تفصیل | شهادت 

18th November, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

بغلان: د بې پیلوټه الوتکې برید کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي

2019-07-09

د بغلان په ډنډ شهاب الدین سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي او دری نور ټپیان دي.
د بغلان ولایت ډنډ شهاب الدین سیمې کتب خیلو اوسېدونکي وایي، تیره شپه هغه مهال په یوه کور هوایي برید شوی چې د کورنۍ ټول غړي یې په خوب ویده وو.
ځایي خلک وایي، په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
له د ې پېښې وروسته د سیمې اوسېدونکو د کابل شمال لویه لاره تړلې او د دې پېښې دعاملینو دنیولو غوښتنه کوي.
دا پېښه داسې مهال رامنځ ته کیږي چې په قطر کې د بین الافغاني ناستې ګډونوالو پریکړه کړې چې د جګړې دواړه لوري به د ملکي وګړو کچه صفر ته راښکته کوي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th November, 2019