جعفر هاند

No-IMG

جعفر هاند

د جعفر هاند لیکنی

د افغانستان او ايرلنډ راتلونکی لوبې

د افغانستان په پرتله د ایرلنډ لوبډله کمزورې ده. په اسیايي میدانونو او پچونو کې خو دوی ډېر له ستونزو سره مخامخ وي. له ایرلنډ سره لوبو کې باید تر ګټې ستراتیژېیک هدف ته ډېر وکتل شي. ګټه به د دې میاشتې او  موقت هدف وي، خو په دغه سیریز کې ځینې نور مهم هدفونه هم شته چې باید ترلاسه شي. تر ټولو عمده هدف شل اوریز نړیوال جام دی او بیا بل کال چمپین ټرافي ده. د ټست سیالیو اتلولۍ ته خو هسې هم وتلای نه شو او لاره لا ډېره اوږده ده. له ایرلنډ سره باید هغه لوبغاړي ولوبول شي چې تر دې دمه پوره چانس ورکړل شوی نه دي او یا یې امکان نه و چې ورکړل شي. که له دې ډارېږئ چې ایرلنډ یې درڅخه ونه ګټي، دا ستاسو په ګ...
نور ولوله

افغانستان له متحدو عربو اماراتو څخه د دریو لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله

افغانستان له متحدو عربو اماراتو څخه د دریو لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله. ټولو ته دې مبارک وي. د نجیب ځدراڼ دې کور ودان وي چې اخره کې یې شپږیزې ووهلې او زموږ پرده یې وکړه. له هند سره تر لوبې مخکې او نړیوال جام ته د چمتوالي په درشل کې د دغه سیریز کټل هم لوبغاړو ته له رواني لحاظه، هم د لوبډلې د ترکیب او هم د افغانستان د کرکټ د حیثیت ساتلو له لحاظه مهم وو. نوین الحق ته دې مبارک وي چې په شل اوریزو لوبو کې یې خپل تر ټولو غوره بالینګ وکړ، د شل اوریزو سیالیو په لوبې کې یې تر دې دمه څلور ویکټې نه وې اخیستې. قیس احمد هم بهترین بالینګ وکړ او درې ویکټې یې واخیستې. خو له لوبې وروسته یې چې په اردو خبرې وکړې، دا یې سنجیده کار ونکړ. موږ خپلې ژبې لر...
نور ولوله

د نړیوال جام په وروستیو لوبو کې د افغانستان بريا ته يوه لنډه کتنه

په نړیوال جام کې په دې وروستیو لوبو کې زه یو متفاوت حشمت الله شهیدي وینم. د ده په لوبو، کپتانۍ، تصمیم نیونې، ټیم ورک، جرات، خبرو او مفاهمې کې ښکاره مثبت تغیرات لیدل کېږي. له لوبو وروسته او له لوبو مخکې له مبصرینو او خبریالانو سره په خبرو کې ډېر سنجیده، شمېرلی او دقیق  غږېږي.  په ځان یې باور او اعتماد لا ډېر شوي دي. د پاکستان، سري لانکا، هالنډ او انګلنډ سره په لوبو کې د ده کپتاني د ستایلو وه. هند سره هم. کوم وخت کې کوم بالر راوستل شي، فیلیډینګ څنګه ودرول شي، کوم وخت کې څه ډول توپ وهنه وشي، کوم لوبغاړی چېرته ولوبېږي، هدف څنګه ترلاسه شي او پلان څنګه عملي شي.... دا هغه مسائیل دي چې ښکاري حشمت ښه محاسبه کړي او  تطبیق کړي‌دي....
نور ولوله

افغانستان له سري لانکا سره بیخي فوق العاده لوبه وکړه

افغانستان له سري لانکا سره بیخي فوق العاده لوبه وکړه. له اول سره چې د هدف لپاره یې پلان جوړ کړی و, تر اخري شېبې پورې د پلان په اساس مخې ته ولاړل. دوی په ۳۷ اورونو کې ۲۸۹ منډې وکړې. افغان لوبغاړو لوبه وکړه او ښه لوبه یې وکړه. همدا ټیم ورک وي.  دا نو زموږ بدقسمتي وه چې د لوبې انجام خراب شو. هغه هم د لوبې د تنظیموونکو د خرابې محاسبې له وجهې. د پاکستان د لاهور په ښار کې د محمد نبي لوبه تاریخ شو. مډل ارډر کې د رحمت, حشمت او نجیب ونډه ښه خبر و. ډېره موده وروسته مې د رحمت سټروکونه ولیدل او د حشمت دوې پرلپسې پنځوسیزې. اوپنېنګ کې د ابراهیم ځدران هغه ښکلې لوبه د...
نور ولوله

اسيا کپ کې د افغانستان او پاکستان سيالی

پاکستان د افغانستان په مقابل کې دریو یوې ورځنیو لوبو ته د ۱۸ لوبغاړو نومونه اعلان کړل. له یو لوبغاړي سعود شکیل پرته یې نور ټول د اسیا کپ سیالیو لپاره هم دي.  پاکستان خپل ټول کره او په فوم کې لوبغاړي راټول کړي. انضمام الحق، چې تازه د پاکستان د غوراوي کمېټې مشر ټاکل شوی، دغه لوبغاړي غوره کړي دي. دی یو مهال د افغانستان روزونکی و. دوه د پام وړ ټکي ما ته د پاکستان په سکواډ کې دوه ټکي د پام وړ و: ۱۰ توپ وهونکي او څلور چټک توپ اچوونکي. په توپ وهونکو کې یې یوازې په مډل ارډر کې شپږ توپ وهونکي دي. بابر اعظم، محمد رضوان، فخرالزمان، امام الحق او افتخار احمد یې کره او قوي توپ وهونکي او نور یې ځوانان دي. ...
نور ولوله

نابالغ او ناعاقل فیسبوک کاروونکي!

چې فیسبوک لرې، انټرنټ لرې، په پښتو او نورو ژبو لیکل کولای شې، طبعي ده چې «لوستی به یې او تعلیم به» هم لرې. کور، مور، پلار، خور، ورور، ښځه, زوی، لور او هر څه به لرې. ځان به هم درته ښه او عظیم شخص ښکاري.  خو چې په فیسبوک او ټولنیزو رسنیو کې بل ښکنځې او سپکاوی یې کوي او کورنۍ او شخصیت ته یې خوله اچوې، دا خپل دې مخې ته نه درېږي؟ څو ورځې مخکې راشد خان راته په یوې مرکې کې له همداسې خلکو څخه احترامانه «خواست وکړ، چې دلوبغاړو کورنۍ دې ته خوله» نه اچوي. رحمان الله ګربز هم همداسې یوه خبره وکړه. یو بل لوبغاړي خو دا هم وویل چې زما مور «مړه ده او دا ظالمان یې یادوي، زه حیران شم چې زما مور بیچاره څه کړي....» ډېر نور هم همداسې خبرې لري.... چې بل ته ښکنځ...
نور ولوله

د سري لانکا په وړاندې د لوبې بایللو غټ علت د افغان لوبغاړو خرابه توپ وهنه وه

سري لانکا په درېیمې لوبې کې افغانستان ته په ډېر لوی توپیر ماتې ورکړه او د دریو لوبو دا لړۍ یې وګټله. مبارک دې وي ورته. د لوبې د بایللو غټ علت د افغان لوبغاړو خرابه توپ وهنه وه.  چې زموږ توپ وهونکي داسې توپ وهنه کوي, ګټل نه کېږي. هېڅ یو لوبغاړي هم په پچ پښې ټېنګې نکړې, نه یې مجرب او نه یې ځوان. داسې ژر ژر وسوځېدل ته وا دوی هېڅ داسې نړیوالې لوبې نه وې کړې. د دوی اوله لوبه وګوره, چې له سري لانکا څخه یې وګټله, او بیا یې دویمه او درېیمه وګوره, هېڅ به دې باور ونشي چې دا به هماغه لوبډله وي. د اکثریت لوبغاړو په څېرو کې د توپ وهونکو څخه د ډار نښې له ورایه ښکارېدې, پوهېږم چې توپ سوینګ کېده او سوینګ توپ وهونکو ته خطرناک وي, خو ۳۰۰ توپونه دي, که ۱۰۰ هم ضایع شي پروا نکړي, په ۲۰۰ نورو یې چې سمه ل...
نور ولوله

افغانستان او آی پي ال

ځه یوه لوبه او څه یو کرکټ! هند ته، د کرکت مینه والو ته او د  مهندر سنګ ډوني په مشرۍ د چنای سوپر ګنګز لوبډلې ته دې مبارک وي. آی پي ال زموږ په عصر کې د کرکټ یوه ښکلې ننداره، تفریح او د استعدادونو د موندلو او ځلېدو بهترین سټیج دی. ډوني د پنځم ځل لپاره د آی پي ال اتلولي وګټله. زمو لوبغاړو په کې د مالي ګټې وټې تر څنګ، د نړۍ د بهترینو روزونکو سره وخت تېر کړ، زده کړې یې وکړې، د نړۍ او هند د قوي لوبغاړو په خلاف یې توپ اچوونه او توپ وهنه وکړه، په خپل قوت باندې لا ډاډه شول او ګمزورتیاوې یې لا ور معلومې شوې. او نړۍ له دې لارې د افغانستان د ښکلا ننداره ورکړه. زموږ لوبغاړي که همدا د آی پي ال تجربې افغان کرکټ ته انتقال کړي، لوی غنمیت دی. زما لپاره په کې ښه خبر دا...
نور ولوله

تصوف یا صوفیزم

تصوف یا صوفیزم له رب سره د انسان د مستقیم تړاو، له دنیا، مادیاتو او خواهشاتو سره د پرېکون لار بلل کېږي. ممکن د اسلام له پیل راهېسې دا څانګه او پیروان یي وو، خو په اوومې او اتمې پېړۍ کې د امویانو او عباسیانو په پیرونو کې تصوف ډېر وغوړېده. د تصوف یوه معنی، سپیڅلتیا، پاک زړه، د خدای په وړاندې په لومړي صف کې درېدل بلل کېږي. ځینې یې بیا د پيغمبر د زمان د «اصحاب صفه» سره تړي چې هغوی تارک الدنیا شول او ژوند یې د رب عبادت ته وقف کړ. د نفس تزکیه هم بلل کېږي او ټول هدف یې د رب رضا ده. تصوف د عثماني خلافت په مهال په ترکیې او د ترکیې څخه د باندې  ډېر وغوړېده. تصوف د عثماني خلافت د تشهیر یوه وسیله هم بلل کېده. پوځ به ځمکې ونیولې، مدرسو به جنګیالي روزل او صوفیانو به د خلکو روحي او فکري...
نور ولوله

له متحدو عربو اماراتو سره د افغانستان د کرکټ لوبې، ستونزې او وړاندیزونه

افغانستان د دریو لوبو دا لړۍ ۲-۱ وګټله چې د افغانستان او متحدو عربو اماراتو ترمنځ د یو تړون په اساس پلان شوې وې. په افغان لوبډلې کې ټول لوبغاړي هماغه وو چې له څو میاشتو راهېسې په لیګونو کې په لوبو بوخت وو او ښه لوبېدلي وو. له ظاهر خان او کریم جنت پرته نور ټول هماغه لوبغاړي وو چې د ۲۰۲۲ نړیوال جام په سیالیو کې په استرالیا کې د سکواډ برخه وو او ولوبېدل. د دې خبرو هدف دا دی چې لوبډله او لوبغاړي‌ هماغه وو  او داسې کوم لوی تغیر نه و چې د اولې لوبې د ماتې عمده دلیل دې وګڼل شي. مثبت ټکي افغانستان له یو بل هېواد څخه سیریز وګاټه. اوسنیو شرایطو ته په کتو، افغانستان نړیوالو لوبو ته اړتیا لري او دا کار تر یوې اندازې وشو. ...
نور ولوله

د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د دریو لوبو لړۍ مساوي ختمه شوه

د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د دریو لوبو لړۍ مساوي ختمه شوه. افغانستان فوق العاده لوبې وکړې. یو څه چې د تېرو لوبو څخه متفاوت و, زموږ د توپ وهونکو اوږده انېنګزونه وو.   ابراهیم په کې سلیزې وکړې, رحمت, ګربز او نجیب پنځوسیزې وکړې. دا یو څه ښکاره کوي چې توپ وهونکو اوس دا فکر پیدا کړی/پیدا کوي چې څنګه کمې منډې اهسته اهسته ډېرې کړې او لوبه تر پای پورې ورسوي. د دې لړۍ ښکلا ابراهیم ځدراڼ و, رب دې یې لري. کپتاني, فیلډېنګ او بالینګ درې واړه ښه وو. سري لانکا د اسیا اتله لوبډله ده او هغوی ته په خپل کور کې ماتې ورکول اسان نه دي, خو افغانستان دا کار وکړ. سري لانکا څه موده مخکې له استرالیا څخه د پنځو لوبو لړۍ ۳-۲ وګټله. افغانستان د همدغې سري لانکا په ماتولو سره د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته ووت. کپتان, روزونکو او لوبغاړو به له دغو ل...
نور ولوله

افغانستان د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو ته ووت

خبره لاړه رسمي شوه. بیا دې هم ټولو ته مبارک وي. افغانستان د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو ته ووت. دا سیالۍ په هند کې کېږي. دا اوس د افغانستان د یوې ورځنیو لوبو د لوبډلې/سکواډ ښه ترکیب دی, له ډېر ضرورت پرته دې تغیر په کې نه دی په کار. همدا ترکیب دې تر نړیوال جام وساتل شي او ولوبول شي, یوازې د تېز بالینګ د جوړښت په اړه لږ فکر کول په کار دي, خو اسیايي پیچونو کې موږ په سپن ښه چلېږو.  له سري لانکا سره د کرکټ د دویمې لوبې له بې نتیجې پای ته رسېدو وروسته: افغانستان دا مهال د ۱۳ هېوادونو په جدول کې په اووم مقام دی. څوارلس لوبې یې کړې او ۱۱۵ نومرې لري. په دې حساب, ویلای شم چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو ته مستقیم ووتله. ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک