‏سيد قطب (د ایپسټین په اړه) فرمایي:

فبروري 14, 2026 - 19:10
 0  30
‏سيد قطب (د ایپسټین په اړه) فرمایي:

ژباړه: محمد هاشم شاهين

 

د امام #سید_قطب د دې آیت ﴿الذين يأكلون الربا لا يقومون إلا كما يقوم الذي يتخبّطه الشيطان من المسـ...﴾ له تفسیر څخه په لږ تصرّف:

هغه نړۍ چې موږ نن ژوند پکښې کوو د اندېښنې، گډوډۍ، وېري، عصبي او رواني ناروغیو نړۍ ده؛ دا خبره د همدې نړۍ د هوښیارانو او مفکرینو په اعتراف او لوېدیځو (په اصطلاح متمدنو) هېوادونو ته د تلونکو څارونکو او مسافرو په شاهدۍ ثابته ده. سره له دې چي په دغو هېوادونو کي مادي تمدن او صنعتي تولید تر ډېره حده لوړي کچي ته رسېدلی او سره له دې چي د مادي سوکالۍ بېلابېلي ظاهري بڼې سترگي خیره کوي؛ خو بیا هم دا د پراخو جگړو، د تلپاتو وېجاړوونکو جگړو د گواښونو، د اعصابو د جگړو او د پرله‌ پسې گډوډیو نړۍ ده.

دا هغه بدمرغه او بدبخته بدحالي ده چي نه ئې مادي تمدن له منځه وړلی سي، نه ئې مادي سوکالي او نه ئې هم د ژوند اسانتیاوې او نرموالی؛ که څه هم په ډېرو ځایونو کي دا هر څه موجود دي. د دې ټولو ارزښت څه دئ؟ که په زړونو کي خوښي، رضا، ثبات او ډاډ رامنځته نه کړی سي؟!!

دا یو حقیقت دئ چي هر څوک که ئې وغواړي لیدلی ئې سي او که پر خپلو سترگو خودساخته پردې ونه غوړوي؛ یعني قصداً د نه لیدلو هڅي ونکړي. د نړۍ په تر ټولو سوکاله هېوادونو لکه امریکا او سویډن کي خلک خوشاله نه دي؛ بلکي اندېښمن دي. اندېښنې د هغوی له سترگو ښکاري؛ که څه هم دوی ډېر شتمن دي. ستړیا او بې‌ هدفه ژوند ئې ځوروي که څه هم په تولید او کار کي ډوب دي. بیا دغه ستړیا دوی کله په مستۍ او شور، کله په عجیبو او نا اشنا فېشنونو او کله په جنسي او رواني انحرافونو کي ډوبوي. خو دوی بیا هم د تېښتي اړتیا احساسوي؛ له ځان نه تېښته، له هغه تشوالي نه تېښته چي په زړونو کي ئې ځالي ورته جوړي کړي او له هغه بدمرغۍ څخه تېښته چي ښکاره مادي لامل نه لري.

نو ځکه هم ځیني د ځان وژني له لاري تېښته ترې کوي، ځیني د لېونتوب (لېونیان سي) او ځیني د انحراف له لاري. خو د اندېښنې، تشوالي او خلا سیوری بیا هم ورپسې گرځي او هیڅکله ئې ارام ته نه پرېږدي! ولي؟!

اصلي لامل ئې دا دئ چي دا سرگردانه، کړېدلې او لارورکې انساني ارواح؛ سره له دې چي مادي سوکالي به هم ولري، د روح له توښې ـ یعني ایمان ـ څخه تشي دي؛ له الله سره له ډاډ او تړاؤ څخه خالي دي او له هغو سترو انساني موخو بې‌ برخي دي چي ایمان ئې رامنځته کوي او انځوروي او د الله د عهد او شرط له مخي پر زمکه د خلافت مسؤلیت ور په غاړه کوي.“