محمد هاشم شاهين

No-IMG

محمد هاشم شاهين

د محمد هاشم شاهين لیکنی

جنسي اړيکې ته قانوني آزادي ورکول؛ ناوړه پايلې چي کفري نړۍ ور سره مخ دی

په غربي بلکي په عموم کي اوس په بشپړه غیر اسلامي ټولنه کي یو بد ترین جرم د جنسي اړیکه کي اوسېدلو (Live in relationship) اصطلاح سرایت کړی؛ دې اړیکي ته د هند په شمول په ډېرو هیوادونو کي قانوني آزادي ورکول شوې ده؛ معنیٰ دا چي یوه جوړه نارینه او ښځه په یو ځای کي د خاوند او مېرمن په څېر گډ ژوند د نکاح او واده پرته سره تېرولی شي؛ تر څو دا امتحان کړي چي د دوی اختلاط او گډ اوسېدل عملي بڼه درلودلی شي او آیا دوی د واده په څېر ستري فیصلې ته چمتووالی نیولی شي او کنه؟! که ځواب مثبت وو کلونه وروسته به واده کوي او که څه نا څه فکري اختلاف رامنځ ته شو نو بیا به سره جلا  کیږي... په دغو لبـرالو ټولـنو کي واده ډېر وېروو...
نور ولوله

حبیب الله کلکاني ته د غله، لوټمار او ورته نورو غیر مناسبو نومونو کارول به څومره مناسب وي؟!

آیا کلکاني تر شاه شجاع، تره کي، کارمل، امین، نجیب، کرزي او غني احمدزي بد وو؟! که چیري کلکاني همهغسي وو لکه برېن واشډ شویو او سیاسي ځیره خورو لیکوالانو چي انځور کړی؛ بیا به هم د خپل جرم په تناسب تر دغو نورو وطن پلرونکو با شرفه او کم مجرم وو، دا چي د نوموړي سره د غله توری یو ځای لیکل کیږي نو د نادر او د ده د وراره داؤد خان سره دي هم د غدر او خیانت توری اضافه شي، ځکه یوه پر قرآن ترسره شوی تعهد مات کړ او دوهم د خپل کاکازوی شاهي نظام په جمهوریت شاهي واړاوه او د کمونیستانو د پړسولو او حمایه کولو (ولو که ممکن په ناپوهۍ سره به هم وو) موجب شو... دا خبره ځکه کوم چي تر کلکاني وروسته هیواد نږدې نیمه پېـړۍ ...
نور ولوله

زه د تاریخ دوو پېښو ډېر متأثر کړی یم

حضرت عثمان د شهادت غمجنه پېښه وه؛ د صحابه وو رض د یو بل سره محبت؛ له مظلوم عثمان نه د حضرت علي کرم الله وجهه د اولادونو او نورو جلیل القدره صحابه وو بې سارې دفاع او د نوموړي د مقاومت یو عجیب کیفیت؛ دا چي د قدرت باوجود ئې د مدینې کوڅې له وینو تویېدلو وساتلې؛ او کله چي ئې باغیان کور ته ننوځي او په ډېره بې رحمي سره ئې په شهادت ورسوي او د همدې کلابندۍ نوري پیښې... ما یو ځل دا تاریخ لوستی باور وکړئ د بیا مطالعې همت ئې نشم کولی... د مشرانو لپاره ډېر ستر درس لري... او بــــــلــه د: حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه هغه واقعه ده چي کله ئې د محمد رسول الله صلي الله علیه وس...
نور ولوله

هغه څه دئ چي دا شتمن هیوادونه له امریکا دومره وېروي؟!

ما د اقتصادي بندیزونو ماهیت نشو ارزولی، د هر څومره فکر په پای کي به حیران پاته شوم چي ترکیه، روسیه او چیـن ولي خپلمنځی تجارت په خپلو پیسو نکوي، له کلونو کلونو راهیسي یو کونج و بل کونج ته شي خو خبري ئې چندان نتیجه نه ورکوي، هغه څه دئ چي دا شتمن هیوادونه له امریکا دومره وېروي؟! اوس پوه شوم چي دا امریکایي بندیزونه Sanctions وو: • همدغو بندیزونو د خامنه اي سپــږمو ته قیضه اچولې • همدغو بندیزونو روسان او چینایان زهیــر کړي • همدغو بندیزونو له عــربانو وزې جوړي کړي او حتی اسرائیل ته هم لکۍ پرې ښوروي ...
نور ولوله

