تفصیل | شهادت 

19th October, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د کشمير په ارتباط د هند دولت د نوي پرېکړي په اړه د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه

2019-08-15

کشمير له کلونو راهيسي د جنګ په اور کي سوزي، کشميريان غواړي متحد او آزاد وي، ټولي بین المللي ادارې؛ د بشر د حقونو اداره، ملګري ملتونه، امنيت شوری په کشمير کي د جنګ خاتمه او د کشميريانو لپاره د خپل برخليک ټاکلو حق غواړي. د دې فشارونو له کبله هند مجبور شوی د دوی د سیطرې لاندي کشمیر ته په اصطلاح نسبي امتیازات ومني او په دې سیمه کي اوسېدونکي کشميریان له خپلي مبارزې لاس اخيستو ته چمتو کړي، دا امتیازات نه کافي وو او نه کشميریانو ته د منلو وړ، اوس چي هند کومه پرېکړه کړې او دا سيمه ئې د هند مربوط اعلان کړې، هلته ئې ځواکونه لېږلي او جګړه تشدید شوې؛ افغانان، د دې سیمي سوله غوښتونکي ولسونه او نړۍ وال اندېښمن دي چي د هند دا اقدام به نه یوازي په کشمیر کي جنګ تشدید کړي، بلکي سیمه به له مزید بحران او ناامني سره مخامخ کړي. حزب اسلامي افغانستان په داسي حال کي چي د کشميري ولس له مشروع غوښتنو په کلکه ملاتړ کوي، د هند له دولت غواړي چي په کشمیر کي د زور کارولو او هلته د مزید فوځونو لېږلو او د جنګ د تشدید پرځای داسي نوي تګلاره غوره کړي چي هم کشميریانو ته د منلو وړ وي او هم نړۍ والو ته، داسي چي کشميریانو ته د خپل برخليک ټاکلو حق تضمین کړي.

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th October, 2019