هامون صابري د افغانستان او ایران ترمنځ په لوېدیځه پوله کې

فبروري 14, 2026 - 18:34
 0  11
هامون صابري د افغانستان او ایران ترمنځ په لوېدیځه پوله کې

هامون صابري د افغانستان او ایران ترمنځ په لوېدیځه پوله کې، د فراه ولایت د لاش‌وجوین ولسوالۍ په ساحه او د ایران د سیستان ـ بلوچستان ولایت په شمال کې موقعیت لري. دا د هامونونو د درې‌ګونې حوضې (هامون پوزک، هامون صابري او هامون هیرمند) یوه مهمه برخه ده چې ټولې د سیستان د تاریخي اوبو د نظام برخه جوړوي. هامون صابري په اصل کې یو موسمي جهیل دی؛ یعنې د اوبو اندازه یې د ورښتونو او د سیندونو د بهیر له کچې سره تړلې ده، کله پراخ او ډک وي او کله تقریباً وچ شي.

د مساحت له پلوه هامون صابري په عادي لمدو کلونو کې شاوخوا څو سوه کیلومتره مربع پراخوالی موندلی شي، خو دا کچه ثابته نه ده او د وچکالۍ پر مهال په شدیده توګه راکمېږي. د دې حوضې لویه برخه د افغانستان په خاورې کې پرته ده، خو لوېدیځه او سوېلي څنډې یې د ایران خاورې ته اوړي. په وچو کلونو کې عملاً د اوبو ډېره برخه د افغانستان په طرف کې پاتې کېږي او ایراني برخه ژر وچيږي، ځکه چې د اوبو ورودی تر ډېره له افغان لوري سرچینه اخلي.

هامون صابري خپلې اوبه تر ټولو ډېر له فراهرود (فراه رود) او هاروت رود (چې ځینې یې د ادرسکن سیند هم بولي) څخه ترلاسه کوي. دا سیندونه د مرکزي او لوېدیځ افغانستان له غرنیو سیمو راټوکېږي او د طبیعي بهیر له لارې د سیستان ټیټې دښتې ته راکوزېږي. د ورښت کچه، د واورو وېلې کېدل او د پورته حوضو بندونه او اوبه‌خورونه مستقیم اغېز پر دې لري چې هامون ته څومره اوبه ورسېږي. له دې پرته، د اقلیمي بدلون، پرله‌پسې وچکالیو او د اوبو د مدیریت کمزورې تګلارې د دې جهیل د نازک ایکوسیستم حالت لا خراب کړی دی.

په وروستیو کلونو کې ایران په خپلې خوا کې یو لړ تاسیسات جوړ کړي دي: د ادیمي په نوم د اوبو یوه ستره زېرمه چې ویل کېږي شاوخوا ۵ کیلومتره مربع مساحت لري، څو مصنوعي جهیلګوټي یا «هامونکونه»، د کنټرول بندونه چې د اوبو سطحه لوړه کړي او د کانالونو شبکه چې اوبه د اصلي حوضې څخه یادو زېرمو ته واړوي. د دغو اقداماتو هدف د اوبو تنظیم، زېرمه کول او د کرنې او نورو اړتیاوو لپاره انتقال بلل کېږي. خو اساسي انتقاد دا دی چې دا کارونه تر ډېره یو اړخیز شوي، پرته له دې چې د ګډ حوضې د مدیریت لپاره له افغانستان سره شفافه همغږي، ګډ تخنیکي کمېسیون او د معلوماتو تبادله موجوده وي.

بل لور ته ایران پر افغانستان نیوکه کوي چې ګواکې د پورته سیندونو څخه زیاته استفاده کوي او هامونونو ته د اوبو د رسېدو مخه نیسي. خو په عین وخت کې که په ښکته برخه کې د اوبو طبیعي بهیر د بندونو، دیوالونو او انحرافي کانالونو له لارې بدل شي، نو دا هم د ګډ ایکوسیستم پر توازن اغېز کوي. د سرحدي سیمې په اوږدو کې د کانکریتي دیوالونو جوړول، چې د طبیعي سیلابي خپرېدو مخه نیسي، د اوبو د ازاد جریان او د لمدو ځمکو د احیا پر وړاندې بله جدي پوښتنه راپورته کوي. هامون یوازې د اوبو زیرمه نه ده؛ دا د مرغانو، کبانو، څارویو او زرګونو خلکو د معیشت سرچینه ده. کله چې اوبه منظم او طبیعي ډول خپرې نه شي، شګې توپانونه، دوړې او اقلیمي ستونزې دواړو غاړو ته زیان رسوي.

د نړیوالو قوانینو له مخې، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د ۱۹۹۷م کال د نړیوالو اوبو د غیرکښتییزو استفادو کنوانسیون، او همدارنګه د «منصفانه او معقولې استفادې» اصل، هر هغه هېواد چې د ګډو سیندونو په حوضه کې پروت وي، حق لري اوبه وکاروي؛ خو دا استفاده باید داسې وي چې بل لوري ته «د پام وړ زیان» وانه وړي. همدارنګه هېوادونه مکلف دي چې د لویو تاسیساتو د جوړولو پر مهال مقابل لوري ته معلومات ورکړي، سلا مشورې وکړي او ګډ میکانېزم رامنځته کړي. یو اړخیز انحرافي کانالونه، د اوبو لویې زېرمي او د طبیعي بهیر بدلون که د مقابل لوري له سلا پرته وشي، د همدې اصولو له روحیې سره په ټکر کې ګڼل کېدای شي.

اوس مهال هامون صابري د اقلیمي فشار، وچکالۍ او سیاسي بې‌باورۍ تر منځ راګیر دی. ځینې کلونه د پسرلي سیلابونه نسبي ژوند ور وبخښي، خو په ډېرو مواردو کې پراخې برخې یې وچې پاتې کېږي. د دوړو توپانونه، د څارويو د څر ځایونو له منځه تګ، د کبانو کمښت او د سرحدي کلیو اقتصادي ستونزې د دې بحران ښکاره نښې دي. که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، زیان به یوازې یوې غاړې ته نه، بلکې دواړو ملتونو ته ورسېږي.

که ایران پر افغانستان د اوبو د کمښت او مدیریت په اړه اعتراض لري، نو خپله هم باید د شفافیت، معلوماتو شریکولو، ګډو تخنیکي سروې ګانو، او د هامون د احیا لپاره د ګډو پروګرامونو عملي ګامونه واخلي. د چاپېریال ساتنه انتخابي مسأله نه ده؛ یا باید دواړه هېوادونه د ګډ ایکوسیستم د ژغورنې لپاره همکاري وکړي، یا به دواړه د وچې، دوړو او بې‌ثباتۍ له پایلو سره مخ شي. هامون صابري سیاسي شعار نه، بلکې د طبیعت ګډ امانت دی؛ هر هغه اقدام چې له مشورې او منصفانه اصولو پرته وشي، د همدې امانت پر وړاندې بې‌مسؤلیتي ګڼل کېږي.