د عدم تشدد (گاندهي گیري) متشدد لارویان

داوړ وايي د پاکستاني حکومت او پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) تر منځ د مذاکراتو مخالف دئ، ښاغلی د افغان دولت او افغان طالبانو تر منځ هم د مذاکراتو مخالف وو؛ چي هغه نظام د ده د سرپرستانو او سپارنسرانو پر فرار او زوال منتج شو، دا سخت دریځي نېشنلیستان په هیڅ صورت د موجوده نظامونو مخالفینو ته د ژوند کولو مجال پرېښودلو طرفدار نه دي، دوی د عدمِ تشدد تر عنوان لاندي د وزو په جامه کي متشدد لېوان دي؛ چي د نورو کورنیو په له منځه وړلو او ړنگولو د انتقام خوندونه اخلي... دا واورئ! د نشنلیزم په قاموس کي رحم نسته، تاسي له نورو څنگه د رحم توقع کولی شئ؛ چي خپله مو دومره سخت زړونه دي او د بخښني پر ځای وحشي انتقام ته ترجیح ورکوئ! د طالبانو عمومي عفو...
نور ولوله

د مصر اخوان المسلمين د يو شهيد او اسيرې کورنۍ د همت کيسه

مصرۍ روضه ایمن د خپلو وړو یتیمو خوېندو او ورور ساتنه کوي، د نوموړي نجلۍ پلار د أخوان د ملاتړ په جرم د رابعهٔ عدویه په ظالمانه عملیاتو کي په شهادت ورسول شو، د نوموړي پلار ایمن الزهیري په جنوبي سینا کي د اخوان مشر غړی وو، د نوموړې نجلۍ مور د جنرال سیسي په زندان کي شپې او ورځي تېروي، روضه د دغو ماشومانو لپاره د مور او پلار دواړو وظیفه اجراء کوي، ډوډۍ هم ورته پخوي او کالي ئې هم پرېولي، دباندي مزدوري هم کوي تر څو د دغو معصومو ماشومانو کفالت وکولی شي، د استخباراتو له ویري ئې څوک ښکاره مرسته هم نشي کولی، اخوانیان یو ځل بیا له سختو کړاوونو او امتحاناتو نه تیریږي، اقبال مرحوم ځکه فرمايي: یہ شہادت گہہِ الفت میں قدم رکھنا ہے لو...
نور ولوله

مقاومتِ (بغاوتِ) سرکوب شده

په افغانستان کي نړۍ خپله شرمېدلې ماته ومنله، یوازي تاجیکستان او هندوستان د پروتي لغتي غورځوي، نن مي په تاجیکستان کي د نړۍ د فاسدترین دولت وروستي سفیر خبري واورېدې، نوموړی وايي صالح په پنجشیر کي دئ او مقاومت لا هم جریان لري، صالح هم د خپل څرگند مقاومت په وروستۍ ورځ ټویټ کړی وو چي دلته زموږ هر یوه مستعار نوم مقاومت دئ… نو جنابِ مقاومتِ مخفي ته دي وویل شي چي نه خو ته فیډرل کاسټرو یې او نه احمد مسعود چگوېرا دئ، په ملت کي ریښې نلرئ!!! خپل حیثیت او په ملت کي خپل محبوبیت ته په کتلو سره خبره کوئ، پر ټویټر د اېکټنګ پرېزیډنټ لیکل نو دا نه معنی چي رښتیا هم منصف ولسمشر وې او کودتا درباندي شوې او یا دي پر خلاف بغاوت شوی، ته په داسي ...
نور ولوله

امریکا په افغانستان کي د ښاري ښځو لپاره حقوق غوښتل خو پر کلیوالو ښځو ئې هوايي بریدونه کول

د نیویارکر په وینا چي د افغانستان تر ۷۰% فیصد ډېر اوسېدونکي د ښارونو پر ځای په کلیــو او بانډو کي ژوند کوي، هلته په کلیو کي د دوستانو سره د چای څیښلو او یا د خور په واده کي موټر چلول د خپل ژوند سره د لوبو مترادف عمل وو... نــویارکر بیا وایي: "امریکا په افغانستان کي د ښاري ښځو لپاره حقوق غوښتل خو پر کلیوالو ښځو ئې هوايي بریدونه کول." زه خو وایم دا پورتنۍ جمله ئې باید د سرو زرو په اوبو ولیکل شي، او یا هم د کابل پر دېوالونو، دا ځکه د مېرمنو د شل کلنو حقوقو لاسته راوړني، د دوی له لوري د هیواد د اسلامي او افغاني کلتور پر خلاف د مېرمنو روزل او نور ورته شرارتونه په دې جمله کي را خلاصه شويدي...
نور ولوله

