څرنگوالى انځوروي او له بلي خوا پر انسان د شيطان اغېز او د هغه له اغېز د خلاصون څرنگوالى، شيطان غواړي انسان له خپل ځان او له خپلو مسئوليتونو غافل شي، په ژور خوب ويده شي، كه راپاڅېږي نو لټ، بد زړى او بدخوى وي، طبيعت ئې نيولى او تندى ئې تريو، په اوداسه او لمانځه سره هغه غوټي پرانيستل كېږي چي شيطان ئې د انسان ذهن ته اچوي.

د حلال او حرام په اړه د قرآن وينا

قرآن د حلال او حرام په اړه دا اصل وضع كړى چي څه انسان ته گټور وي هغه حلال دي او څه چي مضر وي هغه حرام دي.

قرآن فرمايي:

ژباړه: د شراب او قمار په اړه تا پوښتي، ورته ووايه: په دوى كي ستره گناه ده او څه گټي د خلكو لپاره، خو گناه ئې تر گټي ډېره ستره ده. البقره: ۲۱۹

گورئ چي دلته د (اثم: گناه) په مقابل كي د (منفعت :گټي) ذكر شوى، له دې په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي د حلال او حرام د ټاكلو په اړه دا اصل په پام كي نيول شوى چي څه انسان ته گټه لري او څه تاوان، هر څه چي انسان ته ئې تاوان تر گټي زيات وي، الله تعالى هغه حرام كړي او هر څه چي گټه ئې تر تاوان زياته وي هغه ئې حلال كړي، شراب او قمار د دې لپاره حرام كړى شوي چي تاوان ئې تر گټي زيات دئ، هم فرد ته او هم ئې ټولني ته، شراب انسان له خپل طبيعي حالت باسي، په خپلو حواسو او مشاعرو د ده واك كمزورى كوي، له سده ئې باسي او داسي كارونو ته ئې هڅوي چي په طبيعي حالت كي ترې ځان ساتي او قمار په ناحقه د بل د مال غصبولو وسيله ده، په دې سره هغه حريص انسان په دام كي اچول كېږي چي غواړي له آسانه لاري د ډېر مال او ثروت خاوند شي، د ده له دغه كمزورۍ په استفادې سره زرنگ او ماهر ټگماران د ده موجود ثروت هم ترې غارت كړي، اوس خو متأسفانه حكومتونه له خپلو ولسونو سره همدا دوكه كوي، د لاټرۍ په غولونكو اعلاناتو كي وايي: خپل بخت وآزمويئ، د مليونر كېدو دا طلايي موقع له لاسه مه وركوئ، كېدى شي د شلو روپو يو ټكټ تاسو ته هومره څه په لاس دركړي چي ټول آرمانونه مو ترسره كړي!!

ناپوه او حريص كسان په دې غولوونكو اعلاناتو دوكه كړي، له زرگونو كسانو پيسې ترلاسه كړي او د هغه پنځه په سلو كي څو (په اصطلاح بختورو گټونكو) ته وركړي او باقي ئې د غلو او خائنو چارواكو د عيش عشرت سامان شي. 

دا چي په اسلامي شريعت كي ولي د ځينو حيواناتو غوښه تحريم شوې، آيا دليل ئې دا دئ چي د دغو حيواناتو غوښه انسان ته له صحي پلوه تاوان لري؟

او كه په تحريم كي ئې كوم بل غرض او حكمت په پام كي نيول شوى؟ د بقرې د سورې په(۲۱۹) آيت كي تاسو وليدل چي د (اثم: گناه) په مقابل كي د (منفعت :گټي) ذكر شوى، له دې په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي د حلال او حرام د ټاكلو په اړه دا اصل په پام كي نيول شوى چي څه انسان ته گټه لري او څه تاوان، هر څه چي انسان ته ئې تاوان تر گټي زيات وي، الله تعالى هغه حرام كړي او هر څه چي گټه ئې تر تاوانه زياته وي هغه ئې حلال كړي. د غوښه خوړونكو حيواناتو او مرغانو د غوښي خوراك چي انسان ته كوم كوم تاوانونه او ضررونه لري، په دې باندي انسان هلته په دقيقه توگه پوهېدى شي چي هم د دغو غوښو د تركيب او خاصيت په اړه كامل معلومات ترلاسه كړي او هم ئې په انسان باندي له اغيز پوره خبر شي، د علمي تحقيقاتو په ترڅ كي خو تر ډېره حده دا خبره معلومه شوې چي د دغو حيواناتو غوښه له صحي پلوه انسان ته ضررونه لري، يو مثال ئې

