د وحيدالله مصلح لیکنی

د شرق د نابغه او د اسلامی امت د عظمت او سترتوب لیونی عاشق افغان سید جمال الدین د مړینې د ورځې په پار

د افغان سید جمال الدین پر مبارزې او ویرجنې مړینې تر پیړۍ ډیر کلونه واوښتل، داسې یو شخصیت  چې  فکر یې پر نړۍ لکه لمر خپور دی، ټول اسلامي جریانونه ترې بیسارې اغیزمن دي، او په امت یې د اسلامي ویښتابه احسانونه لکه غرونه بار دي،  داسې یو شخصیت چې د اند وخیال برسیرن توب، او څرګندواله یې تاریخي ریښتیا جوړوي، هو!  د همداسې څرګند،  ستر او تاریخي جمال پر افغانیت او مذهبي هویت د ایران کساتګرو هوډونو د شک او ابهام  داسې پردې غورزولي، چې لږ تر لږه یې پر معاصر افغانستان  د خپل ټاټوبي خپله علمي څټه نه ده ور لورولې، کټ مټ لکه بو علي سینا بلخي او نور بلخیان چې له مونږه تښتوي او د ایران د تاریخ سپکه تله پرې درنوي. د خپل ولس په خوارى برخى هم حسرت راځي چى پوهانو يې نه په تي...
نور ولوله

فلسطين؛ عثماني افاقيت او عربي ناسيونالېسم!

د فلسطين په قضيه کې د عربي ناسيونالېسم او عثماني دولت توپير ډېر واضح دى، کله چې عثمانيان واکمن وو نو قدس او فلسطين د اسلامي جغرافيې نه جلا کېدونکې برخه وه، په قدس کې د عثماني واکمنۍ عسکر وو او سلطان عبدالحميد د اسرائيلي اشغالګر دولت لرليد لرونکى هرتزل له خپل دربار نه سپک ورک شړلى و. خو کله چې په لومړۍ نړيواله جګړه او تر هغې مخکې د عربي سيمې څو قبيلوي مشرانو د انګليسي لارنس تر قوماندې لاندې د عثماني دولت پر ضد بغاوتونه پيل کړل، دوى په کې د اسلامي نړۍ سياسي او ديني مرجعيت ړنګ کړ او هغه چې دوى په کې د عربي يووالي او واحد عربي دولت خوبونه لرل هغه د لارنس د پلانونو په حقيقتونو کې کابوسونه شول، وروسته چې بيا عربي ملي ګرايي حاکمه شوه او عربي جغرافيه په تر 22 ډېرو کوچنيو هېوادګوټو تقسيم شوه نو د ...
نور ولوله

فلسطين؛ تمدني کشاله او د لېبرالېسم ونډه!

په کشمکش کې بېلابېل لوري وي او کله چې ته په کې لوری يې نو طبعاً به د مخالف لوري پر تنقيد صرفه نه کوې، د تمدنونو د کشمکش په وروستيو لسيزو کې دوه تمدني ټکرونه په مد او جزر کې دي؛ غربي او اسلامي، د شوروي تر سقوط وروسته د ناټو د پاتې کېدو او بقا لپاره بايد منطق موجود وای، دوی دا منطق په اسلامي تمدني حوزه کې وکتلو او دې لپاره يې د تندلارو/ترهګرو، سنتپالو او منځلارو وېش ته وده ورکړه. په دې حساب تر شوروي وروسته دوه لوی لوري رامنځته شول، دا لوري يو اسلامي تمدني حوزه وه او بل لبرال غرب و، زه اسلامي تمدني حوزه ځکه وايم چې دلته لکه د غرب کوم دولتي کيان نه شته، خو د اسلامي تمدني حوزې په مقابل کې ځواک دی، دولتونه دي او حتی د اسلامي حوزې حکومتونه هم د دې حوزې هغه خوړونکي ښاماران دي چې غربي تمدن را ايله کړي دي....
نور ولوله

استاد قانت؛ د اسلامي فکر عملي مظهر!

مرحوم استاد دوکتور صفت الله قانت د حرکي ادبياتو يو عملي مظهر و، هغه دغه تحريکي فکر يوازې په ذهني شوق نه و لوستی، بلکه هغه د اسلامي فکر لپاره افغاني زمکه زرخېزه کوله، هغه چې په کوم نظرياتي او عملي امتزاج کې د سختيو لاره انتخاب کړه دا د معاصرې نړۍ په نرګسي ژوند کې د صحابه کرامو له سختيو ډکه پيروي او اقتدا وه، هغه او ملګرو يې غوښتل چې په تنظيمي هيکلونو کې د حرکي کار عملي تدريب نهادينه کړي او دغه تنظيمونه په لويو زاويو کې د تربيتي، مشوره يي او انتخابي سېسټمونو او منظمو سازماندهي بنسټونو په توګه پياوړي کړي، خو په تنظيمي اډانو کې د دوی کمي او کيفي اغېز په هغه حد کې نه و چې دغسې لوی انتاج رامنځته کړي، سره له دې چې دوی فردي هڅې وکړې خو ونه توانېدل. ځينې شخصيتونه داسې وي چې د اسلامي حرکت فکر په نظ...
نور ولوله

غزه د نېشنېلېزم د تشرېح بېلګه!