نړيوال مقتدر هېوادونه د خپل نفوس زياتولو په هڅه کي دي

تاسي خبر یاست نن نړيوال مقتدر هیوادونه پر نورو هیوادونو د خپل اقتصادي وضعیت نه وروسته تر ټولو زیاته برتري افرادي قوت ته ورکوي، تېــره ورځ صهیونیستانو د خپل نسل د زیاتېدلو خوښي لمانځله، دا ځکه سږ کال په غاصب اسرائیل کي ۱۲۷،۳۵۰-یو لک اوه ویشت زره ماشومان زېږېدلي وو، پر دې سربېـره ۲۰،۰۰۰-شل زره ئې په لري پرتو هیوادونو کي زېږېدلي چي شمېر ئې تر یو لک اوه څلوېښت زرو تېــری کوي، په دې سره د اسرائیل نفوس تر ۹-نــه میلیونه تجاوز وکړ، دوی له همدې امله خوښ دي، دوی هغه مېـندو بلکي والدینو ته ډېر امتیازات ورکوي چي تر دوو ماشومانو زیات بچي زېږوي... اوس راځو اسلامي نړۍ ته دلته بیا هر څه بدل دي، د همدغو صهیونیستانو اېجنټان او لاسپوڅي مشران وا...
نور ولوله

انقلاب ضد قوتونه Counter-Revolutionary Forces

① احمدشاه مسعود چي د مجاهدینو د عظیم انقلاب د ګډوډ کولو تر ټولو ستر لوبغاړی ثابت شو، د کابل ورانولو مهم کرېــکټر، داسي فاشیست Fascist چي د خپل قوم د خدمت تر عنوان لاندي هر ډول شوم عمل ته لبیک ویلی شي، نوموړي پروټوکولي قوماندان د روسانو سره د هغوی د سالم وتلو پروټوکولونه لاسلیک کړي وو او ورته نورو جنایاتو په اړه ئې روسي ملګرو ډېر اعترافات کړي او اوس ئې زوی ② احمد مسعود د ډبل اېجنټ امر الله صالح او نورو فراري چارواکو په ملاتړ د نوي انقلاب په وړاندي د ودرېدلو او مقاومت کولو هڅي کوي، فرانسې او هند ته په چاپلوسۍ او د هغوی د مرستو ترلاسه کولو لپاره د خپل پلار په څېـر خیانتونه کوي...
نور ولوله

سیــکولر او نېشنلیست پښتانه پر یوه خط روان دي

دا چي ارگ د یوې وړې متعصبي سیکولري طبقې له لاسه ووتی او تر اوسه ئې لا برخلیک څرگند شوی ندئ چي د راتلونکي نظام نوعیت او حالت به څنگه وي؟! څومره به اسلامي او یا الله مکړه د کوم بل نوي تحول په پایله کي څومره غیر اسلامي وي، په دې اړه د لر او بر د پښتانه نېشنلیستانو حالت د غور وړ دئ، د دوی غالب گمان دا دئ چي هلته به د طالبانو امارت حاکم کیږي، هغه که هر ډول نظام وي دوی به ئې اسلامي بولي او د همدې منسوب اسلامي نظام په اړه به خپلي عقدې او خوړینو زړونو بړاس د اسلامي شعائرو او عقائدو په تضحیک او مسخره کولو سره سړوي، د دوی متذلل افکار او سیاسي ایمان داسي بدلیــږي، لنډ مثال ئې: 1-اوونۍ وړاندي: امریکا به طالبانو ته پر کابل د قبضې اجازه ورن...
نور ولوله

که چیري د جګړي ږغ وشي نو ما، زما وروڼه او زامن به د جنګ په میدان کي وګورئ - شاه فیصل

د آل سعود په کورنۍ کي د شاه فیصل غوندي شخصیت بل نه وو پیدا شوی، شاه فیصل د هغو عرب مشرانو له جملې نه یو وو چي د فلسطین او د هغه د اوسېدونکو سره ئې مینه درلودهد امریکا په وړاندي د ده جرأت د دې باعث شو چي په پای کي امریکا او اسرائیل د کورنیو اختلافاتو او سازشونو په اوبدلو سره د خپل وراره(د ورور زوی) په لاس د سعودي په دربار کي وواژه. نن د ده همهغه ورور او وراره د ډارنو یهودانو پر جنایاتو غلي دي... ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