د بيزو غوښه ده چي وايي د ايډز بيماري د دغي غوښي له خوړلو له بيزو انسان ته منتقل شوې، اما له روحي پلوه ئې په ټولو اضرارو پوهېدل انسان ته مقدور نه دي، د موضوع دا اړخ په لابراتوار كي نشي معلومېدى، دا به د تجاربو له مخي معلومېږي، تراوسه انسانانو په دې اړه هېڅ ندي كړي، د دې زحمت ئې ندى ايستلى چي وگوري كوم څه له روحي پلوه انسان ته تاوان لري او كوم څه گټه، دومره ويلى شو چي هر خوراك د انسان په مزاج او روحيې ځانگړى اغېز لري، ځيني د انسان يوه غريزه پاروي او ځيني ئې بله، ځيني د نشاط او تحرك باعث شي او ځيني د كسالت او خمود، د داړونكو او څيرونكو مرغانو او حيواناتو په غوښه كي د داړلو او څيرلو خاصيت شته، د دوى د غوښي په خوراك سره دغه خصلت په انسان كي راپيدا كېږي او وده كوي او دا معلومه ده چي كه په انسان كي د دغو ځناورو دا خصلت راپيدا شي څومره خطرناك عواقب ورباندي مرتب كېدى شي،

كه په وسلو د مجهز انسان له زړه ترحم او عاطفه وايستى شي او ځاى ئې د داړونكو او درنده ځناورو دغه خصلت ته خالي شي، په زمكي كي به څومره تباهي خوره كړي؟!!

 ځناور خو يوازي د خپل ضرورت په اندازه داړل او څيرل كوي، چي موړ شي له داړلو او څيرلو لاس واخلي، خو انسان بيا په دې حد كي توقف نه كوي، هغه د غچ، انتقام، قهر او غصې او پر نورو د خپلي لويي او برلاسي تپلو جذبات هم لري، كه دا د څيرلو او داړلو خصلت هم له دغو ځناورو ترلاسه كړي، پايله به ئې څه وي؟

دغه ستر مصلحت او حكمت ته په پام سره د دغو حيواناتو غوښه تحريم شوې.

په زړو اديانو او مذاهبو كي ځيني داسي دي چي يا د غوښي خوراك ناسم او ناروا كار گڼي او يا خو هغه د روحي او معنوي ارتقاء مانع بولي او اوس داسي ډلي راپيدا شوې چي وايي انسان بايد يوازي د حبوباتو، نباتاتو او ميوو په خوړلو اكتفاء وكړي او د غوښي له خوړلو ځان وساتي، د دوى ځيني د حيوان ذبح كول د ترحم او عاطفې خلاف كار گڼي او ځيني ئې د غوښي خوراك د انسان روغتيا او سلامتيا ته مضر شمېري. په دې اړه څو خبرو ته ستاسو پام رااړوم:

• هر هغه مذهب چي حلال شيان تحريم كړي او د انسان روغتيا او سلامتيا ته ئې مضر او د ده د معنوي ارتقاء په وړاندي ئې خنډ وگڼي، هغه غلط او د اسلام له دائرې وتلى مذهب دئ.

• انسان ته د غوښي د خوراك له جوازه معلومېږي چي قرآن په دې اړه هم ډېر دقيق او علمي دريځ لري او د انسان فطري جوړښت ئې دقيقاً په پام كي نيولى، د ژورو علمي تحقيقاتو په نتيجه كي ثابته شوې چي د انسان جسمي جوړښت او د هاضمې جهاز ئې نه هغو حيواناتو ته ورته دئ چي يوازي واښه خوړى او هضموى شي او نه هغو ته چي يوازي غوښه خوړى او هضموى شي، بلكي ځيني برخي ئې يوې ډلي او ځيني ئې بلي ته ورته دي، له غاښونو او د تريخي د موادو له تركيب ئې معلومېږي چي هغه د غوښي خوړلو او هضمولو توان لري، د دې تحقيقاتو له مخي په قاطع توگه دا حكم كولى شو چي هر هغه دين، مذهب او مسلك چي په انسان باندي د غوښي خوراك منع كوي، هغه د انسان د فطرت خلاف غير علمي خبره كوي. په دې اړه هم د هندو مذهب دريځ غلط دئ او هم هغه نظريه چي په اروپا كي نوې راټوكېدلې او يوازي د نباتاتو په خوړلو تأكيد كوي او هم د تصوف په نامه هغه عقيده چي وايي: د معنوي ارتقاء لپاره بايد د غوښي له خوړو ډډه وشي، ځكه د غوښي خوراك زړه سختوي!!

• كه څوك د حيوان ذبح كول د ترحم او عاطفې ضد عمل گڼي، هغه بايد د يوه بوټي پرې كول، وريتول او سوزول هم د ترحم خلاف عمل وگڼي، بوټي هم ژوند او احساس لري، په ژوند او احساس كي ئې له حيواناتو سره توپير ډېر لږ دئ.

