بدمرغي خو د مسلمانانو همدا ده چې هر څه ته یوازې د سپین او تور په سترګو ګوري او جذباتي قضاوت کوي

مارچ 2, 2026 - 13:17
 0  13
بدمرغي خو د مسلمانانو همدا ده چې هر څه ته یوازې د سپین او تور په سترګو ګوري او جذباتي قضاوت کوي

عبدالناصر شفیق

 

نن به سیکولاران، کمونستان او ځینې ناپوه سلفي نما وګړي پدې وپیژنۍ چې د ایران د ستر ملت پیاوړي مذهبي مشر سید علی خامنه ی په شها.دت خفګان څرګندوونکي مسلمانان د بشار الأسد سره په یو صف کې ودروي او استدلال به یې داوي چې ولې ایران د سوریې مسلمان ولس د یو شمېر ډلو لکه جبهة النصره، احرار الشام او .. خلاف  بشار ملګرتیا کړیوه، زه هم پدې نظر یم چې هلته د ایران رژیم موقف په ناحقه و، خو آیا د ایران حاکم رژیم او احرار الشام او ملګري یې د جمل او صفین د جګړې د دواړو خواوو ډیر مسلمانان دي؟

بدمرغي خو د مسلمانانو همدا ده چې هر څه ته یوازې د سپین او تور په سترګو ګوري او جذباتي قضاوت کوي.

نن سیکولاران، کمونستان او ځینې سلفیان نما؟ همداسې تنګ لید لري او د ازرائ.یلو ، امریکا او روسیې د تبلیغاتو لاندې خپل عقل تاخچه کې کښیږدي او ایران ته د ابن سبا د وخت نظر کوي؛ پداسې حال چې ملتونه او حکومتونه تل یو شان نه اوسي.

عثماني اسلامي خلافت کردانو په ستره قربانۍ رامنځته کړی و، خو ملعون اتاترک له منځه یووړ، نن ترکانو سیکولاره ترکیه د اسلام پیروۍ خواته په یو حکمت روانه کړیده؛ کردان قیادتونه عبدالله اوجالان پی کی کی یې بیرته د بې دینۍ خواته د بیولو طرفداران دي، نو آیا اوسنی اردوغان او اتاتورک د یوې لارې خلک شو او یا کردي سلطان عبدالحمید هم د اوجالان او بې دینه کردانو په څیر دی؟!

همداسې اوسنی اسلامی ایران هغه پخوانی فارس ندی چې زمونږ ښکلي پیغمبر یې د رومانو په لاس مغلوب کیدو ته لیواله و او قرآن کې د روم مغلوبیدلو وروسته بیرته د غالب کیدو خبر یو قرآني اعجاز هم پدې اړه شته دی.

پرون همدې طبقې خلکو امریکا جنایتکاره ګڼله او ځینو روسان جنایتکار ګڼل، او دواړه اوس هم جنایتکاران دي، نو نن باید مسلمانان د امریکا، او د اسلامي امت ازلي دښمن صهیو.نستي رژیم د تبلیغاتو لاندې مسلمانان رانشي؛ چې له ماشوم توبه تر بوډاتوبه د ایران د مذهبي مشر فداکاري او د استبداد او استکبار خلاف مبارزه هیره کړي .

د استعمار ګرو عادت هم دا دی چې امت د قوم، رنګ ، ژبې، سیمې او مذهبي اختلافاتو په بنیاد سره وویشي، روسانو او لاسپوڅو یې هغه مهال چې شه.ید موسی شفیق د هلمند د اوبو تاریخي کړکېچ په خپل سیاسي بصیرت حل کړ، نو هغه یې د هلمند د اوبو خرڅوونکی وباله، نن هم دریواړه مخکې یادې ډلې د استعمار شعوري یا شعوري په خدمت کې کله کله ایراني شیعه مشران او کله د ترکیې بابصیرته اسلامپال ولسمشر او کله هم الجولاني له اسلام وباسي، څوک ورته د امریکې غلام او څوک ورته د روسیې د ګټو پالونکی ښکاري ؛ پداسې حال کې چې د هر چا خپل شرایط اوسي، لکه د جمل او صفین د جګړو دواړه لوري!

عجیبه دا ده چې کافر چیګورا او فیډرل کاسټرو یې په همدې منظور قهرمانان ګڼل او لا ددې هم اخوا کارل مارکس او لینن یې هم خپل ویاړمن څلي ګڼل، وایې  چې د امریکې خلاف وو، خو نن چې اسلامي ایران د امریکې خلاف هر څه له لاسه ورکړي، بیا یې ګمراه یې وګڼو؟!!