مهم ترين های امروز شنبه

فبروري 21, 2026 - 15:09
 0  6
مهم ترين های امروز شنبه

: ‏فرید یوسف‌زی، معاون فنی کمیته فوتسال و رییس فدراسیون فوتبال کابل، از سمت‌های خود استعفا داده است.

آقای یوسف‌زی امروز (شنبه) این موضوع را به طلوع‌نیوز تأیید کرد.

او دلیل کناره‌گیری‌اش را بی‌عدالتی و بی‌مهری مسوولان فدراسیون فوتبال افغانستان در قبال خود عنوان کرده است.

با این حال، استعفای او تاکنون از سوی مسوولان پذیرفته نشده است.

فرید یوسف‌زی طی چهار سال گذشته به‌عنوان معاون فنی کمیته فوتسال فعالیت داشته و دو سال پیش نیز به‌عنوان رییس فدراسیون فوتبال کابل انتخاب شده بود. مسوولان فدراسیون فوتبال افغانستان تاکنون در این باره واکنشی نشان نداده‌اند.

: تورخم کې له پاکستانه را لېږدول کېدونکې ۵۲۵ میله بېلابېل ډوله وسلې او مهمات نیول شوي.

د ننګرهار د والي مرستیال، غلام الرحمن حیدري وايي، دغه وسلې او مهمات کشفي او ځانګړو ځواکونو له پاکستانه د افغان کډوالو په یوه موټر کې نیولي دي.

هغه زیاتوي، په دغو وسلو او مهماتو کې ٢٧ زره فایره مرمۍ، ٢٠٠ بنډله پرمیکاټ، لس میله ام‌فور، لس لېزرونه، لس دوربینونه، ١٧ میله ټي‌ټي‌کوف، یو عدد کله‌کوف او ٤٩٧ میله بېلابېل ډوله توفنګچې شاملې دي. د نوموړي د معلوماتو له‌مخې، د یادو وسلو او مهماتو په تړاو یې یو افغان او پاکستانی وګړی نیولي دي.

: ‏د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي، د کشم - فیض‌اباد پر لاره د ټرافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي دي.

د هغه په خبره، پېښه کوکچې سیند ته د موټر لوېدو له امله رامنځته شوې چې تراوسه یې یوازې د څلورو کسانو جسدونه د سیند له اوبو له را ویستل شوي او د یوه کس جسد لا هم نادرکه دی.

: ‏افغان کرېکټ بورډ لیکلي چې له سریلانکا سره د راتلونکې مارچ میاشتې په دوېیمه لسیزه کې په متحده عربي اماراتو کې شل اوریزه او پنځوس اوریزه لوبلړۍ لري.

کرېکټ بورډ زیاته کړې چې د دغې لوبلړۍ لپاره خوست کې د ملي لوبډلې تمریني لوبې پیل شوې دي. په دغو تمریني لوبو کې د ملي لوبډلې ۱۸ لوبغاړي ګډون لري چې د روانې فبرورې تر ۲۶مه به دوام وکړي.

: ‏د فاریاب امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وایي، د دغه ولایت د قیصار ولسوالۍ په نهرین کلي کې تېر ماښام (جمعه) د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او څلور نور ژوبل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې موټر د چلوونکي د نه پاملرنې له امله له سړکه اوښتی دی.

: ‏نعمت‌الله بارکزی، نماینده شاروالی کابل، شایعات منتشرشده در شبکه‌های اجتماعی مبنی بر وضع جریمه نقدی بر گران‌فروشان را رد کرده است.

بارکزی تأکید می‌کند که شاروالی کابل برخورد با گران‌فروشی را مطابق اصول تأدیبی انجام می‌دهد؛ اقداماتی که شامل مهر و لاک کردن دکان است. وی می‌افزاید که در صورت تکرار تخلف، صاحبان دکان‌ها به نهادهای عدلی و قضایی معرفی خواهند شد.

: ‏د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې کړې.

د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزیر، بختیار سعیدوف پر اېکس لیکلي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر، امیرخان متقي سره یې «ګټورې» ټیلیفوني خبرې کړې دي.

هغه لیکلي چې له ښاغلي متقي سره یې د دوه‌اړخیزې اجنډا د بدلېدونکو اړخونو په اړه د نظر تبادله او په ځانګړي ډول د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او په لومړیتوب‌لرونکو برخو کې د عملي همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

دواړو لوریو دغه راز، د ښه ګاونډیتوب د اړیکو د پیاوړتیا او د سیمه‌ییز نښلون پرمختګ لپاره چې د اوږدمهاله ټیکاو د دوامدارې ودې او متقابلې هوساینې بنسټ جوړوي، خپله ګډه ژمنتیا تازه کړې ده.

