دوکتور عمر عماد (خالد هدايت)

No-IMG

دوکتور عمر عماد (خالد هدايت)

د دوکتور عمر عماد (خالد هدايت) لیکنی

پوره (۴۵) کاله وروسته د پلچرخي زندان څخه ليدنه؛ او ډېر غم انگيز يادونه بيا را تازه کيدل

 مې پرون يو ځل بيا د پلچرخي محبس د سيف الله مخلص صاحب په مرسته وليده، او ډير غم انګیز يادونه بيا را تازه شول. کله چه داول بلاک دروازې ته نژدې شوم ، ددروازي تر څيرمه مي هغه دوه بسونه سترګو ته ودريدل چه دداود د وخت بنديان، د اسلامي نهضت غړې پکې د کمونستانو په مرميو غلبیل غلبیل شوي وه او په همدغه ځای کې ولاړ وه. بيا چه کله انګړ ته دننه شوم ، د هماغو بنديانو په ملګرو باندي د چهار ميله ماشيندارې ډزو مې په غوږو کي انګازي کولې چه له دريم بسه يي ښکته کړي وه ، او د محبس په انګړ کي يي د شپي له يوولسو بجو د سهار تر تقريبا څلور بجو پورې په شهادت ورسول چه ټول ( ۱۱۸) کسان وه. بيا چه د دوهم منزل د ( ۱۱) نمبر کوټې مخ ته ودريدلم، عجيب...
نور ولوله

علم د فکري جګړې وسله

( په لنډو ټکو کې) ټولو ته معلومه ده چه پدی امت ددښمنانو له خوا داسی تورې ورځې، او خطرناکې څپې راغلي چه هغه یی عملا د وجودي ګواښ سره مخ کړې وو، خو د الله تعالی په مرسته د هر ازمایښت څخه نه یواځې بریالې بلکه د پخوا نه هم قوي او مستحکم راووت، ولو که په دغی ګواښونو کې د ښکیل کیدلو او تری رواتلو درنه بیه یی پری کړې ده، او دا دواړه د الهې سنت سره موافق او برابر شوي دي ( إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ). په دی عصر کې امت یو ځل بیا د وجودي ګواښ او ننګونې سره لاس او ګریوان دې، چه د پخوانې څخه په مراتبو خطرناک دې، ځکه چه دا د پخوا په شان پوځې یرغل نه دې چه په زغم اومادي قربانئ یی مقابله وشي، بلکه د...
نور ولوله

د فقر او مالدارئ اړوند هغه غلط فهمي چه باید تصحیح شي

وایی فلانی مشهور عالم داسی وایی:  ( د ارتدا د له ټولو زیات لامل فقر او تنگدستي ده. مامخکې د مسلمانانو لپاره فقر خوښاوه او اوس ورته مالداري خوښوم ځکه مخکې خلک دمالداری له وجهې ګمراه کیدل او او اوس د فقر له وجهې). ما ویل : فکر نه کووم چه دقیقا یی داسې ویلي وي، او که ویلي یی وي نو: اول هم غلط شوي وو او دوهم هم غلط شوْې دې، نه رسول الله صلی الله علیه وسلم او نه صحابه وو او نه کوم معتبر عالم ویلی چه فقر ښه شی دی او یا یی له الله تعالی د فقر سوال کړې وي او یا یی ارمان کړې وي چه کاش زه فقیر ووم، بلکه رسول الله صلی الله علیه وسلم له فقره پناه غوښتی ده،  فق...
نور ولوله

نو اوس چه هم څوک د عصري علومو په ارزښت نه پوهيږي بايد ډاکټر ته بوتلل شي

عصري علوم. په دې وخت کې د ايران داسی بچه ترسانک بريد د اسر اييلو، په تيره بيا د نت ن ياهو، په ګټه دې. په هر حال ، زما سره انديښنه دا پيدا شوه چه که خدای مه کړه پر مونږ څوک همداسې برید وکړي نو څه به کوو؟ آيا مونږ د بالمثل عمل او يا ددفاع جوګه يو؟ قطعا نه. نو اوس چه هم څوک د عصري علومو په ارزښت نه پوهيږي بايد ډاکټر ته بوتلل شي. دا د حکومت مسئولیت دې درنو لوستونکو لاندې ټکو ته مو پام را اړول غواړم: لمړي : مونږ وار وار د فقهاوو دا خبره یاده کړې ده چه وایی دنیوي( عصري) علوم فرض کفایي دي، حتی دسترې محکم...
نور ولوله

ای د کائناتو خالقه!؛ دغه توره شپه ډیر ژر په روڼ سهار بدله کړې

همدا اوس می خبر واوریده چه : د نړیوال استکبار سر لاري ( ا م ریکا) اعلان وکړ، چه دا ځل به خپل نازولي ته د یوملیاردو نه زیاتو ډالرو په ارزښت وسله ورکړي، او مرستې به هم چه پخوا ( ۱۴) ملیارده وې اوس ( ۲۶) ملیاردو ته پورته کړي، چه دا به د اس رائیلو په تاریخ کې تر ټوله ډیره وسله او مرسته وی چه په یو ځل به پرې نازول کیږي. دې خبر په سوچونو او اندیښنو کې ډوب کړم، او د ځان سره مې وویل چه: په دتاریخ په اوږدو کې په امت له دې سختې ورځې، او ډیرې تورې شپې راغلي دي، د تاتاریانو او مغولو بریدونو او بیا د صلیبیانو بریدونو د امت د مړ کیدلو ویره راپیدا کړې وه، لکن په ډیر کم وخت کې به امت بیرته په هوش راتلو ، ساه به یی اخیستله ، په پښو به دریده،  او ددښمن ځواکونه به یی تا...
نور ولوله

د شعبان د (۱۵) شپې د خاص عبادت اړوند لنډ وضاحت

ممکن څوک په دغی شپه کی د عبادت په فضیلت د سورت دخان پدی آیت استدلال وکړی چه د ( فیها یفرق کل امر حکیم)  څخه مراد همدغه شپه ده ، خو د تفسیری او حدیثی اړخه دغه قول مرجوح دی، بلکه راجح قول دا دی چه د هغی نه مراد لیلة القدر دی چه د رمضان میاشت کی وی. ممکن څوک په هغه مرفوع حدیث چه د منلو وړ دی، استدالال وکړي چه پکی راځی: ( يطلع الله تبارك وتعالى إلى خلقه ليلة النصف من شعبان، فيغفر لجميع خلقه إلا لمشرك أو مشاحن ). او څوک چه یی بدعت ګڼی هغوی وایی چه پدی اړوند احادیث ټول ضعیف دی. او وایی چه : اصولی فقهی قاعده د ده چه کله یو کار د بدعت او سنت تر منځ وی نو ډډه به تری کیږی) او یا ممکن په هغی بلی قاعدی استدلال وکړي چه وایی ( کله چ...
نور ولوله

د تعلیم نه یی منع کوئ مه، بلکه دغسې یی وروزئ

وړمه ورځ په غ - زه کې د سړک یوې خوا په یوې خونه کې زخمې پروت وو، او بلې خوا یی یو څه کسانو حالات څارل، په څارونکو کې یوه ډاکټره هم وه، فورا یی خپله چاپن وایستله، او ځان یی د سړک بلې خوا ته د زخمې د رغولو په پاره منډې ته تیار کړ، او په داسي حال کې چه د ډزو غږونو غوږونه کڼول او د مرمیو باران وو، ډاکټرې د ( زمرئ) په شان د سړک هغی بلی غاړې ته ځان په منډه ورساوه ، بیا ورپسې درې نورو ځوانانو هم ورمنډې کړې، او څلور واړو په ګډه هغه زخمې د سړک بلې خوندې غاړې ته را ووړ. نو د ځان سره مې وویل چه دا د سالمې روزنې دپایلې او ثمرې صرف یوه بیلګه ده، او ارمان می وکړ چه:  کاش د نجونو د تعلیم کوم مخالف هم دغه صحنه راسره یو ځای لیدلې وای او ورته می ویلی وای چه : د تعلیم ن...
نور ولوله

نور مو د ملحدانو او د اسلام د دښمنانو د تور او پیغور نه خلاص کړئ

همدومره انتظار بس دې. نور باید په ډاګه وویل شي چه : د هغو خیالې او وهمي ستوونزو څخه د خلاصون لار چه د ښځو د عصري تعلیم څخه د یو څو ( هو د یو څو) نازولو، خو مقتدرو چارواکو په ذهن کې راټوکیږي، کله هم د ښځو په وړاندې د ښوونځي او پوهنتون دروازې تړل نه دي، د ستونزو څخه تیښته کله هم د حل لار نه ده ، بلکه د حل لار د ستونزو سره د مقابلې معقوله لار لټول دي. ټول ولس، او که ټول نه وي نو یقینا چه غوڅ اکثریت د خلاصون غوښتونکي دي، خو تاسو پری غوږونه کاڼه کړي دي، نه ولس( خپل رعیت) ته د هو ځواب ورکوئ او نه د نه. دغه استبدادي چلند، او استعلايي تصور، او د ضد او عناد نه ډکه  پریکړه ډیرې خطرناکې پایلې لري، چه تاسو به یی هم د الله تعالی او هم د ټولو مسلمانانو او هم ددغې و...
نور ولوله

د عربو او اسلامي هیوادونو د مرګوني چوپتیا، بلکه د ځینو له شا خنجر وهلو سره سره !

