د جعفر هاند لیکنی

د افغانستان او ایرلنډ د لوبې په اړه

افغانستان د کروناویروس له قرنطین وروسته په لومړي ځل سبا پنجشنبه جنوري ۲۱ له ایرلنډ سره د دریو یوې ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه کوي. دا لوبې  د ۲۰۲۳ د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو ته د ورتلو لپاره کیږي؛ مهمې دي. هر بری یې ۱۰ نومرې لري. مساوي او لغوه کېدو سره هرې لوبډلې ته ۵-۵ نومرې ورکول کیږي. افغانستان د تېرکال  د مارچ له میاشتې راهېسې هېڅ یوه نړیواله لوبه نه ده کړې. ایرلنډ له انګلنډ او اوس تازه له اماراتو سره سیالۍ وکړې. له اماراتو سره یې دوې لوبې وکړې، اوله یې وبایلله او دویمه یې وګټله. په وروستۍ لوبه کې د ایرلنډ دوو لوبغاړو کامپفیر او سیمي سنګ ښه لوبه وکړه، دوې دواړه الراونډران دي. ایرلنډ تې...
نور ولوله

د افغانستان کرکټ په اړه دوې لنډې خبرې

په افغانستان کې دننه له ایرلنډ سره د افغانستان د لوبو د خپرولو حق ملي ‌تلویزون «ترلاسه» کړ. خبر شوم چې ځینو نورو داخلي چاینلونو هم لیوالتیا ښودلې وه. دا ښه خبره ده، باید د ملي لوبډلې لوبې په ازاد مارکیټ کې او د ازاد رقابت له لارې اعلان او ورکړل شي. یو خو به د کرکټ مارکیټ ښه شي، بل به نورو چاینلونو ته هم د ملي لوبډلې د لوبو د خپرولو چانس او حق ورکړل شي. هر چا چې ښې پېسې او امکانات لرل، حق یې دی. دویمه خبره دا چې په ابوظبهۍ کې ملي لوبډلې ته د (نټ بالران) په کار دي. له افغانستان څخه به یو څو بالران ورځي چې افغان بیتسمینانو ته په نټ کې باولینګ وکړي او هغوی پرکټس وکړي. بورډ که نور هر بالر استوي وا دې استوي،‌ خ...
نور ولوله

افغانستان ایرلنډ ته سکواډ/ د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

زه د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مسولینو او نورو اړوندو چارواکو ته په ۱۰۰  کې ۸۵ نومرې ورکوم، ښه سکواډ یې برابر کړی. زه په دې هم خبر یم چې د دغه سکواډ په انتخاب کې څومره بحثونه او ‌جنجالونه شوي او د نظر اختلافات موجود وو. دا د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د انتقال د پروسې یو ډېر ښه پیل دی، کور مو ودان. اوس مهمه دا ده چې ځوانان په مسلسل ډول ولوبول شي، هغوی ته د خپل استعداد د ښودلو چانس ورکړل شي او لا وهڅول شي. ۸۵ نومرې مې ځکه ورکړي چې زه فکر کوم ابراهم ځدراڼ او فضل حق فاروقي هم باید په دغه سکواډ کې وای. دا نه منم چې ځای یې نه جوړېده، ځایونه یې له ورایه ښکاري چې چېرې ...
نور ولوله

راشد خان ولې د لسیزې غوره لوبغاړي مډال وګاټه؟

راشد خان شاوخوا پنځه کاله مخکې نړیوالو لوبو ته راغی.- څنګه راغی او چا راوست؟ لږ ورسته پرې لیکنه خپروم. راشد خان په پنځو کلونو کې په ۴۸ شل اوریزو لوبو کې ۸۹ کسان وسوځول (ویکټې واخیستې). د باولېنګ اوریج ۱۲.۶۲ دی: یعني هرو شاوخوا ۱۳ رنزونو پس یو کس سوځولی دی، یا پرې چې ١٣ رنزونه شوي، ده بیا یو لوبغاړی اوټ کړی. دا شل اوریزو لوبو کې لوی کار دی. ایکانومي ریټ (د باولینګ اقتصادي کچه): ۶.۱۴ دی: یانې د ده په هر بال باندې شاوخوا یوه منډه شوې ده. یا په هرو ۶ توپونو باندې یې ۶.۱۴ منډې ورکړې دي. راشد خان خان په شل اوریزو لوبو کې لومړی بالر دی...
نور ولوله

د شپږیزې د پایلوبې په اړه

د چهارشنبې په ماسپښین به د کابل بازان  لوبډله د مس عینک سره د شپږیزې لیګ پایلوبه کوي. که مس عینک کابل بازان ماتوي، نو په خپلې تجربې به یې ماتوي. د کابل میدان ډېر وړوکی او د بېټېنګ پچ/ویکټې دی. فسټ بالران په کې تر سپینرانو ډېر ځلیدلې نه دي. په دې حساب د پچې ګټل او اول بېټېنګ به د ګټې چانس لږ ډېر کړي. شل اوریزې لوبې او بیا د کابل په میدان کې لوبې تر ډېره د بېتسمینانو او فلډرانو لوبې دي. موږ ولیدل چې په دغه لیګ کې خراب فلډېنګ د ډېرو لوبډلو د ماتې مهم علت و، بنآ فاینل کې ښه فېلډېنګ هم ډېر مهم دی. د کابل بازانو لوبډله ډېره ځوانه او با انرژي لوبډله ده او تر ټولو مهمه یې دا چې په ټول ټورنمنټ کې یې یوازې یوه لوبه بایللې ده او د ...
نور ولوله

محمد نبي لومړی افغان لوبغاړی شو چې په شل اوريزو سياليو کې ۴۰۰۰ رنزونه کړي

محمد نبي لومړی افغان لوبغاړی شو چې په شل اوریزو ملي او تجارتي سیالیوکې تر ٤٠٠٠ ‌‌‌‌‌‌ډېر رنزونه کوي. هغه او مینه والو ته یې مبارک. تصویر کرکټرک خپور کړی دی.  د  لا ‌‌‌‌‌‌ځلېدا په هیله يي. نبي د کارابین په لیګ کې په نننۍ لوبه کې ٣٥ رنزونه وکړل، یوه ویکټه یې واخیسته او د لوبې غوره لوبغاړی شو . ...
نور ولوله

ولې د افغانستان کرکټ‌ بورډ وايي چې د تاجکستان کرکټ‌ لیګ ته لوبغاړي نه پرېږدي؟

د افغانستان کرکټ‌ بورډ وايي چې د تاجکستان کرکټ‌ لیګ ته لوبغاړي نه پرېږدي. دلیل یې دا دی: "...ځکه دغه هېواد د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد نه دی، له نړیوالې شورا د لیګ ترسره اجازه نه لري چې د کرکټ نړیوالې شورا د اصولو پر بنسټ به موږ خپلو لوبغاړو ته د لوبېدو اجازه ورنکړل شو. " تور نه لګوم خو وایم چې دا پرېکړه د شخصي عقدو په اساس شوې ده، هغه هم د تاجکستان د جنرل سکرتر اسدالله خان (پخوانی افغان لوبغاړی) سره په بورډ کې د ځینو چارواکو د اختلاف له کبله. ډېر ځوروونکی دی. ماته د بورډ دلیل هېڅ قانع کوونکی نه دی. ولې؟ ۱-آیا ټي ۱۰لیګ په اوله کې د نړیوالې شورا سره رسمیات لرل چې ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