• ولي بايد يوازي پر انسان باندي دا حكم جاري او نور حيوانات ترې مستثنى كړو، ناچار بايد دا پرېكړه ټولو حيواناتو ته وغزوو او ووايو چي يو د بل خوړل ظالمانه عمل دئ، خو كه دا غلطه او غيرطبيعي نظريه ومنلى شي، د يوه ژوي لپاره د بل قرباني كېدل متوقف شي او د ژوو ترمنځ د ارتباط او تعلق د لويي كړۍ په كوم ځاى كي دا رابطه قطع شي، ټول ژوي به له منځه ځي. هره هغه نظريه چي دا خبره كوي هغه غيرعلمي نظريه ده او خبره ئې د طبيعت د عام قانون خلاف خبره ده. بيا خو به زمريان د پيلانو او اوښانو په څېر د وښو په خوړلو مكلف كوو!! كه په صحرا كي دا كار نشو كولى په كور كي به پشۍ له غوښي منع كوو او د پالكو خوړو ته به ئې اړ كوو.

د انسان د هاضمې نظام

كومو علماوو چي د انسان او نورو ژوو په اړه څېړني كړې دي، دې نتيجې ته رسېدلي چي د انسان د هاضمې نظام نه هغو حيواناتو ته ورته دئ چي يوازي غوښه خوري او د وښو، دانو او مېوو له خوړلو ډډه كوي، لكه زمرى او پړانگ؛ نه هغو حيواناتو ته ورته دئ چي واښه او دانه خوري او د غوښي له خوړلو ډډه كوي لكه فيل، اوښ، غويى، انسان هم غوښه خوړى او هضمولى شي، هم دانه، مېوه او واښه، د غاښونو جوړښت او تريخى ئې د غوښي خوړونكو ژوو په څېر دي، مېوه او ځيني شينيلي او دانې له كوم تغيير پرته خوړى او هضمولى شي، خو غوښه او ځيني نور شينيلي او دانې له پخولو او نرمولو وروسته هضمولى شي.

راشئ وگورو چي آيا قرآن د انسان په اړه د بحث په دوران كي دا حقيقت هم په پام كي نيولى كه نه؟ د دې پوښتني په ځواب كي بايد ووايو: هو؛ يقيناً چي قرآن دا حقيقت په پام كي نيولى!!

قرآن انسان ته د جنت وعده وركړې، جنت د مېوو باغ ته وايي، د لومړي انسان آدم عليه السلام لومړى هستوگنځى هم جنت گڼي، او دا په واضح توگه ښيي چي د انسان اصلي خواړه مېوه ده، د هاضمې نظام ئې د مېوه خوړونكو ژوو په څېر دئ، خو د دې تر څنگ ئې غوښه انسان ته حلاله گرځولې او دا ښيي چي قرآن د حلال او حرام په اړه د انسان جوړښت په دقيقه توگه په پام كي نيولى.

سپين لاسوندى

كه تاسو دا نن يوه سروې او محاسبه وكړئ او وگورئ چي د نړۍ څومره خلكو به داسي گړۍ په لاس كړې وي چي د ژېړ، تور او بل رنگ گړۍ او بند په ځاى ئې سپيني (سپينو زرو ته ورته) گړۍ په لاس كړې دي نو درته جوته به شي چي ډېرى خلك سپينو زرو ته ورته گړۍ او بند ئې خوښوي، ځيني ئې سرو زرو ته ورته ژېړ رنگ خوښوي، لږ ئې تور بند او هغه هم د ځينو خاصو وجوهاتو له مخي، دا ښيي چي د لاس په مړوند كي لاس وند اچول يو انساني تمايل دئ، ډېرى انسانان سپينو زرو ته ورته رنگ خوښوي او لږ ئې سرو زرو ته ورته رنگ. راشئ وگورو چي آيا قرآن هم دغه انساني تمايل ته گوته نيولې كه نه؟!

د قرآن دغو آيتونو ته ځير شئ:

ژباړه: ملبس په پرېړ او نازك شين بخن حرير او د سپينو زرو په لاس ونديو مزين، او خپل رب به ئې په پاكيزه شرابو خړوبه كړي. الدهر: ۲۱

دا آيت وايي چي په جنت كي به جنتيانو ته د ورېښمو شنه جامه او د سپينو زرو لاس وندي ورواغوستل شي!! په جنت كي د سپينو زرو لاس وند ته اشاره هم د انسان دې تمايل ته اشاره ده چي غواړي د سپينو زرو لاس وند ئې په لاس وي، مگر نه گورئ چي اوس اكثر لاسونه، كه د نارينه دي كه د ښځو، په لاس وند مخصوصاً د گړۍ بند سره ښايسته شوي، او اكثراً گورو چي سپينو زرو ته ورته تر نورو زيات خوښوي.