( وَمَا النَّصْرُ إِلاَّ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ) (اتيا) ورځې وروسته : - دنړیوال استکبار دبې حساب او بې کتاب ملاتړ،  بلکه په جګړه کې د عملي ښکیلتیا سره سره. - د عربو او اسلامي هیوادونو د مرګوني چوپتیا، بلکه د ځینو له شا خنجر وهلو سره سره . - د جګړې د ګرم سنګر په وړاندې د ډیرو د احساس او عاطفې د مړاوې کیدلو،   بلکه د مسلمان په ژبه او جامه کې مرجفینو او منافقینو د ارجاف او پټې کرغیړنې کرکې د ښکاره کیدلو سره سره . ...
نور ولوله

اوريدلي مو وه، خو ايله اوس مو وليدل

-پرون نتن یاهو په انګليسي ژبه وويل چه حم اس زمونږ په بنديانو ښځو جنسي تيرې کوي. نن بايډن  د حماس دغه کار وغندلو! فکر نه کووم چه د امريکا په تاريخ کې به دومره بې شخصيته او درواغجن ولس مشر تير شوې وي. د جګړي په اوله ورځ ورته نتنیاهو په غوږ کي وويل چه حم اس داسې او هسې جرمونه کړي دي ، ده سبا هماغه خبره ميډيايي کړه، خو وروسته معلومه شوه  چه دغه روايت درواغ دې ، نو سپينه ماڼئ هم مجبوره شوه چه د نتنياهو ددرواغو په منلو اعتراف وکړي. خو دغه کواټه شوي بوډا دهغې رسوايئ نه عبرت وانخيست او نن يي بيا له ځانه د نت نياهو ددرواغو لاسپيکر جوړ کړ! - يوه امريکايي سرچينه وايي چه مونږ دا ن...
نور ولوله

د امريكا تأسيس په ظلم شوې دي، او داروپا تمدن په ظلم تغذيه شوې دې

کرکه مې ترې کيږي د امريكا تأسيس په ظلم شوې دي، او داروپا تمدن په ظلم تغذيه شوې دې. کوم ځاې معلومات وکړئ چه: اروپايان چه اول ځل امريکا ته لاړل څومره ځايي اوسيدونکي ( سره هندوان) يي ووژل؟ پرنګيانو چه هند اشغال کړ هغه وخت دهند اقتصاد څرنګه وو او چه څه باندې دوه سوه کاله ورسته ترې وتل څومره رالويدلې وو؟ - په فرانسه کي د طلا معدن نشته، خو بيا هم د طلا پراخه ذخیره لري. همداسې نور درواخلئ، دا يي له کومه کړه؟ ددې معلومات هم درسره وکړئ چه دا سل كاله راهيسي دغه انساني شرمخاخو د خپلو ګټو لپاره څومره انسانان وژلي دي؟ نو ځکه مې کرکه ترې کيږي....
نور ولوله

د سیکولریزم لنډه پیژندنه

په لنډو او ساده ټکو کې داسې ویلای شو چه : په ټولنه باندې د اسلام د حاکمیت څخه د سر غړونې ، او د شرعي ثابتو او تل پاتې احکامو د تنفذ څخه د رغیدلو په امکان باندې باور در لودلو ته سیکولریزم ، او د همدغه باور لرونکې ته سیکولر ویل کیږي. یعنې که فرض کړو چه یو څوک دې په خپل شخصي ژوند کې هر څومره په ښکاره دینداره او عابد او شرعي احکامو ته ژمن اوسي، خو پدې باور ولري چه یوه ټولنه کولاې شي چه د شریعت ثابت احکام، که هغه واجبات وي او که محرمات، بابیزه وګڼي او تنفیذ یی نه کړي، او دغه سر غړونه یی هیڅ باک نه لري، نو ددغه فکر څښتن ته سیکولر وایي، که ټولنې ته د سرغړونې دغه واک اواختیار په هر نوم، او د هر عنوان لاندې ورکړل شي. د بیلګې په توګه...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک