سباوون
د سباوون لیکنی
فلسطين د ښامار له خولې ژوندی را ووت!
زه چې ددغې ويډيو لومړنۍ برخه ګورم ؛ پرونۍ غ زه مې سترګو ته و درېږي ، هغه فلسطينيان را ياد شي چې ؛
څو څو ځلې مړه شول ؛ خو د مرګونو په هر پړاو کې يې
نوی ، نوی ژوند و موند !
فلسطينيان د همدغسې ښامار په خوله کې و لوېدل ، مړه شول ؛ خو د همت په لاسونو يې بېرته د ژوند لاره پرانيستله !
زموږ اټکلونو دا نه منله چې ؛ د ښامار په کومي کې ؛ د ژوند لوېدلی لعل ژوندی را وتی شي !!
د مرګ په کومي کې ګُذران دی خدايه څنګه به شي
څنګه به لال د ژوند له ژامې د ښاماره وځي !
پنځلس مياشتې وړاندې عامه تصور دا ؤ چې فلسطين معدوم
شو ؛
فلسطين د ژوند چانسونه ...
نور ولوله
پر مستحباتو جګړه !
پر مستحباتو جګړه شي ، شیخان تر ممبر او سنګره جګ شي ، پر کتابونو حوالو ته کش ورکړي ، څوک د انسان سوځل روا کړي او څوک یې حلالول ، څوک له مسلمان نه کافر جوړ کړي او څوک کمونیست ته سپین باز ووایي، مستحبات لومړي وګڼل شي او فرایض وروستي، شیخان پرخپلو فتواوو کلک ولاړوي جګړې ته یې یوسي ، فتنې رامنځته شي ، اسلام پکې حلال، حلال شي ، اوکټ مټ د خوارجو داستان تکرارشي!!
وایي : چې خوارجو کله عبدالله بن خباب او مېرمنې ته یې د عمر اوعثمان (رض) دحمایت په جرم سزا ورکوله ، تر هغه لـږ وړاندې یې کوم ملګري خوګ و واژه ، نور پرې ور برند شول او د خوګ قاتل یې ځکه د ناسزا پر کاڼو و ویشت چې مالک یې ذمي را ختلی ؤ ! تر دې هم حیرانوونکې دا چې د عبدالله بن خباب (رض) د حلالولو پرمهال یوه خرما دانه پرې لپاسه را ولوېده...
نور ولوله
يو ريښتينی داستان؛ د وجدان محکمه
ا م ریکا زموږ په ذهن کې « جنت » ګرځېدلې وه ، زموږ په آند خوښۍ ، سوکالۍ او د انساني فطرت مطابق شرايط ګرسره په امريکا کې وو ؛ ځکه خو امريکا راته مرغوبه وه ؛ ځکه خو مو امريکا ته تمايلات په کابو کې نه شو راوستلی !
اوږده موده مو په همدې آرمان تېره کړه چې د یاد هېواد
شنو _ سرو څراغونو ته ځانونه ورسوو!
زموږ ډېری مجلسونه به په همدې تېرېدل چې کله به امريکا ته لاړشو!
په خپله خړه جونګړه مو قناعت نه کاؤ
خپل کور - کلی مو تر پام بد راتلل !
زموږ اټکل داؤ چې افغانستان د بل هر هېواد په نسبت خطرناک او له ستونزو ډک دی!
خو غربي هېوادون...
نور ولوله
د سوريې نوي واکمن احمد الشرع د ميساء صبرين په نوم ، يوه مېرمن د سوريې د مرکزې بانک مشره ټاکلې ده
د احمدالشرع دا ډول اقدام نه يوازې شرعاً د توجيه وړ دی ، لاچې له سياسي پلوه هم يو مثبت انکشاف دی .
که څه هم د يو شمېر تکفيريانو او تنګ نظرو له آنده به دا يو مردود عمل وي ؛ خو حقيقت دادی چې نه اسلام په دې ډول اقداماتو انسداد لګولی او نه اسلامي سياست دا ايجابوي چې ښځه مهمل پریښودله شي . د ډېری مسلمانانو بد مرغي همدا ده چې د مېرمنو له استعداد نه کار نه شي اخيستلای او په لوی لاس يې د پرديو داد ته سپاري ؛ ځکه خو يې ځينې د لوېديځ غېږې ته پناه وړي او ځينې يې د کمونيزم په لمنه کې سقوط کوي !!
ددې لپاره چې د مسلمانانو مېرمنې د پرديو او چپي احزابو په لمنه کې له سقوط نه بچ کړی شي ، اړينه ده چې هم يې تعليمي حقوق خوندي شي او هم په دندو و ګُمارلې شي ....
