د شيعه او سني د منازعې په اړه د تاريخ ډير آسانه قضاوت

اپریل 4, 2026 - 15:57
 0  26
د شيعه او سني د منازعې په اړه د تاريخ ډير آسانه قضاوت

محمد خالد عمر

 

د شيعه او سني د منازعې په اړه د تاريخ ډير آسانه قضاوت به دغسي يو روايت وي چې

سني او په خاصه توګه عربو تل پر شيعه مسلمانانو د کفر تور لګاوه او دا د پيړيو پيړيو تکرار شوي تورونه نویو نسلونو ته د يو باور په توګه رسیدلي وو. اما يو دم او يو تصادف داسي راغی چې هرڅه يې روښانه کړل، د پيړيو پيړيو قضاوتونه او د حال جریانات يې ټول د په ژوندۍ بڼه نړۍ ته وښودل، ټولو وليدل چې هغه مهال چې عربي حکامو پخپل ګاونډ کې د خپلو ميليونونو سني او عربي  وروڼو د وژلو پر مهال اسرائیلو او آمريکا ته تيل او پيسې ورکولې، د ټرمپ پښې او خصيې يې ښکلولې او خپلې تاندې نجونې يې ورته نڅولې؛ دقیقاً هماغه مهال شیعي او فارسي مسلمانانو اشغالګرو ته پرلپسې مزاحمت کاوه، تر دې چې په مستقیمه توګه جګړې ته ووتل، د رښتينو او ميړنيو مسلمانانو په توګه يې د کفر او استکبار سره جګړه وکړه، له رهبره تر عسکره يې شهيدان ورکړل اما ډګر يې پرېنښود، بلکې د نړۍ فرعون او د هغه داړونکي سپي يې له شرم او ماتي سره مخ کړل، نړۍ يې د هغوی له ويرې او وحشت نه وژغورله او هغوی يې د شرمونکې ماتې تر درشله ټيله کړل.

شیعيانو د اکثره سنيانو او فارسيانو د اعرابو په وړاندي وګټله او نن حقپال او بې عصبیته سنیان پخپلو شیعه وروڼو ویاړي او د بریا دعا ورته کوي.