: ‏د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مرکه کې ویلي، هغه اټکل ناسم دی، چې ګواکي ایران د غني شویو صفر کولو وړاندېز کړی او نه امریکا په دې اړه له موږ څخه غوښتنه کړې.

نوموړي زیاته کړې، خبرې اترې پر دې تمرکز لري، تر څو ډاډ تر لاسه شي چې د ایران اټومي پروګرام سوله‌ییز دی او تل به سوله‌ییز پاتې شي او موخه یې داده چې خپل اټومي فعالیت سوله‌ييز ماهیت نړیوالې ټولنې ته روښانه کړي.

: ‏پاکستاني چارواکي وایي چې په اسلام اباد، راولپنډۍ، اټک، جهلم او چکوال کې یې د عملیاتو پرمهال تر ۱۰۰ زیات ناقانونه مېشت افغان کډوال نیولي دي.

چارواکو زیاته کړې چې په ترسره شویو عملیاتو کې له ۲۰۰۰ زیاتو امنیتي پولیسو برخه اخیستې وه.

بل خوا د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په پاکستان کې د دغه هیواد د امنیتي ادارو له خوا د افغان کډوالو په نیولو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

: ‏اسراییلي ځواکونو یو ځل بیا د لبنان په ختیځ کې هوایي بریدونه کړي، چې پرمهال یې ۱۰ کسان وژل شوي.

د راپورونو له مخې اسراییل پوځ د لبنان د «بقاع درې» سیمه په نښه کړې او ویل کېږي، په وژل شویو کسانو کې د حزب‌الله یو لوړپوړی چارواکی هم شامل دی.

که څه هم اسراییل او حزب‌الله د ۲۰۲۴ کال کې د اوربند تړون لاسلیک کړی و، خو له هغه راهیسې د اسراییل هره ورځ سرغړونه کوي.

: ‏د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان "یونسکو" د مورنۍ ژبې په مناسبت ویلي، چې دا مهال د نړۍ ۴۰ سلنه وګړي په خپلو مورنیو ژبو زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

یاد سازمان زیاته کړې، د ژبو تنوع له ګواښ سره مخ ده او په دې سره ډېری ژبې د منځه تلو په حال کې دي.

: ‏دونالد ترمپ، رئیس‌جمهور امریکا، گفته است که در جریان اعتراضات اخیر ضد حکومتی در ایران، ۳۲ هزار نفر کشته شده اند.

عباس عراقچی، وزیر امور خارجه ایران، اما می‌گوید که در جریان اعتراضات ۳۱۱۷ مشمول ۲۰۰ نیروی امنیتی کشته شده اند. او در صفحه ایکس خود نوشته است: «اگر کسی نسبت به صحت اطلاعات ما تردید دارد، لطفاً با مدرک صحبت کند

: ‏مایک هاکبی، سفیر ایالات متحده در اسرائیل، گفته است که اگر اسرائیل تمام خاورمیانه را تصرف کند، مخالفتی نخواهد داشت چون حق یهودیان برای تصرف این سرزمین ریشه مذهبی دارد.

او در مصاحبه‌ای که روز جمعه منتشر شد، گفت: «مشکلی نیست اگر همه آن را تصرف کنند

این دیپلومات امریکایی اما تأکید کرد که اسرائیل نمی‌خواهد تمام خاورمیانه را تصرف کند. هاکبی بعداً ظاهراً از ادعای خود عقب‌نشینی کرد و گفت که اظهارات او «تا حدودی اغراق‌آمیز» بوده است.

: ‏گزارش‌ها می‌رسانند در پی انفجار در ایالت خیبر پختونخوا، دو نیروی امنیتی پاکستانی کشته شده اند.

عرب نیوز به نقل از منابع امنیتی گزارش داده که این انفجار پس از آن رخ داد که حمله کننده موترسایکل حامل مواد منفجره را به یک موتر نیروهای امنیتی در منطقه بنو کوبید.

تاکنون هیچ گروهی مسئولیت این حمله را بر عهده نگرفته است.

: ‏کارشناسان حقوق بشر سازمان ملل متحد اعلام کرده‌اند که شهروندان افغان نیز در جریان اعتراضات سراسری ایران کشته و یا بازداشت شده‌اند.

