له بلی زاوایی څخه!؛ د ایرو لاندې بڅرکی
نن افغانستان داسې ښکاري لکه جګړه چې ترې تللې وي. ټوپک غلی دی، چاودنې نشته، او خلک لږ تر لږه د شپې په ارام ویده کېږي. خو دا سکون بشپړ سکون ندی. دا هغه حالت ته ورته دی چې اور مړ ښکاري، خو د ایرو لاندې یې لا هم تودوخه پاتې وي.
د جګړې پخواني دوه اړخونه نور مخامخ ولاړ ندي. یو لوری واک ته رسېدلی او د قدرت پر ګدۍ ناست دی. بل لوری له هېواده وتلی، نه د جګړې وس لري، نه د جګړې اجازه، او نه نړیوال ملاتړ. له همدې امله د پخوانۍ جګړې تکرار عملي نه ښکاري.
خو جګړې تل یوازې د وسلو تر منځ نه وي؛ کله کله جګړه د ولس د زړونو او ذهنونو په دننه کې پېلېږي. اوس اصلي خطر دا ندی چې کومه وسلهواله ډله به راپورته شي، بلکې دا دی چې ولس به ځان بېغږه، بېبرخې او بېوسه احساس کړي.
کله چې خلک کار ونه لري، راتلونکی تیاره وویني، د زدهکړې، کار او نظر د ویلو لارې پرې بندې شي، نو نارضایتي ورو ورو جمع کېږي. دا نارضایتي لومړی چوپه وي، بیا په ګیله بدلېږي، او که حل نشي، په قهر او تقابل بدلېدلی شي.
دا ډول تقابل خطرناک وي، ځکه نه کوم مشر لري او نه کوم مشخص لوری. هر څوک ځان متضرر ګڼي او هره پېښه کولی شي د لوی غبرګون سبب شي. په داسې حالاتو کې زور کارول ستونزه نه حل کوي، بلکې نوره یې هم ژوره کوي.
واکمنو ته دلته یو مهم انتخاب ولاړ دی:
یا د خلکو غږ واوري، لږ تر لږه د ګډون او عدالت احساس رامنځته کړي، د ژوند اساسي لارې پرانېزي او د وولس او دولت تر منځ فاصله کمه کړي؛
او یا دا چې د هر څه نه انکار وکړي او د سکوت په زور تکیه وکړي. دا دوهمه لاره ښايي لنډمهاله ارامي راولي، خو د اوږدمهاله بېثباتۍ تخم شیندي.
افغانستان نن د جګړې له ختمېدو وروسته پړاو کې ندی، بلکې د جګړې د بڼې د بدلېدو په پړاو کې دی. که سیاست بدل نشي، شخړه به حتمي بدلېږي.
هغه بڅرکی چې د ایرو لاندې پټ پاتې دی، که په عقل او تدبیر سره ورته پام و نه شي، یوه ورځ بیا لمبه کېدای شي—او دا ځل به یې قیمت ټول ولس پرې کوي.