نور ولوله
يوه ريښتينې کيسه؛ فيسبوکي مينان
« ماري » ته خدای تعالی ښایسته قواره ورکړې وه ، غټې ، غټې بڼورې سترګې ، طلايي وېښتان ، نرۍ شونډې ، سورايي غاړه او دنګه نرۍ پوزه يې وه ؛ ځکه خو به يې چې پر ، پروفايل انځورونه خپاره کړل ، په زرګونو لايکونو به ونمانځل شوه ... چا به يوه يوه د ګلو ډالۍ ترې نثار کړه ، چا به د مينې کلمات ور وړاندې کړل ، او چا به يې په مينه کې بلا لفظونه غېږ په غېږ کړل ...
« شمو » يې هم د فيسبوک ملګری ؤ ، چې په لايکونو سربېره به يې هغې ته بې کچه مينه ور کوله ، کله کله به يې د ګلونو له رنګينې غُنچې سره خپل انځور هم ور واستاؤ ...
- ډېره ښک...
نور ولوله
يوه ترخه خاطره
ورته و يې ويل ؛
ور خلاص کړه ...
مستنطق جګ شو او د مخامخ خونې ور يې پرانيست ...
مېرمن مې لوڅه لپړه پکې ناسته وه ؛ را تانده شوه ...
پر سينه يې خورې ورې زلفې ورکش کړې او د عورت پټولو لپاره غونجه کېناسته ...
زه د زندان په بله خونه کې د نجيب تر متروکو لاندې پروت وم ...
راته و يې ويل :
ووايه ؛ د کوم سازمان غړی يې ؟
اعتراف کوې او که دې مېرمنې ته ورشم ... !
زما په خوله تر دې مهاله د اعتراف خبره نه را غبرګېده ؛ ځکه چې نه مجرم وم او نه د کوم تنظيم غړی ، و يې وهلم ، برقي شارتونه يې راک...
نور ولوله
تکفيـريان
تکفيريان له خپلې ډلې پرته هيڅوک مسلمان نه ګڼي ، د دوی په آند هر هغه څوک چې د تکفيريانو په لکۍ پسې ځوړند نه وي ، نه يوازې مسلمان نه دی ، لاچې کافر دی او د مرګ وړ !! دوی خپلو پلويانو ته وايي چې ؛ په کومه سيمه کې له تکفيريانو پرته نور مسلمانان مسلط وي او د تکفيريانو پلويان ورسره جماعت ته اړ شي ؛ خپل انفرادي لمونځ دې کوي ؛ ځکه چې د تکفيريانو له ملا پرته په بل چا پسې لمونځ نه کېـږي ! د همدغې عقيدې له مخې دوی نور مسلمانان مشرکان ګڼي او په مرګ کې يې جنتونه لټوي !! د تکفيـريانو په منهج کې هيڅ تکفيـری د بل مذهب له پلويانو سره دوستي نه شي کولی ، نه به لور په نکاح ورکوي او نه به يې خپل ځانته منکوحه ګرځوي ، او که کوم تکفيري له بل چاسره د دوستي مزی غځولی وي ، فسخ دې يې کړي ؛ ځکه چې نور خلک ټول مشرکان (؟) دي...
نور ولوله
شهادت ژوند دی؛ شهادت د استقلال وثيقه ده
خالد رضي الله تعالی عنه د شهادت تږی ؤ ؛ ځکه خو به يې پر شونډو د شهادت تمنا پرته وه ؛ د هغه له آنده شهادت
د دارينو سعادت ؤ ؛ شهادت د آزادۍ نسخه وه ؛ شهادت پر دښمن د برلاسۍ سند ؤ ، او شهادت د مظلومو ملتونو د ژوند راز ؤ ؛
ننګياليه په حق و مره چې ژوندی شې
شهيد پال خلک ګوټلی د ژوند جام شي
چې له له مرګ څخه وېرېږي مرګ يې وخوري
مرګ نيږدې ورته له خپل وخته يو ګام شي
هغه په خونړيو جګړو کې برخه واخيسته ؛ زخم ، زخم شو ؛ په وجود کې يې روغ ځای پاتې نه شو ؛ خو الهي پرېکړه داوه چې د سنګر په ځای په بستر کې سا ورکړي ؛ د ژوند په وروستيو شېبو کې يې وويل :
په هغه چا دې خپله مور بوره شي چې ؛ سنګر کې له مرګه وېرېږي ، او حوادث د مرګ سبب ګڼي...
نور ولوله
د مسلمانانو ډېری مېرمنې د بې ځايه قيوداتو له کبله د پرديو په لمنه کې ولوېدې
څومره چې پر ښځو غير مؤجه قيودات وضع کېږي ، هومره يې تمايلات پر بله اوړي او په مدار ، مدار د استعمار او / يا هم د چپي احزابو غېږې ته لوېږي !! د مسلمانانو ډېری مېرمنې د بې ځايه قيوداتو ، محروميتونو او د مسلمانانو په څنګ کې د سکون نه موندلو له کبله د پرديو په لمنه کې ولوېدې ، تانسوچېلر ،، حسينه واجد ، شکريه بارکزۍ ، اناهيتا راتب زاد او بې نظير بوټو يې بېلګې یادولی شو چې اغيارو واخيستې او د اسلام خلاف يې استعمال کړې !!
( له بده مرغه ) مسلمانانو چېرې هم يوه مسلمانه ، مبارزه او داعي بې نظيره ونه روزله ؛ شايد ددې نقيصې آر لامل دا وي چې مسلمانان د ښځو د روزنې او تعليم په تړاو نه يوازې يوه خوله نه دي ، لا چې ډېری يې پر دې نظر دې چې ښځه په ...
نور ولوله
ژوند له سرښندنې سره
ځينې دوستان په لمانځه او آسانه عباداتو بسيا کېږي ؛ ګمان کوي چې عبادت يوازې لمونځ ادا کول او څو آسانه اذکارو ته وايي !! دوی په دې نه پوهېږي چې ژوند د مبارزې ، مجاهدت او سرښندنې نوم دی ، که يوازې په لمانځه او آسانه اذکارو بسنه کېدای ؛ نو تر پيغمبرانو عليهم السلامو هيچا هم ښه لمونځ نه کاؤ ، د اذکارو برخه يې هم تر هرچا غوره وه ؛ خو د هغوی مأموريت دا ؤ چې ؛ په لمانځه او نورو ډېرو ښېګڼو سر بېره د سر تېرو سپاهيانو په څېر ژوند وکړي ؛ ځکه خو پيغمبر صلی الله عليه وسلم ددې تمنا کوله چې ؛ د الله (ج ) په لاره کې مبارزه وکړي ؛ شهيد شي ؛ بيا ژوندی شي ؛ بيا شهيد شي ؛ بيا ژوندی شي ...
پيغمبرانو (ع) يوازې آسانه عبادات په ميراث نه دي پرېيښي ؛ بلکې مسلمانانو ته يې دا ميراث هم پ...
نور ولوله
نړۍ کې څه تېرېږي ؛ افغان قضيه کومې خواته روانه ده؛ د مسلمان مسؤوليت څه دی ...
جوماتونه د مسلمانانو د تنور مرکزونه دي ، مسلمان پکې له حلالو او حرامو خبرېږي ، که يې امامان په اسلام او سیاست مسلط خلک وي ؛ نو مقتديان ترې دين او سياست دواړه زده کولی شي ، شهيد ډاکتر اياز نيازی يې بېلګه یادولی شو چې وزير اکبرخان جومات يې د ښوونې او روزنې مرکز ګرځولی ؤ ، ويل کېږي چې په رمضان المبارک کې يې زرګونه ښځينه مقتديانې هم لرلې چې په لمانځه کې له ګډون نه علاوه يې له هغه نه د قرآن او جُمعې ورځې پيغام اورېدو ، هغه به معمولآ د جُمعې ورځې ويناوې د ورځنۍ اقتضاء مطابق برابرولې ، هم به يې پر دين بحث کاؤ ، هم پر سياست ، ما يې هم د « نور » تلوېزيون له څپو نه پيغام اورېدو ، نه مې يادېږي چې له وينا سره مې يې ژړلي نه وي !! د هغه خبرې به په دین اوسياست دواړو را څرخېدلې...
نور ولوله
موږ يې تهذيب ته دوه لاسې سلامي ووهله
یو معمر سپين ږيري د استاد عبدالرحيم نيازي پر علمي فوقيت، حميده اخلاقو، قوي استدلال او خورا اوچت منطق بحث کاؤ ...
که څه هم سپین ږيری کمونيست پلوی او د چپيانو يو پاو آشنای ؤ؛ خو د استاد نيازي پر علمي فوقيت يې اغماض ونه کړ ...
نيازی څنګه سړی ؤ؛
پر کومو ځانګړنو استوار ؤ؛
د دعوت اسلوب يې څنګه ؤ؛
دا هغه خبرې وې چې هغه ګرسره د نيازي برازندګۍ ته يووړې ...
هغه په دې اعتراف وکړ چې نيازی د ستېج بلبل ؤ او مسلمانان څه چې چپيانو يې هم پر فصاحت او بلاغت اغماض نه شو کولی !! د هغه په وينا د نيازي هره خبره د زړه له تله را ټوکېدله؛ ځکه خو پر زړونو کېنستله؛
« چې له درد...
نور ولوله