تفصیل | شهادت 

18th April, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ورور حکمتیار د تېرې جمعې خطبې بشپړ متن:

2019-01-07

امريکا نور له جنگه ستړې شوې او له جنګونو ځان باسي

 

امريکا غواړي د افغانستان په جنګ کې هند، روسيه او ايران ښکېل کړي

د افغانستان د بحران لپاره افغاني او کورنى حل په کار دى

د افغانستان په ازادۍ کې تر ټولو ستره ونډه د حزب اسلامي وه او له اوسني حالته به هم حزب اسلامي دا هېواد او ولس ژغوري

الحمدلله و کفى و سلام على عباده الذين اصطفى

و بعد!

فا اعوذ باالله من الشيطن الرجيم

بسم الله الرحمن الرحيم

دې ورځو کې ډېر مهم مهم مسايل په مخ کې لرو، دا چې د متحده ايالاتو جمهور رئيس اعلان کړى، چې خپل پوځونه له افغانستانه اوباسي، باسي ئې که نه، لا نه ده څرگنده، خو معلوميږي چې هغوئ له جنگه ستړي شوي، د امريکا جمهور رئيس په خپله نور نه غواړي چې امريکا د افغانستان په جنګ کې ښکېل وي او حتا د نړۍ په نورو جنګونو کې پاتې شې، له سورئې هم د وتلو خبره کوي او وائي چې نور امريکا د نړۍ ژاندارم نه ده، چې هر ځاى کې به امنيت تامينوي، البته د دوئ په اصطلاح، بايد امريکا له ټولو جنګونو راوباسي، له جنګونو چې هغوئ څه تمه درلوده، هغه تر لاسه نه شوه، هغوئ د جنګ له لارې خپل هيڅ هدف ته نه دي رسېدلي، لږ تر لږه ويلى شو چې په افغانستان کې ئې خپل هيڅ هدف نه دى ترلاسه کړى، واقعيت دا دى چې دا جنګ امريکا ته يو ناکام جنګ و، بې شمېره مصارف، تلفات او اوږد جنګ، امريکا دغسې جنګ په خپل تاريخ کې بل چيرته نه و تجربه کړى او لاسته را وړنه ئې هم هيڅ وه، افغانانو ته په کار ده چې اوس  خپل بحران ته کورنى حل ولټوي، هغه چې ډېر د امريکا په مرستو متکي وو، مغرور وو، هغوئ ئې اقتدار ته ورسول، فکر ئې کاوه چې تل به همدا اقتدار وي، دوئ به پر څوکيو ناست وي، خواته به ئې دا ستر حامي وي، هيڅوک ئې هم نه شي ګواښلى، هغوئ بايد اوس په خپلو تصوراتو کې هم تجديد نظر وکړي او په خپلو کړنو او مواقفو کې هم، لومړى هغوئ ته په کار ده چې د بهرني حل پر ځاى يو افغاني حل ولټوي ددې ډېر احتمال شته چې امريکا د جمهور رئيس له وينا، لهجې مخصوصاً له دې وروستيو اظهاراتو داسې ښکاري چې دوئ غواړي په دې جنګ کې روسيه ايران او هند ښکيل کړي، وائي موږ څو زره ميله لرې يو، ولې دلته راغلي يو، دا جنګ د روسيې جنګ دى، د هند جنګ دى، د پاکستان او ايران جنګ دى، دوئ بايد وجنګېږي، له ما سره له ډېر پخوا دا فکر و، چې شايد امريکا همداسې وکړي، چې هغوئ پرېږدي چې په دې جنګ کې ايران ښکيل شي عملاً داسې حالات راشي چې روسيه هم په دې جنګ کې ښکېل شي او بيا هم هماغه پخوانۍ تجربه تکرار شي، شايد امريکا همدا لار غوره کړي، يو ځل بيا تاکيد کوو چې راځی د بحران لپاره افغاني او کورنى حال پيدا کړو، له نن وروسته که هغه خلکو اشتباه کړې چې پر امريکا او د امريکا پر مټو ډېر زيات متکي وو، مغرور و او نن داسې احساس کوي چې بس د پنچر ټېر په څېر به په باډۍ کې اچوال کيږي او له ځان سره به ئي وړي، همداسې احساس کوي چې موږ به يوازې پريږدي، هغو ته هم چې فکر کوي، امريکا به وتوانيږي دا کابل په دواړو لاسو هغوئ ته وسپاري، غلطي کوي، اشتباه کوي، که امريکا وغواړي هم کابل چا ته نه شي سپارلى، که کولى ئي شوای خو همدا حکومت او نظام به ئې پرپښو درولى واى، مضبوط کړى به ئې واى، مقاومت به ئي ختم کړى واى او يو مضبوط د خپلې خوښې حکومت به ئې جوړ کړى واى، خو و نه توانيده، معنائې دا ده چې بل چاته ئې هم نه شي سپارلى، د يو نظام پرځول او له ستونزو سره مخامخ کول ډېر اسان کار دى، په کمو امکاناتو کم کسان دا کار کولى شي، اما يو حکومت جوړول او نظام راوستل او يو ملک اداره کول، ډېر ځواک او زور او توان او شمېر، جنګياليو، تجربې او منظم حزب ته ضرورت لري، که دا نن هم امريکا دا حکومت د دولت وسله والو مخالفينو ته وسپاري، همغه مخکنۍ تجربه به تکراريږي، بيا به د هېواد په ګوټ ګوټ کې، پراخ جنګ وي هماغه هېوادونه چې نن د طالبانو مرسته کوي، سبا به همدا هېوادونه د هغوئ د مخالفينو مرسته کوي مخکنۍ تجربه به بيا تکراريږي، موږ ټولو لوريو ته، څوک چې په حکومت کې شامل دي، څوک چې له حکومت نه بهر دي، څوک چې د نظام خلاف وسله وال جنګ کوي، دې ټولو ته وايو چې راځئ خپلو منځونو کې کېنو او بحران حل کړو، دا جګړه پاى ته ورسوو، د پرديو لاس قطع کړو، پرى نږدو چې د افغان ولس او زموږ د هېواد برخليک پردي وټاکي، عجيبه به وي چې که څوک دا حقيقت درک نه کړى شي او ادعا ئې دا وي چې زه اسلام غواړم، خپلواکي غواړم، خپل هېواد کې د خپلې خوښې اسلامي نظام غواړم او هغه ددې حقايقو له درک عاجز وي، په کومه لار چې روان ئې، ترکستان ته تللې، مکې ته نه ده تللې په دې لار نه يوازې دا چې هدف نه شي تر لاسه کولى؛ بلکې له هدف نه به ورځ په ورځ لرې کيږې، ستا ملک به ورانېږي، ستا ملت به وژل کيږي، ستا ورونه به قتل کيږي او فرصتونه به له لاسه ورکوو، افغانستان به مزيد ورانېږي او مزيد وينې به توئېږي.

 شپني عمليات:

دويمه مهمه موضوع دا ده چې متاسفانه نن دولت او مخالفين ئې دواړو دغسې تګلاره غوره کړې چې په هغې کې يوازې مظلوم افغانان وژل کيږي، دولت دا دى ګورئ چې هره شپه د عملياتو لپاره چې کومه خاصه قطعه جوړه کړې، سوق او اداره  ئې د چا په لاس کې ده، هغه خو بېله خبره ده، خو نوم ئې ورته ورکړى چې دا افغاني قطعه ده، کمال او هنرئې دا دي چې فقط په خوب و بدو خلکو باندې بمونه او راکټونه وروي، چاپې اچوي، کورونو باندې حملې کوي، هره ورځ په لسګونو بې ګناه خلک کسان وژني او په ټولو ولايتونو کې دا کار روان دى، کونړې وشو، لغمان کې وشول ننګرهار کې وشول، پکتيا کې وشول، په خوست او ګردېز کې وشول، په زرمت کې وشول په وردګو کې وشول په قندهار کې وشول په هرات کې وشول، ځينې خو لا په رسنيو کې نه معنکس کيږي، چې پر کور بريد کوي د هليکوپترو په واسطه کوزيږي، کور محاصره کوي، خلک له کوره راباسي په خوب ويده او بيائې بهر وژني، بيا بمونه ورته ږدي، کورونه ورانوي له پاسه ورباندې راکټونه وروي، دا کار څوک کوي، څرګند دي، هغه چې پر خداى باور نه لري، نه ايمان لري، نه عقيده لري نه پر افغانانو رحم لري، د پرديو په خدمت کې دي، مزدور جنګيالي دي، ډېرى ئې هم پرونى کمونستان دي هماغه چې پرون هم د پرديو په چوپړ کې وو، نن هم هماغه دي چې افغانان وژني او دا بريدونه هم اکثراً د مجاهدينو په کورونو کيږي، دا وروستۍ پيښه وګورئ دا زرمت يادوم، د حزب اسلامي يو قوماندان و، معروف قومي شخصيت و، پر کورئې بريد شوى، دى، ورورئې، زوى ئې د کورنۍ څو غړي ئې په شهادت رسيدلي په سيد اباد باندې هغه  هم پر مدرسه اندې بريد شوى، يوولس طالبان وژل شوي، دا څوک دي چې په جوماتونو کې چاودنې کوي، دا څوک دي چې پر جوماتونو باندې بمونه او راکټونه وروي دا څوک دي چې د مجاهدو شخصيتونو پر کورونو باندې چاپې اچوي، بيا ګورو چې ددې مسؤلينو تندى هم نه تر يو کيږي، حتا يوه خبره هم نه کوي، همدردي هم له دې مظلومو خلکو سره نه ښکاره کوي، برعکس دا عمليات توجيه کوي او وائي چې مخالفينو د خلکو له کورونو نه سنګرونه او مورچلونه جوړ کړي دى، ددې لپاره چې دا خپل عمليات توجيه کړي، سپر خو دې ته وائي چې هغه له يو کوره پر تا ډزې کوي، ماته دې يو مثال وړاندې کړي چې له يو کورنه پر تا ډزې شوي وي او تا له ځانه د دفاع په خاطر پر هغه کور بريد کړى وي او بمونه دي پرې وروولي وي يو خو موږ ته راوښاياست تاسو، خو ځئ د شپې خلک په خواږه خوب ويده وي او راکټونه پرې ور وئ، دا کار نه يوازې په ټول شدت باندې غندو، بلکې له علماوو نه مې غوښتنه دا ده چې له هر ممبرنه بايد ددې پر خلاف غږ پورته شي داسې ترتيبات ونيول شي، هر ځاى کې چې دا کار کيږي لکه په ګردېز کې چې هغه بله ورځ وشو، بيا نو د ولايت دفتر هم محاصره شي، لارې هم بندې شي او ووائي چې قاتل حاضر کړئ، زموږ په حضور کې ئې اعدام کړئ، که خلک غواړي چې دا لړۍ بنده شي نو دغه ئې لار ده، دا توقع مه کوئ چې جنازې راوړئ د والي د کور مخې ته ئې کيږدئ، نو د هغوئ به رحم پرتاسو باندې راشي او دولت به اقدام وکړي، قاتل به ونيسي او په راتلونکي کې به د عملياتو مخه ونيول شي.

انتخابات:

درېيمه موضوع مې د جمهوري رياست انتخابات دي، دا هم د مبارزې يو بل سنگر دى، يا به دې ميدان ته را وزو او يا به ئې پريږدو چې مخکني ناکام لوبغاړي په دې ميدان کې راڅرګند شي مخکنۍ لوبه بيا تکرار شي او له همدغو چې د بُن له معاهدې نه تر اوسه يو پر بل بدل شوي، بيا هم بدل شي او هغه پخواني ئې راشي ددې مانا دا ده چې موږ پرېږدو چې هېواد مو همدغسې حالت کې وي او همدا وضعيت دوام وکړي او همداسې وينې توئې شي، نا امني، بې ثباتي، جنګ او شوکې لوټماري دوام وکړي، يا به همدا کار کوو پرېږدو چې ستا ميدان کې چې څوک غواړي هماغه لوبه توده وساتي او بيا هم مخکنۍ تجربې تکرار شي، همدا نکامې بدنامې څېرې يو په بل پسې بدلې  شي او يا به دې ميدان ته را دانګو په دې ميدان کې به هم د خپل هېواد، دين، ايمان او عقيدې دښمنانو او ملت دښمنانو ته ماتې ورکوو، په همدې نيت ميدان ته راوزو، يو له دغو لارو بايد انتخاب کړو، موږ تر ننه دا دويمه لار غوره کړې، هيڅ وخت مو ميدان دښمن ته نه دى پرېښې په هر ميدان کې چې دښمن رامخکې شوى، د هغه مقابله مو کړې،دې ميدان کې به هم د دښمن مقابله کوو،لکه د مبارزې په دې ټولو اوږدو پنځوسو کلونو کې مو هيڅکله مبارزه هغه مهال پيل کړې چې بريا مو حتمي ده او هيڅ ماتې نه شته، بلکې په داسې حالت کې مو پيل کړې چې د مرګ ويره هم وه، د زندان هم، له وطنه د وتلو ويره هم وه، تهديد، تخويف او خطرونه او نه مو له خداى پرته بل حامي درلود، دا اطمينان او ډاډ مو نه ځان ته ورکولى شواى او نه بل ته چې بس په دې ميدان کې بريا حتمي ده، حتماً به بريالى کيږو، پر خداى مو باور و، په هغه مو توکل کړى، ميدان ته مو رادانګلي، د دښمن مقابله مو کړې او الله تعالى هم لوئې لوئې برياوې زموږ په برخه کړي، د ډېرو د انتظار خلاف تر ستر کارونه شوي، زما د انتخاباتو لومړۍ تجربه هغه مهال وه چې لا مې ږيره نه وه رسيدلې، په اصطلاح تنکى ځوان وم، د پوهنتون يو محصل وم، له کمونستانو سره مقابله وه د محصلينو د اتحاديي لپاره انتخابات وشول، شوراى موسسان جوړيده، زه د انجنيري پوهنځي په اول ټولګي کې وم، ورونو وويل چې ته به ځان کانديدوې، کانديد شوم، مقابل کې مې يو شعله يي او يو هم پرچمي کانديدان وو، دا هغه مهال و چې پوهنتون دوئ په بشپړه ډول مسلط وو، لومړى منظم او ډېر قهرجن ځواک چې په قهر آميزه مبارزه ئې باور درلود، هغه شعله جاويد و، خلق او پرچم ته ئې ماتې ورکړې وه هغوئ ئې په قوطي کې ځاى کړي وو او هغوئ ئې مقابله نه شواى کولى، زموږ مبارزه نوې پيل  شوې وه، احساس مو دا و چې په دې انتخاباتو کې ناکام شولو نو زموږ دې حرکت ته به سخته صدمه ورسيږي، ډېر پرېشان وم، باور وکړئ چې د انتخاباتو په شپه دومره پرېشانه وم چې ډېر مې ژړلي او الله تعالى ته مې دعا کړې چې ددې دښمنانو په مقابل کې موږ و نه شرموي، سبا انتخابات وو، مخالفينو مو جمعاً له لسو نه کمې رائې ګټلې وي، نورو ټولو ماته رايه راکړې وه، دويم ځلي انتخابات وشول او درېيم ځلي انتخابات وشول په درېيم ځل انتخاباتو کې موږ په پوهنتون کې له شپږ پنځوس کرسيو نه ٣٧ کرسۍ تر لاسه کړې وې، يانې دوه ثلثه، د کابل، پولى تخنيک او ننګرهار پوهنتون د ټولو صنفونو شمېر هم ٥٦ وو، له دې نه  ٥٦ کسان کانديدان وو، ٣٧ ئې موږ تر لاسه کړي وې موږ پوهنتون فتح کړ، موږ هغه مهال کمونستانو ته ماتې ورکړې وه او په ګرمو سنګرونو کې مو هم هغوئ ته ماتې ورکړې وه، هغوئ راغلل مسلط شول د شوروي په څېر يو بد مست مغرور ځواک ئې هم تر شا ولاړو، دنيا کې مو يو حامي هم نه درلود، هيڅ هېواد، حتا هيڅ حزب، هېوادونه خو پرېږده، په هيڅ چا مو حساب نه شواى کولى له هيچا مو تمه نه درلوده، د مبارزې لار مو غوره کړه، ناکامي هم راغلې، خو سترې سترې برياوې هم، مبارزه همداسې ده، کله به ناکامي وي او کله برياليتوب، هغه څوک چې له ناکامۍ ويريږي هيڅکله به ئې  بريا په برخه نه شي، هغه څوک چې د بريا تمه لري نو د ناکامۍ منلو ته دې هم چمتو اوسي، تاسو به ددنيا هيڅ حزب و نه ښاياست چې په لومړي ځل دي بريالي شوي وي! ناکام شوي دي، په وار وار آخر بريالى شوي، ترکيه ئې ښه مثال دى، ترکيه کې لسګونو کلونو مبارزين، اسلامپال، ګوندونه او شخصيتونه ناکام شوي، داسې حالت هم پرې راغلى چې چا الله اکبر شعار هم نه شواى ورکولى، په بشپړه توګه پرې غربيان مسلط وو، له فکرى لحاظه هم له سياسي لحاظه هم له نظامي لحاظه هم خو دا دى نن بريالي دي او حکومت کوي، خطرونو ګواښوي او د مقابلې توان هم لري په خلاف ئې داسې کودتاګانې تنظيميږي چې ترشائې لوى لوى طاقتونه دي، په يو تلفون دغه کودتا هم شنډولى شي، موږ به هم دا ميدان دښمن ته يوازې نه پرېږدو بيا به هم د خپل هېواد، د دين، عقيدې، د هېواد د تاريخ د ملي او ديني ارزښتونو ساتنې لپاره مقابله او مبارزه کوو، ځکه د ميدان د پرېښودو مانا دا ده چې موږ پر اوسني وضعيت راضي يو او قانع يو، پرېږدو چې همدا کسان مسلط وي، همدا وضعيت دوام وکړي، موږ دا وضعيت بدلوو، اراده مو دا ده چې دا وضعيت حتماً بدلوو، غواړو افغانستان کې د اسلام بيرغ رپاندوي، غواړو افغانستان مستقل وي، خپلواک وي او د خپلې خوښې اسلامي حکومت ولرو، دا هېواد زموږ  پر وينو سور شوى، دا هېواد موږ ازاد کړى، ددې هېواد په ازادولو کې تر ټولو ستره ونډه د حزب اسلامي وه او که حزب اسلامي نه واىو دا جهاد به نه و، دا د ازادۍ جنګ به نه واى، د کمونستانو خلاف به مبارزه نه وه، دا د اسلام شعارونه به نن چا نه ورکول پرون به ئې نه ورکول، دا د اسلامي نظام، اسلامي خلافت، اسلامي حکومت راوستل او د خدای په لاره کې جهاد او قربانې او شهادتونه او هجرتونه، دا هغه مفاهيم دي چې هېر شوي وو، حزب اسلامي احيا کړل، په بشپړ ډول هېر شوي وو، په مدرسه کې هم هېر وو، په درس کې به هم د قران د ايتونو له هغو ايتونو نه بداسې نرم تېرېدل چې د جهاد بحث به پکې و او په رواياتو کې هم هغه روايتونه به ئې همداسې تېرول چې دغه مسايل به پکې ياد شوي وو داسې چې ګواکې دا د صدر اسلام خبرې وې، اوس ئې وخت تېر دى، تر قيامته به ورځ په ورځ حالات بدليږي، بايد منتظر و اوسو، امام مهدي ته، هجرت او جهاد د هماغه وخت خبرې دي، ولې حزب اسلامي نه يوازې په خپل هېواد کې بلکې په نړۍ کې دا سترستر هېر شوي مفاهيم احيا کړل، هېواد به هم له دې حالته هم حزب اسلامي باسي بايد هيله من و اوسو او پر خپلې بريا بشپړ باور او يقين ولرو، خداى موږ ته کافي دى، الله اکبر (خداى تر هر څه تر لوی دى)، پر هغه توکل کوو او د مبارزې  نتايج هم هغه ته محول کوو، هغه چې زموږ په ارتباط څه پرېکړه وکړي موږ پري راضي يوو.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th April, 2019