د نېشنېلېزم تعريف زموږ په مخ کې تشرېح کېږي، غزه لمبه کېږي او د عربي هېوادونو نېشنېلېزم ثقل نه لري او د بويناک لوګي په څېر فضا کې خورېږي... هلته غزه د سر سخته مقاومت وروستۍ نښه او د فلسطين د قضيې وروستى مورچل دى چې د اس-رائيل او غرب په وړاندې تنها ولاړه ده، خو پر همدې غزې اس-رائيلي بمونه دلته په عربي او اسلامي هېوادونو کې دا له پېړۍ نه مسلط نېشنېلېزم څخه ټيزونه وباسي. د اسلامي هېوادونو قدوه عربي ملتپالنه نن پر ميدان لوڅه ده بدن يې بربنډ دى او اس-رائيل پرې لکه يابو تېرى کوي، دا تېرى اصلاً د عثماني سلطنت په ړنګېدو پيل شوى و او دا نن چې پر عربي نړۍ واکمن دي؛ ډېرى يې د همدې تېري ناجايزه محصول دى. کله چې مرام ورک شي او موخې کوچنۍ...
نور ولوله

لمبه غزه؛ د غربي لېبرالېسم ارزښتي کتنه!

په غزه کې د غربي لېبرالېزم ننداره ده، تاسو يې ګورئ؟ پر غزې فاسفورس بمونه ورېږي او تر 70 فيصدو ډېر په کې کوچنيان او مېرمنې وژل کېږي، نن هلته ننداره ده او غرب په کې د دې وژنو مشر کرکټر دى... د غربي لېبرالېزم کتابي عاشقان اړتيا لري چې د دې لبرال ګرايۍ عملي منظر وګوري او دې لپاره غزه د مطالعې حادثه ده، دلته بايد د غربي لبرالېسم ټول ارزښتي پکېچ و ارزول شي همدا د ريښتياو ميدان دى. د غربي لېبرالېسم پلويان بايد د غزې اتشکده کې وګوري چې هلته د غربي لبرالېسم عمده ارزښتونه د اور په لمبو څنګه ښکاري؟ په غزه کې د بشر حقونه، د ښځو حقونه، او د کوچنيانو حقونه ګورئ چې په کوم مقام دي؟ د لېبرالېسم دا انحصاري توکي پر بمونو الوځي او دا بمونه د غربي لېبرالانو سوغاتونه دي. ...
نور ولوله

غزې جباليه کې نننى قتل عام؛ لنډ تأثر!

تېره ورځ مازيګر د غزې په شمال جباليه کې اس-رائيل پر يوه سيمه شپږ بمونه غورځولي دي، هر بم يو ټن وزن درلوده، تر دې مهال د دې شپږ ټنه بمونو له امله 400 تنه شهيدان او زخميان دي، ما د هغو ځوانانو خپ غږونه واورېدل او وچې اوښکې مې يې وکتلې چې خپلوان يې د دې بمونو په ويجاړيو او کندو کې تر خاورو لاندې وو، دوى په لاسونو مات کانکرېټونه، تيږې او خاورې اړولې او جسدونه او ټپيان يې لټول، څه عجيب انسانان دي، زړونه يې له غم او قهر نه ډک دي خو په خولو يې صرف الله الله دي... غرب له ټول ظرفيت سره د اس-رائيل سره ولاړ دى او په غزه کې پر مسلمانو ښځو، کوچنيانو، زړو او ځوانانو بمونه او توغندي غورځوي، کورونه ړنګوي او بيا سکاره شويو سيمو ته اس-رائيل ټانګونه ننباسي، دا د غرب انساني ارزښتونه دي او دا د مسلمانو هېواد...
نور ولوله

اسرائيل او په ګاونډ کې يې تپل شوې واکمنۍ!

واقعيت دا دی چې په عربي منطقه او په ځانګړي ډول د فلسطين ګردچاپېره د غرب د لاسپوڅو ديکتاتورۍ تپل شوې دي، دا تپل شوې واکمنۍ پخوا د امپريالېستي غرب او سوسياليستي شرق تر منځ د زور په توازن کې ويشل شوې وې، کله چې شوروي اتحاد ړنګ شو نو د سوسياليستي بلاک تړلو ديکتاتورانو يا تسليمي او روغه جوړه غوره کړه او يا يې څپېړو ته مخونه ونيول. خو د غرب تپل شوي ديکتاتوران تر اوسه په واک کې دي او دوی د خپلو ملتونو پر ارمانونو او ارزښتونو پراته د غرب نيابتي بدمعاشان دي، په سټراټيژيک ډول به غرب هيڅکله دا ونه زغمي چې په سيمه کې دې د ملتونو په خوښه زعيمان واک ته راشي، اسلامپالي د همدې سټراټيژيک برخورد قربانيان دي، دوی که په ټاکنو کې بريالي هم شي؛ واک ته يې نه پرېږدي، محمد مرسي او استاد راشد الغنوشي يې د همدې لنډ عربي بهار او ارواښاد استاد نجم ا...
نور ولوله

افغان کډوال او د قامپرستو او چپيانو غدۍ!

