تفصیل | شهادت 

16th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ورور حکمتیار د تېرې جمعې د خطبې بشپړ متن:

2018-12-03

د سولې په هیئت کې باید داسې کسان وګومارل شي چې د سولې راوستو ته رښتیني وي

په هېڅ بهانه او پلمه د جمهوري رياست انتخاباتو ځنډېدل افغان ولس ته د منلو نه دي

الحمدلله و کفى وسلام على عباده الذين اصطفى

و بعد

فاعوذبالله من الشيطن الرجيم

بسم الله الرحمن الرحيم

دې ورځو کې د سولې په ارتباط څه نوي انکشافات گورو د امريکا له لوري ددې هڅې پيل شوي چې افغانستان کې سوله راشي، له دولته ئې هم غوښتي چې د سولې په ارتباط يو واکمن او باصلاحيته هيئت وټاکي، جمهور رئيس د ځينو ګوندونو له مشرانو سره د جينوا له دې وروستي کنفرانس له وړاندې ليدنې او مشورې درلودې، انتظار مو دا و چې ددغو مشورو په نتيجه کې به يو دروند، واکمن او صلاحيتمند هيئت وټاکل شي چې واقعاً هغه هم د دولت په استازيتوب او هم د ملت په استازيتوب د سولې کار مخکې بوځي او د دولت له وسله والو مخالفينو نه هم دا مطالبه شوې چې هغوئ همدغسې باصلاحيته هيئت وټاکي او دوئ د سولې په ارتباط مذاکرات پيل کړي، زما مشوره هم جمهور رئيس ته دا وه چې د هيئت په توگه بايد داسې کسان وټاکل شي چې هغوئ سولې ته ژمن وي، د جنګ خاتمه غواړي او په ټولنه کې څه اغيز هم ولري، د درنو، موثر و او اغيزمنو ګوندونو استازي او د دولت له لوري هم يو يا دوه با صلاحيته استازي بايد وټاکل شي او له دوئ نه بيا د سولې يو دروند هيئت جوړ شي، متاسفانه هغوئ چې کوم هيئت اعلان کړى، نه پوهېږو چې چا ورته دا مشوره ورکړې چې داسې هيئت وټاکي، ګومان کوم مشوره يو څه وه او ترې راوتلي بل څه دي، د امريکايانو له لوري مخصوصاً د ښاغلي خليلزاد له لوري يا هغه ته منسوب شوي يوه وينا دا ده چې ګواکې د سولې کار دې د جمهوري رياست تر انتخاباتو وړاندې شي، يو تعبير خو به دا وي چې ګواکې دوئ غواړي چې د جمهوري رياست انتخابات دې وځنډيږي، لومړى دې د سولې کار ترسره  شي، خو موږ نه پوهيږو چې ددې دواړو ترمنځ دا تړاو څه دى، د کوم ضرورت له مخې بايد د جمهوري رياست انتخابات وځنډيږي، لومړى سوله وشي، که واقعاً داسې وي او دوئ سولې ته دومره اهميت ورکوي نو بيا خو په کار دا وه چې له پارلماني انتخاباتو وړاندې همدا خبره شوې واى، پارلماني انتخابات دې وځنډيږي لومړى دې سوله وشي او بيا پارلماني انتخابات او بيا د جمهورى رياست انتخابات، دې نه علاوه که موږ رښـتيا هم سولې ته هيله مند يو نو کافي وخت لرو لا تر انتخاباتو پورې ډېر وخت لرو، قوس جدي دلو حوت او حمل يانې پنځه مياشتې لرو، که رښتيا د سولې په ارتباط څه اقدامات شوي وي مخکې تګ موجود وي او موږ راتلونکي کې هيله من يوو چې کيدى شي په همدې لنډو مياشتو کې له وسله والو مخالفينو سره توافق وشي نو بيا خو کافي وخت لرو اما که ددې هدف دا وي چې د جمهوري رياست انتخابات دې وځنډيږي که څه هم موږ عملاً داسې څه په لاس کې نه لرو چې وښيي سوله په دغه ټاکلې موده کې تر لاسه کيدى شي، نو بيا وړ کار نه دى او د هيچا ته د منلو نه ده، زموږ غوښتنه دا ده چې په همدغه موده کې دې په خپل وخت انتخابات تر سره شي، په هيڅ بهانه او پلمه به د جمهوري رياست انتخابات و نه ځنډيږى، د منلو نه ده چې څوک ووائي د سولې