امریکا او اسرائيل دواړه مات شول

اپریل 8, 2026 - 18:42
 0  26
امریکا او اسرائيل دواړه مات شول

امریکا او عزازیل دواړه مات سول؛ ټرمپ او نتن یاهو په دې وحشيانه جگړه کي د ایران پر ضد خپل اهداف ترلاسه نه کړل؛ تر جگړي وړاندي چي کوم اهداف بیان سوي ول؛ هغه دا ول:

×   د ایراني مذهبي رژیم پای ته رسول

×   نوی سیکولر حکومت راوستل

×   د ایران تیـل قبضه کول

×   د هرمز تنگي مکمل کنټرول ترلاسه کول

×   د ایران غني سوي یورانیم غصب کول

×   د ایران توغندي سیسټم له منځه وړل

×   د ایران فوځي اډې او تونلونه وېـجاړول

×   د ایران اټومي تاسیسات ختمول

×   په ایران کي رضا شاه پهلوي واک ته رسول

×   پـر ایران د چین او روسیې نفوذ ختمول

له دغو ټولو اهدافو څخه ئې هېڅ یو هم ترلاسه نه سو؛ برعکس پرون چين او روسیې په گډه د هرمز په اړه وړاندي کړی بحرینی قرارداد وېټو کړ؛ سپین ږیري خامنه اي په ډېره مېړانه د شهادت ستر مقام ترلاسه کړ او د ایراني ولس حقیقي اتل وگرځېدی او پر ځای ئې ځوان او د لا مضبوطو اعصابو خاوند خامنه اي واک ترلاسه کړ؛ تېره ورځ چي د پیلوټ د موندلو کوم عملیات ترسره سوي ول؛ ځینو دعوه کوله چی هغه د یورانیمو د غلا کولو عملیات ول چي ناکام سول.

د یوه مکمل تهذیب له منځه وړونکی اخطار هم یوازي دروغ او د گجراتي فلمونو بې چوکاټه دهمکۍ وختله؛ دې دعوې ثابته کړه چي د پېړۍ پینیکیو (ټرمپ) تش دروغ وایي؛ برعکس ممکن د هرمز تنگی هم نشنلائزډ سي؛ همغسي لکه مصري سویز کانال چي د جمال ناصر پر وخت نشنلائزډ سو؛ د مذاکراتو مېز ته د امریکا راتگ تر مکملي ناهیلۍ وروسته ممکن سو.

ځکه هم عرقچي وایي چي د دې اوربند په جریان کي به هره کښتۍ له ایراني فوځ سره تر رابطې او د هغوی د وضع سویو اوصولو تر مراعاتولو وروسته له هرمز څخه په حفاظت تېرېدلی سي. راتلونکي مذاکرات به لا روښانه کړي چي مردِ میدان څوک سو.