افغانان راشړل کېږي او يو شمېر ګونديمار په خپلو نظرياتي دښمنيو کې د خير ښېګڼې له جادې اوړي او په کنځلو او تومتونو خپلې ګوندي بازۍ کوي. کوزنی خان زمان کاکړ او چپي قامپرستان د دې پر ځای چې له پاکستانه ويستل کېدونکو افغانانو لاسنيوی وکړي او د خير ښېګڼې په لارو يې غور وکړي دوی سرباري ورته د لويو ملي او اسلامي قضيو په ماضي کې د پېغور ترخه لټوي. واقعيت دا دی چې کوزنيو نېشنليانو نه پرون د شوروي په شر کې دغه لوی حشر افغان ملت سره د عزيزولۍ رشته پاللې او نه يې نن ورسره د خداى پامانۍ کومه عاطفي شېبه لرلې ده. خان زمان کاکړ د دې پر ځای چې په خپل اسټبلشمنټ تنقيد وکړي او د خپل ګوندي لومړيتوب د کډوالو قضيو ته راوڅرخوي، کډوالو ته پېغورونه ورکوي چې ولې مو جهاد کولو او ولې دلته راتلئ، هغه د تاريخ نيمګړی رو...
نور ولوله

غزه د لوى تمدني ټکر وړه تړانګه او څو درسونه!

غزه د اور لاندې ده، قيامتونه پرې ورېږي، اس-رائيل د خپلې دولتي ترهګرۍ، وحشتونو او ټول وژنو د پوښښ کمولو په خاطر په غزه کې انټر نېټ قطع کړى دى. الجزيره بيا هم په ځانګړو وسايلو د اس-رائيل جنايتونه نړۍ ته رسوي. ښايي پر غزې د وچې بريد پيل شي، دوى به دې لپاره ديسانت او بحري نفوذ نه تر ډېره ګټه واخلي، خو ازاديپالو دغه ټولې مرحلې تحليل کړي دي او پر پايلو او پړاونو اګاه دي، تر دې دمه يې هره هڅه شنډه کړې ده، ازاديپال د غلچلکيو بريدونو، او د اشغالګرو بريدونو د دفع کولو لوړ ظرفيت لري، له همدې امله اس-رائيل په ډېره وېره او بايللې روحيه د مخامخ جګړې خرپ او ترپ کوي. داسې ويل کېږي چې اس-رائيل به په زمکنۍ جګړه کې له خطرناکو غازونو ګټنه هم وکړي، دا غازونه به د غزې د ازاديپالو ځواکونو په زمکتلو مېټروګانو کې...
نور ولوله

ځواکمن او حاکم مدنيتونه او د مغلوبيت سير!

پروفيسور خورشېد احمد ژباړه: وحيدالله مصلح   تاريخ په وار وار ليدلي چې تر ټولو ستر ځواک او تمدن هم يو ورځ پر زوال اخته شوی: • د يوناني تمدن د غلبې په زمانه کې له يونانيت نخ متاثره خلکو همدا يونانيت د انساني تمدن وروستی حرف ګاڼه، او ورڅخه انحراف او اختلاف يې لېونتوب، پرېشاني او کفر ګڼلو، ليکن بيا يوه ورځ دا تمدن راوپرځېد او اوس يوازې د پخوانيو اثارو حيثيت لري. • د روم د عروج پر مهال رومي تمدن هم دغسې و، ليکن باالاخره د دې تمدن تختې هم ماتې شوې او نن يې اثار پر زمکه نه بلکه د زمکې لاندې پلټل کېږي. ...
نور ولوله

سپورت او تمدني بحث!

سپورت او ښايسته فنونه د يو تمدن په فرهنګي بعد کې اساسي توکي دي، زمونږ په اسلامي تمدن کې د نېزو، غشو، اسونو، غېږ نيولو سيالۍ او نورې سپورتي برخې دي چې تل پالل شوي او انکشاف ورکول شوى دى. د نړۍ په تمدنونو کې ځېنې شيان داسې دي چې ګډ دي او ټول بشر په کې شريک دى، او دغه تمدنونه د خپل شناخت ځانګړي شاخصونه هم لري، په سپورت کې بشر ټول شريک دى او پولې نه پېژني. زموږ په هېواد کې بزکشي بېخي وطنۍ سيالي ده. په نبوي مسجد کې نېزه بازي روانه وه او بي بي عايشه رض د نبي عليه السلام شاته ولاړه وه د دغې لوبې سيل يې کولو او تر هغه پر خوږ نبي عليه السلام تکيه وه چې خپله يې سيل پرېښود. اوس به يو څوک را جيګېږي چې هله دومره دقيقې او ثانيې يې پر دې...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک