وحيدالله مصلح
د وحيدالله مصلح لیکنی
د دلوې شپږويشتمې په مناسبت! د سيتارام انګليس او د ګروموف شوروي!
غلام سيتارام پر افغانستان د انګليس په لومړۍ لښکر کشۍ کې د انګليس له کاروانونو سره د بولان په لاره کندهار او بيا د زابل، غزني او ميدان وردک له لارې کابل ته لاړ، د سيتارام ژوندليک مې څو مياشتې مخکې ولوست، هغه هلته يوه په زړه پورې کيسه کوي، انګليسانو چې کله کابل ته په لاره د غزني بالاحصار تر قوي مقاومت وروسته مات کړ او د غزني حاکم غلام حيدرخان يې ونيو، نو انګليس جنرال ته يې ودراوه، جنرال ورسره ډېر ښه خلق وکړ، خو پوهېږئ غلام حيدرخان ورته څه وويل؟ هغه ورته وويل: “زه د خپل وطن او خپل پاچا لپاره جګړه کوم، افغانانو هيڅکله هم انګرېزانو ته څه تاوان نه دی رسولی بيا نو څه سبب دی چې تاسو زمونږ هېواد ته راننوتئ او غواړئ يو داسې څوک پر تخت کېنوئ چې خلک د زړه له کومي کرکه ترې کوي؟ ستاسو له راتګ سره زمونږ په کورونو کې مرګ ا...
نور ولوله
د حرمينو سفر؛ روحي، نظرياتي او تاريخي تأثر!
زړه نا زړه وم چې د عمرې پر مبارک سفر تاثر وليکم که نه؟ زه چې تللم نو پر فېسباکه مې هيڅ ونه ليکل، نه مې کوم تصوير شريک کړ او نه مې کوم يادښت پرېښود، يوازې د راستنېدو پر مهال مې په نازک زړه او ډکو سترګو د مخه ښې په پار يو بيت شريک کړ، حتی خپل هغه واټساپ مې هم په کور کې بند پرېښود چې له ډېرو ملګرو سره شريک و، موخه مې دا وه چې دا اړيکه ډېره خالصه پاتې شي، خو په دې سفر کې ځېنې يادښتونه راسره داسې راغلل چې زه يې ليکلو ته اړ کولم، دا يادښتونه به د دې عبادت خالص والی ټکنی نه کړي، بلکه له کتونکو سره به د دي سفر په فکري او نظرياتي منظر کشۍ کې مرسته وکړي او دا هغه موخه ده چې دلته پرې ډېره خواري شوې ده.
يوازې دا هم نه، بلکه ما چې پخوا کوم سفرونه کړي دي نو په اړه مې يې يونليکونه کول، دا هم راته يو ډو...
نور ولوله
استاد محمد عاطف؛ د وسطيت او تمدني ټکر لويه حادثه!
مونږ چې پرون د استاد پر قبر خاورې واړولې او چې د وروستي ځل لپاره مو قبر د خوېندو دعا ته پرېښوده؛ هغه وروستۍ مخه ښه تر ټولو ترخه او درنه وه، مونږ چې سلګۍ وهلې نو ايله مو زړونو ته دا ننوته چې مرشد ريښتيا هم شهيد شوی او دا چې مونږ ستنېدو او خاورو رانه قايد ايسارولو دا يوه لويه حادثه وه چې زمونږ زړونه يې ماتول، په دې ماتو زړونو کې يو قهر او بغض و چې د زړونو دا مات درزونه يې د متينو ارادو، تحريکي جذبو او قامت قامت ودرېدو پر سره لاوا بېرته رغول...
هو زمونږ په سترګو کې د يو قايد په وېر کې اوښکې وې خو د قايد په هغه حرکي قدوه کې چې د هغه منفرده خاصه وه؛ دې اوښکو د اوښکو نه، د عزم لارې جوړولې، مونږ د هغه له قبر نه په نهيلۍ نه بلکې په يو عزم، زړه ورتيا او متينو هوډونو راستانه شو، زمونږ اوښکې زمونږ ن...
نور ولوله
د مسلمانانو خواخوږی باچا خان!
باچاخان چې د انسانيت کوم درد درلود، هغه د نړۍ په ډېرو فراقومي انسانانو کې نه شي موندل کېدای، باچاخان انسان ته د انسان په سترګه کتل، هغه چې کله په هند کې له کانګرس سره پاتې کېده او هغه چې کله د هند له جمعيت علما سره ناستی کاوه، او باچا خان چې کله د خلافت د تحريک د سر په سړو کې وو نو دا د دې لوی ثبوتونه دي چې باچا خان له مسايلو سره د انساني دايرې په قطر کې برخورد کاوه. باچا خان که د هغه په کتاب کې ولولئ نو د نړۍ مسلمانان چې يادوي نو پر ورونو يې يادوي، کله چې په لومړۍ نړيواله جګړه کې هنديان او په ځانګړي ډول هندي مسلمانان د انګليس په لښکرو کې په اسلامي هېوادونو کې جنګېدل، د هنديانو ظلمونو او نادودو دوی د عربانو په ذهنونو کې د انګليس د ځرو او غلامانو په شکل کېنولي وو، کله چې باچا خان د عربي هېوادونو په سفر وو، څو ځايه ورته عر...