لپاره بايد انتخابات و ځنډيږي، دا څو څو ځله چې انتخابات شوي، ولې چا و نه ويل  چې د سولې په خاطر بايد انتخابات وځنډيږي په وار وار د جمهوري رياست انتخابات وشول، پارلماني انتخابات شوي اوس ولې بايد داخبره وکړو چې د سولې په خاطر بايد انتخابات  وځنډيږي، هغه چې ګومان کوي ، اصلي هدف دا دى چې د انتخابات وحنډيږي، شايد هغوئ ډېر حق په جانب وي، ځينې داسې وائي چې بهرنيان اوس داسې يو نوماندنه لري چې باور وکړي د انتخاباتو په نتيجه کې هغه بريالى کولى شي، نو هدف دا دي چې انتخابات ونشي او بيا د بُن په څېر يوه بله معامله وشي،  يو موقت حکومت جوړ شي او له دې نه همدا حکومت په دايمي حکومت بدل شي، له موږ سره هم همدا اندېښنه ده چې شايد، هدف همدا وي چې انتخابات و نه شي، موږ په انتخاباتو ټينگار کوو، دا حکومت يوازې تر هغه مهاله منو چې دا موده ئې پوره شي که څوک ددې حکومت د بدلولو لپاره دا طرحه وړاندې کوي چې بس دا حکومت دې بدل شي د سولې لپاره کيدى شي په دې باندې غور وشي، که څه هم موږ ته دا مناسب نه برېښي ځکه که د موقت حکومت خبره مطرح شي نو بيا به د ا نظام شړيږي، بيا هيڅ ددې نظام د پاتې کيدو او ټينگيدو تضمين نه شي کيدى، بيا به پوځ هم شړيږي، امنيتي ځواکونه به هم شړيږي دا اداره او نظام به هم شړيږي او ددې پايلې به هم ډيرې بدې وي اما که طالبان هم دا ومني چې اوربند دې وشي، بين الافغانى مذاکرات پيل شي، د بين الافغاني مذاکراتو په نتيجه کې په يو مؤقت حکومت توافق وشي، دا هم کيدى شي، د حل لار وي، خو امکان ئې ډېر ضعيف دى، ښاغلي خليل زاد په هغه ليدنه کې چې له ماسره ئې درلوده وويل چې له يوې ستونزې سره مخامخ يو امريکا يقيناً سوله غواړي او خپل پوځو نه باسي خو په دغسې ظروفو او شرايطو کې چې جنګ دوام ولري او انتباه دا وي چې امريکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او له دې کبله خپل پوځونه باسي، امريکا دا پيغور نه مني، ما ورته وويل چې نشي کيدى چې امريکا اعلان وکړي چې موږ خپل ټول پوځونه له افغانستان نه باسو او افغان ولس ته اطمينان ورکوو چې دلته د دايمي پاتې کيدو هيڅ اراده نه لرو، بله دا خبره اعلان کړي چې موږ حاضر يو، افغانانو ته هر تضمين چې دوئ غواړي او دوئ مطمئن کوي، ورکړو چې خپل پوځونه به له افغانستانه باسو، خو مشروط په دې چې افغانان خپلو منځونو کې مذاکرات پيل کړي، اوربند اعلان کړي او موږ مطمئن شو چې نور به افغانستان د تروريزم اډه او پناه ځاى نه وي، عملاً دغسې اقدامات وشي چې له دې نه مطمئن شو، چې نور به افغانستان د تروريزم اډه او پناه ځاى نه وي، عملاً دغسې اقدامات وشي چې له دې نه مطمئن شو، د بين الافغانى مذاکراتو په نتيجه کې يو حکومت چې ټولو لوروته د منلو وړ وي، توافق وشي، دا حکومت عملاً جوړ شي او بيا همدا حکومت له موږ وغواړي چې خپل پوځونه د يو معقول، مهالويش مطابق له افغانستانه وباسو، په دې صورت کې موږ هم دا اعلان کوو چې خپل پوځونه له افغانستان او با سواد هم چې وسله وال مخالفين افغانان هر تضمين وغواړي، موږئې ورکوو، د هغه غبرګون داسې و چې ګواکې له دې وړانديز سره موافق دى او ورته جالب ښکاره شو، ياداشت ئې هم واخيست او دائې خپل نورو ملګرو ته هم ترجمه کړ، منتظر يو چې وګورو ايا امريکايان به دغسې اعلان وکړي او که نه؟

طالبانو ته مو هم، د دولت نورو وسله والو مخالفينو ته مو هم وړانديز دا دى چې، راشئ له  همدې طرحې سره توافق وکړئ، تاسو د افغانستان د راتلونکى حکومت په ارتباط مه له امريکا سره خبرې کوئ او مه له دې اوسني دولت سره، راشئ له سياسي احزابو سره د بلا واسطې مذاکراتو لار غوره کړئ، همدا اوس ئې تر ټولو ښه فرصت  دى، امريکا هم غواړي چې دا بحران پاى ته ورسيږي او د هغوئ لپاره کومه پتمنه د وتلو لار به هم پيدا شي، دوئ په جنگ نه شو ايستلى واقعيت دا دى، جنګ دا کمال لپاره يوې ډاډمنې مرجع ته ضرورت لري.....

دا ډاډمنه او بې غرضه مرجع موږ نه لروو نه ايران تاسو سره دومره مرسته کولى شي چې په دې جنگ کې بريالي شئ او نه بله داسې مطمئنه او ډاډمنه منبع شته، خو اوس دا مريکا له موقفه معلوميږي چې که جنګ متوقف شو او د ټولو افغانانو په خوښه يو حکومت رامنځته شوه نو د هغه حکومت دا پريکړه مني چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي، ولې دا لار نه غوره کوو، چې په جنګ ئې نه شو ايستلى او يوه پرېکړه ئې ايستلى شو، د پارلمانه په يوه پريکړه ئې هم ايستلى شو، د ګډ او ټولو ته د منلو وړ حکومت د پريکړې په اساس ئې هم ايستلى شو او د افغانانو د توافق په نتيجه کې ئې هم ايستلى شو، ولې دغه لار غوره نه کړو، که دا اوس د دولت د وسله والو مخالفينو غوښتنې دا دوه وي چې بهرني پوځونه دې ووځي، د بل چا د ګتو او منافعو لپاره نه جنګيږي بلکې  خپل اهداف لري، سپيخلي اهداف، دا چې افغانستان ازاد او خپلواک وي بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي دائې يو هدف وي او بل دا چې داسې يو حکومت جوړ شي چې دوئ ته د منلو وړ وي، زه هغوئ ته وړانديز کوم چې راځئ ددغه جمهوري رياست له انتخاباتو چې په مخکې ئې لرو دغو اهدافو ته د رسيدو لپاره وسيله جوړه کړو، په يو واحد کانديد باندې توافق وکړو او په يوې واحدې کابينې چې ترکيب ئې هم داسې وي چې ټولو لوروته د منلو وړ وي، که دا انتخابات ترسره شي، همدا کس به بريالى کيږي چې د دغو ګوندونو په توافق به را وړاندې کيږي، له شک پرته هيڅ چې نه وي کم له کمه اتيا سلنه رائي به ګټي، که دا سياسي ګوندونه، په ګډه توافق وکړي او ملت ته هم داسې يو څېره چې ملت پرې باور وکړى شي وړاندى کړو، د حکومت د ترکيب په ارتباط هم همدغسې توافق وړاندې شي مګر موږ له دې لارې هم دغه دواړو اهداف نه شو ترلاسه کولى؟ يقيناً چې تر لاسه کولى ئى شو، جګړه هم پاى ته رسيږي، د بهرنيو ځواکونو وتل هم تضمين کيږي او زموږ د خوښي حکومت جوړول هم تضمين کيږي، دا تر ټولو لنډه او اسانه لار ده، زما وړانديز د دولت وسله والو مخالفينو ته چې واقعاً د خپلو هېواد د ازادي او سر لوړي غواړي، د پرديو د ګټې لپاره نه جنګيږي، اجير جنګيالي نه دي؛ بلکې د سپېڅلو ارمانونو لپاره جنګيږي، هغو ته وړانديز دا دى چې راځئ همدا لاره غوره کړئ، يقيناً چې دا تر ټولو اسانه او لنډه لار ده.

سبحانک الهم و بحمدک نشهد ان لا اله الا انت نستغفرک و نتوب اليک



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th December, 2018