ژباړه: دوى هغه وگړي دي چي داسي تلپاتي جنتونه به ئې په برخه وي چي ترې لاندي ويالې بهېږي، د سرو زرو په لاس وندو به سينگار كړى شي او د نريو او پرېړو ورېښمو شنې جامې به اغوندي په داسي حال كي چي پر تختونو به تكيه كوونكي وي، څومره غوره ثواب او ښايسته تكيه ځى!! الكهف: ۳۱

گورئ چي په جنت كي به د انسان دغه تمايل ته هم ځواب ويل كېږي، د زړه دا غوښتنه به ئې هم ترسره كېږي، د سرو زرو لاس وندي به ورواغوستل شي او د نريو او پرېړو ورېښمو شنې جامي به اغوندي!!

كه لږ ځير شئ دلته د انسان يوه بل تمايل ته هم اشاره شوې، شين رنگ او نرم لباس، كه دا نرى وي او كه پرېړ، دا اوس د نړۍ د ډېرى خلكو لباس شين بخن دئ، د اكثرو هېوادو د فوځيانو لباس دغه رنگ دئ، د انسان هغه سيمه خوښېږي چي ډول ډول شنو بوټو او ونو پوښلې وې، په داسي ځاى كي دا خوښوي چي د ده جامه هم د سيمي له رنگ سره نږدې والى ولري.

د گناه او تندي تر منځ تړاو

د علمي څېړنو په ترڅ كي معلومه شوې چي د انسان مغز په څلورو مهمو برخو وېشل شوى، هره برخه ئې ځانگړي وظائف لري، او د بدن د غړو، افعالو، اطوارو، او افكارو اداره ورسپارل شوې، يوه برخه ئې د انسان د تندي شا ته پرته ده، دې برخي ته د پرېكړو د مهم مركز په سترگه كتل كېږي، د انسان د شخصيت ډېري برخي د دغه مركز له لاري اداره كېږي، د مغز په دغي برخي كي هغه مراكز راغونډ شوي چي د انسان حركات، وينا، ذكاوت، فهم او بصيرت، تدبر، سلوك او اخلاق اداره كوي. ابتكار، تميز، رښتيا ويل، دروغ ويل، نېك او بد كار كول او دې ته ورته چاري په دغه برخي پوري تړلې دي، څېړونكو د ځينو تجربو په ترڅ كي دا نتيجې ترلاسه كړې چي د كوم انسان د مغز دغه برخه له طبيعي حالته ووځي او مختل شي نو دا انسان د تميز او ابتكار توانمني له لاسه وركړي، په سلوك كي ئې ژور تغييرات راشي، د مسئوليت احساس ئې كمزورى شي، شرارت ته مخه كړي.

راشئ وگورو چي آيا قرآن دې خبري ته كومه اشاره كړې كه نه، د قرآن دغو آيتونو ته ځير شئ:

ژباړه: نه، داسي نه ده، كه دى منع نه شو، حتماً به ئې راكښ كړو د تندي له وېښتو، له درواغجن او خطاكار تندي. العلق: ۱۶-۱۵

ناصيه د تندي هغه ځاى ته وايي چي وېښتان پرې راټوكېدلي وي، قرآن وايي چي د قيامت په ورځ به دوزخيان د تندي له وېښتانو ونيول شي او د وزخ لوري ته به كښ كړى شي، خو تندي ته د (كاذبه) او (خاطئه) نوم وركوي!!

ښايي ډېرو مخالفينو به د دې آيتونو په اورېدو سره دا اعتراضونه كړي وي چي د تندي ئې له كذب او خطاء سره څه؟!!

ولي قرآن ناصيه د كاذبه او خاطئه په نامه ياد كړى؟!!

 خو دا دئ نن علم همغه خبره كوي چي قرآن څوارلس پېړۍ وړاندي كړې وه.

په دې مباركو آيتونو كي ويل شوي: داسي نه ده چي دوى ئې انگېري، الله تعالى د دغو ټولو دردوونكو صحنو شاهد او ناظر دئ، حتماً به له دغو ظالمانو سره محاسبه كوي، كه دوى د مؤمنانو له مخنيوي لاس وانه خلي او د حقيقت له تكذيب او د حق له مخالفت ډډه ونكړي، حتماً به ئې د تندي له وېښتانو كلك ونيسو او د دوزخ لوري ته به ئې راكښ كړو، هماغسي لكه په دنيا كي چي ذليل او سپك مجرم تر وېښتانو نيول كېږي، محكمې ته راكښ او مجازات كېږي.

 

 

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th December, 2018