مقامات ایرانی جان باختن ۳۱۱۷ نفر و بازداشت حدود ۳۰۰۰ تن دیگر را در جریان اعتراضات تایید کرده اند، اما کارشناسان حقوق بشر ملل متحد با نشر اعلامیه‌ای روز جمعه گفتند که این ارقام به ده‌ها هزار نفر می‌رسد.

آنان از حکومت ایران خواستند که سرنوشت و محل نگهداری افرادی که بازداشت، ناپدید یا مفقود شده‌اند، را مشخص کند و همه اعدام‌ها و احکام اعدام مرتبط با اعتراضات متوقف گردد.

: ‏دادگاه عالی ایالات متحده روز جمعه حکمی صادر کرد که بر اساس آن، دانلد ترمپ، رییس‌جمهور امریکا، با وضع یک‌جانبه تعرفه‌های گسترده بر کشورهای جهان، قانون فدرال را نقض کرده است.

رسانه‌های امریکایی این تصمیم را شکستی قابل توجه برای کاخ سفید در موضوعی دانسته‌اند که در محور سیاست خارجی و دستور کار اقتصادی ترمپ قرار داشته است.

: ‏برنامه جهانی خوراک در گزارشی اعلام کرده که نیازهای بشردوستانه در سراسر افغانستان همچنان در سطح «بسیار بلند» قرار دارد؛ وضعیتی که به گفته این نهاد در پی شوک‌های متعدد از جمله اقتصاد ناپایدار، دسترسی محدود به‌دلیل بارش برف، بازگشت‌های گسترده از ایران و پاکستان و نیز کاهش بودجه، تشدید شده است.

در گزارش آمده که کاهش شدید کمک‌های بشردوستانه، برنامه جهانی خوراک را از ارایه کمک‌ها در سطح مورد نیاز برای حفاظت از خانواده‌ها در برابر گرسنگی شدید بازداشته است.

این نهاد تاکید کرده که با بودجه کنونی، تنها قادر است ماهانه به ۲ میلیون نفر از مجموع ۱۷.۴ میلیون نفری که به‌گونه فوری به کمک غذایی نیاز دارند، کمک‌رسانی کند.

: ‏عباس عراقچي له خپل روسي سیال سره د ایران–امریکا پر مذاکراتو خبرې کړي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ټلیفوني اړیکه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو ترڅنګ د سیمې او نړۍ پر وروستي وضعیت خبرې کړې دي. عباس عراقچي د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون پر بنسټ د ایران د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې یوې عادلانه هوکړې ته د رسېدو لپاره جدي مذاکرات کوي.

نوموړي دغه راز په نړۍوالو غونډو کې د روسیې د دریځ هرکلی کړی او خپل روسي سیال ته یې د تهران–واشنګټن ترمنځ د وروستیو مذاکراتو په تړاو مالومات ورکړي دي.

: ‏د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو ځل بیا پر ټولو هېوادونو ۱۰ سلنې تعرفه اعلان کړه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ (جمعه) د امریکا سترې محکمې د یوه حکم په صادرولو سره د ټرمپ له خوا پر هېوادونو لګول شوې یو اړخیزې تعرفې غیرقانوني وبللې.

: ‏پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، په اسلام‌اباد او څلورو نورو ولسوالیو (راولپنډۍ، اټک، جهلم او چکوال) کې د امنیتي عملیاتو پر مهال تر ۱۰۰ زیات ناقانونه مېشت افغان وګړي او مشکوک کسان نیول شوي دي.

د چارواکو په وینا، په عملیاتو کې له ۲۰۰۰ زیاتو امنیتي سرتېرو برخه اخیستې او د جوماتونو، بازارونو او استوګنیزو سیمو پلټنه هم زیاته شوې ده.

هغوی خبرداری ورکړی چې بې‌اسناده افغانان دې اسناد سم کړي، که نه له قانوني اقدام سره به مخ شي.

اخوا د اسلامي امارت کډوالو چارو وزارت تل پر ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه پر پاکستان غږ کړی چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.

: ‏نن د فبرورۍ ۲۱مه هر کال د مورنیو ژبو د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي، څو د ژبني او کلتوري ځانګړنو په اړه پوهاوی لوړ او بېلابیلو ژبو ته وده ورکړ شي.

دا ورځ په ۱۹۹۹ لمریز کال کې د یونېسکو له لوري اعلان او په ۲۰۰۲ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي مجمع له لوري په رسمي ډول وپېژندل شوه.

د مورنیو ژبو ورځ د هغې پراخې هڅې برخه بلل کی.ي چې موخه یې په نړۍ کې د ټولو ژبو ساتنه او خوندي کول دي.