نور ولوله
شوروي پالنه او په ملت کې ضد شوروي تفکر!
د لومړي ځل لپاره په شاهي دولت کې کله چې تره کى د برېتانوي هند په ممبئ کې و هملته يې کمونيستي فکر واخېست او دغه پردى تفکر يې بيا له ځان سره کابل ته وارد کړ. واقعيت دا دى چې کله د کارمل نوم اخېستل کېږي نو د شوروي غلامۍ څېره د انسان پر ذهن راخورېږي، نجيب بيا د همدې کارمل ګوندى کوچنى و چې د دې تصوير پر بل مخ دده څېره ده.
په افغانستان کې همدې پرديو شورويپالو لومړنۍ نظامي حمله وکړه او د اعليحضرت واکمني يې د شورويانو په ګټه وپرځوله، بله شوروي مداخله يې د 1357 ثور په اومه وه چې د دوى په محاصره کې راګير سردار داودخان يې له کورنۍ سره له منځه يوړل، او په دا بله ورځ يې د افغان تاريخ نوميالى موسى شفيق په ډېرې بې دردۍ شهيد کړ، په دې اړه د شوروي ځري ساتمن عزيز اکبري کيسه خورا مشهوره ده.....
نور ولوله
کامرانه غزه او د بري فلسفه!
نن يو مېړنی ملت له يوې داسې جګړې کامران ووت چې اسر-ا-ئيل ورته د ټولې نړۍ حشر کړی و، يوه وړه تړانګه چې مېړني ملت په کې د دې پېړۍ پېچلي او سربداله تونلونه جوړ کړي وو، دوی په دې سرنګونو کې اشغالګران له ټولې ټکنالوژۍ سره په دامونو کې ونښلول، ويې پرځول او تېښتې ته يې اړکړل، د غزې مېړني ولس له دې تونلونو د اوسني اشغال پر ضد د ازادۍ يوه خورا بې انډوله جګړه تر يو کال ډېره وغځوله.
د دې جګړې يو لوی واقعيت دا و چې دا د غزې د مبارز ملت خپله پېښه وه، د ازادۍ دا پېښه دوی پلان کړه، دوی تطبيق کړه او دوی يې دادی پای ته رسوي، دا پېښه د اسلامي ملتونو په ازاديپاله خوځښتونو کې کمسارې ده. نن هغه شېبې رارسېدلي چې په غزه کې اوربند د ازادۍ د مبارزينو له شرايطو سره سم منل کېږي.
ازادي يو لوی معنوي ارزښت دی چې مادي ودانۍ...
نور ولوله
دا په دمشق کې د صيدنايا زندان دى، دې زندان ته سور زندان هم وايي
دا په دمشق کې د صيدنايا زندان دى، دې زندان ته سور زندان هم وايي. د دې زندان وسعت او وحشت له دې اټکل کړئ چې د زمکې لاندې تر لسو ډېر منزلونه لري.
تر دې دمه له دې زندانه زرګونه زندانيان ازاد کړاى شوي دي، خو پوهېږئ چې تر سل زرو زندانيان لا هم د دې زمکتلو طبقو په بندخونو کې بنديان دي، د دې زمکتلو طبقو شفرونه چا ته معلوم نه دي، د هر ساعت په تېرېدو سره د دې لسګونو زرو بنديانو ژوند له خطر سره په چټکۍ مخ کېدونکى دى، د دوى د تنفس، ډوډۍ او اوبو اهتمام فلج دى.
اوس نو د بشار د ظلم او وحشت کچه اندازه کړئ، يو مستبد واکمن چې له خپل ولس سره دومره وحشي شخړه او ظالمانه تقابل ولري، د هغه انجام بايد کلونه مخکې دغسې ړنګ واى.
استبداد تل له خپل و...
نور ولوله
سوريه؛ د پاڅون څو درسونه څو شکونه!
له حلب تر دمشق مزل ډېر چټک و، بشار د بعث ګوند دې وروستۍ چپي نښې د ولس په وړاندې تاب را نه وړ او د تاکتيکي پر شاتګ يو بل شرم هم د حکومتي سقوطونو په نوم ثبت شو.
د بشار پر ضد ولسي سوله ييز لاريونونه د عرب پسرلي پر مهال په ۲۰۱۲ کې په اوج کې وو، هلته ولس يوازې په ميدانونو کې وو او هيچا د بشار رژيم پر ضد وسله نه وه پورته کړې، هغوی مشخصې غوښتنې درلودې او د حکومت اصلاح او په بل قدم کې يې د حکومت تبديلي غوښتله، خو همدا اسد و چې پر ولس يې بمونه وغورځول، ثقيلان يې پرې راکوز کړل او مخا مخ يې په مشينګڼو وويشتل، د سوله ييز او بې وسلې ولس پر ضد د بشار دې نظامي برخورد هغوی وسلې او متقابل برخورد ته اړ کړل او کله چې د ولس او واکمن تر منځ برخورد راځي نو واکمن په کې بې ابرو کېږي او پرځول کېږي.
د اسد کورنۍ او بعث ګوند د ت...
نور ولوله
استاد قانت او د توريث بحثونه!
د تحريکونو په بقا کې د توريث قضيه ډېره اساسي وي، دا انساني تجربه ده، کله چې هم په تحريکونو کې د قيادت جوړونې تمرين او امادګي نه وي او د يو نظم له مخې د مشرۍ انتقال صورت نه نيسي نو هلته د ثبات، پرمختګ او پراختيا تصور مړ کېږي.
زمونږ په وطن کې په سياسي او اجتماعي جريانونو کې د توريث مسئله هغسې نه پالل کېږي څنګه چې ورته اړتيا وي. د تحريکونو په ژوند کې انقلابي بدلونونه ډېر لږ کارنده او ډېر ځپونکي وي، زه چې څومره له استاد سره مصاحب پاتې شوی يم نو د توريث په قضيه کې مې د استاد لېوالتيا کتله، هغه په يوه متوازنه طريقه او دوامداره تسلسل د توريث قايل و.
متوازنه طريقه دا وي چې د تحريکونو په ژوند کې د تحريکونو د مشر نسل خپل مقام او ځای...
نور ولوله
غزه او د ازادۍ د مزله سړي!
د ازادۍ لاره معلومه ده، دا لاره پر ګلانو نه ده پوښلې، دا پر سکروټو مزل دى، دا پر ماتو وزرونو الوت دى، دا په مقابل جهت پرواز دى او دا اګاهانه انتخاب دى... دا د سمو او واضحه موخو پر لور، د اخلاص، عمل، قربانۍ او د سوک ورکولو هڅې او مبارزې دي.
د دې لارې مزل پر ذوق نه بلکه په تعهد وهل کېږي، د اخلاص او مبارزې دا مزل په داسې خاين چاپېريال کې وهل کېږي چې د ګاونډ ټول واکمن عرب د اقصى په خرڅون او د فلسطين په نابودۍ له اس ر ا ئيل سره په معامله پراته دي، دا واکمنه حلقه په دې دووسه معامله کې د وينځې په مقام ده.
د ازادۍ په قيمت هغوى نه پوهيږي چا چې ذهني ماته خوړلې ده، دا د هغوى لار نه ده چا ته چې د خپل کور، سرک، پارک او ښار ودانۍ د ازادۍ په قيمت ګرانې او محبوبې وي، دا د هغوى لار نه ده چې په ارزښتي بحثونو کې...
نور ولوله
ديکتاتوري؛ د حسينې بدرنګ انجام!
په بنګله دېش کې د استبداد واکمني ړنګه شوه او دا بدرنګه حسينه بهر ته په تېښه بريالۍ شوه. واقعيت دا دی چې د ظلم کاسه تل نسکوره وي، هغه له خپل ګوند پرته نور ټول په يوه ليکه حساب کړي وو او له ټولو سره يې د بربريت او ديکتاتورۍ له دريڅې شخړې کولې، هغه نه يوازې د بنګله دېش اسلامي حرکت بلکه د خالده ضيا په مشرۍ د بنګله دېش ملتپاله ګوند سخت وځپلو او په دې وروستيو کې يې د اسلامي تحريک د بندولو وروستی تصميم هم نيولی و.
حسينې ولسي تنوع عملاً وژلې وه، زغم او تسامح يې غرغره کړی و، او د بنګله دېش ملي هويت يې يوازې د خپلې کورنۍ او ګوند په شعارونو کې راټول کړی و، حسينې د ټول ملک بدرنګۍ راټولې کړې وې او پر ډیري ې خپله ناسته وه، هغه له ټول ملت سره شخه شولانګه کوله او له ملت او د ملت له تنوع سره ټکر دغسې ړنګ...
نور ولوله
او د ازادۍ هغه دنګ قامت راونړېد!
لنډ تأثر
زوی يې د خپلې کورنۍ شهيدو نازولو ته ليکلي؛
زما نازولو خپل پلار ته ښه راغلاست ووايئ، غوره ښه راغلاست... جيمي خپل نيکه ته ستړي مه شي وکړه... فردوس اعلی ښکلی کړئ زما نازولو!
نن چې دفتر ته لاړم، مبايلونه مې پر مېز کېښودل، له همکارانو سره په خبرو وم چې، يوه همکار مو ناڅاپي وويل چې د ازادۍ منار راپرېوت، او دې سره زه نېغ ودرېدم، په ولاړه مې ملا ماته شوه، زمکې ځای نه راکولو، ځان مې ګوښې کړ او بيا مې د مجلس په خونه کې په ځانله ځان ډوبې ډوبې سلګۍ وکړې، نو چې په لرې افغان وطن کې دا حال دی، د ازادۍ د اتل پر کورنۍ او د اسلامي حرکت پر دې مبارز صف به څه تېرېږي...
همدا پرون مې چې نوموړی د پزشکيان د معرفۍ په مراسمو کې کتلو نو په زړه کې مې تېر ش...
نور ولوله